• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان په زندانونو کې له بندیانو سره د ناوړه چلند په هکله د یوناما راپور «پروپاګنډ» بولي

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۹ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په زندانونو کې له بندیانو سره د دوی د ناوړه چلند په هکله د یوناما راپور ردوي او «پروپاګنډ» یې بولي. یوناما د چارشنبې په ورځ په خپل تازه راپور کې ویلي، طالبان بندیان د برېښنا کرنډونو، د ساه په بندولو او وهلو سره ربړوي.

خو ذبیح الله مجاهد وايي: «د توقیف خونو او زندانو په ګډون د اسلامي امارت په هیڅ یوه نظامي یا ملکي اداره کې هم د چا د وهلو، ربړولو او ځورولو اجازه نشته.»

ښاغلی مجاهد د یوناما راپور د ناوړه تبلیغاتو برخه بولي او عقده يي چلند بولي او د بندېدو غوښتنه یې کوي. د هغه په خبره، د طالبانو مشر حکم کړی چې له محکمې پرته څوک ووهل یا ونه ځورول شي او د دې ډلې ټولې ادارې د دې حکم په پلي کولو مکلفې دي.

یوناما هم وايي، سره له دې چې د طالبانو مشرتابه د بندیانو او د بشري حقونو د ښه ساتلو او د امنیتي پرسونل د چلند په اړه لارښوونې کوي، خو دا سرغړونې مستندې شوې دي.

یوناما «په افغانستان کې له بندیانو سره د چلند» په نوم راپور کې ویلي، طالبانو په تېرو ۱۹ میاشتو کې تر ۱۶۰۰ ډیرې له بشري حقونو سرغړونې کړې دي.

یوناما وايي، طالبانو د اعتراف اخیستلو لپاره له بندیانو سره د «برقيکرنډونو، سا بندولو، فشار او ګواښونو، په زور د اوبو څښلو، فزیکي وهلو او سختو دردونکو ربړونو» څخه کار اخیستی.

یوناما وايي، د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۳ کال د جولای تر ۳۱په ۲۹ ولایتونو کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سر غړونو پېښې ثبت شوې دي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې په دې سرغړونو کې نږدې ۵۰ سلنه شکنجه او نور چلندونه یا ظالمانه، ناانساني او یا هم د سپکاوي ډکې سزا ګانې شاملې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو او ازبکستان «سرحدي چارواکو د امنیت په تړاو د ګډې همغږۍ» غونډه وکړه

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۰ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزارت وايي، د دې ډلې یوه پلاوي دازبکستان په بلنه پرون د امنیت په تړاو د «ګډې همغږۍ» په غونډه کې ګډون وکړ. دې وزارت خپل اېکس کې لیکلي، دواړو خواوو «د سرحدي ځواکونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، د ګډو پولو ساتلو، د امنیت د ټینګښت او ستونزو په موخه دوه اړخیزې خبرې وکړې.»

طالبان وايي، دې غونډې ته د دې ډلې د الفتح قول اردو پر چارواکو سربېره د بهرنیو چارووزارت د اړیکو رییس او د حیرتان بندر د کمیسارۍ مشر هم ګډون درلود.

طالبانو دا نه دي ویلي چې دا غونډه د ازبکستان په کوم ښار کې جوړه شوې وه او د ازبکستان کومو چارواکو پکې ګډون درلود.

ازبکستان د افغانستان د منځنۍ اسیا تر نورو هېوادونو له طالبانو سره نږدې اړیکې لري. که څه هم تاشکند د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د دې ډلې په واکمنېدو سره یې له افغانستان سره خپله راکړه ورکړه ساتلې ده.

ازبکستان هم د افغانستان د نورو ګاونډیانو په څېر له ګډې پولې د وسلوالو له نفوذ وېرېږي.

د دغه هېواد ولسمشر پرون د ملګرو ملتونو سرمشریزې ته په وینا کې ویلي، چې د افغانستان حالات پر نړیوال امنیت مخامخ اغېز لري.

د شوکت میرضیایف په خبره، خپلو ستونزو ته افغانستان یوازې پرېښودل به لویه تېروتنه وي.

ښاغلي میرضیایف له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان کشالې د حل لپاره سره یو موټی شي.

د ناروې د کډوالو شورا: په افغانستان کې د سیاسي بې ثباتۍ له امله بشري ناورین رامنځته شوی

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۰ GMT+۱

د ناورې د کډوالو شورا د عدالت غوښتنې د برخې مشرې د افغانستان د بشري ناورین په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، چې اوسنی بشري ناورین د افغانستان د سیاسي بې ثباتۍ له امله رامنځته شوی دی.

این بي سي خبري شبکه په خپل یوه خبر کې وايي، چې د ناروې د کډوالو د شورا د عدالت غوښتنې د برخې مشرې بکي روبي دغه څرګندونې د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې کړې دي.

نوموړې زیاتوي، چې پر افغانستان د طالبانو د تېرې دوه کلنې دورې پر مهال په افغانستان کې بشري ناورین رامنځته شوی او هم د دغې ډلې له خوا پر ښځو بې شمېره بندیزونه لګېدلي دي.

روبي وايي، چې افغانستان یوې هر اړخیزې او اوږدمهالې حل لارې ته اړتیا لري او د دغه هېواد ستونزې یوازې د بشري مرستو په زیاتېدو د حل وړ نه دي.

هغې وویل: “ په افغانستان کې پراخ اقتصادي ثبات او پراختیايي مرستو ته شدیده اړتیا لیدل کیږي”.

د روبي په خبره، په افغانستان کې د اقتصادي بنسټونو کمزوري کېدل، د بانکي سکتور خرابېدل، د نړۍوالو مرستو کمېدل او پر دغه هېواد د لا زیاتو بندیزونو لګېدل د دې سبب شوي، چې د افغانانو ستونزې څو چنده زیاتې شي.

نوموړې زیاته کړه:” که څه هم نړۍواله ټولنه د بشري مرستو په برخه کې خپلې هڅې کوي، خو طالبان خپله سخت دریځې پالیسي لا هم عملي کوي”.

د ناروې د کډوالو شورا په افغانستان کې د بشري ناورین خبره په داسې مهال کوي، چې د طالبانو له واک ته رسېدا وروسته ګڼو نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کېدا اندېښنه څرګنده کړې ده.

خو طالبانو بیا په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کېدا مساله یوازې د نړۍوالو سازمانونو تبلیغات ګڼلي او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان له بل هر وخت څخه روڼ اقتصادي پرمخګ کړی دی.

له دې وړاندې په افغانستان کې ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې(اوچا) هم اندېښنه ښودلې وه، که چېرې له افغانستان سره بشري مرستې ونه شي، لرې نه ده چې په دغه هېواد کې یو ګواښوونکی بشري ناورین رامنځته شي.

شیعه عالم عالمي بلخي: د شیعه ګانو په سیمه کې د طالبانو د علماوو شورا جوړول «ناعادلانه» دي

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۰ GMT+۱

د افغانستان د شیعه علماوو د شورا یوه غړي د شیعه سیمو لپاره د علماوو د شوراګانو د جوړولو لپاره د طالبانو د مشر اقدام «ناعادلانه او له انصافه لرې» بللی دی. سید حسین عالمي بلخي په یوه یادښت کې لیکلي، دا ډول کړنې واټن زیاتوي او باید په اړه یې له سره غور وشي.

ښاغلي عالمي بلخي د دغو شوراګانو د جوړېدو د «ناعدالتۍ» په اړه څه ونه ویل، خو ښکاري موخه یې په دغو شوراګانو کې د شیعه علماو په پام کې نه نیول وو.

په دې وروستیو کې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د اوو ولایتونو د شورا ګانو د جوړولو لپاره جلا - جلا فرمانونه صادر کړل.

دا ولایتونه: بامیان، غور، دایکندي، میدان وردګ، نورستان او سرپل دي.

ځینو شیعه عالمانو ویلي، چې د طالبانو د علماوو شورا ټول غړي سني دي.

دغه راز د ځایي رسنيو د راپورونو له مخې؛ د دغو شوراګانو یو غړی هم شيعه نه دی.

ښاغلي بلخي په خپل فیسبوک کې لیکلي: «په دې وروستیو کې د شیخ هبت الله اخوندزاده له خوا اعلان شوې ولایتي شوراګانې غیر عادلانه او له انصافه لرې دي. دا ډول اقدامات واټن زیاتوي او باید له سره پرې غور وشي.»

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د علماو شوراګانې جوړې کړې دي.

د طالبانو د مشر په فرمان کې راغلي: «د اسلامي نظام د پياوړتيا او پرمختګ لپاره له ديني عالمانو سره مشوره کول شرعي خبره ده».

د قطر امیر له طالبانو وغوښتل چې د تېرو تېروتنو له تکرارولو ډډه وکړي

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د قطر امیر له طالبانو وغوښتل، چې د دوحې هوکړې ته دې ژمن پاتې شي او «تېرې تېروتنې» دې نه تکراروي. تمیم بن حمد الثاني ټینګار وکړ، چې د افغانستان خلک په ځانګړې توګه اقلیتونه او ښځې باید له خپلو بشري حقونو لکه د زده کړو او کار له حقونو څخه برخمن شي.

د قطر امیر چې هېواد یې د طالبانو د سیاسي نمایندګۍ او له امریکا سره د دې ډلې د سولې د خبرو کوربه و، ویلي چې دا موضوع یې ځکه یاده کړې، څو په افغانستان کې بشري ناورین نور هم پېچلی نه شي.

هغه دا هم وويل، چې هېواد يې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تر ملاتړ لاندې خبرې اترې غواړي او په افغانستان کې د بشري حقونو په درناوي او زده کړو ته د نجونو پر لاسرسي ټينګار کوي.

د قطر امیر وویل؛ دا اطمینان باید ترلاسه شي، چې د افغانستان خلک د اړتیا وړ نړۍوالو مرستو او ملاتړ ته لاس رسی لري.

د طالبانو او امریکا تر منځ د پټو خبرو د کوربه په توګه قطر په افغانستان کې واک ته د دغې ډلې په راتګ کې مهم رول لوبولی دی.

په داسې حال کې چې د دوحې د هوکړې له مخې طالبانو امریکایي لوري ته ژمنه کړې وه، چې د ښځو او افغان اتباعو حقونو ته به درناوی کوي؛ خو د دوه کلونو په تېرېدو سره لا هم نجونې له زده کړو، کار او په ټولنه کې له راڅرګندېدو بې برخې دي.

د یوناما نوی راپور: طالبان بندیان د برېښنا شاکونو، د ساه په بندولو او وهلو ربړوي

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۲ GMT+۱

ملګري ملتونه د یوه نوي راپور په خپرولو سره وايي، طالبانو په تېرو ۱۹ میاشتو کې تر ۱۶۰۰ ډیرې له بشري حقونو سرغړونې تر سره کړې دي. یوناما دغه راپور «په افغانستان کې له بندیانو سره د چلند» تر سرلیک لاندې خپور کړی دی.

یوناما وايي، طالبانو د اعتراف اخیستلو لپاره له بندیانو سره د «برقی شاکونو، سا بندولو، فشار او ګواښونو، په زور د اوبو څښلو، فزیکي وهلو او سختو دردونکو ربړونو» څخه کار اخیستی.

یوناما دغه راپور د چهار شنبې په ورځ د (وږي ۲۹مه) خپور کړ، او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۲ کال د جنورئ له لومړۍ نیټې څخه د ۲۰۲۳ کال د جولای تر ۳۱ نیټې په ۲۹ ولایتونو کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سر غړونو پېښې ثبتې شوې دي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې په دې سرغړونو کې نږدې ۵۰ سلنه شکنجه او نور چلندونه یا ظالمانه، ناانساني او یا هم د سپکاوي ډکې سزا ګانې شاملې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي ، دغه ربړونې او د ناانس‍اني چلند پېښې تر ډیره د بند پر مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو له لوري تر سره شوې دي.

یوناما وايي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې مدافع وکیلانو ته د لاسرسي نه درلودو تر څنګ د محکمې له ضمانتونو سرغړونه هم یو معمول ګرځېدلی دی.

د یوناما په وینا، سره له دې چې د طالبانو مشرتابه د بندیانو او د بشري حقونو د ښه ساتلو او د امنیتي پرسونل د چلند په اړه لارښوونې کوي، خو دا سرغړونې مستندې شوې دي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنر ولکرترک وايي:« په خصوصي توګه وهل ټکول، د بریښنا شاکونه، په اوبو شکنجه، او ډیری نور ظالمانه او له سپکاوي ډک چلندونه، د بندي شویو کسانو او د هغوی په وړاندې ګواښونه زړه ماتوونکي دي. او په هر ډول حالاتو کې شکنجه کول منع دي.»

هغه ټینګار وکړ دغه راپور ښيي چې شکنجه د اغېزمنې څېړنې پر ځای د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي.

ولکر ترک وایی: « زه له ټولو اړوندو چارواکو څخه غواړم چې د دغه ناوړه چلند د مخنیوي لپاره ځانګړیګام پورته کړي او له عاملینو سره دې يې حساب وشي.»

په دغه راپور کې د طالب جنګیالیو او د دغې ډلې د زندانونو د مسولینو د مسلکي کیدو په بیړنۍ اړتیا ټینګار شوی دی.

یوناما د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د یوه ځواکمن قانوني چوکاټ د رامنځته کولو لپاره ګامونه پورته کړي او د "له اغېزمنې قضايي څارنې پرته د خپلسرو نیونو" د زیاتوالي مخه دې ونیسي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال زیاته کړه چې د هغو کسانو خپلسري او اوږد مهاله بند چې د څېړنو بشپړیدو ته انتظار باسي، له بندیانو سره د ناوړه چلند د زیاتیدو خطر راپیدا کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې رزا اوتنبایوا وايي، که څه هم د طالبانو د مشرتابه د لارښوونو او همدارنګه د یوناما سره د رغنده ښکیلتیا او له زندان څخه د لیدنې اجازه ورکولو لپاره د ډیری طالب چارواکو لیوالتیا او هڅونکي نښې شته، خو دا مستند شوي قضیې د ټولو له لوري د بیړني اقدام اړتیا په ګوته کوي.

یوناما ټینګار کړی چې افغانستان د یوه غړي هېواد په توګه د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو په اړه ډېرو نړیوالو اسنادو ته ژمن دی.

یوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا دنده لري چې د دغو مکلفیتونو پلي کولو ته وده ورکړي او ملاتړ یې هم وکړي.