• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونیسف وايي په نړۍ کې ۳۳۳ میلیونه ماشومان په خورا بې وزلۍ کې ژوند کوي

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق په وینا، په ټوله نړۍ کې ۳۳۳ میلیونه ماشومان په ډیره بې وزلۍ کې ژوند کوي. یونیسف په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دا ماشومان د ورځې له ۲،۱۵ډالرو څخه په کم عاید سره ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ویلي دي چې، «د ماشومانو بې وزلي باید یو ځل او د تل لپاره پای ته ورسیږي.»

د یونیسف د راپور له مخې، ماشومان د نړۍ د نفوس یو پر دریمه برخه او د نړۍ د خورا بې وزلو نفوس ۵۰ سلنه جوړوي.

د دغه راپور له مخې، تر ۹۰ سلنه زیات ماشومان په افریقا او سویلي اسیا کې په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د یونیسف اجرایوي مشر کټریل راسل وايي، په تېرو څو کلونو کې د کرونا ناروغي، جګړې، د اقلیم بدلون او اقتصادي ناورین د ماشومانو د بې وزلۍ د دوام لامل شوی دی.

په همدې حال کې په افغانستان کې اقتصادي ناورین په تېره بیا د طالبانو له واکمنۍ وروسته یو له هغو لاملونو څخه دی چې د بې وزلو ماشومانو شمېر یې زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه ماشومان ساتنې او بشري مرستو ته اړتیا لري.

د بې وزلۍ او وزګارۍ زیاتوالی په افغانستان کې د کاریګرو ماشومانو د زیاتیدو لامل شوی دی.

د یونیسف د شمېرو له مخې په افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو څخه یو یې کار ته اړ دی.

د دغه سازمان په وینا «د دغو ماشومانو ۲۲ سلنه په خطرناکو او وژونکو کارونو بوخت دي.»

په کابل کې د دغه سازمان دفتر همداراز وايي چې، په دغه هېواد کې د ماشومانو د کار حالت مخ په خرابېدو دی.

ترویج لرونکی

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده
۱

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۲

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

۳
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۴

طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی

۵

طالبان: کابل به سبا د شپږو اسیایي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي

•
•
•

نور کیسې

جرمني هغه پناه غوښتونکي مني چې تازه ایټالیا ته رسیږي

۲۵ وږی ۱۴۰۲ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۲ GMT+۱
جرمني هغه پناه غوښتونکي مني چې تازه ایټالیا ته رسیږي
100%

د جرمني د کورنیو چارو وزیره وايي، د هغو پناه غوښتونکو او مهاجرو منلو ته به دوام ورکړي چې تازه ایټالیا ته رسېږي. د اروپايي اتحاديې د پيوستون د پلان له مخې جرمني د ايټاليا په څېر هېوادونو څخه د مهاجرو منلو ته ژمن دی، خو د چارشنبې په ورځ يې دغه تړون وځنډاوه.

برلین درې ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې له روم سره خپل هغه دوطلبانه تړون ځنډوي چې له مخې یې ایټالیا ته تازه رسېدلي پناه غوښتونکي مني.

د اروپايي اتحاديې د پيوستون د پلان له مخې جرمني ژمنه کړې وه، چې د ايټاليا په څېر له هغو هېوادونو څخه چې د مهاجرو تر فشار لاندې دي ۳۵۰۰ کسان ومني.

جرمني وايي ايټاليا د دوبلين د مقرراتو له مخې خپل مکلفيتونه نه دي پوره کړي، چې له مخې يې د اروپايي ټولنې غړي هېواد ته د لومړي ځل رسيدو پر مهال د پناه غوښتنې درخواستونه پروسس کوي.

خو د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر د جرمني خبري اژانس ARD ته وویل، چې د ایټالیا کوچني ټاپو لامپډوسا ته د زرګونو مهاجرو وروستي رسیدل په دې مانا دي چې جرمني به یې د پناه غوښتنې خواست ومني.

مېرمن فایزر زیاته کړه: «زموږ د دې پروګرام د ځنډولو دلیل دا دی چې ایټالیا د ډوبلین د کړنلارې پر اساس د خلکو (پناه غوښتونکو / کډوالو) منلو ته هیڅ لیوالتیا نه ده ښودلې. ښکاره ده چې موږ به په خپلې ژمنې عمل کوو».

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني د جمعې په ورځ له اروپايي ټولنې وغوښتل، چې د اړتیا پر مهال دې د مدیترانې سمندرګي له لارې د شمالي افریقا د کډوالو د مخنیوي لپاره یو سمندري ماموریت جوړ کړي.

هغې د ايټاليا لامپدوسا ټاپو ته د مهاجرينو د راتګ د زياتوالي په غبرګون کې د سختو اقداماتو ژمنه وکړه. دې ټاپو ته د ۷ زره کډوالو په راتګ سره، ځایي سیاستوالو د مرستې غوښتنه وکړه.

د انسا خبري اژانس د شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د ایټالیا ساحلي ساتونکو په یوه کښتۍ چې کډوال یې دې ټاپو ته لیږدول یو نوی زیږیدلی ماشوم موندلی دی.

په لیبیا کې د سېلاب له امله ۱۱۳۰۰ کسان مړه شوي

۲۵ وږی ۱۴۰۲ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۷ GMT+۱
په لیبیا کې د سېلاب له امله ۱۱۳۰۰ کسان مړه شوي
100%

په لیبیا کې چارواکو د هغو دوو بندونو د ماتېدلو په اړه پلټنې پیل کړې، چې د دې هېواد په ختیځ کې په یوه ساحلي ښار کې د مرګوني او ویجاړوونکي سیلاب لامل شول. د لیبیا سور صلیب تر اوسه په دغه سېلاب کې د ۱۱ زره ۳ سوه کسانو د مړه کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي، تر ۱۰ زره ډېر کسان ورک دي.

د مدیترانې سمندرګي له دانیل توپان څخه راپورته شوی باران شپږ ورځې مخکې د لیبیا په ختیځ کې د مرګونو سیلابونو لامل شو.

دغه سېلاب دوو بندونه مات او د څومتره لوړو اوبو په کچه سېلاب یې د ساحلي ښار درنا په لور جوړ کړ. دې سېلاب په خپله لار کې ټوله محله ویجاړه او ډېری اوسیدونکي یې له ځان سره سمندر ته یووړل.

د ژغورنې ډلې له دې سېلاب شپږ ورځې وروسته هم د مړو او ورکو کسانو د لټون هڅې کوي .

د بې پولې ډاکټرانو بیړنۍ څانګې مشره کلر نیکولټ وایي، چې ژغورونکو د جمعې په ورځ «ډېر مړي» موندلي او لاهم د لټون په حال کې دي.

هغې اسوشیټډپرس ته وویل : «دا لوړه شمېره دی... له بده مرغه سمندر لا هم ډېر مړي د باندې را غورځوي».

هغې وویل، چې لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده، په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې خپلې کورنۍ یې له لاسه ورکړې سملاسي رواني مرستو ته اړتیا لري.

میرمن نیکولټ زیاته کړه ، د دې مړو ښخول یوه لویه ننګونه ده.

ټولیز امنیت تړون له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره سیمه ییز عملیات وکړل

۲۵ وږی ۱۴۰۲ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۷ GMT+۱
 ټولیز امنیت تړون له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره سیمه ییز عملیات وکړل
100%

د ټولیز امنیت تړون غړي هېوادونه چې ځینې یې له افغانستان سره ګډه پوله لري، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره سیمه ییز عملیات وکړل. په دغو عملياتو کې څه دپاسه ٨٩٧ کيلوګرامه نشه يي توکي او نشه يي درمل د دغه سازمان په غړو هېوادونو کې کشف او ضبط شول.

د ټولیز امنیت تړون په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې د دې عملیاتو یو هدف د مخدره موادو د نړیوالو قاچاقي ډلو ځپل وو.

دوی د جمعې په ورځ- د وږي په ٢٤مه - په خبرپاڼه کې ویلی، دغه عمليات د امنيتي ارګانونو، د سرحدي او ګمرکي مسوولانو او د چين او ايران د څارونکو په شتون کې ترسره شول.

ارمنستان، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، روسیه او تاجکستان د ټولیز امنیت تړون غړي دي. دغو هېوادونو تېر کال افغانستان ته څېرمه څو پوځي تمرينونه هم کړي وو.

د ټولیز امنیت تړون په خبرپاڼه کې راغلي، چې په سیمه کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په عملیاتو کې ۳۹۹ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي، چې له دې ډلې ۴۴ تنه یې مخکې هم څارل کېدل.

همداراز ۴۸ میله سپکې او درنې وسلې او څه باندې ۲۸ زره مختلف مهمات نیول شوي دي.

په دغو عملیاتو کې د ټولیز امنیت تړون له ۱۲ زرو څخه زیاتو ځواکونو برخه اخیستې وه.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د یکشنبې په ورځ (د وږۍ ۱۹مه) اعلان وکړ، چې په افغانستان او سیمه کې د شیشې یا میتامفتامین په نوم نشه يي موادو قاچاق دولس برابره زیات شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې د نشه يي توکو د تولید پرضد طالبانو د مشر له حکم وروسته د کوکنارو تولید کم خو د شیشې قاچاق او تولید زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، د نړۍ په ۱۶ هېوادونو کې د افغانستان د شیشې بیلګې موندل شوې دي.

اردوغان وايي، که اړتیا شي ترکیه له اروپايي ټولنې خپله لار بېلوي

۲۵ وږی ۱۴۰۲ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۹ GMT+۱
اردوغان وايي، که اړتیا شي ترکیه له اروپايي ټولنې خپله لار بېلوي
100%

د ترکیې ولسمشر رحب طیب اردوغان وايي، اروپايي ټولنه پخپله له ترکیې د ځان لرې کولو هڅه کوي نوموړي د شنبې په ورځ امریکا ته تر سفر مخکې خبریالانو ته وویل، که اړتیا شي هېواد یې له اروپايي ټولنې خپله لار بېلوي.

د ښاغلي اردوغان دا ځواب د ترکیې په هکله د اروپايي پارلمان د راپور په غبرګون کې و.

رجب طیب اردوغان تېرو میاشتو کې له بیا ولسمشر کېدو راهیسې له اروپايي ټولنې سره د ترکیې یوځایولو هڅې بیا پیل کړې دي.

خو اروپايي پارلمان د سپټمبر پر ۱۳ خپل کلني راپور کې ویلي، انکره او بروکسل باید له اروپايي ټولنې سره د ترکیې له غړیتوب پرته د همکارۍ پراخولو لارې پیدا کړي.

اروپايي پارلمان دا هم ویلي، چې دمګړۍ له دې ټولنې سره د ترکیې د ګډېدو امکان نشته.

اروپايي پارلمان له ترکیې غواړي چې له ناټو سره د سوېډن د غړیتوب ملاتړ وکړي او زیاتوي چې له دې تړون سره د یو هېواد یوځایېدل له اروپايي ټولنې سره د بل هېواد په غړیتوب ترلاسولو پوري تړاو نه لري.

د ترکیې ولسمشر څو میاشتې مخکې له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د ترکیې غړیتوب ته خپل ور پرانیځي او په بدل کې به دوی په ناټو کې د سوېډن د غړیتوب ملاتړ وکړي.

رجب طیب اردوغان د اروپايي ټولنې دې راپور ته په غبرګون کې وايي، چې دا ټولنه له ترکیې د بېلتون هڅه کوي: موږ د دې بدلونونو په برخه کې خپله ارزونه کوو او که اړتیا وه موږ هم له اروپا سره لار بېلوو.

تر دې مخکې د ترکیې بهرنیو چارو وزارت هم د اروپايي ټولنې راپور له تورونو او بې انصافه قضاوت ډک بللی و.

پوتین: اوکراین په خورا پراخه کچه غونچه يي بمونه کاروي

۲۵ وږی ۱۴۰۲ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۹ GMT+۱
پوتین: اوکراین په خورا پراخه کچه غونچه يي بمونه کاروي
100%

د روسیې ولسمشر د امریکا پر سیاست نیوکه وکړه او ویې ویل، اوکراین په خورا پراخ شکل غونچه يي بمونه کاروي. د ویلادیمیر پوتین په خبره، واشنګټن غونچه يي بمونه کارول جرم بولي، خو پخپله یې کیف ته ور کوي.

د روسیې ولسمشر په سوچي کې له بیلاروسي سیال الکساندر لوکاشنکو سره په لیدنه کې د جمعې په ورځ زیاته کړه: «امریکا د غونچه يي بمونو کارول جرم بولي، خو په اوکراین کې یې د خپلو نیابتي ځواکونو په وسیله کاروي.»

د جو بایډن په مشرۍ د امریکا حکومت تېره میاشت د غونچه يي بمونو په ګډون د پوځي مهماتو لومړنۍ جوپه اوکراین ته ولېږله.

ویلادیمیر پوتین وايي، واشنګټن هڅه کوي چې هره خپله ستونزه د زور، ګواښ یا اقتصادي بندیز سره حل کړي.

د روسیې ولسمشر دا ګنګوسې درواغ وبللې چې د شمالي کوریا پوځیان د اوکراین په جګړه کې د ګډون لپاره روسیې ته ځي.

د هغه په خبره، روسیه پوره پوځ لري او د اوکراین جنګ ته د بهرنیانو بللو ته ضرورت نه لري.

د راپورونو له مخې، د روسیې په ټولو ښارونو کې پوځ ته د سرتېرو جذبول ران دي.