پاکستان وایي، د پیسو له نړۍوال صندوقه د پور اخیستو په بدل کې اوکراین ته وسلې نه لېږدوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د دوشنبې په ورځ د انټرسېپټ ویب پاڼې هغه راپور رد کړ چې وایي، اسلام‌اباد هوکړه کړې چې د پیسو له نړۍوال صندوقه د پور په بدل کې اوکراین ته وسلې ورکوي.