برلین درې ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې له روم سره خپل هغه دوطلبانه تړون ځنډوي چې له مخې یې ایټالیا ته تازه رسېدلي پناه غوښتونکي مني.
د اروپايي اتحاديې د پيوستون د پلان له مخې جرمني ژمنه کړې وه، چې د ايټاليا په څېر له هغو هېوادونو څخه چې د مهاجرو تر فشار لاندې دي ۳۵۰۰ کسان ومني.
جرمني وايي ايټاليا د دوبلين د مقرراتو له مخې خپل مکلفيتونه نه دي پوره کړي، چې له مخې يې د اروپايي ټولنې غړي هېواد ته د لومړي ځل رسيدو پر مهال د پناه غوښتنې درخواستونه پروسس کوي.
خو د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر د جرمني خبري اژانس ARD ته وویل، چې د ایټالیا کوچني ټاپو لامپډوسا ته د زرګونو مهاجرو وروستي رسیدل په دې مانا دي چې جرمني به یې د پناه غوښتنې خواست ومني.
مېرمن فایزر زیاته کړه: «زموږ د دې پروګرام د ځنډولو دلیل دا دی چې ایټالیا د ډوبلین د کړنلارې پر اساس د خلکو (پناه غوښتونکو / کډوالو) منلو ته هیڅ لیوالتیا نه ده ښودلې. ښکاره ده چې موږ به په خپلې ژمنې عمل کوو».
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني د جمعې په ورځ له اروپايي ټولنې وغوښتل، چې د اړتیا پر مهال دې د مدیترانې سمندرګي له لارې د شمالي افریقا د کډوالو د مخنیوي لپاره یو سمندري ماموریت جوړ کړي.
هغې د ايټاليا لامپدوسا ټاپو ته د مهاجرينو د راتګ د زياتوالي په غبرګون کې د سختو اقداماتو ژمنه وکړه. دې ټاپو ته د ۷ زره کډوالو په راتګ سره، ځایي سیاستوالو د مرستې غوښتنه وکړه.
د انسا خبري اژانس د شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د ایټالیا ساحلي ساتونکو په یوه کښتۍ چې کډوال یې دې ټاپو ته لیږدول یو نوی زیږیدلی ماشوم موندلی دی.