• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په بامیانو کې د مېرمنو د تنګو او نازکو جامو پر خرڅلاو بندیز لګولی

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۱۹ GMT+۱

په بامیانو کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست په دغه ولایت کې د مېرمنو د تنګو او نازکو جامو پر خرڅلاو بندیز لګولی او ویلي یې دي، چې هېڅ دوکاندار نه شی کولی پر مېرمنو دا ډول لباسونه وپلوري.

هغه غږیز کلیپ چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته رارسېدلی، پکې د دغه ولایت مشر محمود الحسن منصوري د بامیانو دوکاندارانو څخه غواړي، چې په دې ولایت کې دې د مېرمنو نازکې او تنګې جامې نه پلوري.

نوموړي افغانستان انټرنشنل ته په یوه لیکلي یادښت کې یاده موضوع تتایید کړ، خو د نورو پوښتنو له ځوابولو یې ډډه وکړه.

له بامیانو څخه یوه ازاد خبریال افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د امر بالمعروف محتسبان په بازار کې د ښځینه جامو پلورنځي ګوري او که چېرې تنګې یا نازکې جامې پېدا کړي؛ دوکاندار یې نیول کیږي.

هغه زیاته کړه: “د امربالمعروف رییس تېره اونۍ له خبریالانو سره لیدلي وو او په دې غونډه کې یې له خبریالانو غوښتي وو، چې د تنګو او نازکو جامو د مخنیوي په موخه په دغه ولایت کې کمپاین وکړي”.

نوموړی زیاتوي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست یو ډله محتسبانو د سیمه ییزو رسنیو له لارې په دې اړه خپرونې هم کړي دي.

له دې وړاندې د امر بالمعروف د سرپرست وزیر د بامیانو بند امیر تفریحي سیمې ته د مېرمنو پر ورتګ بندیز ولګاوه او وروسته بیا د دغه ولایت والي وویل چې دوی به د مېرمنو لپاره ځانګړی ځای جوړوي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر: موږ د نړۍوالو غوښتنې نه شو پوره کولی

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۲ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم وايي، چې نړۍوال د خپل غوښتنو لپاره د نجونو زده کړې د یوې بهانې په توګه بیانوي. نوموړي د چارو له کارپوهانو او استادانو غوښتي چې په دې اړه دې چوپ پاتې شي او د دوی امر دې ومني.

نوموړي د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې نړۍوال غواړي چې د افغانستان ښځې هم د نورې نړۍ د ښځو په څېر کړي.

هغه زیاته کړه: “موږ د نړۍ غوښتنې نه منو، دوی غواړي د افغانستان ښځې هم د نورو غوندې کړي او دا د افغانستان تمدن او مذهب نه مني”.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې له دیني عالمانو، استادانو او کارپوهانو هم وغوښتل چې د ښځو او نجونو د تعلیم د حق په اړه چوپه خوله پاتې شي او د طالبانو امر دې ومني.

د طالبانو د کابینې دغه غړي له ښځو او نجونو غوښتي، چې د زده کړو د حق د خوندي کولو لپاره بېړه ونه کړي.

ندیم زیاته کړه:"د افغانستان مسلمانان له موږ سره پردۍ غوښتنې نه مني، موږ ښځو ته هغه حقونه ورکوو، څه چې الله تعالی ورکړې وي هغه موږ هم ورکوي، خو دوی دې بېړه نه کوي."

دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو یو لوړ پوړی چارواکی د ښځو د زده کړو په اړه دا ډول دریځ بیانوي، بلکې له دې وړاندې هم د طالبانو د کابینې ګڼو غړو د نړۍوالې ټولنې د غوښتنو او نجونو د زده کړو په اړه بېلابېل سخت دریځونه بیان کړي دي.

د تورخم دروازه به سبا د بار وړونکو لاریو پر مخ خلاصه شي

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۶ GMT+۱

د تورخم کمیسار چې سبا (جمعه، د وږي ۲۴مه) سهار به د تورخم دروازه د لویو بار وړونکو لاریو پرمخ خلاصه شي.

په خبر کې د مسافرینو پر مخ د دروازې د خلاصون په اړه څه نه دي ویل شوي.

په تورخم کې د لویو لاریو د هډې یوه منشي صفي االله افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تورخم د کمیسارۍ طالبانو هم ورته ویلي چې ښايي دروازه سبا سهار اته بجې خلاصه شي.

د پاکستاني ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د تېرې اونۍ له نښتې وروسته د تورخم دروازه نن د نهمې ورځې لپاره هم تړلې وه او دواړه خواوو ته سلګونه بار وړونکي موټرونه ولاړ دي.

پاکستاني رسنیو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د مشر له خولې لیکلي، چې په دې موده کې د دواړو خواوو سوداګرو ته هره ورځ پنځه میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

طالبانو په فاریاب کې د جومات هغه ملا امام نیولی چې د یو ماشوم د وهلو ویډیو یې خپره شوې

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۴ GMT+۱

یوې سیمه ییزې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل؛ وروسته له هغې چې په فاریاب کې د یوه جومات د ملا امام له خوا د یوه ماشوم د وهلو ویډیو په ټولنیزو شبکو کې خپره شوه؛ طالبانو دغه ملا ونیو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ قاري قدرت الله دغه ماشوم دوه اونۍ وړاندې په شيرين تګاب ولسوالۍ کې سخت وواهه.

په دې وروستیو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره شوه؛ پکې ښودل کیږي چې یو سړی په یوه خونه کې یو هلک په لښتو سخت او بې درېغه وهي.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه کس قاري قدرت الله نومېږي، چې د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ د کوه صیاد د کلي د یوې دیني مدرسې ملا امام دی.

سرچينې زياته کړې، چې د دې ويډيو له خپرېدو وروسته طالبانو دغه ملا امام د چهار شنبې په ورځ( د وږي ۲۲مه) ونیو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ د دغه ملا له نيول کېدو وروسته يو شمېر کورنيو چې ماشومان يې د زده کړو لپاره دغه ملا امام ته تلل هم له دغه ملا څخه شکايت کړی او ویلي یې دي، چې څو ځله یې کوچني ماشومان وهلي دي.

د دې ویډیو خپرېدو په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

تر اوسه طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د تورخم دروازه لا هم تړلې ده؛ د دواړو غاړو سوداګرو ته "میلیونونه ډالره" زیان اوښتی دی

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۰ GMT+۱

د پاکستاني ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د تېرې اونۍ له نښتې وروسته د تورخم دروازه د نهمې ورځې لپاره هم تړلې ده او دواړه خواوو ته سلګونه بار وړونکي موټرونه ولاړ دي.

پاکستاني رسنیو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د مشر له خولې لیکلي، چې په دې موده کې د دواړو خواوو سوداګرو ته هره ورځ پنځه میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

د تورخم پوله د چهارشنبې په ورځ (د وږي په ۱۵مه) د وسله والو طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته وتړل شوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د وږي ۱۸مه) د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې د لامل په اړه یوه اعلامیه خپره کړه او لیکلي یې دي: “پاکستاني ځواکونو پر افغان سرحدي ځواکونو هغه مهال ډزې وکړې چې [دوی] د یوې امنیتي پوستې په ترمیم بوخت وو، چې کلونه مخکې جوړه شوې وه”.

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۳مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته وویل، چې دغه ډله له پاکستاني چارواکو سره د تورخم د پولې د پرانیستلو په اړه خبرې کوي.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي؛ ډزې هغه مهال پیل شوې، چې طالبانو د تورخم دروازې ته څېرمه د پوستې جوړول پیل کړل او پاکستاني ځواکونو یې د مخنیوي هڅه وکړه.

له بلې خوا د اسلام اباد چارواکو طالبان د "غیرقانوني" ودانیو او د پاکستاني پوله ساتونکو په "بې توپیره او بې هدفه ډزو" تورن کړي دي.

په وروستیو ورځو کې طالب چارواکو د تورخم دروازې د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دې پولې تړل د دواړو غاړو سوداګرو ته زیان رسوي.

د دې لارې د تړل کېدو له امله د پولې دواړو غاړو ته د مېوو، سبزیجاتو او نورو سوداګریزو توکو سلګونه بار وړونکي لارۍ منتظر ولاړې دي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر زاهدالله د پاکستاني رسنیو ته وویل، چې د تورخم د لارې د تړل کېدو له امله د دواړو غاړو سوداګرو ته د ورځې پنځه میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

هغه زیاته کړه، په تېر مالي کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو ټولیز ارزښت ۱،۸ میلیارده ډالره و.

د امریکا د پوځ لوی درستیز: موږ په افغانستان کې ماتې وخوړه

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۳ GMT+۱

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په افغانستان کې د دغه هېواد جګړې ته په اشارې سره وویل: «کله چې دښمن پلازمېنه کابل ونیو، دا یوه ستراتیژیکه ناکامي ده».

مارک میلي له اې بي سي نیوز سره په مرکه کې زیاته کړه، چې امریکا په افغانستان کې «په جګړې کې ماتې وخوړه».

جنرال مارک میلي په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې پای د خواشینۍ وړ وباله او ویې ویل: «هغسې چې ما غوښتل پای ته ونه رسېده، هغسې چې ټولو غوښتل پای ته ونه رسېده».

هغه زیاته کړه: «کله چې دښمن ستاسو پلازمینه ونیسي، دا یوه ستراتیژیکه ناکامي ده، او دا هغه څه دي چې مایې د خلکو منځ کې په ښکاره ویلي وو. هېڅ لاره نه شته چې تاسو یې د ستراتیژیک بریالیتوب په توګه وستایئ».

دغه جګپوړي امریکايي چارواکي ټینګار وکړ، چې دغه هېواد له طالبانو او د هغوی له متحدینو سره څه باندې شل کاله جګړه وکړه او طالبانو په هغه پلازمېنه (کابل) کې د ډېرو دلایلو له مخې بریا ترلاسه کړه.

هغه زیاته کړه، چې د سپټمبر د یوولسمې نېټې راهیسې یو شمېر ډېر امریکايي چارواکي د پښېمانۍ افسوسونه کړي دي.

دغه جګپوړي امريکايي چارواکي په داسې حال کې د امريکا ستراتيژيکې ناکامۍ ته اشاره کوي، چې تر دې مخکې د امريکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو پرېکړه سمه ارزولې وه او ويلي يې و، چې په دې پرېکړه پښېماني نه کوي.

خو د بایډن د حکومت منتقدینو له افغانستانه د امریکا وتل یوه ناکامي او یو ناورین بللی.

د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال په ځلونو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په ناوړه رایستلو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا ناورین د ولسمشر بایډن او د هغه د حکومت د ناوړه پرېکړو پایله وه.

د مکال په وینا؛ د بایډن ادارې د لوړ پوړو پوځي چارواکو مشورې او په افغانستان کې د امریکايي ډېپلوماتانو سخت خبرداری له پامه غورځولی دی.

بایډن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو او د وتلو پر عملیاتو دواړو له نیوکو سره - سره، دا عملیات بریالي بللي دي.

جنرال میلي هم د بایډن سره موافق دی او د ځواکونو د راویستلو عملیات «یو حیرانونکې لوژیستیکي بریا» بولي.

ښاغلي میلي په دې ټيلویزیوني مرکه کې وویل، «زه له هر هغه چا څخه غواړم چې هلته [افغانستان] کې یې یونیفورم اغوستی و، خپل سر دې لوړ وساتي ځکه چې دوی هغه څه وکړل چې د دوی ملت ترې غوښتي وو».