• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرزي له ټام وېسټ سره خبرو کې د افغانانو خپلمنځي تفاهم ته د زمینې پر ژر برابرېدو ټینګار وکړ

۲۴ وږی ۱۴۰۲ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ وږی ۱۴۰۲ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۸ GMT+۱

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ، په ویډیويي کنفرانس کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د افغانانو خپلمنځي تفاهم اړین وباله. دواړو هیله وښوده، چې ژر تر ژره دې تفاهم ته زمینه برابره شي.

ښاغلي کرزي په ایکس ټولنیزې شبکې یا پخواني ټوېټر کې لیکلي، چې په دې خبرو کې د افغانستان د اقتصادي ودې او روښانه راتلونکي لپاره د نجونو او هلکانو د زدکړو پر اغیز او اهمیت هم ټینګار وشو.

په دغه یادښت کې راغلي، چې نوموړي په دې خبرو کې یو ځل بیا له امریکا وغوښتل چې له افغان ځوانانو سره دې د زدکړو په برخه کې مرسته وکړي.

په افغانستان کې د دايمي سولې د رامنځته کېدو په اړه خبرې د ښاغلي کرزي او د امريکا د ځانګړي استازي له خوا په داسې حال کې مطرح کېږي، چې طالبان له څو لسيزو جګړو وروسته په ټول افغانستان کې د امنيت د راوستو او په دغه هېواد کې د سولې د ټينګښت ادعا کوي.

تر دې مخکې هم د طالبانو نورو مخالفو سیاسي او نظامي جریانونو له دې ډلې سره د سولې او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو غوښتنه کړې ده.

په دې وروستیو کې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د شورا جګپوړي غړي عبدالرب رسول سیاف له طالبانو وغوښتل، چې له مخالفانو سره دې د خبرو اترو لپاره یو پلاوی وټاکي.

تېر کال د افغانستان لپاره د امریکا استازي ویلي و، چې واشنګټن د نورو هېوادونو تر څنګ «د دې هېواد د راتلونکي د ټاکلو لپاره د افغانانو ترمنځ د رښتینو خبرو» قوي ملاتړ کوي.

ترویج لرونکی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې
۱

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

۲
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۳

طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی

۴

طالبان: کابل به سبا د شپږو اسیایي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي

۵

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

•
•
•

نور کیسې

یوې نړیوالې مرستندویه ادارې په غور کې د خپلو ۱۸ کارکوونکو نیول کېدل تایید کړل

۲۴ وږی ۱۴۰۲ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۹ GMT+۱
یوې نړیوالې مرستندویه ادارې په غور کې د خپلو ۱۸ کارکوونکو نیول کېدل تایید کړل
100%

د بشردوستانه مرستو رسولو نړيوالې مرستندویه ادارې تایید کړه، چې طالبانو یې ۱۸ کارکوونکي نیولي دي. دغه بشردوستانه سازمان په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې تر اوسه د دغو کارمندانو د نیولو انګېزه نه ده معلومه او له نیول کېدو وروسته کابل ته لېږدول شوي دي.

د بشردوستانه مرستو رسولو نړیوالې مرستندویه (IAM) ادارې په خواشینۍ سره په دې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د غور ولایت په دفتر کې طالبانو د یکشنبې په ورځ د - ـ سنبلې په ۱۲ مه - ـ د یوه بهرني وګړي په ګډون درې او بیا ورپسې د چهارشنبې په ورځ د سنبلې په ۲۲مه د د دغې ادارې ۱۵ تنه نور کارمندان ونیول.

دغه عیسوي مرستندویه موسسه وايي، چې د دغو نیول کېدو په انګېزه نه پوهیږي او طالبانو هم تر اوسه د دې موسسې د کارکوونکو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي<

په غور کې د طالبانو د والي وياند رسنيو ته ويلي، چې دې ډلې د يوې نړيوالې موسسې ٢١ کارکوونکي نيولي دي. د هغه په خبره، دغه کارکوونکي د «عیسویت د ترویج» په تور نیول شوي دي.

د غور ولایت سیمه ییزو سرچینو د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په نیول شویو کسانو کې د یوه امریکايي په ګډون اوه ښځې هم شاملې دي.

دغه نړیوال بنسټ وايي چې له ۱۹۹۶ کال راهیسې یې په افغانستان کې د ژوند په بدلون او د ټولنو په پیاوړي کولو کې مهم رول لوبولی دی.

د دغې مرستندویه موسسې په وینا، د دې ادارې د هڅو ځنډېدل په افغانستان کې د څه باندې څلور میلیونو وګړو پر ژوند ژور اغېز کړی دی.

دغه سازمان يادونه وکړه چې تر اوسه يې د روغتيايي خدمتونو د ښه والي، ښوونې او روزنې او پراختيا په برخه کې څلوېښت ميليونه ډالره لګولي دي.

له دې وړاندې مرستندویه بنسټونو خبر ورکړی و، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دې ډلې ځواکونو په پرله پسې ډول د دغو بنسټونو په تشکیلاتي چارو کې لاسوهنه کړې ده.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو هم راپور ورکړی و، چې د بشري بنسټونو په کارونو کې د طالبانو لاسوهنه په ځینو مواردو کې د تاوتریخوالي لامل شوې ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مفتش دفتر د اسد په میاشت کې خبر ورکړ چې طالبانو په مرستندویه موسسو خپل نفوذ زیات کړی دی.

د سیګار د راپور له مخې، د مرستندویه موسسو په فعالیتونو کې د طالبانو مداخلې د دغو موسسو کارکونکي زیانمن کړي دي.

د فرمانونو ریاست طالبانو ته: د اړیکو پر بنسټ خپلوان او انډیوالان ګمارل ګناه ده

۲۴ وږی ۱۴۰۲ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۸ GMT+۱
د فرمانونو ریاست طالبانو ته: د اړیکو پر بنسټ خپلوان او انډیوالان ګمارل ګناه ده
100%

د ملا هبت الله اخواندزاده د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظات ریاست په یوه مکتوب کې له طالب مشرانو غوښتي چې تر خپل واک لاندې ادارو کې خپلوان او انډېوالان د اړیکو په بنسټ ونه ګماري. په مکتوب کې راغلي طالب مشران یوازې خپلوان د ډرېوار، اشپز او ساتونکي په حیث ګمارلی شي.

د ملا هبت الله د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست د - سنبلې په ۲۰ مه - د طالبانو ټولو ملکي او نظامي ادارو ته لارښونه کړې چې د دې ډلې د مشر له فرمان څخه اطاعت وکړي، چې وايي، د خپلوي او انډيوالي پر بنسټ دې په ادارو کې څوک نه ګماري.

د دې مکتوب له مخې چې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلی، د خپلوالۍ له مخې د اشخاصو ګمارل د الله د ناراضۍ او عذاب سبب کیږي.

خو دې مکتوب کې نه دي واضح شوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې په حکومتي په ادارو ګمارنې د کوم معیار له مخې ترسره شي.

د ملا هبت الله د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست د طالبانو له ټولو ملکي او نظامي ادارو څخه غوښتي چې ددې فرمان پلي کېدو سره له دوی ته راپور ورکړي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د طالبانو سرچینو ویلي، د ملا هبت الله د فرمان څخه وروسته طالب چارواکو خپلوان او انډيوالان له خپلو ادارو ګوښه کړي خو د شناخت پر بنسټ یې په نورو دولتي ادارو کې ګمارلي دي او د ملا هبت الله فرمانونه نه عملي کوي.

نیوکې دا دي، چې د طالبانو راتلو سره دغې ډلې ټول خپل مشران او وسلوالو په دولتي ادارو کې ګمارلي دي.

د افغانستان یو شمیر اوسیدونکي وايي په دولتي ادارو کې د طالبانو معیار د دې ډلې غړیتوب دی.

څه موده وړاندې د طالبانو د لوړو زده کړو اوسنی وزیر ندا محمد ندیم په هرات ولایت کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي و چې د دې ډلې کسانو څخه دې د زدکړو د اسنادو د تایدۍ پرمهال ازموینه نه اخیستل کیږي او د هغوی د امتیاز درجه به دا وي چې څومره ماینونه یې پټاو یا منفجر کړي دي.

ځايي سرچينې: طالبانو په غور ولایت کې د یوې مرستندویه موسسې ۱۸ کارکوونکي نیولي

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۰۲ GMT+۱
ځايي سرچينې: طالبانو په غور ولایت کې د یوې مرستندویه موسسې ۱۸ کارکوونکي نیولي
100%

د غور ولایت ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د دغه ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالیو کې د «یوې مرستندویه موسسې»۱۸ کارکوونکي نیولي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ په نيول شويو کسانو کې د يوه «امريکايي » په ګډون اوه ښځې هم شاملې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ په نيول شويو کسانو کې د يوه «امريکايي » په ګډون اوه ښځې هم شاملې دي.

دغه امريکايي تبعه او دوه نور کسان د سې شنبې په ورځ (د وږي ۱۴مه) او د شپږو ښځو په ګډون ١٥ تنه نور د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) نيول شوي دي.

ځایي سرچینو ویلي، چې نیول شوي کسان د نړۍوال مرستندویه ماموریت (IAM) په نوم د یوې موسسې کارکوونکي وو.

د راپورونو له مخې په غور ولایت کې د دې ادارې دفتر دا مهال تړل شوی دی.

دا نه ده معلومه چې دغه کسان په کوم تور نیول شوي او د نړۍوال مرستندویه ماموریت (IAM) او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دې موسسې په ویب پاڼه کې راغلي: «موږ د روغتیا او پراختیا په برخو کې د ظرفیت لوړولو لپاره کار کوو». دې موسسې په ویب پاڼه کې زیاته کړې، چې د سترګو د پاملرنې، د ټولنې پراختیا، روغتیا او تعلیمي پروژو کې فعالیت کوي.

د پوهنې درې افغان فعالان د اروپا د پارلمان د معتبرې جاېزې د ترلاسه کولو لپاره ونومول شول

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۰ GMT+۱
د پوهنې درې افغان فعالان د اروپا د پارلمان د معتبرې جاېزې د ترلاسه کولو لپاره ونومول شول
100%

د اروپا د پارلمان غړې هانا نیومن د پنجشنبې په ورځ د ساخاروف جاېزې د ترلاسه کولو لپاره د پوهنې په برخه کې د درېیو افغان فعالانو نومونه اعلان کړل. دا درې کسان مطیع الله ویسا، پرستو حکیم او مرضیه امیري دي، چې د افغان نجونو د تعلیم لپاره یې هڅې کړې دي.

مېرمن نیومن وویل، چې هغې او د اروپا د پارلمان ۵۰ نورو غړو دا درې تنه د ۲۰۲۳ میلادي کال د ساخاروف جاېزې لپاره نومولي دي.

مدني فعال او د نجونو د تعلیم ملاتړی مطیع الله ویسا، یو له دغو درېیو کسانو څخه دی، چې د روان کال د وري له میاشتې راهیسې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی او په زندان کې دی.

پرستو حکیم او مرضیه امیري د نجونو لپاره پټ او انلاین ښوونځي جوړ کړي دي. دوی د طالبانو له واکمنۍ وروسته له هېواده بهر تللي دي.

مېرمن نیومن لیکي، چې دغو فعالانو په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د بندیز پر وړاندې مقاومت کړی، پټ ښوونځي یې جوړ کړي، لېرې پرتو سیمو ته یې سفرونه کړي او له لېرې ځایه یې زده کړه ورکړي.

ساخاروف په اروپا کې د بشري حقونو یو له معتبرو جاېزو څخه دی. دا جاېزه د اروپا پارلمان لخوا هغو اشخاصو یا سازمانونو ته ورکول کیږي، چې خپل ژوند یې بشري حقونو او فکري ازادۍ د دفاع لپاره وقف کړی وي.

طالبانو په بامیانو کې د مېرمنو د تنګو او نازکو جامو پر خرڅلاو بندیز لګولی

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۴ GMT+۱
طالبانو په بامیانو کې د مېرمنو د تنګو او نازکو جامو پر خرڅلاو بندیز لګولی
100%

په بامیانو کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست په دغه ولایت کې د مېرمنو د تنګو او نازکو جامو پر خرڅلاو بندیز لګولی او ویلي یې دي، چې هېڅ دوکاندار نه شی کولی پر مېرمنو دا ډول لباسونه وپلوري.

هغه غږیز کلیپ چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته رارسېدلی، پکې د دغه ولایت مشر محمود الحسن منصوري د بامیانو دوکاندارانو څخه غواړي، چې په دې ولایت کې دې د مېرمنو نازکې او تنګې جامې نه پلوري.

نوموړي افغانستان انټرنشنل ته په یوه لیکلي یادښت کې یاده موضوع تتایید کړ، خو د نورو پوښتنو له ځوابولو یې ډډه وکړه.

له بامیانو څخه یوه ازاد خبریال افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د امر بالمعروف محتسبان په بازار کې د ښځینه جامو پلورنځي ګوري او که چېرې تنګې یا نازکې جامې پېدا کړي؛ دوکاندار یې نیول کیږي.

هغه زیاته کړه: “د امربالمعروف رییس تېره اونۍ له خبریالانو سره لیدلي وو او په دې غونډه کې یې له خبریالانو غوښتي وو، چې د تنګو او نازکو جامو د مخنیوي په موخه په دغه ولایت کې کمپاین وکړي”.

نوموړی زیاتوي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست یو ډله محتسبانو د سیمه ییزو رسنیو له لارې په دې اړه خپرونې هم کړي دي.

له دې وړاندې د امر بالمعروف د سرپرست وزیر د بامیانو بند امیر تفریحي سیمې ته د مېرمنو پر ورتګ بندیز ولګاوه او وروسته بیا د دغه ولایت والي وویل چې دوی به د مېرمنو لپاره ځانګړی ځای جوړوي.