• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د یوناما نوی راپور: طالبان بندیان د برېښنا شاکونو، د ساه په بندولو او وهلو ربړوي

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۷ GMT+۱

ملګري ملتونه د یوه نوي راپور په خپرولو سره وايي، طالبانو په تېرو ۱۹ میاشتو کې تر ۱۶۰۰ ډیرې له بشري حقونو سرغړونې تر سره کړې دي. یوناما دغه راپور «په افغانستان کې له بندیانو سره د چلند» تر سرلیک لاندې خپور کړی دی.

یوناما وايي، طالبانو د اعتراف اخیستلو لپاره له بندیانو سره د «برقی شاکونو، سا بندولو، فشار او ګواښونو، په زور د اوبو څښلو، فزیکي وهلو او سختو دردونکو ربړونو» څخه کار اخیستی.

یوناما دغه راپور د چهار شنبې په ورځ د (وږي ۲۹مه) خپور کړ، او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۲ کال د جنورئ له لومړۍ نیټې څخه د ۲۰۲۳ کال د جولای تر ۳۱ نیټې په ۲۹ ولایتونو کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سر غړونو پېښې ثبتې شوې دي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې په دې سرغړونو کې نږدې ۵۰ سلنه شکنجه او نور چلندونه یا ظالمانه، ناانساني او یا هم د سپکاوي ډکې سزا ګانې شاملې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي ، دغه ربړونې او د ناانس‍اني چلند پېښې تر ډیره د بند پر مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو له لوري تر سره شوې دي.

یوناما وايي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې مدافع وکیلانو ته د لاسرسي نه درلودو تر څنګ د محکمې له ضمانتونو سرغړونه هم یو معمول ګرځېدلی دی.

د یوناما په وینا، سره له دې چې د طالبانو مشرتابه د بندیانو او د بشري حقونو د ښه ساتلو او د امنیتي پرسونل د چلند په اړه لارښوونې کوي، خو دا سرغړونې مستندې شوې دي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنر ولکرترک وايي:« په خصوصي توګه وهل ټکول، د بریښنا شاکونه، په اوبو شکنجه، او ډیری نور ظالمانه او له سپکاوي ډک چلندونه، د بندي شویو کسانو او د هغوی په وړاندې ګواښونه زړه ماتوونکي دي. او په هر ډول حالاتو کې شکنجه کول منع دي.»

هغه ټینګار وکړ دغه راپور ښيي چې شکنجه د اغېزمنې څېړنې پر ځای د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي.

ولکر ترک وایی: « زه له ټولو اړوندو چارواکو څخه غواړم چې د دغه ناوړه چلند د مخنیوي لپاره ځانګړیګام پورته کړي او له عاملینو سره دې يې حساب وشي.»

په دغه راپور کې د طالب جنګیالیو او د دغې ډلې د زندانونو د مسولینو د مسلکي کیدو په بیړنۍ اړتیا ټینګار شوی دی.

یوناما د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د یوه ځواکمن قانوني چوکاټ د رامنځته کولو لپاره ګامونه پورته کړي او د "له اغېزمنې قضايي څارنې پرته د خپلسرو نیونو" د زیاتوالي مخه دې ونیسي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال زیاته کړه چې د هغو کسانو خپلسري او اوږد مهاله بند چې د څېړنو بشپړیدو ته انتظار باسي، له بندیانو سره د ناوړه چلند د زیاتیدو خطر راپیدا کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې رزا اوتنبایوا وايي، که څه هم د طالبانو د مشرتابه د لارښوونو او همدارنګه د یوناما سره د رغنده ښکیلتیا او له زندان څخه د لیدنې اجازه ورکولو لپاره د ډیری طالب چارواکو لیوالتیا او هڅونکي نښې شته، خو دا مستند شوي قضیې د ټولو له لوري د بیړني اقدام اړتیا په ګوته کوي.

یوناما ټینګار کړی چې افغانستان د یوه غړي هېواد په توګه د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو په اړه ډېرو نړیوالو اسنادو ته ژمن دی.

یوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا دنده لري چې د دغو مکلفیتونو پلي کولو ته وده ورکړي او ملاتړ یې هم وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ازبکستان ولسمشر: خپلو ستونزو ته د افغانستان یوازې پرېښودل به لویه تېروتنه وي

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۲ GMT+۱

د ازبکستان ولسمشر د ملګرو ملتونو سرمشریزه کې وویل، چې خپلو ستونزو ته افغانستان یوازې پرېښودل به لویه تېروتنه وي. شوکت میرضیایف له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان کشالې د حل لپاره سره یو موټی شي. د هغه په خبره، په افغانستان کې هر بدلون پر نړیوال امنیت مخامخ اغېز لري.

د ازبکستان د ولسمشرۍ دفتر د چارشنبې ورځې د اعلامیې له مخې، نوموړي خپلو خبرو کې وویل: «اوس چې افغانستان له نوي حالت سره مخ دی، د کړکېچ د اواري لپاره یې بې سارې هڅې پکار دي.»

ازبکستان هم په هغو څو هېوادونو کې دی چې د طالبانو سره اړیکي ساتي او هم یې په اقتصادي برخه کې ور سره همکاري پراخه کړې ده، خو د منځنۍ اسیا او نورو ګاونډیو هېوادونو په څېر تاشکند هم له افغانستانه خپلې خاورې ته د وسلوالو د نفوذ اندېښنه لري.

شوکت میرضیایف له طالبانو سره د نړیوال تعامل په باور دی او ملگرو ملتونو ته په خپله وینا کې یې ویلي: «افغانستان له پامه غورځول، منزوي کول او بندیزونه پرې لګول یوازې د عادي افغانانو مشکلات زیاتوي. موږ په دې باور یو چې له افغانستان سره انساني یا بشري مرستې باید کمې نه شي.»

نوموړي د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، د افغان ټولنې د سختو ستونزو په ځوابولو کې دې د دې پیسو د لګولو لپاره ځانګړی میکانیزم جوړ شي.

د طالبانو په واکمنېدو سره د افغانستان نږدې اوه میلیارده ډالره شتمني په امریکا کې کنګل شوه، خو وروسته یې نیمايي په سویس کې یوه بانک ته ولېږدول شوه، اما د کارېدو اجازه یې نشته.

د کابل_جلال اباد د لارې بندېدل او د خلکو لالهاندي

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۳ GMT+۱

د کابل جلال اباد پر لویه لاره تلونکي مساپر وایي، چې مساپرو او بار وړونکو لاریو ته پر دغې لارې ستونزې زیاتې شوې او وایي، چې د دغو دوو ولایتونو تر منځ پر غځېدلې نوې لارې باید ژر تر ژره کار پيل شي.

دغه لار د یکشنبې په ورځ د ماهیپر سیمه کې د غره د ښوېدو له امله تړل شوې ده.‌ که څه هم دا مهال د اصلي لارې تر څنګ یوه بله فرعي لاره هم جوړه شوې؛ خو موټر چلونکي وایي، چې لا هم هلته د غره د ښوېیدو شونتیا شته او خوندي نه‌ده.
پر دغه لاره تلونکي مساپر وایي، چې د کابل_ جلال اباد تر منځ دویمه لاره چې د ننګرهار له سره رود، خوګیاڼيو او حصارک ولسوالیو څخه تېرېږي، په جمهوریت کې د ناامنیو له امله نیمګړې پاتې شوې؛ خو اوس باید د دغې لارې د جوړېدو لپاره د طالبانو حکومت لاس په کار شي.
له هغې ورځې چې دغه لاره بنده شوې د نوي فرعي سړک په جوړېدو سره یوازې واړه موټر کولای شي، چې د ګواښونو په منلو سره پرې تګ راتګ وکړي؛ خو د بار وړونکو موټرو لپاره لا هم اجازه نه ورکول کېږي‌، چې پر دغې فرعي‌ لارې تګ راتګ وکړي.
طالبانو له لارۍ موټرو غوښتي، تر هغې چې د ماهیپر لار په بشپړه توګه نه وي پرانیستل شوي، باور وړونکي موټر دې د کاپیسا او لته بند له لارو کار واخلي، چې هغه لارې هم خورا کندې کپر او له ستونزو ‌‌‌‌‌‌ډکې دي.


د کابل- جلال اباد لویه لاره چې د افغانستان تر ټولو ستره ترانزیټي لاره ده، هره ورځ په زرګونه مساپر او بار وړونکي موټر پرې تګ راتګ کوي، چې د تېرو څو ورځو راهیسې یې هم مساپرو او هم د ټرانزیټي توکو د لېږد په چاره کې زیاتې ستونزې زېږولي دي.

یو شمېر مساپرو د ټيلیفون په لیکه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې،‌ ګڼ شمېر مساپر له بند شوي سړک یوې او بلې خوا ته پلي روان او د سختو ستونزو په ګاللو سره ځانونه منزل مقصود ته رسوي.

دغو مساپرو دا رنګه ادعا وکړه، لا هم له غره څخه ‌‌‌‌‌‌ډبرې راښووییږي چې دا د تلونکو مساپرو لپاره خطرناکه چاره ده.

د کابل او جلال اباد ترمنځ دویمه لاره چې د ننګرهار له سره رود، خوګیاڼيو او حصارک له ولسوالیو تېرېږي، په جمهوریت کې د ناامنیو له امله نیمګړې پاتې شوه.

ډېری مساپر په دې باور دي، چې د دغه ډول ستونزو د مخنېوي لپاره تر ټولو غوره دا ده چې د کابل- جلال اباد ترمنځ دویمه لاره ژر تر ژره بشپړه شي، چې هم د ټرانزیټ او هم د مساپرو لپاره اسانتیاوې برابرې شي.

د روسیې او ایران پوځي چارواکو د افغانستان، سوریې او قره‌باغ په اړه خبرې اترې وکړې

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۴۵ GMT+۱

د روسیې د دفاع وزیر سرگي شایگو او د ایران د وسله‌وال پوځ لوی درستیز محمد باقري د دوه اړخیزو پوځي همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې. د هغوی د خبرو اترو یوه برخه د افغانستان، سوریې او د قره‌باغ د جنجالي سیمې مسلو ته ځانګړې شوې وه.

د روسیې د دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې سرگي شایگو ایراني چارواکو ته ویلي« لا ډېرې موضوعګانې شته، چې نن او سبا به پرې خبرې وکړي.»


ښاغلي شایگو زیاته کړې:« دا ښوونیزې مسلې، د تجربو شریکول، د پلاوي سفرونه او ګډ سمندري تمرینونه دي.»

د روسیې د دفاع وزارت د سه شنبې په مازیګر د (وږي ۲۸مه) د یوه پلاوي سره تهران ته ولاړ.


هغه تر رسېدو وروسته له محمد باقري سره په لیدنه کې ویلي: «دغه فرصت لرو، چې د دوه اړخیزو پوځي همکاریو په اړه په تفصیل سره وغږېږو. البته په دې کې سوریه او افغانستان هم شامل دي او هغه څه چې نن ورځ ستاسو په شمالي ګاونډي ناګورنو قره‌باغ او ارمنستان کې پېښېږي.»


روسي او ایراني چارواکو په تېرو دوو کلونو کې په وار، وار خبرداری ورکړی، چې د داعش ځواکونه له سوریې افغانستان ته تللي دي.

ازادۍ جبهه: په پلخمري کې مو د " قوماندان ملا ګلالي" په ګډون ۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۶ GMT+۱

د ازادۍ جبهه ادعا کوي، چې د بغلان په پلخمري ښار کې یې په یوه چریکي برید کې د طالبانو د مشهور ځايي قوماندان ملا ګلالي په ګډون ۳ وسلوال طالبان وژلي او دوه نور ټپیان دي.

دغې جبهې نن سې شنبه (د وږي ۲۸مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې نن ماښام مهال یې په پلخمري ښار کې د طالبانو د ځايي قوماندان ملا ګلالی چې په ابوذر مشهور و له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای وژلی او د دوی دوه نور ملګري یې ټپیان کړي دي.

یاده جبهه زیاتوي، چې ملا ګلالي په یاد ولایت کې یو شمېر عام وګړي له ازادۍ جبهې سره د اړیکو په تور ځورولي وو.

دغې جبهې یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې د طالبانو یوه رینجر موټر ښکاري او له څو شېبو وروسته پرې برید کیږي.

تر اوسه د دغې پېښې په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل په ځانګړې توګه نه شي کولی، چې د ازادۍ جبهې د دغې ادعا تایید وکړي، خو په وروستیو کې د طالبانو ضد یو شمېر ډلو بریدونه ښيي، چې د دوی فعالیت چټک شوی دی.

طالبانو ته یوه نېږدې سرچینه: په پاکستان کې د افغانستان پر سفارت ډزې شوې دي

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۵ GMT+۱

په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې طالبانو ته یوې نېږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې یوه وسله وال د سې شنبې په ماسپښین د افغانستان د سفارت پر یوه ساتونکي ډزې کړې دي.

دغه باوري سرچینه وايي، چې د سفارت ساتونکی سخت ټپي شوی دی.

د برید کوونکي هویت او د ټپي شوي ساتونکي حالت لا هم معلوم نه دی.

دغه سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو سفیر د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د پېښې په اړه معلومات ورکړي دي. د پاکستان حکومت تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل دی چې په اسلام اباد کې د افغانستان پر سفارت د نامعلومو کسانو له خوا ډزې کيږي.