د ازبکستان ولسمشر: د قوش تېپې کانال جوړېدل د منځنۍ اسیا د اوبو تعادل له منځه وړي

د ازبکستان ولسمشر په افغانستان کې د قوش تېپې کانال جوړېدل په منځنۍ اسیا کې د اوبو د انډول یا تعادل او رژیم د بنسټیز بدلون په مانا بولي. شوکت میر ضیایف د جمعې په ورځ د اورال سمندرګي د ژغورنې صندوق د بنسټګرو هېوادونو په سرمشریزه کې دا خبره وکړه.