د ایران او تاجکستان ولسمشرانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر شتون اندېښنه څرګنده کړه

د ایران او تاجکستان ولسمشرانو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د کلنۍ ناستې په څنډو کې په نیویارک کې سره لیدلي. ابراهیم رییسي او امام علي رحمان په دغې لیدنه کې « په افغانستان کې د ترهګرو پر حضور او فعالیت» اندېښنه څرګنده کړې.