طالبانو د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو او پوهنتونونو ټولنه ړنګه کړه

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له خوا د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو او پوهنتونونو ټولنې ته په یوه لېږل شوي، مکتوب کې ویل شوي، چې وروسته له دې دغه اتحادیه په رسمي ډول فعالیت نه شي کولی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له خوا د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو او پوهنتونونو ټولنې ته په یوه لېږل شوي، مکتوب کې ویل شوي، چې وروسته له دې دغه اتحادیه په رسمي ډول فعالیت نه شي کولی.
د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو او پوهنتونونو د ټولنې ویاند کریم ناصري منلې، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت یاده اتحادیه له منځه وړې ده.
د طالبانو د لوړو زده کړو له وزارت څخه یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له یادې ټولنې څخه د وزارت ناخوښي، له وزیر او ټیم سره په ځینو مسایلو کې اختلافات د دې لامل شول، چې دغه اتحادیه له منځه لاړه شي.
سرچینه زیاتوي:” دا اتحادیه د وزیر په حکم ړنګه شوې او هغه په دې عقیده دی، چې ګواکې دا اتحادیه یو موازي حرکت دی”.
د یادې سرچینې په خبره، چې دغه وزارت د دې لپاره چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسې او پوهنتونونه تر جدي څار لاندې ونیسي، د اتحادیې پر ځای یې د وزارت تر چتر لاندې کمېسیون جوړ کړی دی.
دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان دا ډول ټولنې له منځه وړي، له دې وړاندې د پوهنتونونو د استادانو ټولنه هم د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت په امر ړنګه شوه.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په دغه هېواد کې د سولې او ټیکاو لپاره له تهران سره پر همکارۍ ټینګار وکړ. اصف دوراني له بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په لیدنه کې پرون دا خبره کړې ده.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د دواړو هېوادونو چارواکو په افغانستان کې بدلونونه وارزول.
پاکستان او ایران د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د دې ډلې ډیپلوماټان یې په خپلو هېوادونو کې د افغان سفارت لپاره منلي دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم له اصف دوراني سره په لیدنه کې هیله کړې چې د دواړو هېوادونو د سلا مشورو دواو به په افغانستان او سیمه کې د لا ډېرې سولې او ټیکاو سبب شي.
د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي تر ګومارل کېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې اصف دورانی ایران ته رسمي سفر لري.

د اتریش د سوسیال ډېموکراټ ګوند د دغه هېواد په پارلمان کې د یوه پرېکړه لیک د تصویب غوښتنه کړې، چې د بشري حقونو د سرغړونو په تور د طالبانو چارواکي محاکمه کړي.
دغه ګوند د اتریش له عدلیې وزارت څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د جرمونو د نړۍوالې محکمې له تحقیقاتو ملاتړ وکړي.
د اتریش د سوسیال ډېموکراټ ګوند د سې شنبې په ورځ (د وږي په ۲۱مه) د اتریش د پارلمان د عدلیې کمېټې ته د «د بشري حقونو څخه د سرغړوونکو طالبانو په محاکمه کولو د افغانستان له خلکو سره پیوستون» تر نامه لاندې یوه طرحه وړاندې کړه.
د سوسیال ډېموکراټ ګوند په دې غوښتنه کې راغلي: «موږ د عدلیې له وزیر څخه غواړو، چې د افغانستان له خلکو او په ځانګړې توګه له ښځو سره خپل پیوستون څرګند کړي. هغه باید خامخا د دوی غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي چې د اتریش حکومت په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د نړۍوالې جنایي محکمې د روانو څېړنو لپاره مالي او تخنیکي مرسته کوي."
په بیان کې ویل شوي چې د عدلیې له وزیر څخه باید "د تحقیقاتو غوښتنه وشي چې د جنسیت پر بنسټ د [ښځو سره] د ناوړه چلند پورې اړوند د بشریت ضد جرمونه د روم د تړون په چوکاټ کې په افغانستان کې شوي دي که نه."
د بشري حقونو فعالانو په افغانستان او لوېدیځو هېوادونو کې د جنسیتي توپیر د پېژندلو لپاره کمپاین پیل کړی دی.
په وروستۍ قضیه کې د بشري حقونو د څار سازمان د هغو طالب چارواکو د محاکمې وړاندیز کړی، چې د بشري حقونو په سرغړونو کې لاس لري.
سوسیال ډېموکراټ ګوند د اتریش له حکومته غوښتي، چې د طالبانو له چارواکو سره دې د بشري حقونو د سرغړونو په تور حساب وکړي.
دغه ګوند له طالبانو سره د نړۍ د هېوادونو چلند «بې هدفه، بې بنسټه، شاته ولاړ او محافظه کار» بللی دی.

توبایس الووډ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د برېتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې د مشر په توګه له خپلې دندې استعفاء کوي.
هغه وروسته له هغه استعفاء وکړه چې د سرطان په میاشت کې د یوې ویډیو په خپرولو سره له طالبانو سره د برېتانیا د اړیکو د نورمال کولو په اړه له سختو نیوکو سره مخ او حتا له دندې څخه د ګوښه کېدو له ګواښ سره مخ شو.
د برېتانیا د محافظه کار ګوند دغه جګپوړي غړي د سرطان په ۲۶مه افغانستان ته د خپل سفر یوه ویډیو خپره کړه، چې په هغه کې یې په افغانستان کې د "پراخه امنیت د برابرولو، د فساد د کمولو او د تریاکو د تجارت د ختمولو" په خاطر د طالبانو ستاینه کړې وه.
نوموړي په کابل کې د برېتانیې د سفارت د بیا پرانستلو او له طالبانو سره د همکارۍ غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې د افغان ښځو حقونه له لېرې په چیغو وهلو نه خوندي کېږي.
ښاغلي الووډ په خپل استعفاء لیک کې لیکلي، چې له طالبانو سره د خبرو په اړه د ده ملاتړ غلط بیان شوی او د پارلمان پر دفاعي کمېټې یې منفي اغېز کړی دی.
نوموړي تر دې مخکې د عامه افکارو تر فشار وروسته د خپلو څرګندونو له امله بښنه غوښتې وه.
د دفاعي کمېټې څلورو غړو د نوموړي د لرې کولو وړاندیز کړی و او ټاکل شوې وه، چې نن رایه اچونه وشي.
یوې سرچینې سکای نیوز ته وویل، چې هغه د کمېټې د باور رایې د مخه استعفاء ورکړه.
ښاغلي الووډ ویلي دي چې هغه د "کمېټي د اکثریت غړو ملاتړ" سره - سره استعفاء کوي.
د طالبانو په اړه د هغه څرګندونو د ولسي جرګې د محافظه کارو استازو سختې نیوکې هم راپارولې وې او امکان یې دا و، چې دوی به هم د هغه د لرې کولو له پلان سره موافقه وکړي.
هغه مهال طالبانو د ښاغلي الووډ د څرګندونو هرکلی وکړ. خو دې کار د برېتانیې د پارلمان د دفاعي کمېټې غړی کوين جونز دې ته اړ کړ، چې ووايي:” د ښاغلي الووډ ویډیو "د طالبانو لپاره ساده او پراخه پروپاګند" دی. د هغه څرګندونې زما او شاید د دې کمیټې د نورو غړو نظر نه منعکسوي.”

سلګونو افغان زدکوونکو د چارشنبې په ورځ په نوي ډېلي کې مظاهرې سره د هند له حکومت وغوښتل چې په دغه هېواد کې د اوسېدو موده یې اوږده او د نورو زدکړو چانس ور کړي. هندي چارواکي د افغان زدکوونکو دې غوښتنې ته په ځواب کې وايي، ښايي ډېر ژر د نویو برسونو په هکله پرېکړه وشي.
هند د جمهوریت پرمهال زرګونو افغان زدکوونکو ته د لیسانس او ماسټرۍ په کچه بورسونه ور کړي دي.
خو د طالبانو واکمنېدو پسې ډېری افغان زدکوونکي د ممکنه غچ اخیستو له وېرې او د کمو کاري چانسونو او بد اقتصادي حالت په سبب افغانستان ته نه ستنېږي.
دوی په نوي ډېلي کې مظاهرې سره له هندي چارواکو هیله وکړه چې د نورو زدکړو بورسونه یا د کار اجازه ور کړي.
افغان زدکوونکی ارسلان قیومي وايي، ویزه یې ختمه ده او وېرېږي چې پولیس یې ونه نیسي.
دی وایي، د ده په څېر نور زدکوونکي هم نه د درس چانس لري او نه هم د کار اجازه.
د هند د بهرنیو چارو وزارت اړوند د کلتوري اړیکو شورا لوی مشر کومار توهان وايي، د افغان زدکوونکو ستونزې درک کوي او حکومت دې اندېښنو ته په ځواب ویلو کې جدي دی.
نوموړی وايي، کوم زدکوونکی به له خپلې خوښې پرته له هند وتلو ته اړ نه شي او د بهرنیو چارو وزارت ښايي دوی ته د سکالرشیپونو ور کولو په هکله ژر پرېکړه وکړي.
دې شورا د لیسانس او ماسټرۍ په برخه کې نږدې زرو افغان زدکوونکو ته مالي لګښت ور کاوه.
خو زدکوونکي وايي، په تېرو دوو کلونو کې د دې پیسو ترلاسولو کې له ستونزو سره مخ دي او همدا وجه ده چې ډېری کسانو زدکړې پرېښودلې او نورو هېوادونو ته کوچېدلي دي.

د جیش العدل ملېشې یو افغان د لشکر فاطمیون د غړیتوب او «د ۱۴۰۱ کال د مظاهرو په ځپلو کې د ګډون» له امله په مرګ محکوم کړ. دغې ایراني ډلې د دغه افغان د جبري اقرار د ویډیو په خپرولو سره دغه خبر ورکړی دی.
دغې ډلې په خپل ټېلګرام چینل او پر اېکس ټولنیزې شبکې (ټوېټر) لیکلي، چې یاد افغان «د تهران او سیرجان ښارونو کې د ایرانیانو په ځپلو» کې فعال حضور درلود.
دې ډلې د روان کال د سرطان د میاشتې په پیل کې د ایران سپاه پاسداران ته د «جاسوسۍ» په تور د افغانستان، پاکستان او ایران د درېیو اتباعو د اعدامولو اعلان وکړ.
جیش العدل د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې یوه فعاله سني ملیشه ډله ده، چې د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد وسله واله مبارزه کوي.
د دغې ډلې له خوا په خپره شوې ۱۸ دقیقې ویډیو کې دغه افغان تبعه ځان ۲۵ کلن مجتبی محمدي د پروان ولایت د شیخ علي ولسوالۍ معرفي کوي.
جیش العدل په خپل ټېلګرام چینل کې لیکلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت « د ۱۴۰۱ لمریز کال اعتراضونو کې د خلکو د ځپلو لپاره بهرني مزدوران تنظیم کړي دي، چې مخکې یې د سوریې په جګړې کې هم برخه اخیستې وه».
دغې ډلې ادعا کړې؛ د لاریونو په خاطر د لشکر فاطمیون په چوکاټ کې ۱۵۰۰ افغان اتباع بلوچستان ته استول شوي دي.