طالبان: په افغانستان کې شاوخوا له ۱۵ تر۲۰ زرو تاریخي اثار شته

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، په کره توګه د ثبت او ارزونې وروسته به د افغانستان د تاریخي اثارو ځایونه له ۱۵ تر ۲۰ پورې لوړ شي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، په کره توګه د ثبت او ارزونې وروسته به د افغانستان د تاریخي اثارو ځایونه له ۱۵ تر ۲۰ پورې لوړ شي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د دغه وزارت د معین له خولې لیکلي، اوسمهال په افغانستان کې ۵۰۰۰ تاریخي اثار ثبت شوي.
عتیقالله عزیزي ویلي، چې ډېری تاریخي اثار په هرات، بلخ، بامیانو، غزني، کابل او کندهار ولایتونو کې دي.
طالبان په داسې حال کې په افغانستان کې د نویو لاسته راغلیو اثارو په اړه خبرې کوي، چې د فرهنګي میراثونو د ساتنې د سازمانونو په وینا، په دغه هېواد کې سلګونه تاریخي اثار د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
د افغانستان د تاریخي څلیو او اثارو ویجاړېدل د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې یونسکو له اندېښنو څخه دي.
د غور ولایت د جام څلی چې د افغانستان د لرغونو اثارو په توګه د یونسکو له سازمان سره ثبت دی، د اندېښنې وړ حالت کې دی.

د تمنا زریاب پریاني په ګډون د افغان ښځینه فعالانو د نه خوړلو له اعتصاب وروسته، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې افغانستان ته د مرستو په رسولو کې یې «تعدیل» یا بدلون راوستلی دی.
دغه وزارت د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې ځواب ته په یوه بریښنالیک کې لیکلي، چې مرستې داسې ځای ته لېږي چې ښځې پکې کار وکړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو د څانګې څخه فیلیپ هرتزوګ، افغانستان انټرنشنل ته په خپل بریښنالیک کې لیکلي، چې د دې وزارت چارواکي له دغو اعتراض کوونکو سره په تماس کې دي او د هغوی او افغان مدني فعالانو مشورې ته ارزښت ورکوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي په خپل بریښنالیک کې ټینګار کړی، چې جرمني خپلې مرستې هغه ځای ته لیږي چې تضمین شي دا مرستې ښځو او ماشومانو ته رسیږي.
ښاغلي هرتزوګ زیاته کړه، چې د دغه هېواد فدرالي حکومت له طالبانو سره په خپل چلند کې ثابت دی.
هغه څرګنده کړه، «موږ د طالبانو له خوا د بشري حقونو سرغړونې په کلکه غندو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په وړاندې سیستماتیک تبعیض چې په افغانستان کې له عامه ژوند څخه په زوره ایستل کیږي».
ښاغلي هرتزوګ د هغو اصلاحاتو په اړه چې افغانستان ته یې د بشري مرستو د لېږلو په بهیر کې راوستلي څرګنده کړه: « موږ هغه ځای کې خپلو مرستو ته دوام ورکوو چې ښځې پکې کار وکړي او تضمین شي چې دا مرستې ښځو او ماشومانو ته رسیږي».
تر دې مخکې له طالبانو سره د مالي مرستو سملاسي بندول د هغو افغان ښځینه فعالانو یوه له اساسي غوښتنو څخه وه چې په کولن ښار کې یې د نه خوړو اعتصاب کړی و.
خو د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په خپل برېښنالیک کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د «جنسیتي توپیر» د پېژندلو په ګډون د اعتراض کوونکو ښځو د نورو غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي.

د ازبکستان ولسمشر په افغانستان کې د قوش تېپې کانال جوړېدل په منځنۍ اسیا کې د اوبو د انډول یا تعادل او رژیم د بنسټیز بدلون په مانا بولي. شوکت میر ضیایف د جمعې په ورځ د اورال سمندرګي د ژغورنې صندوق د بنسټګرو هېوادونو په سرمشریزه کې دا خبره وکړه.
نوموړې دې سرمشریزې ته په وینا کې وویل: «تاسو ښه پوهېږئ چې افغان لوری دا کانال حوړوي، دې کانال جوړېدو سره په منځنۍ اسیا کې د اوبو رژیم او تعادل په بنسټیز ډول بدلېږي.»
نوموړی وايي، د قوش تېپې کانال د ټولو اړخونو او د امو سیند د اوبو پر ژیم د هغه د اغېز ارزولو لپاره دې د اړوند هېوادونو د څېړنیزو موسسو ګډه کارډله جوړه شي.
هغه هیله وښودله چې د اوبو شریکو سرچینو په تړاو سیمه ییزو خبرو کې د افغان استازو پر ګډون هم غور وشي.
دا لومړی ځل دی چې د ازبکستان ولسمشر په افغانستان کې د قوش تېپې کانال په هکله خپله اندېښنه څرګندوي.
قوش تېپه کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږد، ۱۵۲ متره سورور او له ۸ تر ۱۲.۵ مترو ژور دی.
طالبان وايي، د دې کانال بشپړېدو سره به په بلخ، جوزجان او فاریاب کې پنځه نیم لکه هکتاره ځمکه خړوب شي.
د دې کانال پرانیسته د پخواني ولسمشر اشرف غني په وخت کې شوې وه، خو د طالبانو د ناامني له امله یې کارونه ځنډېدلي وو.

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو اداره (سي ای اې) له طالبانو سره د ترهګرۍ ضد معلومات شریکوي. د امریکا د ترهګرۍ ضد ملي مرکز پخواني مشر مایکل لیټر وویل، «موږ نېکمرغه یو، چې زموږ او طالبانو ګټې سره یو شان دي».
د واشنګټن پوسټ په راپور کې راغلي، چې له کابل څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د تړون یوه برخه دا وه، چې طالبان به د القاعده مخه ونیسي چې افغانستان د بهرنیو عملیاتو لپاره د یوه پلیټ فارم په توګه ونه کاروي.
امریکايي چارواکي وايي، چې طالبانو په ټولیزه توګه دغه ژمنه پوره کړې ده.
په دغه راپور کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د القاعدې له منځه تللو ته اشاره شوې ده.
که څه هم طالبانو د افغانستان له نیولو وروسته القاعدې ته پناه ورکړې، خو د دې ډلې هر ډول بهرني عملیات یې درولي دي.
د دغه راپور په یوه بله برخه کې ویل شوي، چې ښايي د طالبانو ځینې غړي په دې پوه شوي وي چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په کابل کې د حقاني شبکې د افراطي څانګې له خوا پټ شوی وه.
ایمن الظواهري د ۲۰۲۲میلادي کال په جولای میاشت د کابل په شیرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
امریکايي چارواکي ادعا کوي، چې طالبانو په افغانستان کې القاعده او داعش ډلې ځپلې دي او دا ناشونې ده چې القاعده دې په افغانستان کې بیا فعالیت پیل کړي.
د امریکا د ترهګرۍ ضد ملي مرکز مدیرکریستین ابیزید د سپټمبر د ۱۱مې بیانیې کې وویل، چې «په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې بیا فعالیدل ناممکنه ده».
هغه یادونه وکړه، چې دې ډلې«هدف ته لاسرسی، د رهبرۍ وړتیا، د ډلې یووالي، او یو مناسب ځایي چاپیریال له لاسه ورکړی».
دغه امریکايي استخباراتي چارواکی زیاتوي، چې دې ډلېله افغانستانه د امریکا متحدو ایالتونو ته د ګواښ کولو ځواکد ۱۹۹۸ میلادي کال راهیسې کله چې دا ډله افغانستان ته کډواله شوه تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلی دی.
که څه هم ادعا کېږي، چې په افغانستان کې د القاعدې لږ شمېر غړي پاتې دي، خو په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د القاعدې اصلي غړي له ۳۰څخه تر ۶۰ تنو پورې دي او د دې ډلې د جنګیالیوشمېر څلورسوه کسانو ته رسیږي.
خو د متحده ایالاتو د استخباراتو متخصصین استدلال کوي چې دا راپورونه «ناهیلي کوونکي» دي.
مایکل لیټر وايي: «ما هیڅ داسې معلومات نه دي لیدلي چې څرګنده کړي القاعده دې بیاځلي فعاله شي».
د القاعدې سربیره، امریکایي چارواکي ادعا کوي، چې طالبانو سږکال د ترهګرۍ ضد عملیاتو ته زور ورکړی، چې له امله یي د داعش ځینې مشران له افغانستان څخه وتلي دي.
څه موده وړاندې د افغانستان په چارو کې د امریکا استازي ټام وسټ د سټیمسون په فکري مرکز کې په یوې وینا کې وویل، چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د داعش لږ تر لږه اته قوماندانان وژلي او پر ملکي خلکو د دې ډلې بریدونه کم شوي دي.
د امریکایي چارواکو له ادعاوو سره،چې طالبان په افغانستان کې د تروریستي ډلو فعالیتونه دروي، په افغانستان کې د سي ای اې یو پخوانی افسر مارک پولیمروپولوس ویلي، «دا ممکن د لڼډې مودې لپاره، تر هغې کار وکړي چې زموږ ګټې یوشان دي، خو زه د امریکا د خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره د منځنۍ پیړیو اسلامي بنسټپالې ډلې (طالبانو) شرط نه لګوم.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ، په ویډیويي کنفرانس کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د افغانانو خپلمنځي تفاهم اړین وباله. دواړو هیله وښوده، چې ژر تر ژره دې تفاهم ته زمینه برابره شي.
ښاغلي کرزي په ایکس ټولنیزې شبکې یا پخواني ټوېټر کې لیکلي، چې په دې خبرو کې د افغانستان د اقتصادي ودې او روښانه راتلونکي لپاره د نجونو او هلکانو د زدکړو پر اغیز او اهمیت هم ټینګار وشو.
په دغه یادښت کې راغلي، چې نوموړي په دې خبرو کې یو ځل بیا له امریکا وغوښتل چې له افغان ځوانانو سره دې د زدکړو په برخه کې مرسته وکړي.
په افغانستان کې د دايمي سولې د رامنځته کېدو په اړه خبرې د ښاغلي کرزي او د امريکا د ځانګړي استازي له خوا په داسې حال کې مطرح کېږي، چې طالبان له څو لسيزو جګړو وروسته په ټول افغانستان کې د امنيت د راوستو او په دغه هېواد کې د سولې د ټينګښت ادعا کوي.
تر دې مخکې هم د طالبانو نورو مخالفو سیاسي او نظامي جریانونو له دې ډلې سره د سولې او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو غوښتنه کړې ده.
په دې وروستیو کې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د شورا جګپوړي غړي عبدالرب رسول سیاف له طالبانو وغوښتل، چې له مخالفانو سره دې د خبرو اترو لپاره یو پلاوی وټاکي.
تېر کال د افغانستان لپاره د امریکا استازي ویلي و، چې واشنګټن د نورو هېوادونو تر څنګ «د دې هېواد د راتلونکي د ټاکلو لپاره د افغانانو ترمنځ د رښتینو خبرو» قوي ملاتړ کوي.

د بشردوستانه مرستو رسولو نړيوالې مرستندویه ادارې تایید کړه، چې طالبانو یې ۱۸ کارکوونکي نیولي دي. دغه بشردوستانه سازمان په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې تر اوسه د دغو کارمندانو د نیولو انګېزه نه ده معلومه او له نیول کېدو وروسته کابل ته لېږدول شوي دي.
د بشردوستانه مرستو رسولو نړیوالې مرستندویه (IAM) ادارې په خواشینۍ سره په دې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د غور ولایت په دفتر کې طالبانو د یکشنبې په ورځ د - ـ سنبلې په ۱۲ مه - ـ د یوه بهرني وګړي په ګډون درې او بیا ورپسې د چهارشنبې په ورځ د سنبلې په ۲۲مه د د دغې ادارې ۱۵ تنه نور کارمندان ونیول.
دغه عیسوي مرستندویه موسسه وايي، چې د دغو نیول کېدو په انګېزه نه پوهیږي او طالبانو هم تر اوسه د دې موسسې د کارکوونکو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي<
په غور کې د طالبانو د والي وياند رسنيو ته ويلي، چې دې ډلې د يوې نړيوالې موسسې ٢١ کارکوونکي نيولي دي. د هغه په خبره، دغه کارکوونکي د «عیسویت د ترویج» په تور نیول شوي دي.
د غور ولایت سیمه ییزو سرچینو د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په نیول شویو کسانو کې د یوه امریکايي په ګډون اوه ښځې هم شاملې دي.
دغه نړیوال بنسټ وايي چې له ۱۹۹۶ کال راهیسې یې په افغانستان کې د ژوند په بدلون او د ټولنو په پیاوړي کولو کې مهم رول لوبولی دی.
د دغې مرستندویه موسسې په وینا، د دې ادارې د هڅو ځنډېدل په افغانستان کې د څه باندې څلور میلیونو وګړو پر ژوند ژور اغېز کړی دی.
دغه سازمان يادونه وکړه چې تر اوسه يې د روغتيايي خدمتونو د ښه والي، ښوونې او روزنې او پراختيا په برخه کې څلوېښت ميليونه ډالره لګولي دي.
له دې وړاندې مرستندویه بنسټونو خبر ورکړی و، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دې ډلې ځواکونو په پرله پسې ډول د دغو بنسټونو په تشکیلاتي چارو کې لاسوهنه کړې ده.
تر دې مخکې ملګرو ملتونو هم راپور ورکړی و، چې د بشري بنسټونو په کارونو کې د طالبانو لاسوهنه په ځینو مواردو کې د تاوتریخوالي لامل شوې ده.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مفتش دفتر د اسد په میاشت کې خبر ورکړ چې طالبانو په مرستندویه موسسو خپل نفوذ زیات کړی دی.
د سیګار د راپور له مخې، د مرستندویه موسسو په فعالیتونو کې د طالبانو مداخلې د دغو موسسو کارکونکي زیانمن کړي دي.
