• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ښځو کرېکټ اسیام جام کې هند د بنګلدېش ماتولو سره پایلوبې ته ووت

۵ زمری ۱۴۰۳ - ۲۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۲۸ GMT+۱

د هند د ښځو کرېکټ لوبډلې نن په سریلانکا کې د اسیا جام نیمه پایلوبه کې بنګلدېش ته په ماتې ور کولو سره په نهم ځل د دې جام اتلولیو ته ووتله. د دې جام پایلوبې ته د وتلو لپاره نن سریلانکا له پاکستان سره لوبه لري.

د سریلانکا په دمبولا ښار کې بنګلدېش د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه.

دې لوبډلې د اتو لوبغاړو سوځېدو سره په شلو اورونو کې اتیا منډې جوړې کړې.

په مقابل کې هند د لسو ویکټو په لرلو یا خپلو پرانیستونکو لوبغاړو سره دا هدف پوره او پایلوبې ته ووت.

د ښځو کرېکټ اسیا جام دې نهم پړاو کې دا نهم ځل دی چې هند پایلوبې ته وځي.

هند تر دې مخکې ۷ ځلې دا جام ګټلی او اوس یې اتم ځل ګټلو ته مبارزه کوي.

د کرېکټ نړیوالې شورا په نوښت د ښځو کرېکټ اسیا جام د سریلانکا په کوربتوب رواني جولای مياشتې پر ۱۹ پيل او د همدې مياشتې پر۲۸ یې پایلوبه کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

•
•
•

نور کیسې

د پارېس ۲۰۲۴ المپیک؛ د لوبو له رسمي پیل څخه دوې ورځې وړاندې نن د فوټبال سیالۍ پیل شوې

۳ زمری ۱۴۰۳ - ۲۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۲۵ GMT+۱

د پارېس د ۲۰۲۴ کال د المپیک فوټبال سیالۍ د دغو لوبو له رسمي پیل څخه دوې ورځې مخکې نن چهارشنبې په ورځ (د زمري ۳مه) نېټه پيل شوې. نن د ورځي او شپې د فرانسې په اتو بېلابېلو لوبغالو او ښارونو کې د فوټبال دغه سيالۍ تر سره کيږي

ټولې لوبډلې به د المپيک فوټبال د سرو زرو، سپينو زرو او برونزو مډالونو د ترلاسه کولو لپاره ولوبيږي.

د فوټبال د المپيک سياليو په لومړۍ ورځ به د اسيا درې لوبډلې عراق، جاپان او ازبکستان له خپلو سيالانو سره مخامخ شي.

عراق به له اوکراین، جاپان له پاراګوای او ازبکستان به له اسپانیا سره لوبه وکړي.

د اولمپيک د فوټبال سيالۍ د بېلا بېلو براعظمونو د شپاړسو ټيمونو په ګډون ترسره کېږي.

لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوي او په هر ګروپ کې څلور لوبډلې برخه لري.

د المپيک فوټبال سياليو جدول

لومړۍ ګروپ: فرانسه - امریکا - ګیني - نیوزیلینډ

دویم ګروپ: ارجنټاین – مراکش – عراق – اوکراین

درېیم ګروپ: هسپانیه - مصر - ډومینیکن - ازبکستان

څلورم ګروپ: جاپان – پاراګوای – مالي – اسراییل

د فوټبال ترڅنګ د راګبي اوه کسيزه لوبغاړو سيالۍ هم شروع شوې، د دې سياليو تود هرکلی شوی ټکټونه يې تر ټولو په لوړ بيه پلور شوي دي.

روسیه: د البروس د سولې غرختنې ته د افغانستان په ګډون د ۱۳ هېوادونو پوځیان بلل شوي

۳ زمری ۱۴۰۳ - ۲۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۰۴ GMT+۱

د روسیې دفاع وزارت وايي، د سولې لپاره غر ختنه کې د ګډون لپاره یې طالبانو ته هم بلنه ور کړې چې د غرختنې اړوند پوځیان ور ولېږي. د پوځي سپورت نړیوالې شورا له خوا د سولې لپاره د غر ختنې سږنۍ سیالۍ د روسیې په کوربتوب جوړېږي.

د روسیې دفاع وزارت وايي، د ارمنستان، افغانستان، برازیل، هند، اردون، عراق، ایران، چین، منګولیا، نامیبیا، عمان، ایکوادور او روسیې په ګډون د دیارلسو هېوادونو له ۵۰ ډېر پوځیان په دې غرختنه کې برخه لري.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، دا پوځیان د پوځي ورزش د نړیوالې شورا په چوکاټ کې د سولې لپاره د البروس په نوم د اروپا تر ټولو لوړې څوکې ته ختلو کې برخه اخلي.

د سولې لپاره د غر ختنې کلنۍ سیالۍ د پوځي سپورت نړیوالې شورا له خوا جوړېږي.

لومړنۍ سیالي پر ۲۰۲۱ کال یونان او په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کې په ایران کې تر سره شوه او ګډونوال پکې دماوند غره ته وختل.

د ایران شپږ کسیز ټیم دې سیالیو کې د ګډون لپاره روسیې ته روان شوی دی، خو طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د فرانسې ولسمشر: افغان مېرمنې دې راتلونکې ته هیله‌مندې اوسي

۳ زمری ۱۴۰۳ - ۲۴ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۵۱ GMT+۱

د فرانسې ولسمشر ویلي، چې هره ورځ افغان ښځې او نجونې له افغانستانه د امریکا د وتلو د پرېکړې بیه پرې کوي. ایمانوېل مکرون د افغانانو ځواکمنتیا ته په اشارې سره له افغان مېرمنو او نجونو وغوښتل، چې «راتلونکې ته هیله منې اوسي.»

د فرانسې ولسمشر ازادۍ راډیو ته په مرکه کې چې د سه شنبې په ورځ یې خپره کړه، وویل:« هر څه چې مو په واک کې لرل هغه مو ترسره کړل، له دې پرېکړې وروسته (د امریکا له وتلو وروسته) د کډوالو د منلو او د خلکو د ساتنې لپاره مو هر څه وکړل.»

هغه ومنله، چې افغان ښځې او نجونې له دې پرېکړې اغېزمنې شوې او هره ورځ يې بيه پرې کوي.

د فرانسې ولسمشر د افغانانو ستاينه وکړه او ويې ويل:« زه په دې هم پوهېږم، چې ستاسو خلک څومره پياوړي دي.»

مکرون زیاته کړه:« زه غواړم دا پیغام د افغانستان ښځو او نجونو ته ورسوم، چې د راتلونکې لپاره هیله‌مندي ولري.»

فرانسې او نورو لوېدیځو هېوادونو له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې پر طالبانو فشار راوړی، چې د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه پای ته ورسوي.

خو داسې ښکاري، چې طالبانو له بهرنیو فشارونو سره، سره انعطاف نه دی ښودلی.

د ښځو کرېکټ اسیا جام؛ پاکستان لوبډلې د ۱۰ ويکټو په توپير متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۱۵ GMT+۱

د ښځو کرېکټ ۲۰ اوره اسیا جام په سيالیو کې نن د پاکستان لوبډلې متحده عربي اماراتو ته د ۱۰ ويکټو په توپير ماتې ورکړه. پاکستان د څلورو نومرو په درلودلو سره د دې سياليو د اول ګروپ په دویم مقام او متحده عربي اماراتو لوبډله بيا د جدول په پای کې قرار لري.

د ښځو کرېکټ ۲۰ اوره اسيا جام د سياليو د ۹مې لوبې پچه پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډلې وګټله او لومړۍ يې ډګر ساتنه او توپ اچونه غوره کړه.

د متحده عربي اماراتو ښځينه کرېکټ لوبډلې د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۴ منډې هدف وټاکه.

پاکستانۍ توپ اچوونکو صديقې اقبال او نشرا سندو دوې - دوې لوبغاړې وسوځولې.

پاکستان ښځينه کرېکټ لوبغاړو د ۱۴.۱ اور کې په دوو پيليزو لوبغاړو دغه هدف پوره کړ او لوبه یې د لسو ويکټو په توپير وګټله.

د دې سياليو د لومړۍ ګروپ څخه هند ښځينه کرېکټ لوبډله د ۶ نومرو او پاکستان لوبډله د ۴ نومرو په لرلو د سياليو دویم پړاو ته لاره پېدا کړه.

په غزني کې یو کس خپلې دوې مېرمنې وژلي او د بلې پر مخ یې تېزاب شيندلي دي

۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۱۱ GMT+۱

سرچينې وايي، چې یو کس د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې مخکې خپلې دوې مېرمنې وژلې وې او اوس یې د درېيمې پر مخ تېزاب پاشلي او په سترګو يې ړنده کړې ده. په غزني کې د طالبانو امنيه قومندانۍ هم پېښه تايید کړې او د دغه کس د نيولو خبر يې ورکړی دی.

د غزني د طالبانو امنيه قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي وايي، چې دوی د غزني د اندړ ولسوالۍ په مانجو کلي کې دغه کس نیولي دی.

طالبان وایي، چې نیول شوی کس د قرباه باغ ولسوالۍ د ګنګي کلي اوسېدونکی دی او تر پېښې وروسته یې د تېښتې هڅه کوله، چې ونیول شو.

د پېښې انګېزه تر اوسه معلومه نه ده؛ خو طالبان وایي، چې د نیول شوي کس څخه پوښتني رواني دي.

په دې وروستو کې د جنايي پېښو او کورنيو جنجالونو راپورنه زيات شوي، چې تر ډېره يې طالب امنيتي کسان هم په کابو کولو کې پاته راغلي.