د خیبر پښتونخوا صوابۍ ولسوالۍ کې اوبو ته د لوېدو له امله څلور تنه افغانان مړه شوي

د صوابۍ ولسوالۍ د ژغورنې ډلې د بیړنیو پيښو افسر رفیع الله ويلي له دغې پيښې وروسته سملاسي سیمې ته د دوی ډله رسیدلې او کار يې پيل کړی و. پېښه پرون ناوخته اوبو ته د یوې تنکۍ پیغلې د غورځيدلو له امله د افغان ګډوالو په يوه کلي کې رامنځته شوې.