سرچینه: زابل ولایت کې د طالبانو د خپلوانو له لوري ۷۰۰ میوه لرونکې ونې پرې شوې دي

باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو خپلوانو د ارغنداب ولسوالۍ په دامنې کلي کې د یوه بڼ ټولې ونې پرې کړې دي. خواله رسنیو کې په یوې خپرې شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې یوه ډله کسان په دغه سیمه کې د یوه اوسیدونکي د بڼ ونې پرې کوي.