پولنډ اوکراین ته د وسلو د نه ورکولو د خبرداري ترڅنګ، د دغه هېواد سفیر هم احضار کړ
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پولنډ او اوکراین ترمنځ د کړکېچ په زیاتېدو سره پولنډ د سه شنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د ولادیمیر زیلینسکي د څرګندونو له امله د اوکراین سفیر احضار کړ.
ښاغلي زیلینسکي د ملګرو ملتونو په ۷۸مه عمومي غونډه کې د وینا پرمهال ویلي و، چې ځیني هېوادونه ظاهرا داسې ښیي، چې له اوکراین سره ولاړ دي.
د زیلینسکي له دغو څرګندونو وروسته، پولنډ دغه هېواد ته د وسلو د نه ورکولو خبر هم ورکړ.
د غلو دانو پر سر د ډیپلوماټیکو شخړو په راپورته کېدو سره، پولنډ چې د اوکرایین یو له نږدې متحدینو څخه دی وویل، چې نور به دې هېواد ته وسلې نه استوي.
د پولنډ لومړي وزیر ویلي، چې دی به د دې پر ځای ځان په عصري وسلو سمبال کړي.
ورشو د ولادیمیر زیلینسکي دغه خبرې "له پولنډ سره په تړاو کې چې د جګړې له لومړیو ورځو راهیسې یې د اوکراین ملاتړ کړی، غیر عادلانه بولي."
د پولنډ لومړي وزیر ماتیوش موراویتسکي د دواړو هېوادونو ترمنځ د غلو د وارداتو په سر د ګړندي کړکېچ په اړه یوه ورځ وروسته د چهارشنبې په ورځ په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل، چې هېواد به یې نور اوکراین ته وسلې ونه لېږي.
تر دې مخکې د پولنډ د دفاع وزارت اعلان کړی و، چې دغه هېواد د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې له کییف سره ۳.۳۱ میلیارده ډالره پوځي مرسته کړې ده.
د غلې دانې لانجه وروسته له هغه پیل شوه، چې روسیې په اوکراین باندې په پراخه توګه یرغل وکړ، چې په حقیقت کې د تورې بحیرې ټولې لویې لارې وتړل شوې او اوکراین یې اړ کړ، چې بدیلې ځمکنۍ لارې ومومي.
دا د دې لامل شو، چې ډېری غلې دانې مرکزي اروپا ته لاړې شي.