• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو تر واک لاندې سرې میاشتې مشر: له سوالګرو سره د مرستې لپاره کافي بودیجه نه لرو

۲۷ وږی ۱۴۰۲ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۰ GMT+۱

د طالبانو له لوري د افغان سرې میاشتې مشر وايي، د کابل ښار سوالګرو د کورنۍ هر غړي ته يې د میاشتې دوه زره افغانۍ ورکولې، خو د بودیجې د کمښت له امله به اوس هرې سوالګرې کورنۍ ته د میاشتې پنځه زره افغانۍ ورکوي.

نوموړي دا خبري د یکشنبې په ورځ د (وږي په ۲۶مه ) په کابل کې سوالګرو ته د نغدي مرستو د ورکړې پرمهال وکړلې.

د طالبانو له لوري د افغان سرې میاشتېمشر وايي، د کابل په مرستون کې يې د ۳۴۳ سوالګرو له کورنیو سره، (١٧١٥٠٠٠) یو ميليون ۷ لکه ۱۵ زره نغده مرسته وکړه.

مطیع الحق خالص وايي:«له سوالګرو سره د نغدي مرستو لړۍ له پیله تر اوسه په بریالیتوب روانه ده او یوازې په کابل ښار کې د څه پاسه ۱۴۰۰۰ سوالګر د نغدي مرستو لپاره را پیژندل شوي دي.»

نوموړي زیاته کړه، تر دې وړاندې يې د سوالګرو د کورنۍ هر غړي ته د میاشتې۲ زره افغاني ورکولې، خو د بودیجې د کمښت له امله اوس هري سوالګري کورنۍ ته د میاشتي پنځه زره افغانۍ ورکوي.

د خالص د معلوماتو له مخې تردې مهاله په نهو پړاوونو کې د ۱۲۳۹ کورنیو له ۷۰۳۰ غړو سره نغدي مرسته شوې ده.

همدارنګه د طالبانو له لوري د افغان سرې میاشتې مشر وايي، د یادې ادارې عواید او بودیجه د سوالګرو د لاسنیوي لپاره بسنه نه کوي، نوموړی د طالبانو له مشرتابه څخه غوښتنه کوي چې د سودالګرو د لاسنیوي لپاره دې د ماليې وزارت مالي مرسته ورسره وکړي.

طالبانو څو موده وړاندې په کابل کې د سوالګرو د راټولولو کمپاین پیل کړی و، او ویلي وه چې نور به یاد کسان په ښار کې سوالګري نه کوي او هره میاشت به د یادې ډلې له لوري ورسره نغدي مرستې کیږي.

ترویج لرونکی

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی
۱

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی

۲

په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی

۳

له افغانستان نه وروستی وتلی امریکايی پوځي له دندې ګوښه کېږي

۴

د تاجکستان د بدخشان ولایت د مشر جسد له افغانستان سره پر پوله د پنج سیند څخه وموندل شو

۵

په جنسي تېري تورن افغان پناه‌غوښتونکی وايي په افغانستان کې یې له برتانوي پوځ سره کار کاوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو له لوري د افغان نجونو پر زده کړو د بندیز دوه کاله بشپړ شول

۲۷ وږی ۱۴۰۲ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۳ GMT+۱
د طالبانو له لوري د افغان نجونو پر زده کړو د بندیز دوه کاله بشپړ شول
100%

نن دوشنبه د (وږي ۲۷مه) په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ لومړۍ ټکان ورکوونکی فرمان: «تر شپږم ټولګي پورته نجونې دې ښوونځیو ته نه ځي.» د طالبانو دغه بندیز په افغانستان کې دننه او په نړیواله کچه ډیر غبرګونونه راوپارول.

افغان نجونې د زده کړو د مخنیوي په برخه کې د (وږي ۲۷مه) د افغان نجونو لپاره یوه توره ورځ ګڼي.

هغه نجونې چې پر افغانستان د طالبانو له واکنۍ وړاندې يې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ حق درلود وايي، ښوونځیو د تګ له بندیز وروسته يې هیلې نیمګړې شوې او پر زده کړو د بنديز فرمان له امله وايي هیڅکله طالبان نه بښي.

ملالۍ چې د لسم ټولګي زده کوونکي وه وايي: « سهار چې له کوره د ښوونځې په لورې تلم ډیره خوشحاله وم، خو کله چې ښوونځي ته ورسیدم موږ ته وویل شول چې نور به دلته د درس ویلو لپاره نه راځئ هغه ورځ خفګان مې نه هیريږي موږ په ژړا ژړا تر کوره راغلو ، زه به هیڅکله طالبان ونه بښم.»

له شپږم تولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو د تګ د بندیز په اړه د نړۍ ګڼو هیوادونو سخت غبرګونونه وښودل، او په افغانستان کې دننه هم د طالبانو د یادې پرېکړې په غبرګون کې لاریونونه وشول.

خو طالبان وايي، د نجونو لپاره د زده کړو چاپیریال تر رامنځته کېدو نجونې ښوونځیو ته د تلو اجازه نه لري.

همدارنګه تېر کال يه ډيسمبر میاشت کې طالبانو د یو بل فرمان په صادرولو سره پوهنتونونو ته هم د نجونو پر تلو بندیز ولګاوه.

ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ د بندیز فرمانونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي او په افغانستان کې په میلیونونو نجونو څخه د زده کړو حق اخیستل شوی دی.

د ملګرو ملتونو عمومې منشي انټونیو ګوتریش ښوونځیو ته د نجونو پر تګ د بندیز د دوه کالو بشپړېدو په غبرګون کې، تازه پر خپل ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، «د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې له ښوونځیو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د راګرځولو دوه کاله پوره شول.»

ګوتریش زیاته کړې،له ښوونځیو د نجونو راګرځول له بشري حقونو یوه نه توجیه کېدونکې سرغړونه ده، چې په ټول افغانستان کې د اوږدمهاله زیانونو لامل کیږي.

طالبان په افغانستان واک ته رسیدو وروسته پر افغانانو ګڼ شمېر بندیزونه ولګول، د طالبانو د بندیزونو په لړ کې دغه ډلېښځې له زده کړو، په ادارو کې له کار کولو، تفریحي پارکونو ته له تلو، له کوره وتلو او کڼ نور بندیزونه ولګول چې لا هم پر ځای پاتې دي.

هند د افغان زده کړیالانو لپاره د وړیا زده کړو سکالرشيپونه اعلان کړي

۲۷ وږی ۱۴۰۲ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۸ GMT+۱
هند د افغان زده کړیالانو لپاره د وړیا زده کړو سکالرشيپونه اعلان کړي
100%

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت وايي، هند د افغان محصلانو لپاره د پرليکه یا انلاین زده کړو په پروګرام کې د لیسانس او ماسټرۍ په کچه ۱۰۰۰ بورسونه ځانګړي کړي دي.

د افغانستان سفارت زیاته کړې، د دغه تحصیلي بهیر د پروګرامونو او روزنیزو کورسونو نوم لیکنه د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۱۶ پیل شوې او تر ۲۲مې نیټې به دوام وکړي.

د سفارت په خبره، دا د افغانانو لپاره د هند ځانگړي سکالرشيپونه او پروگرام دی چې د دې هیواد د بهرنيو چارو وزارت او د ای سی سي ار ادارې له لوري يې چارې تنظيمېږي.

د یادو سکالرشیپونو له لارې د سوداکرۍ ادارې، سوداګرۍ، کمپیوټر ساینس، هنرونو او نورو برخو کې زده کړې په وړیا ډول وړاندې کیږي.

په ننګرهار کې د تېرې شپې سیلابونو لسګونه کورونه ویجاړ کړي

۲۷ وږی ۱۴۰۲ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۵ GMT+۱
په ننګرهار کې د تېرې شپې سیلابونو لسګونه کورونه ویجاړ کړي
100%

د مومندرې ولسوالۍ ځایي طالب چارواکي وايي، تیره شپه ناوخته د سختو اورښتونو او سیلابونو راوتلو له امله په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې ۳۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د ځايي طالب مسولانو په وینا سیلابونو د دغو ولسوالیو په مزار ناو، ډکې، باسوال، غزګي او نورو سیمو کې ۳۰ کورونه ویجاړ کړي.

ځايي طالب چارواکو د سیلابونو له امله د سر زیان په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د دوی په خبره د سیمې اوسیدونکې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

همدارنګه د مومندرې ولسوالۍیو اوسیدونکی فرهاد وايي، چې د تیرې شپې سیلابونو له امله يې د ګبینو د مچیو ۷۰۰ پیټۍ ویجاړې شوې دي.

ويل کيږي د فرهاد په ګډون یو شمېر بڼوالو ته هم سخت زیانونه اوښتي دي.

سینډي مک کین:له افغانستانه د خوړو نړیوال پروګرام د وتلو خبرداری

۲۷ وږی ۱۴۰۲ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۱ GMT+۱
سینډي مک کین:له افغانستانه د خوړو نړیوال پروګرام د وتلو خبرداری
100%

د شمیرو له مخې، سره له دې چې د خوړو نړیوال پروګرام هر کال په ټوله نړۍ کې له ۹۷ میلیونو کسانو سره مرستې کوي، سږکال د بودیجې له سخت کمښت سره مخ شوي دي. هغه وايي که هيوادونه مرسته ورسره و نه کړي نو اړمنو افغانانو ته مرستې نه شي رسولی.

د خوړو نړیوال پروګرام مشره سینډي مک کین وایي چې، که له دې ادارې سره مرستې ونه شي، دوی اړ دي چې له افغانستانه ووځي.

اغلې مککین وایي، «په لومړي ځل په داسې حال کې چې په نړۍ کې د خوراکي توکو مرستو ته اړتیا څو برابره زیاته شوې، له دغه نړیوال بنسټ سره مرستې کمې شوې او دا سازمان اړ شوی چې د افغانستان، بنګله دېش، فلسطین، کانګو، هایټي، اردن، سویلي سوډان، سومالي او سوریې په څېر سیمو کې خپلې مرستې کمې کړي.»

د خوړو د نړیوال پروګرام چاواکي همداراز زیاتوي چې، د خپل تاریخ تر ټولو له بد مالي کړکیچ سره مخ دي او دوی په افغانستان کې د را روانې اکټوبر میاشتې تر وروستیو کافي پیسې نه لري.

سینډي مککین د یکشنبې پر ورځ امریکایۍ اېبيسي شبکې ته ویلي، چې په مرستندویه هېوادونو کې له اړمنو هېوادونو سره د بهرنیو مرستو په تړاو حساسیت او مقاومت هم ډېر شوی دی.

نوموړې همداراز زیاتوي، چې د اوکراین د جګړې په څېر نړیوالو کړکېچونو د دوی کارونه څو برابره زیات کړي خو د مرستو فرصتونه هم ورسره کم شوي دي.

د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پرواګرام په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اوږدې جګړې، کمزوري اقتصادي حالت او چاپيریالي بدلونونو له امله د افغانونو ژوند اغېزمن شوی او په دغه هېواد کې هره شپه نېږدې ۱۵ میلیونه وګړي وږي ویده کیږي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي، چې د افغانستان د راتلونکي سخت او کړکیچن ژمي څخه د میلیونونو افغانانو د ژغورلو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

دوی وايي، چې ورسره د کمو بشري مرستو له امله یې اړمنو افغانانو سره د مرستو بهیر هم راکم کړی او دوی هره میاشت یوازې درې میلیونو کسانو سره مرستې کوي.

د خوړو د نړیوال پروګرام په خبره، که یاده اندازه مرستې له دوی سره ونه شي، په افغانستان کې به بشري ناورین رامنځته شي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د اقتصادي بنسټونو پرځېدو، وزګارۍ، وچکالۍ او د ښځو پر کار کولو د طالبانو بندیزونو دغه هېواد کې اقتصادي ستونزې لا زیاتې کړې دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت: د کابل ـ جلال اباد لويې لارې د پرانیستلو چارې روانې دي

۲۷ وږی ۱۴۰۲ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۴۶ GMT+۱
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت: د کابل ـ جلال اباد لويې لارې د پرانیستلو چارې روانې دي
100%

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت پر ایکس(پخواني ټویټر) پاڼه د کابل ـ جلال اباد د بلې لارې انځورونه خپاره کړي دي، او لیکلي يې دي، تر هغو چې د کابل جلال اباد لویه لاره له خارو او ډبرو پاکیږي، دغه لاره به د تګ راتګ لپاره وکاروي.

د کابل ـ جلال اباد لويه لاره پرون د غرهښویدنې له امله تړل شوې چې تر جوړیدو به يې د سورلۍ ګاډيد کاپیسا تګاب ولسوالۍله لاري د دغې لويې لارې د بدیل په توګه وکاریږي.

دغه وزارت لیکلي چې کابل جلال اباد ته د مسافرو د تګ راتګ لپاره د دغېډلې د دفاع او ټولګټو چارو وزارت په ګډه د لارې د پرانیستلو چارې پیل کړي دي او ډير ژر به د ماهيپر عمومي لاره هم د تګ راتګ لپاره چمتو کړي.

د یکشنبې په ورځ د (وږي ۲۶مه) څرخي پل ته نیږدې د غر ښویدونې له امله د کابل جلال اباد لاره وتړل شوه، او د دواړو لوریو ته تر زرو زیات مساپر بند پاتې شول.