• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالب پلوه سیاستوال د برېتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې له مشرۍ استعفاء وکړه

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۵ GMT+۱

توبایس الووډ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د برېتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې د مشر په توګه له خپلې دندې استعفاء کوي.

هغه وروسته له هغه استعفاء وکړه چې د سرطان په میاشت کې د یوې ویډیو په خپرولو سره له طالبانو سره د برېتانیا د اړیکو د نورمال کولو په اړه له سختو نیوکو سره مخ او حتا له دندې څخه د ګوښه کېدو له ګواښ سره مخ شو.

د برېتانیا د محافظه کار ګوند دغه جګپوړي غړي د سرطان په ۲۶مه افغانستان ته د خپل سفر یوه ویډیو خپره کړه، چې په هغه کې یې په افغانستان کې د "پراخه امنیت د برابرولو، د فساد د کمولو او د تریاکو د تجارت د ختمولو" په خاطر د طالبانو ستاینه کړې وه.

نوموړي په کابل کې د برېتانیې د سفارت د بیا پرانستلو او له طالبانو سره د همکارۍ غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې د افغان ښځو حقونه له لېرې په چیغو وهلو نه خوندي کېږي.

ښاغلي الووډ په خپل استعفاء لیک کې لیکلي، چې له طالبانو سره د خبرو په اړه د ده ملاتړ غلط بیان شوی او د پارلمان پر دفاعي کمېټې یې منفي اغېز کړی دی.

نوموړي تر دې مخکې د عامه افکارو تر فشار وروسته د خپلو څرګندونو له امله بښنه غوښتې وه.

د دفاعي کمېټې څلورو غړو د نوموړي د لرې کولو وړاندیز کړی و او ټاکل شوې وه، چې نن رایه اچونه وشي.

یوې سرچینې سکای نیوز ته وویل، چې هغه د کمېټې د باور رایې د مخه استعفاء ورکړه.

ښاغلي الووډ ویلي دي چې هغه د "کمېټي د اکثریت غړو ملاتړ" سره - سره استعفاء کوي.

د طالبانو په اړه د هغه څرګندونو د ولسي جرګې د محافظه کارو استازو سختې نیوکې هم راپارولې وې او امکان یې دا و، چې دوی به هم د هغه د لرې کولو له پلان سره موافقه وکړي.

هغه مهال طالبانو د ښاغلي الووډ د څرګندونو هرکلی وکړ. خو دې کار د برېتانیې د پارلمان د دفاعي کمېټې غړی کوين جونز دې ته اړ کړ، چې ووايي:” د ښاغلي الووډ ویډیو "د طالبانو لپاره ساده او پراخه پروپاګند" دی. د هغه څرګندونې زما او شاید د دې کمیټې د نورو غړو نظر نه منعکسوي.”

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په تاجکستان کې د منځنۍ اسیا هېوادونو د ولسمشرانو دوه ورځینۍ غونډه جوړیږي

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۷ GMT+۱

د تاجکستان ملي تلویزون خبر ورکړی، چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې به سبا پنجشنبه او جمعه د منځنۍ اسیا د هېوادونو د مشرانو مشورتي غونډه دایره شي.

راپور زیاتوي، چې په دې غونډه کې به د ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان او ترکمنستان ولسمشران ګډون کوي او دا به د دغو هېوادونو تر منځ پنځمه مشورتي ناسته وي.

ویل کیږي، چې په دې غونډه کې به د دغو پنځو هېوادونو مشران د اقتصادي مسایلو سربېره د دغو هېوادونو تر منځ پر مشترکو همکاریو او د همکاریو په پیاوړتیا بحث وکړي.

د تاجکستان د ملي تلویزون د خبر پر بنسټ؛ د غونډې په اجنډا کې پر مشترکو مهمو امنیتي مسایلو او ورپېښو ګواښونو هم بحث هم موجود دی.

د یادونې وړ ده، چې د منځنۍ اسیا د ولسمشرانو تر منځ دا ډول مشورتي ناستې له دې وړاندې هم شوي دي.

د لیبیا په سیلابونو کې ۵۳۰۰ کسان مړه ۱۰ زره ورک او ۳۰ زره بې کوره شوي دي

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۰ GMT+۱

د ختیځې لیبیاچارواکي وايي، چې په لیبیا کې د سختو بارانونو له امله سیلابونه راوتلي، چې تر اوسه پکې ۵۳۰۰ کسان مړه شوي او له ۱۰۰۰۰ زیات ورک شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د ختیځې لیبیا هوا پېژندنې د ادارې د مشر هیچیم ابو شکیوات په حواله ویلي، چې د د دانیل په نوم د مدیتراني طوفان او سختونو بارانونو له امله د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې سیلابونه راوتلي دي.

راپور زیاتوي، چې په جبل الاحضر، المارج او درنا کې تر دې مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون۵۳۰۰ تنه مړه شوي دي، په راپور کې راغلي چې د ژغورنې ډلې لا هم د یو شمېر خلکو په ژغورلو بوختې دي.

تر اوسه لا هم د دقیقې مرګ ژوبلې کره راپور نه شته؛ خو چارواکي وايي، چې ښايي د مړو شمېره له دې هم زیاته شي.

د دغو سیلابونو له امله ګڼو ودانیو ته هم زیان اوښتی، ځینې یې په بشپړ ډول له منځه تللي او ځینې یې نیمه ویجاړې شوي دي.

وړمه ورځ د لیبیا لومړي وزیر اسامه حماد هم د پېښې ځای ته سفر کړی او د قربانیانو له یو شمېر کورنیو سره یې هم لیدلي دي.

نوموړي پر نړۍوالو مرستندویه سازمانونو غږ کړی، چې په دغه سخت حالت کې دې د لیبیا د خلکو مرسته وکړي.

بل خوا د کډوالۍ د نړۍوال سازمان خبر ورکړی، چې په لیبیا کې د سیلابونو له امله د دغه هېواد د ختیځ نېږدې ۳۰ زره خلک بې کوره شوي دي.

یاد سیلابونه په لیبیا کې په وروستیو دېرشو کلونو کې بې ساري ګڼل شوي او ویل کیږي، چې د اوبو اندازه تر څوارلس فوټو پورې رسېدلي دي.

افغان زدکوونکي له نوي ډېلي غواړي چې ویزې یې نوې او سکالرشیپونه بیا پیل کړي

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۶ GMT+۱

سلګونو افغان زدکوونکو د چارشنبې په ورځ په نوي ډېلي کې مظاهرې سره د هند له حکومت وغوښتل چې په دغه هېواد کې د اوسېدو موده یې اوږده او د نورو زدکړو چانس ور کړي. هندي چارواکي د افغان زدکوونکو دې غوښتنې ته په ځواب کې وايي، ښايي ډېر ژر د نویو برسونو په هکله پرېکړه وشي.

هند د جمهوریت پرمهال زرګونو افغان زدکوونکو ته د لیسانس او ماسټرۍ په کچه بورسونه ور کړي دي.

خو د طالبانو واکمنېدو پسې ډېری افغان زدکوونکي د ممکنه غچ اخیستو له وېرې او د کمو کاري چانسونو او بد اقتصادي حالت په سبب افغانستان ته نه ستنېږي.

دوی په نوي ډېلي کې مظاهرې سره له هندي چارواکو هیله وکړه چې د نورو زدکړو بورسونه یا د کار اجازه ور کړي.

افغان زدکوونکی ارسلان قیومي وايي، ویزه یې ختمه ده او وېرېږي چې پولیس یې ونه نیسي.

دی وایي، د ده په څېر نور زدکوونکي هم نه د درس چانس لري او نه هم د کار اجازه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت اړوند د کلتوري اړیکو شورا لوی مشر کومار توهان وايي، د افغان زدکوونکو ستونزې درک کوي او حکومت دې اندېښنو ته په ځواب ویلو کې جدي دی.

نوموړی وايي، کوم زدکوونکی به له خپلې خوښې پرته له هند وتلو ته اړ نه شي او د بهرنیو چارو وزارت ښايي دوی ته د سکالرشیپونو ور کولو په هکله ژر پرېکړه وکړي.

دې شورا د لیسانس او ماسټرۍ په برخه کې نږدې زرو افغان زدکوونکو ته مالي لګښت ور کاوه.

خو زدکوونکي وايي، په تېرو دوو کلونو کې د دې پیسو ترلاسولو کې له ستونزو سره مخ دي او همدا وجه ده چې ډېری کسانو زدکړې پرېښودلې او نورو هېوادونو ته کوچېدلي دي.

جیش العدل یوه افغان ته د لښکر فاطمیون د غړیتوب په تور د مرګ سزا واوروله

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۹ GMT+۱

د جیش العدل ملېشې یو افغان د لشکر فاطمیون د غړیتوب او «د ۱۴۰۱ کال د مظاهرو په ځپلو کې د ګډون» له امله په مرګ محکوم کړ. دغې ایراني ډلې د دغه افغان د جبري اقرار د ویډیو په خپرولو سره دغه خبر ورکړی دی.

دغې ډلې په خپل ټېلګرام چینل او پر اېکس ټولنیزې شبکې (ټوېټر) لیکلي، چې یاد افغان «د تهران او سیرجان ښارونو کې د ایرانیانو په ځپلو» کې فعال حضور درلود.

دې ډلې د روان کال د سرطان د میاشتې په پیل کې د ایران سپاه پاسداران ته د «جاسوسۍ» په تور د افغانستان، پاکستان او ایران د درېیو اتباعو د اعدامولو اعلان وکړ.

جیش العدل د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې یوه فعاله سني ملیشه ډله ده، چې د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد وسله واله مبارزه کوي.

د دغې ډلې له خوا په خپره شوې ۱۸ دقیقې ویډیو کې دغه افغان تبعه ځان ۲۵ کلن مجتبی محمدي د پروان ولایت د شیخ علي ولسوالۍ معرفي کوي.

جیش العدل په خپل ټېلګرام چینل کې لیکلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت « د ۱۴۰۱ لمریز کال اعتراضونو کې د خلکو د ځپلو لپاره بهرني مزدوران تنظیم کړي دي، چې مخکې یې د سوریې په جګړې کې هم برخه اخیستې وه».

دغې ډلې ادعا کړې؛ د لاریونو په خاطر د لشکر فاطمیون په چوکاټ کې ۱۵۰۰ افغان اتباع بلوچستان ته استول شوي دي.

د سند والي وايي د ناقانونه افغانانو د نیولو لړۍ چټکوو؛ بل خوا پولیسو ۳۲۹ افغانان نیولي دي

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۸ GMT+۱

راپورونه وايي، چې د پاکستان د سند صوبې په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې او په تېرو پنځو ورځو کې یې نېږدې ۳۲۹ افغانان نیولي دي.

د سند والي (ګورنر) کامران ټیسوري هم تېره ورځ (د وږي ۲۱مه) ویلي، چې په سند کې یو شمېر افغانان په قاچاقو کې لاس لري او دوی پلان لري چې د افغانانو د نیولو لپاره روان عملیات لا ګړندي کړي.

نوموړی وايي، چې د پاکستان له لومړي وزیر سره یې په دې اړه خبرې هم کړي او هڅه کوي، چې په غېرقانوني کړنو کې ښکېل افغانان ونیسي.

د هغه په خبره؛ پرېکړه یې کړې، چې د قانوني اسنادو نه لرونکي به نیسي او بېرته به یې افغانستان ته لېږي.

په ورته وخت کې جیونیوز د کراچۍ د پولیسو په حواله خبر ورکړی، چې په تېرو پنځو ورځو کې یې په کراچۍ کې ۳۲۹ افغانان نیولي او د نورو په نیولو پسې پلټنې روانې دي.

خبر زیاتوي، چې په کراچۍ کې نیول شوي ټول افغانان غیر قانوني مېشت کډوال وو، چې له قانوني کړنو وروسته به طالبانو ته سپارل کیږي.

د رسمي معلوماتو له مخې؛ تر دې مهاله له پاکستاني زندانونو څخه نېږدې ۲۵۰۰ افغان زندانیان خوشې شوي دي.

خو په پاکستان کې د کډوالو چارو یو شمېر فعالان بیا وايي، چې اکثره نیول شوي کډوال د کډوالۍ رسمي اسناد هم لري خو بیا هم د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د طالبانو د بیا واک ته له رسېدو سره سم په پاکستان کې بریدونه زیات شوي،چې په اړه یې ګڼو پاکستاني چارواکو ادعاوې کړي، چې ترهګریز بریدونه له افغانستان پلانیږي.

خو طالبانو په وار – وار د پاکستاني چارواکو ادعاوې رد کړي او دا یې د هغوی د امنیتي ځواکونو ناکامي بللې ده.