• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین د ایفون په پېرلو او کارولو د بندیز په اړه راپورونه رد کړل

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۸ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یو شمېر دولتي ادارو او کمپنیو کې د ایفونونو په پېرلو او کارولو د بندیز په اړه راپورونه رد کړل او ویې ویل، چې داسې کوم بندیز نه دی لګېدلی.

رویټرز په دې وروستیو کې راپور ورکړی و، چې چین پر حکومتي کارکوونکو د ایفون د کارولو محدودیتونه زیات کړي دي.
د دغه راپور له مخې، د ځینو دولتي ادارو کارکوونکو ته ویل شوي چې د کار پر مهال د خپلو اپل ټیلیفونونو له کارولو ډډه وکړي.
دغه خبر د اپل پانګه‌والو د اندېښنې لامل شو، ځکه چین د نړۍ دویم ستر اقتصادي طاقت دی او د دغې امریکایي شرکت لپاره لوی بازار ګڼل کېږي؛ خو د چهارشنبې په ورځ د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه راپورونه بې بنسټه وباله.
د دغو راپورونو د ځواب په اړه د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند مائو نېنګ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "چین داسې کوم قانون، مقررات یا پالیسي نه ده صادره کړې، چې د اپل په څېر د بهرنیو ټلیفونونو پېر او کارول منعه کړي."

نوموړي زیاته کړه، چې په چین کې د ګرځنده ټیلیفون ټول شرکتونه باید د مقرراتو سره سم عمل وکړي.

په چین کې د ایفونونو په پېر او کارولو د بندیز راپورونه په داسې حال خپریږي، چې د بیجېنګ او واشنګټن تر منځ اړیکې ترینګلې شوې او که دا مسله رښتیا وي نو د اپل شرکت لپاره به دا لویه ننګونه وي، ځکه د عایداتو د ترلاسه کولو لپاره په چین پورې خورا تړلې ده.

ډېر لیدل شوي

په کچلاغ کې د هبت‌الله ګاونډیان: «د هبت‌الله په نامه د خپرېدونکو پیغامونو غږ د هغه نه‌دی»
۱

په کچلاغ کې د هبت‌الله ګاونډیان: «د هبت‌الله په نامه د خپرېدونکو پیغامونو غږ د هغه نه‌دی»

۲

د اور نوې لیکه؛ ایا یو شمېر پخواني افغان سرتېري بیا جګړې ته راګرځي؟

۳

په کراچۍ کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور پټې شتمنۍ

۴

په یوه ورځ د اوو ولایتونو سقوط؛ کابل د طالبانو په محاصره کې

۵

د بدخشان د عملیاتو په اړه د طالبانو پوځي مشران د نظر اختلاف لري