• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تورخم دروازه لا هم تړلې ده؛ د دواړو غاړو سوداګرو ته "میلیونونه ډالره" زیان اوښتی دی

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۲ GMT+۱

د پاکستاني ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د تېرې اونۍ له نښتې وروسته د تورخم دروازه د نهمې ورځې لپاره هم تړلې ده او دواړه خواوو ته سلګونه بار وړونکي موټرونه ولاړ دي.

پاکستاني رسنیو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د مشر له خولې لیکلي، چې په دې موده کې د دواړو خواوو سوداګرو ته هره ورځ پنځه میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

د تورخم پوله د چهارشنبې په ورځ (د وږي په ۱۵مه) د وسله والو طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته وتړل شوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د وږي ۱۸مه) د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې د لامل په اړه یوه اعلامیه خپره کړه او لیکلي یې دي: “پاکستاني ځواکونو پر افغان سرحدي ځواکونو هغه مهال ډزې وکړې چې [دوی] د یوې امنیتي پوستې په ترمیم بوخت وو، چې کلونه مخکې جوړه شوې وه”.

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۳مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته وویل، چې دغه ډله له پاکستاني چارواکو سره د تورخم د پولې د پرانیستلو په اړه خبرې کوي.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي؛ ډزې هغه مهال پیل شوې، چې طالبانو د تورخم دروازې ته څېرمه د پوستې جوړول پیل کړل او پاکستاني ځواکونو یې د مخنیوي هڅه وکړه.

له بلې خوا د اسلام اباد چارواکو طالبان د "غیرقانوني" ودانیو او د پاکستاني پوله ساتونکو په "بې توپیره او بې هدفه ډزو" تورن کړي دي.

په وروستیو ورځو کې طالب چارواکو د تورخم دروازې د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دې پولې تړل د دواړو غاړو سوداګرو ته زیان رسوي.

د دې لارې د تړل کېدو له امله د پولې دواړو غاړو ته د مېوو، سبزیجاتو او نورو سوداګریزو توکو سلګونه بار وړونکي لارۍ منتظر ولاړې دي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر زاهدالله د پاکستاني رسنیو ته وویل، چې د تورخم د لارې د تړل کېدو له امله د دواړو غاړو سوداګرو ته د ورځې پنځه میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

هغه زیاته کړه، په تېر مالي کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو ټولیز ارزښت ۱،۸ میلیارده ډالره و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د پوځ لوی درستیز: موږ په افغانستان کې ماتې وخوړه

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۳ GMT+۱

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په افغانستان کې د دغه هېواد جګړې ته په اشارې سره وویل: «کله چې دښمن پلازمېنه کابل ونیو، دا یوه ستراتیژیکه ناکامي ده».

مارک میلي له اې بي سي نیوز سره په مرکه کې زیاته کړه، چې امریکا په افغانستان کې «په جګړې کې ماتې وخوړه».

جنرال مارک میلي په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې پای د خواشینۍ وړ وباله او ویې ویل: «هغسې چې ما غوښتل پای ته ونه رسېده، هغسې چې ټولو غوښتل پای ته ونه رسېده».

هغه زیاته کړه: «کله چې دښمن ستاسو پلازمینه ونیسي، دا یوه ستراتیژیکه ناکامي ده، او دا هغه څه دي چې مایې د خلکو منځ کې په ښکاره ویلي وو. هېڅ لاره نه شته چې تاسو یې د ستراتیژیک بریالیتوب په توګه وستایئ».

دغه جګپوړي امریکايي چارواکي ټینګار وکړ، چې دغه هېواد له طالبانو او د هغوی له متحدینو سره څه باندې شل کاله جګړه وکړه او طالبانو په هغه پلازمېنه (کابل) کې د ډېرو دلایلو له مخې بریا ترلاسه کړه.

هغه زیاته کړه، چې د سپټمبر د یوولسمې نېټې راهیسې یو شمېر ډېر امریکايي چارواکي د پښېمانۍ افسوسونه کړي دي.

دغه جګپوړي امريکايي چارواکي په داسې حال کې د امريکا ستراتيژيکې ناکامۍ ته اشاره کوي، چې تر دې مخکې د امريکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو پرېکړه سمه ارزولې وه او ويلي يې و، چې په دې پرېکړه پښېماني نه کوي.

خو د بایډن د حکومت منتقدینو له افغانستانه د امریکا وتل یوه ناکامي او یو ناورین بللی.

د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال په ځلونو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په ناوړه رایستلو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا ناورین د ولسمشر بایډن او د هغه د حکومت د ناوړه پرېکړو پایله وه.

د مکال په وینا؛ د بایډن ادارې د لوړ پوړو پوځي چارواکو مشورې او په افغانستان کې د امریکايي ډېپلوماتانو سخت خبرداری له پامه غورځولی دی.

بایډن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو او د وتلو پر عملیاتو دواړو له نیوکو سره - سره، دا عملیات بریالي بللي دي.

جنرال میلي هم د بایډن سره موافق دی او د ځواکونو د راویستلو عملیات «یو حیرانونکې لوژیستیکي بریا» بولي.

ښاغلي میلي په دې ټيلویزیوني مرکه کې وویل، «زه له هر هغه چا څخه غواړم چې هلته [افغانستان] کې یې یونیفورم اغوستی و، خپل سر دې لوړ وساتي ځکه چې دوی هغه څه وکړل چې د دوی ملت ترې غوښتي وو».

طالبانو د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو او پوهنتونونو ټولنه ړنګه کړه

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له خوا د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو او پوهنتونونو ټولنې ته په یوه لېږل شوي، مکتوب کې ویل شوي، چې وروسته له دې دغه اتحادیه په رسمي ډول فعالیت نه شي کولی.

د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو او پوهنتونونو د ټولنې ویاند کریم ناصري منلې، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت یاده اتحادیه له منځه وړې ده.

د طالبانو د لوړو زده کړو له وزارت څخه یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له یادې ټولنې څخه د وزارت ناخوښي، له وزیر او ټیم سره په ځینو مسایلو کې اختلافات د دې لامل شول، چې دغه اتحادیه له منځه لاړه شي.

سرچینه زیاتوي:” دا اتحادیه د وزیر په حکم ړنګه شوې او هغه په دې عقیده دی، چې ګواکې دا اتحادیه یو موازي حرکت دی”.

د یادې سرچینې په خبره، چې دغه وزارت د دې لپاره چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسې او پوهنتونونه تر جدي څار لاندې ونیسي، د اتحادیې پر ځای یې د وزارت تر چتر لاندې کمېسیون جوړ کړی دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان دا ډول ټولنې له منځه وړي، له دې وړاندې د پوهنتونونو د استادانو ټولنه هم د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت په امر ړنګه شوه.

ایران: افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره پاکستان له ایران سره پر خپله همکارۍ ټینګار کوي

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۶ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په دغه هېواد کې د سولې او ټیکاو لپاره له تهران سره پر همکارۍ ټینګار وکړ. اصف دوراني له بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په لیدنه کې پرون دا خبره کړې ده.

د ایران بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د دواړو هېوادونو چارواکو په افغانستان کې بدلونونه وارزول.

پاکستان او ایران د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د دې ډلې ډیپلوماټان یې په خپلو هېوادونو کې د افغان سفارت لپاره منلي دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم له اصف دوراني سره په لیدنه کې هیله کړې چې د دواړو هېوادونو د سلا مشورو دواو به په افغانستان او سیمه کې د لا ډېرې سولې او ټیکاو سبب شي.

د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي تر ګومارل کېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې اصف دورانی ایران ته رسمي سفر لري.

زهرا بلوڅ: د چترال په ګډون پر نورو سیمو هم له افغانستان بریدونه شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۴ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې یو ځل بیا ادعا وکړه چې د چترال په ګډون د دغه هېواد پر نورو سیمو هم له افغانستان بریدونه شوي دي. ممتاز زهرا بلوڅ له طالبانو وغوښتل چې د پاکستان پرضد د افغان خاورې د کارېدو مخنیوی باوري کړي.

مېرمن بلوڅ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته دا هم وویل، چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په تړاو د پاکستان دریځ نه دی بدل شوی.

نهه ورځې وړاندې د پښتونخوا چترال کې پاکستاني طالبانو د پوځ په څو پوستو بریدونه کړي و، چې له امله يې څلور پوځيان او په مقابل کې ۱۲ وسلوال وژل شوي وو.

سرچينو نن افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په چترال کې جګړه درېدلې خو لا هم له لرې واټنه خال خال ډزې کيږي.

له هغه راهیسې دا دویم ځل دی چې ممتاز زهرا بلوڅ وايي دا بریدونه په افغانستان کې پلان شوي، خو افغان طالبان د اسلام اباد دا تورونه ردوي.

ډېموکراټ ګوند: اتریش باید په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په تور طالبان محاکمه کړي

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۵ GMT+۱

د اتریش د سوسیال ډېموکراټ ګوند د دغه هېواد په پارلمان کې د یوه پرېکړه لیک د تصویب غوښتنه کړې، چې د بشري حقونو د سرغړونو په تور د طالبانو چارواکي محاکمه کړي.

دغه ګوند د اتریش له عدلیې وزارت څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د جرمونو د نړۍوالې محکمې له تحقیقاتو ملاتړ وکړي.

د اتریش د سوسیال ډېموکراټ ګوند د سې شنبې په ورځ (د وږي په ۲۱مه) د اتریش د پارلمان د عدلیې کمېټې ته د «د بشري حقونو څخه د سرغړوونکو طالبانو په محاکمه کولو د افغانستان له خلکو سره پیوستون» تر نامه لاندې یوه طرحه وړاندې کړه.

د سوسیال ډېموکراټ ګوند په دې غوښتنه کې راغلي: «موږ د عدلیې له وزیر څخه غواړو، چې د افغانستان له خلکو او په ځانګړې توګه له ښځو سره خپل پیوستون څرګند کړي. هغه باید خامخا د دوی غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي چې د اتریش حکومت په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د نړۍوالې جنایي محکمې د روانو څېړنو لپاره مالي او تخنیکي مرسته کوي."

په بیان کې ویل شوي چې د عدلیې له وزیر څخه باید "د تحقیقاتو غوښتنه وشي چې د جنسیت پر بنسټ د [ښځو سره] د ناوړه چلند پورې اړوند د بشریت ضد جرمونه د روم د تړون په چوکاټ کې په افغانستان کې شوي دي که نه."

د بشري حقونو فعالانو په افغانستان او لوېدیځو هېوادونو کې د جنسیتي توپیر د پېژندلو لپاره کمپاین پیل کړی دی.

په وروستۍ قضیه کې د بشري حقونو د څار سازمان د هغو طالب چارواکو د محاکمې وړاندیز کړی، چې د بشري حقونو په سرغړونو کې لاس لري.

سوسیال ډېموکراټ ګوند د اتریش له حکومته غوښتي، چې د طالبانو له چارواکو سره دې د بشري حقونو د سرغړونو په تور حساب وکړي.

دغه ګوند له طالبانو سره د نړۍ د هېوادونو چلند «بې هدفه، بې بنسټه، شاته ولاړ او محافظه کار» بللی دی.