یوې افغانې ورزشکارې د المپیک مشعل ولیږدوه

افغانې ورزشکارې ذکیه خدا دادي د المپیک مشعل ولیږدوه. ذکیې پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «نن ما د المپیک د مشعل د لیږدولو ویاړ درلود. دا زما لپاره لوی ویاړ و او دغه د ویاړ احساس په رښتیا سره چې حیرانوونکی و.

افغانې ورزشکارې ذکیه خدا دادي د المپیک مشعل ولیږدوه. ذکیې پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «نن ما د المپیک د مشعل د لیږدولو ویاړ درلود. دا زما لپاره لوی ویاړ و او دغه د ویاړ احساس په رښتیا سره چې حیرانوونکی و.
ذکیه خدادادي هغه افغانه لوبغاړې ده، چې د اروپا د پاراټکواندو په سیالیو کې اتله شوې وه.
ذکیه چې د افغانستان د پاراټکواندو د ملي لوبډلې پخوانۍ غړې ده، په بېلابېلو ملي او نړیوالو سیالیو کې د خپل هېواد لپاره ځلېدلې او څو مډالونه یې ګټلي دي.
هغې پر اېکس لیکلي، چې د المپیک مشعل د ټولې نړۍ لپاره د یووالي، سولې، ازادۍ او برابرۍ سمبول دی.
څوک د ۲۰۲۴ المپیک مشعل د لیږدولو چانس لرلې شي؟
د بي ټي ایس ستوری، لودیک فرانچت، د نړۍوال جام پخوانی ګټونکی د هغو کسانو له ډلې څخه وو چې د ۲۰۲۴ المپیک مشعل د لیږدولو مسوولیت یې درلود. د فرانسې له سویلي بندري ښار مغسۍ څخه شاوخوا لس زره کسان د مشعل د لېږدولو لپاره غوره شوي و. د دوی په منځ کې د ډېرو ورزشکارانو نومونه هم لیدل کیدل. پاتې کسان د هنر، کولتور او خوړو استازي دي، په دې کسانو کې هغوی هم شامل دي چې خیریه کارونه کوي یا هم په ټولنیز چارو کې ښکیل دي.


د کابل یو اوسیدونکي د جمعې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته یوه ویډیو رالیږلې چې په کې یو ځوان د کابل ښار په میرویس میدان سیمه کې له یوې لوحې سره چې پرې یې "د امیرالمومنین په لټه کې" لیکلي دي، قدم وهي. دغه ځوان د دې کار وروسته د طالبانو له خوا ونیول شو.
د دغه ځوان هویت تر اوسه نه دی په ډاکه شوی خو د ويډيو رالېږونکي افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې طالبانو دغه ځوان نيولى دى او نامعالوم ځای ته یې وړی دی.
له دې وړاندې هم د طالبانو یو شمېر غړو نیوکې کړي چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره یې د لیدلو چانس نه دی پیدا کړی، او دا چې د هغه په شتون په اړه بېلابیلې پوښتنې او شکونه شته دي.

د هند د ښځو کرېکټ لوبډلې نن په سریلانکا کې د اسیا جام نیمه پایلوبه کې بنګلدېش ته په ماتې ور کولو سره په نهم ځل د دې جام اتلولیو ته ووتله. د دې جام پایلوبې ته د وتلو لپاره نن سریلانکا له پاکستان سره لوبه لري.
د سریلانکا په دمبولا ښار کې بنګلدېش د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه.
دې لوبډلې د اتو لوبغاړو سوځېدو سره په شلو اورونو کې اتیا منډې جوړې کړې.
په مقابل کې هند د لسو ویکټو په لرلو یا خپلو پرانیستونکو لوبغاړو سره دا هدف پوره او پایلوبې ته ووت.
د ښځو کرېکټ اسیا جام دې نهم پړاو کې دا نهم ځل دی چې هند پایلوبې ته وځي.
هند تر دې مخکې ۷ ځلې دا جام ګټلی او اوس یې اتم ځل ګټلو ته مبارزه کوي.
د کرېکټ نړیوالې شورا په نوښت د ښځو کرېکټ اسیا جام د سریلانکا په کوربتوب رواني جولای مياشتې پر ۱۹ پيل او د همدې مياشتې پر۲۸ یې پایلوبه کېږي.

د پکتیا ځینو محصلینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل چې طالبانو فراغت غونډو کې تورې چپنې اغوستل او خولۍ پر سرول منع کړي دي. دوی زیاتوی طالبانو ورته ویلي چې تورې چپنې او خولۍ د غربیانو فرهنګ دی او د دې کار په کلکه مخنیوی کوي.
د پکتیا دولتي پوهنتون ځینو محصیلنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د طالبانو د دعوت او ارشاد امریت ورته ویلي: «په فراغت غونډه کې د تورې چپنو او خولۍ پرځای سپنې چپنې او سپینې خولۍ یا هم تور واسکټ له جامو سره واغونڅي. »
ځینې محصلین وايي، د فراغت غونډې ته یې کم وخت پاتې دی او دوی خپلو ځانونو ته په شاوخوا ۷۰۰ افغانۍ د فراغت تورې چپنې او خولۍ اخیستې دي خو اوس ورته ویل شوي چې اغوستلی یې نه شي.
دوی زیاتوی چې فراغت غونډو کې طالبانو پر چکو او شپېلک وهلو سربېره پر کالیو د یادګاري امضا په توګه د بېلابیل رنګونو پر کارولو هم بندیز لګولی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د پکتیا پوهنتون یوه مکتوب هم په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي، چې د دغه پوهنتون رییس لاسلیک کړی دی.
په مکتوب کې خبرداری ورکړل شوی چې د دې لارښوونو د نه منلو صورت کې به د پوهنځي رییس او د څانګو امرین مسوول وي.
طالبانو تر دې مخکې د پوهنتونونو او ښوونځیو په فراغت غونډو کې د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ رپولو، ملي سرود غږولو او پر بدن د یادګاري امضا او د رنګونو شیندلو په جرم ځیني زدکوونکي په ننګرهار، کونړ او خوست کې هم نیولي وو.

د امریکا د ولسي جرګې استازې نانسي مېس کانګرس ته یوه لایحه وړاندې کړه چې له مخې یې غواړي طالبان د بهرني ترهګر سازمان په توګه وپېژندل شي. د «ترهګرو دولت د رسمیت پېژندلو د مخنيوي» په نوم لايحه د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو مخه نيسي، چې تر اوسه یې یو هېواد هم په رسمیت نه پېږي.
هغې وويل: "ازادي او عدالت ایجابوي چې موږ هر ډول ظلم او استبداد رد کړو." "دا لایحه به دا یقیني کړي چې متحده ایالات به هیڅکله د طالبانو تروریستي رژیم په رسمیت ونه پېژني."
اغلې مېس وویل، "موږ به د امریکا د حکومت د هغو اقداماتو په منع کولو سره چې طالبانو ته مشروعیت ور کوي او د دې ډلې حکومت د یوه داسې دولت په توګه په رسمیت پېژندلو سره چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، د دغه یاغي حکومت د بربریت پر وړاندې په کلکه ودرېږو."
د مېس دفتر د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، که دغه لایحه تصویب شي، نو د طالبانو د تسلیمېدو یا رسمیت پېژندلو مخه به ونیسي.
په بیان کې راغلي: "دا قانون به منځني ختیځ ته یو واضح پیغام واستوي: متحده ایالات به هېڅکله د ترهګرو تر کنټرول لاندې رژیم ته مشروعیت ورنه کړي."
دا لومړی ځل دی چې په کانګرس کې د طالبانو د رسمیت پېژندلو د مخنیوي لپاره داسې طرحه وړاندې کیږي.
د نانسي مېس په وینا، د دې لایحې یو مهم ټکي دا دي چې د امریکا هیڅ دولتي اداره نه شي کولای د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژني او یا د هغه لپاره بودیجه ځانګړې کړي.
دا لایحه به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې ته اړ کړي چې طالبان د "ترهګرۍ ملاتړي حکومت" او "بهرني ترهګر سازمان" په توګه معرفي کړي.

د تېر حکومت یو افسر تورن محمد ربع باوري وايي تېره سې شنبه د پکتیا په څکمنیو ولسوالۍ کې د ځايي طالبانو په یو برید کې سخت ټپي شوی دی. دغه افغان افسر افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې له ټولبښنې سره دوو طالب وسلوالو «فضل ګل او عطار ګل پرې ډزې کړې او سخت یې ټپي کړی دی.»
د پخواني حکومت د ځانګړي ځواکونو افسر محمد ربع باوري وویل چې هیڅ چا سره شخصي دوښمني نه لري خو یوازې د پخواني نظام کې د کار کولو په جرم په نښه شوی دی.
باوري وویل « پېښه هغه وخت وشوه، چې زما کور ته نژدې دوه طالب وسلوالو پرته له کومو خبرو پر ما یو دم ډزې وکړې او بدن ته یط څو ځایه ووېشتم له هغه وروسته چاته اجازه نه وه چې ما روغتون ته انتقال کړي خو، ځايي کلیوالو مداخله وکړه»
د پخواني حکومت دغه نظامي افسر اوس د پکتیا په حوزوي روغتون کې درملېږي.
دی وايي چې طالبانو فکر کړی و چې دی وژل شوی دی.
باوري وايي د نظام د سقوط پرمهال یې طالبانو ته په هلمند کې تسلیمي ورکړې وه او له څو کلونو راهسې د ټولبښنې له مخې له خپلې کورنۍ سره ژوند تېروي.
دی له طالبانو غواړي چې دغه پېښه وڅیړي او له هغه کسانو پوښتنه وشي چې دی یې په نښه کړی دی.
په ورته مهال د تېر حکومت د پکتیا ولایتي شورا پخواني غړي تاج محمد منګل دا پېښه غندلي ده.
تاج محمد منګل په خپل فیسبوک کې لیکلي «دا څومره دردونکې ده، چې ستا مشر په فرمان خلک باور لري، عادي ژوند کوي، یوې ګولۍ ډوډۍ ته حیران په کور ناست دي او بیا د کور مخې ته پرې برید کوې»
واک ته له بیا رسیدو مخکې د طالبانو مشر ملا هبت الله، د پخواني حکومت ټولو ملکي او پوځي کارکوونکو ته عمومي بښنه وکړه، خو په ډیرو مواردو کې طالبانو دغه بښنه پلې نه کړه او ډیر شمیر پخواني پوځیان د طالبانو له خوا شکنجه، ووژل شول او یا هم تري تم شول، یو شمیر نور بیا د طالبانو له ویرې لا هم په پټه ژوند کوي.