د نګورنو قره باغ کړکېچ؛ طالبان وايي د اذربایجان د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دې ډلې حکومت د اذربایجان ځمکنۍ بشپړتیا ته پوره اهمیت ور کوي او ملاتړ یې کوي. اذربایجان او ارمنستان د نګورنو قره باغ پر سر اوږد جنجال لري. وروستی ځل د دوی سرتېرو د شنبې په ورځ پر یو بل ډزې وکړې.