• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي د پخواني ولسمشر حامد کرزي وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې نوموړی د افغانستان د مسایلو په اړه د نظر ورکولو حق نه لري. د دغه وزارت ویاند حامد کرزي ته په اشارې ویلي، چې هېواد ته یې ښه تاریخ نه دی پرې ایښی.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي د پخواني ولسمشر حامد کرزي د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د نجونو او هلکانو پر زده‌کړو یې ټینګار کړی و، ویلي: «د لوړو زده‌کړو د چارو په اړه نظر ورکول له هغو کسانو سره ښه ښایي چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د ملک د پرمختګ لپاره عملي او مثبت میراث پرې ایښی وي».

دغه طالب چارواکي په کلکه حامد کرزي ته په خطاب کې پر اېکس پاڼه لیکلي:« ته د افغانستان د مسایلو په اړه د نظر ورکولو حق نه لرې. افغانستان ته دې ښه تاریخ نه دی پرې ایښی».

یاد طالب چارواکي دغه غبرګون وروسته له هغه ښودلی چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ په هېواد کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره د ټولو نجونو او هلکانو پر عمومي زده‌کړو ټینګار وکړ.

ښاغلي کرزي د یونېسف راپور ته په اشارې، چې ۳،۷ میلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي، پر خپل اېکس لیکلي وو چې د بې‌سوادۍ له منځه وړل او د مسلکي بشري ځواک روزنه د ټولنې د ستونزو د حل یوازینۍ لاره ده.
طالبانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د نجونو پر وړاندې د شپږم ټولګي څخه پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي. که څه هم حامد کرزي په خپلو خبرو کې په مستقیم ډول د طالبانو د بندیزونو نوم نه و اخیستی او یوازې یې د خوارځواکۍ د مهارولو لپاره زده‌کړې یو اصل ګڼلی و، خو د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند دغه څرګندونې د خپلې تګلارې پر وړاندې نیوکه بللې او په شخصي برید سره یې د پخواني ولسمشر د نظر ورکولو حق رد کړی دی.

ډېر لیدل شوي

ګوانتانامو، دوحه او کابل؛ د خیرالله خیرخواه ستړی مزل په ولایت پای ته رسیږي
۱

ګوانتانامو، دوحه او کابل؛ د خیرالله خیرخواه ستړی مزل په ولایت پای ته رسیږي

۲

نعناع؛ دا شین بوټی دروغتیا لپاره څه رازونه لري؟

۳

د نور ولي محسود نوې ویډیو؛ د احتمالي جېمر له څرګندېدو سره پوښتنې راپورته شوي

۴

شنونکي: مکې تړون ښايي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د پوځي ټکر احتمال کم کړي

۵

راپور: بلوچستان د جولای په میاشت کې د پاکستان تر ټولو خونړی ایالت و

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: پر ښځو لګېدلو محدودیتونو د مرستندویه ادارو د ښځینه کارکوونکو حضور پېکه کړی

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۳۵ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د جنسیت د همغږۍ ډلې او د بشري لاسرسي کاري ډلې د ۲۰۲۶کال د جون میاشتې د سروې موندنې ښيي، چې پر افغان ښځو د کار او تګ‌راتګ محدودیتونو او د بودجې کمښت په افغانستان کې د بشري مرستو او بنسټیزو خدمتونو وړاندې کول له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

د راپور له مخې؛ په سروې کې ۱۲۲ ادارو ګډون کړی، چې ۱۰۲ ملي نادولتي موسسې، ۱۴ نړۍوالې نادولتي موسسې او شپږ د ملګرو ملتونو ادارې په‌کې شاملې دي. راپور وایي، ۴۵ سلنه ادارو کې لاهم ښځینه او نارینه کارکوونکي په ګډه فعالیت کوي؛ خو ۲۸ سلنه یوازې په محدود ډول دغه ګډ فعالیتونه پر مخ وړي.
په همدې حال کې ۱۴ سلنه ادارې یوازې له نارینه او ۱۲ سلنه یوازې له ښځینه کارکوونکو سره فعالیت کوي. د سروې له مخې؛ د ښځینه کارکوونکو د دفتر پرځای ساحوي فعالیتونه زیات شوي او اوس ۶۶ سلنه ښځې له کور څخه مستقیم کاري سیمو ته ځي، په داسې حال کې چې په تېر پړاو کې دغه کچه ۳۶ سلنه وه.
راپور زیاتوي، ۱۶ سلنه ښځینه کارکوونکې له خپلو کورونو کار کوي چې له دې ډلې ۸۱ سلنه یې د ملګرو ملتونو کارکوونکې دي. د راپور له مخې؛ دغه بدلون د ۲۰۲۵کال له سپټمبر وروسته د محدودیتونو د سختېدو پایله ده.
په راپور کې راغلي، ۱۲ سلنه ښځو د محدودیتونو له امله خپلې دندې پرېښې او ۱۳ سلنه نورې له دندو ګوښه شوې دي. په راپور کې راغلي، چې د بودجې کمښت هم د مرستندویه ادارو پر فعالیتونو پراخ اغېز کړی دی.
۵۴ سلنه ادارو ویلي، چې د مالي ستونزو له امله یې ښځینه او نارینه افغان کارکوونکي رخصت کړي او ۴۶ سلنه ادارو خپلې ځینې پروژې تړلې دي. دارنګه ۴۴ سلنه ادارې د کارکوونکو تنخواوې او امتیازات کموي، ۲۸ سلنه په روان کال کې د کارکوونکو او ساحوي دفترونو د کمولو پلان لري، ۴۴ سلنه نور د ښځینه کارکوونکو د محرم لګښتونه نه‌شي ورکولی او ۳۲ سلنه د ښځو لپاره د جلا کاري ځایونو برابرولو توان نه‌لري.
راپور کاږي، د ښځو پر تګ‌راتګ محدودیتونه لاهم تر ټولو لوی خنډ دی. ۶۱ سلنه ادارو ویلي، چې ښځینه کارکوونکې له محرم پرته سفر نه‌شي کولی، ۳۹ سلنه ادارې وایي ښځې په رسمي ماموریتونو کې له ګډون محرومې دي او ۳۰ سلنه نورې وایي چې ښځې د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې هم د ګډون اجازه نه‌لري.
د راپور له مخې؛ هرات، کابل او ننګرهار هغه ولایتونه دي، چې دغه محدودیتونه په‌کې تر ټولو ډېر اغېزمن ثابت شوي دي. سره له دې ډېری مرستندویه ادارې هڅه کوي، چې د ښځو ګډون وساتي. ۶۸ سلنه ادارو د ښځو لپاره جلا کاري ځایونه جوړ کړي، ۶۵ سلنه د ترانسپورټ او محرم لګښتونه ورکوي او ۵۸ سلنه ښځینه کارکوونکې یوازې په ساحوي فعالیتونو کې ګوماري.
راپور په پای کې ټینګار کوي، چې د ښځو دوامداره ګډون د بشري مرستو د اغېزمنتیا لپاره حیاتي ارزښت لري او خبرداری ورکوي؛ که محدودیتونه او د بودجې کمښت دوام وکړي، مېلیونونه اړمن افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې به له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي.

افغان ډیپلوماتان: یوناما باید د اړیکو عادي کېدو پرته له طالبانو سره تعامل وکړي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۲۴ GMT+۱
100%

درېیو پخوانیو ډیپلوماتانو په یوه تحلیل کې لیکلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت راتلونکی د بودجې د سخت کمښت او سیاسي بن‌بست له امله له جدي ګواښ سره مخ دی. دوی ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه باید له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو پرته د روښانه تمو پربنسټ خپل ماموریت بیا تعریف کړي.

په کاناډا کې د افغانستان پخواني سفیر عمر صمد، پخوانۍ ډیپلوماتې او د ښځو د حقونو فعالې اصیلا وردګ او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي فرید ظریف په یوه ګډ تحلیل کې لیکلي، چې د روان کال په پیل کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت د له‌منځه تلو یا د واکونو او کارکوونکو د سخت کمښت له ګواښ سره مخ و.

خو امنیت شورا د یوکال لپاره د دغه ماموریت په غځولو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د تګلارې د بیاکتنې لپاره یو محدود فرصت برابر کړی دی. دوی وايي، چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي نشتوالي او د امنیت شورا دننه اختلافونو د دغه ماموریت راتلونکی له ناڅرګندتیا سره مخ کړی دی.

په تحلیل کې راغلي، چې ملګري ملتونه اوس نه‌شي کولی له افغانستان نه ووځي؛ ځکه دغه کار به سختې بشري پایلې ولري. له بلې خوا ملګري ملتونه هم نه‌شي کولی اوسنی حالت عادي وبولي؛ ځکه د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره سیاسي شرطونه لا نه‌دي برابر شوي.

دغه پخوانیو ډیپلوماتانو لیکلي، چې ملګري ملتونه باید له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو یا له افغانستان نه د وتلو پرځای خپل ماموریت د رېښتینو موخو، لا زیاتې همغږۍ او د طالبانو او نړۍوالې ټولنې لپاره د روښانه تمو پربنسټ بیا تنظیم کړي.

د لیکوالانو په وینا؛ افغانستان اوس له اقتصادي ځوړ، اقلیمي بدلون، له ایران او پاکستان نه د کډوالو ډله‌ییز اخراج، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي کمښت او پر ښځو او نجونو د سختو محدودیتونه په ګډون د یو لړ ورته ناورینونو سره مخ دی. د دوی په خبره؛ دغه لاملونو افغانستان د نړۍ یو له خورا پېچلو بشري ناورینونو څخه ګرځولی دی.

دغه درېیو ډیپلوماتانو دارنګه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د لوړپوړو چارواکو وروستیو سفرونو ته په اشارې لیکلي، دغه سفرونه ښيي چې د افغانستان بشري، پراختیايي او روغتیايي ناورینونه د نړۍوالې ټولنې له توان څخه په چټکۍ سره پراخېږي.

د دغه تحلیل په بله برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوې ځانګړې استازې په توګه د رباب فاطمې ټاکل کېدل، د مرستندویانو د باور د بېرته جوړولو او د نړۍوالو لوبغاړو ترمنځ د لازیاتې همغږۍ لپاره یو فرصت بلل شوی دی.

لیکوالانو ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لاهم له طالبانو سره د تعامل څرنګوالي په اړه اختلاف لري او د دوحې بهیر هم د طالبانو او د یادې شورا د غړو هېوادونو ترمنځ د نظرونو د اختلاف له امله د پام وړ پرمختګ نه‌دی کړی.

په دغه تحلیل کې دارنګه راغلي، په داسې حال کې چې د افغانستان سیاسي بهیر له کړکېچ او بن‌بست سره مخ دی؛ د سیمې هېوادونو لکه چین، روسیې، د منځنۍ اسیا هېوادونو، خلیجي هېوادونو او ترکیې له کابل سره په سوداګرۍ، امنیت، کډوالۍ او زېربناوو برخه کې عملي همکاري روانه ساتلې. همدارنګه ځینو اروپايي هېوادونو د کډوالو د بېرته ستنولو په موضوع کې د طالبانو له استازو سره تخنیکي همکاري کړې ده.

لیکوالان دې پایلې ته رسېدلي، چې د یوناما نوي ماموریت بریالیتوب د روښانه لومړیتوبونو ټاکلو، سیمه‌ییزې همکارۍ، د بشري اقلیم ساتلو، د بسپنه ورکوونکو باور بیارغولو او د افغانانو پر ژوند او معیشت ساتنې تمرکز پورې اړه لري.

د کډوالو روایت؛ د ښځو او ناروغانو په ګډون زرګونه کډوال لاهم د پاکستان په زندانونو کې دي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۳۶ GMT+۱
100%

د ننګرهار ولایت په عمري پنډغالي کې تازه ستنې شوې افغان کورنۍ وايي، د ښځو او ناروغانو په ګدون زرګونه افغان کډوال لاهم د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي. د دوی په خبره؛ پاکستاني پولیس د پیسو په بدل کې خلک خوشې کوي؛ خو هغه کسان چې د پیسو د ورکړې توان نه‌لري په جبري توګه یې ستنوي.

د ستنو شویو کورنیو په خبره؛ ډېرو به په پاکستان کې د پولیسو د نیولو او چاپو له وېرې له خپلو کورنو بهر شپې سبا کولې. دوی زیاتوي، چې پولیسو به د پیسو په بدل کې افغان کډوال بېرته خوشې کول: «هلته پولیسو ډېر تنګول کول او ډېر مهال مجبور و، چې له کوره بهر شپې سبا کړو. خلک به یې نیول او زنداني کول یې او ماشومان به یې په میدان پاتې شول. که چا پیسې ورکولې هغه به یې خوشې کول او که چا د پیسو د ورکړې وس نه‌لاره تر نیولو او زنداني کولو وروسته به یې په جبري توګه افغانتسان ته ستنول».
افغانستان ته ستنېدونکي کډوال فرمان افغان ویلي، د مزدورۍ له لارې یې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کولې؛ خو څو ځلې د پولیسو له لوري ونیول شو. هغه وایي: «یو ځل درې ورځې په زندان کې وساتل شوم او د خوشې کېدو لپاره مې ۳۰زره کلدارې ورکړې. دویم ځل بیا ۳۵زره کلدارې راڅخه واخیستل شوې».
هغه زیاته کړې: «زموږ عاید دومره نه و څومره چې له موږ د پیسو د ورکړې غوښتنه کېده. بالاخره مې پلار پرېکړه وکړه، چې نور په پاکستان کې پاتې کېدل ناشونې دي؛ نو افغانستان ته ستنېږو».

د فرمان په وینا، هغه اوس‌ د حمزه بابا مزار ته نږدې د کډوالو د ساتنې په مرکز کې دی؛ خو هلته د بنسټیزو اسانتیاوو له سخت کمښت سره مخ دی. هغه وایي، په پنډغالي کې نه د څښاک اوبو اسانتیا شته نه د اوسېدو مناسب ځای؛ ښځې، ماشومان او سپین ږېري د سختې ګرمۍ له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دغه تازه ستانه شوي کډوال وايي، چې پاکستاني پولیسو د نیولو پرمهال ورسره ناسم چلند کوي او ډېری کسان یې له کار ځایونو او خپلو کورونو نیولي دي. د دوی په خبره؛ ډېری کسان په ورځو او میاشتو، میاشتو په بند خونو کې ساتل کېږي او وروسته په جبري توګه افغانستان ته ستانه کېږي.

دغه کورنۍ وایي، چې د پاکستان په زندانونو کې افغانان له سخت حالت سره مخ دي او له خپلو کورنیو جلا او ناخبره ساتل کېږي. د دوی په خبره؛ د ستنېدو پرمهال به یې ښځې او ماشومان په پاکستان کې له ناروښانه برخلیک سره پاتې کېدل.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، د پاکستان حکومت له ۲۰۲۳کال راهیسې شاوخوا ۲.۵ مېلیونه هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي چې په پاکستان کې له اسنادو پرته مېشت وو. د راپور له مخې؛ دغه بهیر د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو د امنیتي څانګې تر څار لاندې روان دی.

د رسمي شمېرو له مخې؛ یوازې په پنجاب ایالت کې ۱۳۸زره او ۳۴۲ افغان کډوال د قانوني او اداري مراحلو تر بشپړولو وروسته د کډوالو د ساتنې مرکزونو ته لېږدول شوي، چې ډېری یې د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

دامهال یوازي په پنجاب ایالت کې ۳۶ د افغان کډوالو د لنډمهاله ساتنې مرکزونه فعال دي او ۵۳ افغان کډوال په‌کې ساتل کېږي.

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۰ GMT+۱
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د وزیرانو غونډې وروستۍ اعلامیې ته په غبرګون کې وویل، دوی د داسې سازمانونو «فرمایشونه» نه‌مني چې په وینا یې، د غربي ارزښتونو تر اغېز لاندې دي.

ذبیح‌الله مجاهد د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: «په افغانستان کې د ښځو حقوق تامین دي. دغه سازمان له ځان سره اسلامي نوم لري او باید پوه شي چې په شریعت کې د ښځو لپاره ټول پام کې نیول شوي حقوق هغوی ته ورکړل شوي دي».

هغه زیاته کړه، چې طالبان هغه حقوق د ښځو لپاره د منلو وړ نه‌بولي، چې د ده په وینا «له غربي کلتور څخه سرچینه اخلي» او «شرعي ستونزه» لري. د طالبانو ویاند همدارنګه وویل، چې د دغې ډلې غړي دیني عالمان جوړوي او هغوی «تر نورو ښه» د ښځو له اسلامي حقونو څخه خبر دي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د وزیرانو د نهم کنفرانس په اعلامیه کې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیز د اسلامي ارزښتونو خلاف وباله.

دغه کنفرانس د «ښځو ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ځواکمنول» تر شعار لاندې د چنګاښ په ۲۰مه او ۲۱مه په اسلام‌اباد کې ترسره شو.

ګډونوالو د اسلامي همکاریو سازمان منشور، د ښځو د پرمختګ لپاره د دغه سازمان کاري پلان او نورو اړوندو اسنادو ته په اشارې، د ښځو د حقونو پر تضمین او په ټولو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې د هغوی د مشارکت پر پراختیا ټینګار وکړ.

په اعلامیه کې راغلي، چې د اسلام لارښوونې او ارزښتونه د ښځو او نجونو د کرامت، حقونو، مشارکت او پرمختګ ملاتړ کوي او په کورنۍ او ټولنه کې د هغوی رول په رسمیت پېژني.

د ګډونوالو پلاوو وزیرانو او مشرانو د «ژورې اندېښنې» په څرګندولو سره اعلان وکړ: «په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار د بندیزونو دوام له اسلامي ارزښتونو سره چې د ښځو او نجونو د کرامت، حقونو او پرمختګ ساتندوی دي، په ټکر کې دی».

په دې اعلامیه کې همدارنګه ټینګار شوی، چې ښځې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د نفوس نږدې نیمایي برخه جوړوي او د دوامدارې پراختیا، اقتصادي ودې، ټولنیز انسجام او سولې لپاره د هغوی بشپړ او اغېزناک مشارکت اړین دی.

افغانستان د اسلامي همکاریو سازمان د غړو په منځ کې یوازینی هېواد دی، چې ښځې او نجونې په‌کې د زده کړې او کار له حقه محرومې دي. اسلامي هېوادونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د ښځو پر زده کړو او کار لګول شوي بندیزونه لغوه کړي، خو طالبان دا غوښتنې «د شریعت خلاف» بولي.

فضل احمد معنوي: په اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه د ښځو حقونو لپاره مهم ګام و

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۱۹ GMT+۱
100%

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي په اسلام‌اباد کې د ښځو د حقونو په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان د وروستۍ غونډې هرکلی کړی او دا یې یو مسوولانه او د ستاینې وړ ګام بللی دی.

نوموړي د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر تګلارو سختې نیوکې کړي او دغه ډله یې له شریعت څخه پر ناوړه او محدود تفسیر تورنه کړې ده.

معنوي د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې طالبانو ته روښانه پیغام واستاوه، څو د اسلام د اصیلو لارښوونو په رڼا کې د ښځو انساني کرامت او مشروع حقونو ته درناوی وکړي. هغه زیاته کړې، په داسې حال کې چې میلیونونه افغان ښځې له زده کړو، کار او ټولنیز مشارکت څخه بې برخې دي، طالبان په درواغو ادعا کوي، چې د دوی نظام پر «اسلامي شریعت» ولاړ دی او د ښځو حقونه یې خوندي کړي دي.

د عدلیې پخواني وزیر ویلي، چې طالبان خپل محدود او سختدریځی لید لوری عین شریعت ګڼي، خو د محمدي شریعت بنسټ پر رحمت، عدالت، انساني کرامت او علم ولاړ دی. د هغه په وینا، نن ورځ د اسلامي نړۍ په کچه زرګونه نوموتي فقهاء او مجتهدین د ښځو پر لوړ مقام او مشروع حقونو ټینګار کوي او په دې غونډه کې د اسلامي هېوادونو اجماع هم د اسلام د همدې اصیل فهم څرګندویه ده، نه د طالبانو د انحصارګرانه قرائت.

نوموړي د اسلامي همکاریو له سازمان څخه غوښتي، چې یوازې پر اخلاقي سپارښتنو او بیانیو بسنه ونه کړي، بلکې د افغان ښځو د ملاتړ او د طالبانو د تبعیضي تګلارو د پای ته رسولو لپاره عملي او اغېزناک ګامونه پورته کړي. معنوي ټینګار کړی، چې تجربو ښودلې طالبان «اصلاح کېدونکي» نه‌دي او د دوی چلند په نړۍ کې د اسلام رحماني څېرې او د افغانستان اعتبار ته سخت زیان رسولی دی.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د وزیرانو د نهم کنفرانس په اعلامیه کې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیز د اسلامي ارزښتونو خلاف وباله.

دغه کنفرانس د «ښځو ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ځواکمنول» تر شعار لاندې د چنګاښ په ۲۰مه او ۲۱مه په اسلام‌اباد کې ترسره شو.

ګډونوالو د اسلامي همکاریو سازمان منشور، د ښځو د پرمختګ لپاره د دغه سازمان کاري پلان او نورو اړوندو اسنادو ته په اشارې، د ښځو د حقونو پر تضمین او په ټولو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې د هغوی د مشارکت پر پراختیا ټینګار وکړ.

بل لور ته، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د وزیرانو د ناستې وروستۍ بیانیې ته په غبرګون کې ویلي، چې د دوی اداره د هغو سازمانونو «فرمایشونه» نه مني چې د لوېدیځو ارزښتونو تر اغېز لاندې دي. د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم په وار وار د ښځو پر زده کړو او کار لګول شوي محدودیتونه خپل داخلي او شرعي مسایل بللي او پر هغې یې د بهرنیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو نیوکې رد کړې دي.