د بایډن زوی هانټر بایډن، د وسلو د پېرلو پرمهال په درواغ ویلو تورن شو

په امریکا کې یوې محکمې د دغه هېواد د ولسمشر زوی هانټر بایډن د وسلو د پېرلو پرمهال په درواغ ویلو تورن کړ. ښاغلي بایډن د وسلو د پېرلو په فورمه کې په مخدره توکو د خپل روږدي توب په اړه له ویلو ډډه کړې.