• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کابل_جلال اباد د لارې بندېدل او د خلکو لالهاندي

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۱ GMT+۱

د کابل جلال اباد پر لویه لاره تلونکي مساپر وایي، چې مساپرو او بار وړونکو لاریو ته پر دغې لارې ستونزې زیاتې شوې او وایي، چې د دغو دوو ولایتونو تر منځ پر غځېدلې نوې لارې باید ژر تر ژره کار پيل شي.

دغه لار د یکشنبې په ورځ د ماهیپر سیمه کې د غره د ښوېدو له امله تړل شوې ده.‌ که څه هم دا مهال د اصلي لارې تر څنګ یوه بله فرعي لاره هم جوړه شوې؛ خو موټر چلونکي وایي، چې لا هم هلته د غره د ښوېیدو شونتیا شته او خوندي نه‌ده.
پر دغه لاره تلونکي مساپر وایي، چې د کابل_ جلال اباد تر منځ دویمه لاره چې د ننګرهار له سره رود، خوګیاڼيو او حصارک ولسوالیو څخه تېرېږي، په جمهوریت کې د ناامنیو له امله نیمګړې پاتې شوې؛ خو اوس باید د دغې لارې د جوړېدو لپاره د طالبانو حکومت لاس په کار شي.
له هغې ورځې چې دغه لاره بنده شوې د نوي فرعي سړک په جوړېدو سره یوازې واړه موټر کولای شي، چې د ګواښونو په منلو سره پرې تګ راتګ وکړي؛ خو د بار وړونکو موټرو لپاره لا هم اجازه نه ورکول کېږي‌، چې پر دغې فرعي‌ لارې تګ راتګ وکړي.
طالبانو له لارۍ موټرو غوښتي، تر هغې چې د ماهیپر لار په بشپړه توګه نه وي پرانیستل شوي، باور وړونکي موټر دې د کاپیسا او لته بند له لارو کار واخلي، چې هغه لارې هم خورا کندې کپر او له ستونزو ‌‌‌‌‌‌ډکې دي.


د کابل- جلال اباد لویه لاره چې د افغانستان تر ټولو ستره ترانزیټي لاره ده، هره ورځ په زرګونه مساپر او بار وړونکي موټر پرې تګ راتګ کوي، چې د تېرو څو ورځو راهیسې یې هم مساپرو او هم د ټرانزیټي توکو د لېږد په چاره کې زیاتې ستونزې زېږولي دي.

یو شمېر مساپرو د ټيلیفون په لیکه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې،‌ ګڼ شمېر مساپر له بند شوي سړک یوې او بلې خوا ته پلي روان او د سختو ستونزو په ګاللو سره ځانونه منزل مقصود ته رسوي.

دغو مساپرو دا رنګه ادعا وکړه، لا هم له غره څخه ‌‌‌‌‌‌ډبرې راښووییږي چې دا د تلونکو مساپرو لپاره خطرناکه چاره ده.

د کابل او جلال اباد ترمنځ دویمه لاره چې د ننګرهار له سره رود، خوګیاڼيو او حصارک له ولسوالیو تېرېږي، په جمهوریت کې د ناامنیو له امله نیمګړې پاتې شوه.

ډېری مساپر په دې باور دي، چې د دغه ډول ستونزو د مخنېوي لپاره تر ټولو غوره دا ده چې د کابل- جلال اباد ترمنځ دویمه لاره ژر تر ژره بشپړه شي، چې هم د ټرانزیټ او هم د مساپرو لپاره اسانتیاوې برابرې شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د روسیې او ایران پوځي چارواکو د افغانستان، سوریې او قره‌باغ په اړه خبرې اترې وکړې

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۴۵ GMT+۱

د روسیې د دفاع وزیر سرگي شایگو او د ایران د وسله‌وال پوځ لوی درستیز محمد باقري د دوه اړخیزو پوځي همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې. د هغوی د خبرو اترو یوه برخه د افغانستان، سوریې او د قره‌باغ د جنجالي سیمې مسلو ته ځانګړې شوې وه.

د روسیې د دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې سرگي شایگو ایراني چارواکو ته ویلي« لا ډېرې موضوعګانې شته، چې نن او سبا به پرې خبرې وکړي.»


ښاغلي شایگو زیاته کړې:« دا ښوونیزې مسلې، د تجربو شریکول، د پلاوي سفرونه او ګډ سمندري تمرینونه دي.»

د روسیې د دفاع وزارت د سه شنبې په مازیګر د (وږي ۲۸مه) د یوه پلاوي سره تهران ته ولاړ.


هغه تر رسېدو وروسته له محمد باقري سره په لیدنه کې ویلي: «دغه فرصت لرو، چې د دوه اړخیزو پوځي همکاریو په اړه په تفصیل سره وغږېږو. البته په دې کې سوریه او افغانستان هم شامل دي او هغه څه چې نن ورځ ستاسو په شمالي ګاونډي ناګورنو قره‌باغ او ارمنستان کې پېښېږي.»


روسي او ایراني چارواکو په تېرو دوو کلونو کې په وار، وار خبرداری ورکړی، چې د داعش ځواکونه له سوریې افغانستان ته تللي دي.

ازادۍ جبهه: په پلخمري کې مو د " قوماندان ملا ګلالي" په ګډون ۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۶ GMT+۱

د ازادۍ جبهه ادعا کوي، چې د بغلان په پلخمري ښار کې یې په یوه چریکي برید کې د طالبانو د مشهور ځايي قوماندان ملا ګلالي په ګډون ۳ وسلوال طالبان وژلي او دوه نور ټپیان دي.

دغې جبهې نن سې شنبه (د وږي ۲۸مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې نن ماښام مهال یې په پلخمري ښار کې د طالبانو د ځايي قوماندان ملا ګلالی چې په ابوذر مشهور و له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای وژلی او د دوی دوه نور ملګري یې ټپیان کړي دي.

یاده جبهه زیاتوي، چې ملا ګلالي په یاد ولایت کې یو شمېر عام وګړي له ازادۍ جبهې سره د اړیکو په تور ځورولي وو.

دغې جبهې یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې د طالبانو یوه رینجر موټر ښکاري او له څو شېبو وروسته پرې برید کیږي.

تر اوسه د دغې پېښې په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل په ځانګړې توګه نه شي کولی، چې د ازادۍ جبهې د دغې ادعا تایید وکړي، خو په وروستیو کې د طالبانو ضد یو شمېر ډلو بریدونه ښيي، چې د دوی فعالیت چټک شوی دی.

طالبانو ته یوه نېږدې سرچینه: په پاکستان کې د افغانستان پر سفارت ډزې شوې دي

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۵ GMT+۱

په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې طالبانو ته یوې نېږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې یوه وسله وال د سې شنبې په ماسپښین د افغانستان د سفارت پر یوه ساتونکي ډزې کړې دي.

دغه باوري سرچینه وايي، چې د سفارت ساتونکی سخت ټپي شوی دی.

د برید کوونکي هویت او د ټپي شوي ساتونکي حالت لا هم معلوم نه دی.

دغه سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو سفیر د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د پېښې په اړه معلومات ورکړي دي. د پاکستان حکومت تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل دی چې په اسلام اباد کې د افغانستان پر سفارت د نامعلومو کسانو له خوا ډزې کيږي.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د مېندو د مړینې کچه لوړه ده

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه راپور کې ویلي، چې افغانستان د نړۍ په کچه د مېندو او ماشومانو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري، چې په هرو سلو زرو زیږونونو کې ۶۹۹ مړینې لري.

اوچا وايي، چې افغانستان د روغتيايي خدمتونو په برخه کې زياتو ښځينه کارکوونکو ته اړتيا لري.

دغه سازمان د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) د افغانستان په روغتیايي سیستم کې د ننګونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

دغه سازمان د افغانستان په لرو پرتو ښارونو او کلیو کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت، د طبي وسایلو کمښت، څلور لسیزې جګړې، په روغتیايي سیستم کې د پانګونې نشتوالی او د مالي سرچینو نشتوالی په ګوته کړي دي.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه اداره وايي، چې د مېندو او ماشومانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی او کیفیت ټیټ شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیمه ییزې روغتیا د څارنې مشره ډاکتره سحر وايي: "د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته د دغه هېواد د عامې روغتیا سیستم تقریباً له منځه تللی و."

هغې اوچا وویل:”که افغانستان غواړي چې د عامې روغتیا ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی زیات کړي، نو لا زیاتو ښځینه روغتیايي متخصصینو ته اړتیا لري”.

اغلې سحر د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته د سلګونو ښځینه طبي او روغتیايي متخصصینو د هېواد پرېښودل د افغانستان پر روغتیايي سیستم د هغوی د اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

طالبانو د سږني کال د کانکور په ازموینه کې د ښځینه محصلینو د ګډون مخه نیولې او له همدې امله به په راتلونکو څو کلونو کې ښځینه ډاکټرانې او نرسانې د افغانستان له پوهنتونونو څخه فارغې نه شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي: د افغانو ښځو او نجونو حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کیږي

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي د سې شنبې په ورځ د دغه سازمان په عمومي غونډه کې وویل، چې طالبانو په سیستماتیک ډول په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړې دي.

انټونیو ګوتریش همداراز زیاته کړه، چې د افغانستان ۷۰ سلنه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپله وينا؛ کې له هېوادونو وغوښتل چې د افرادو د بنسټيزو حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړۍوال منشور رعايت کړي.

ښاغلي ګوتریش وویل: «له بده مرغه په ​​دې برخه کې لازم پرمختګ نه دی شوی».

د هغه په ​​وينا؛ لا هم په بېلابېلو هېوادونو کې ډېرې ښځې د معاش، حقونو او مساوي سياسي مشارکت له پلوه تر نارينه و وروسته پاتې دي.

انټونیو ګوتریش ویلي، د ښځو حقونه او ازادۍ له ګواښ سره مخ دي.

هغه وويل: "په ځينو هېوادونو کې ښځې د زياتو جامو اغوستلو او په ځينو هېوادونو کې د نیمه جامې اغوستلو له امله مجازات کېږي."

هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: «موږ باید په یاد ولرو، چې جنسیتي برابري ستونزه نه ده، بلکې د ستونزې د حل لاره ده. جنسي برابري د ښځو لپاره احسان نه دی، بلکې زموږ د بریا او سوکالۍ لپاره یو شرط دی.»

د هغه په ​​​​وینا؛ د بشري حقونو د نړۍوال منشور له خپرېدو 75 کاله وروسته "موږ لا تر اوسه خپل ټول اهداف نه دي ترلاسه کړي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، په نړۍ کې تر یو نیم ملیارد زیات خلک په فقر کې ژوند کوي.

د هغه په ​​وينا؛ په ځينو هېوادونو کې توکميز او نژادي تبعيض قانوني دى.

ښاغلي ګوتریش دا هم وویل، چې په ځینو مواردو کې په هېوادونو کې د کډوالو مخ "بد او منفي" ښودل شوی دی. سربیره پردې، هغه وویل؛ غیرقانوني بند او د مرګ سزا لاهم په نړۍ کې "پراخه" ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له هېوادونو وغوښتل چې بشري حقونه او بشري کرامت د خپلو اقتصادي، ټولنیزو او کډوالۍ پالیسيو په مرکز کې وساتي.

د مصنوعي استخباراتو خطرونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په لومړۍ ورځ د مصنوعي استخباراتو د ټکنالوژۍ له امله رامنځته شوي خطرونه او ګواښونه په ګوته کړل.

انټونیو ګوتریش نړۍ ته د نوې ټېکنالوژۍ لخوا رامنځته شوي ګواښونو ته د ځواب ویلو غوښتنه وکړه.

هغه خبرداری ورکړ چې دا ټېکنالوژي ممکن په ډېری قضیو کې ګټورې وي؛ مګر په نورو برخو کې ښايي ستونزې پېښې کړي.

هغه مصنوعي ذکاوت ته په اشارې سره وویل: "ډېر تخنیکي خطرونه به په راتلونکي کې پېښ نه شي، مګر موږ اوس ورسره مخ یو."

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په وینا؛ په ټولنیزو شبکو او نورو ډیجیټل شبکو کې د جعلي خبرونو او کرکې ډک بیانونه په بې ساري سرعت سره پراخیږي.

ښاغلي ګوتریش وویل: "هغه ټېکنالوژي چې موږ یې لرو [د دې ستونزې لپاره] د حل موندلو اوږده لاره ده." موږ باید ژر تر ژره عمل پرې وکړو."

نوموړي ټینګار وکړ، چې نوې ټېکنالوژي د کنټرول نويو ډولونو ته اړتیا لري. هغه له هېوادونو وغوښتل، چې د شرايطو د زياتوالي او د دغو تخنيکونو د زيانونو د کمولو په برخه کې همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي رسمي غونډه د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) پیل شوه. په دې غونډه کې د نړۍ یو شمېر مشرانو ویناوې وکړې.