• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د انتقالي عدالت نړۍوال سازمان: په تېرو دوو کلونو کې ۲۹ افغان څارنوالان شکنجه او وژل شوي

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۶ GMT+۱

د انتقالي عدالت او سولې نړۍوال سازمان وایي، چې د افغان څارنوالو د شکنجه کولو، ګواښلو او وژلو په اړه د اسنادو له راغونډولو ملاتړ کوي او په افغانستان کې د افغان څارنوالو ژوند ته اندېښمن دي.

یاد سازمان په یوه بیان کې ویلي، چې امریکا د افغانستان د څارنوالو د ټولنې یو شمېر راپورونه تر لاسه کړي، چې ډېر اندېښمنوونکي دي.

د دغه سازمان په راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۱م کال د اګسټ له پنځلسمې راوروسته نېږدې ۲۹ څارنوالان د طالبانو او یو شمېر جنایتکارو ډلو له خوا شکنجه او وژل شوي دي.

راپور زیاتوي، چې یو شمېر جنایتکاران د طالبانو له خوا له زندانونو خوشې شوي او دوی د افغان څارنوالانو پر وړاندې ګڼ ګواښونه رامنځته کړي دي.

تر دا مهاله طالبانو د انتقالي عدالت د نړۍوال سازمان د راپور په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې د ګڼو نړۍوالو سازمانونو دا ډول راپورنه د طالبانو له خوا رد شوي وو.

د یادونې وړ ده، چې تېره میاشت ملګرو ملتونو په یوه خپاره شوي راپور کې ویلي وو، چې طالبانو د پخواني حکومت یو شمېر نظامیان ګواښلي، شکنجه کړي او ان وژلي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د اذربایجان او بیلې شوې سیمې قره باغ تر منځ مشروط اوربند وشو

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۲ GMT+۱

روسي رسنیو راپور ورکړی، چې اذربایجان او د بیلې شوې سیمې نګورنو قره باغ تر منځ وروسته له یوې ورځې جنګ څخه نن چهارشنبه (د وږي ۲۹مه) اوربند وشو.

له دې وړاندې اذربایجان اعلان کړی و، چې دوی په دغه سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد عملیات پیل کړي دي.

د روسیې یو شمېر دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې دغه اوربند د روسي سوله ساتو ځواکونو په منځګړیتوب شوی او په کې ویل شوي، چې بېلتون غوښتونکي دې وسلې کېږدي او ارمینیايي ځواکونه دې له خپلو سیمو څخه وباسي.

ټاکل شوې ده، چې سبا به یو شمېر اذربایجاني چارواکي له یو شمېر ارمینیايي استازو سره د اذربایجان په یولاک ښار کې وویني.

د ارمینیا یو شمېر چارواکو تېره ورځ ویلي وو، چې د چهارشنبې تر ورځې پورې نېږدې ۳۵ کسان وژل شوي او له ۲۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او نړۍوالې ټولنې پر دواړو خواو غږ کړی، چې جګړه ودروي او ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم د اذربایجان او ارمینیا له لومړي وزیرانو سره ټیلفوني خبرې کړي دي.

د دواړو خواو تر منځ دا درېیمه جګړه ده، چې د روسي سوله ساتو ځواکونو تر منځ په اوربندۍ پای ته رسيږي او ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به سبا پنجشنبه د یادې مسالې په تړاو غونډه وکړي.

د ترکیې ولسمشر او د اسراییلو لومړي وزیر د دوه اړخیزو همکاریو په باب لیدنه کړې

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۱ GMT+۱

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردغان د اسرایيلو له لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو سره د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې په دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې دواړو لورو تر منځ پر سوداګرۍ، انرژۍ او اقتصادي چارو خبرې شوي او ژمنه یې کړې، چې دوه اړخیزې اړیکې به لا پراخوي.

رویټرز د اسراییلو د لومړي وزیر د دفتر په حواله ویلي، چې دواړو خواوو د یو بل ته د رسمي سفرونو بلنې هم ورکړې دي.

دا په روان کال کې د ترکیې او اسراییلو تر د مشرانو تر منځ یوه تفصیلي لیدنه یاده شوې ده.

له دې وړاندې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې کړکېچنې شوې وې، چې بیا په ۲۰۲۲ کال کې د اسراییلو ولسمشر ترکیې ته سفر کړی و، چې یاد سفر د اړیکو د بیارغولو په برخه کې یو مهم ګام شمېرل کېده.

د تحریر الشام ډلې خپل یو افغان قوماندان په سوریه کې د جاسوسۍ په تور نیولی دی

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۷ GMT+۱

په سوریه کې د تحریر الشام کمېټې امنیتي څانګې په ادلب ښار کې د دوی له لیکو څخه یو افغان قوماندان د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

د ابو یونس په نوم دغه قوماندان د دوشنبې په ورځ (د سنبلې په ۲۰ مه) د شیخ ثلث په ګاونډ کې له خپلو درېیو ملګرو سره ونیول شو.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د دوشنبې په ورځ (سنبلې٢٧مه) اعلان وکړ، چې د تحریر الشام په نوم امنیتي ادارې، چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې یوه له اسلامپالو ډلو څخه ده، دغه افغان قوماندان او ملګري یې د "نړۍوال ایتلاف" لپاره د کار کولو په تور نیولي دي.

د تحرير الشام اداري بورډ د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۸ مه د څو سلفي ډلو له ادغام څخه جوړ شو.

دا ډله پخپله په سوریه کې د جبهه النصره غوندې د القاعدې د څانګې په توګه پېژندل کیږي؛ خو د دې ډلې مشرتابه له القاعدې سره خپل تړاو ردوي.

په تېر یوه کال کې د محمد الجولاني په مشرۍ دغې اسلامپالې ډلې په خپلو لیکو کې د بدلونونو په راوستو سره هڅه کړې، چې د افغانستان، مصر او پاکستان په ګډون له بېلابېلو هېوادونو څخه خلک جذب کړي.

دې ډلې پخوا هم د ابو زبیر په نوم خپل یو قوماندان ترکیې ته سپارلی و.

په همدې حال کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د اعلامیې له مخې؛ په همدې تور د تحریر الشام کمېټې د رسمي ویاند د نیول کېدو خبرونه خپاره شوي دي.

طالبان په زندانونو کې له بندیانو سره د ناوړه چلند په هکله د یوناما راپور «پروپاګنډ» بولي

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۹ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په زندانونو کې له بندیانو سره د دوی د ناوړه چلند په هکله د یوناما راپور ردوي او «پروپاګنډ» یې بولي. یوناما د چارشنبې په ورځ په خپل تازه راپور کې ویلي، طالبان بندیان د برېښنا کرنډونو، د ساه په بندولو او وهلو سره ربړوي.

خو ذبیح الله مجاهد وايي: «د توقیف خونو او زندانو په ګډون د اسلامي امارت په هیڅ یوه نظامي یا ملکي اداره کې هم د چا د وهلو، ربړولو او ځورولو اجازه نشته.»

ښاغلی مجاهد د یوناما راپور د ناوړه تبلیغاتو برخه بولي او عقده يي چلند بولي او د بندېدو غوښتنه یې کوي. د هغه په خبره، د طالبانو مشر حکم کړی چې له محکمې پرته څوک ووهل یا ونه ځورول شي او د دې ډلې ټولې ادارې د دې حکم په پلي کولو مکلفې دي.

یوناما هم وايي، سره له دې چې د طالبانو مشرتابه د بندیانو او د بشري حقونو د ښه ساتلو او د امنیتي پرسونل د چلند په اړه لارښوونې کوي، خو دا سرغړونې مستندې شوې دي.

یوناما «په افغانستان کې له بندیانو سره د چلند» په نوم راپور کې ویلي، طالبانو په تېرو ۱۹ میاشتو کې تر ۱۶۰۰ ډیرې له بشري حقونو سرغړونې کړې دي.

یوناما وايي، طالبانو د اعتراف اخیستلو لپاره له بندیانو سره د «برقيکرنډونو، سا بندولو، فشار او ګواښونو، په زور د اوبو څښلو، فزیکي وهلو او سختو دردونکو ربړونو» څخه کار اخیستی.

یوناما وايي، د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۳ کال د جولای تر ۳۱په ۲۹ ولایتونو کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سر غړونو پېښې ثبت شوې دي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې په دې سرغړونو کې نږدې ۵۰ سلنه شکنجه او نور چلندونه یا ظالمانه، ناانساني او یا هم د سپکاوي ډکې سزا ګانې شاملې دي.

بایډن د منځنۍ اسیا د هېوادونو ولسمشرانو ته: سیمه ییزې همکارۍ او سوداګري پراخوو

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۳ GMT+۱

د لومړي ځل لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له ولسمشرانو سره لیدلي دي.

جو بایډن تېره ورځ ناوخته د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د تاجکستان، قرغزستان، ترکمنستان، ازبکستان او قزاقستان له ولسمشرانو سره لیدلي دي.

دا لیدنه په داسې مهال کیږي، چې سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې له روسي پلاوي سره د لیدنې هېڅ تصمیم نه لري.

روسیه د یادو پنځو هېوادونو له سترو ملاتړو هېوادونو څخه ګڼل کیږي.

د ای بي سي خبري شبکې د واشنګټن ډي سي څانګې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر دغه ناسته یوه تاریخي ناسته بللې او زیاته کړې یې ده، چې دوی به خپله دغه همکاري لا پسې وغځوي.

هغه وویل: " په داسې حالاتو کې دا ډول لیدنې کتنې اغېزناکه او د نړۍ لپاره ګټورې دي".

د بایډن په خبره، دا ډول ناستې به د نړۍوال تروریزم پر وړاندې په شریکه مبارزه کې ګټورې ثابتې شي او امریکا ژمنه ده، چې په سیمه کې امنیتي ملاتړ پراخ کړي.

نوموړي وویل؛ ټولې خواوې باید د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا لپاره هڅې وکړي او دغه ډول ناستې یو ښه فرصت کېدلی شي.

د امریکا د ولسمشر او منځنۍ اسیا هېوادونو د ولسمشرانو تر منځ دا ناسته په داسې مهال کیږي، چې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو امنیتي اړیکې له روسیې سره اوږده مخینه لري او د اقتصاد څو بعديزې اړیکې یې له چین سره خوندي دي.