طالبان: د ایران د سفارت مرستیال ویلي دا هېواد د افغانستان د مخالفینو لپاره خوندي ځای نه دی

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال حسن مرتضوي د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو له وزیر نور محمد ثاقب سره ليدلي دي.

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال حسن مرتضوي د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو له وزیر نور محمد ثاقب سره ليدلي دي.
د طالبانو د ارشاد حج او اوقافو وزارت د خبرپاڼې له مخې، حسن مرتضوي په دې غونډه کې وویل، چې ایران د افغانستان د مخالفینو لپاره خوندي ځای نه دی.
د ایران اسلامي جمهوریت تر اوسه د دغې غونډې د جزییاتو په اړه، چې د چهارشنبې په ورځ (د وږي۲۹مه) ترسره شوه؛ څه نه دي ویلي.
خو په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت پر اېکس ټولنیزې شبکې (ټوېټر) لیکلي؛ په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ «په فرهنګي، دیني او قراني برخو کې د همکاریو د کچې د لوړولو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.»
وروسته له دې، چې طالبان پر افغانستان واکمن شول د پخواني افغان حکومت یو شمېر سرتېري او چارواکي ایران ته ولاړل.
په ۱۴۰۰لمریز کال کې د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود ایران ته ولاړ او د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو او د بهرنیو چارو له وزیر سره یې لیدنه او خبرې اترې وکړې.
د ایران دبهرنيو چارو وزارت هغه وخت کې اعلان وکړ، چې دغه سفرونه تل په عادي ډول او دکابل په خبرتيا ترسره کيږي .
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي: «له نېکه مرغه د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ښه همغږي رامنځته شوې ده.»
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ حسن مرتضوي د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ته بلنه ورکړې چې په ایران کې د اسلامي وحدت په ۳۷م کنفرانس کې ګډون وکړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير د پاکستان له ځانګړي استازي سره په کتنه کې ويلي دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ موجودې « امنيتي ستونزې» بايد د ګډو کمېټو له لارې حل شي او د سياسي او امنيتي دلايلو پر بنسټ بايد بندرونه ونه تړل شي.
د پاکستان حکومت وړاندې ويلي وو، چې پاکستاني طالبان له افغانستان څخه د دغه هېواد پر ځواکونو بريدونه کوي.
پاکستان د پاکستاني طالبانو د بريدونو زياتوالی په افغانستان کې د هغوی د کړنو ازادي ګڼي.
د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د تورخم دروازې له خلاصېدو څخه يوه اونۍ وروسته د پنجشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړ.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په خبر پانه کې ويل شوي دي، چې دواړو لوريو پر امنيتي مسالو سر بيره د پاکستان په زندانونو کې له نيول شويو افغان کډوالو سره د ناسم چلند، د افغانستان د سبزيجاتو او تازه ميوو د صادراتو او د افغان سوداګرو د ترانزيتي توکو د صادرولو لپاره د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړي دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې؛ امیرخان متقي ويلي دي، چې افغانستان او پاکستان بايد له هغو خبرو ډډه وکړي چې کولای شي د دواړو خواوو ترمنځ د واټن د زياتوالي سبب شي.
ښاغلي متقي يو ځل بيا ټينګار کړی دی، چې د ګاونډيو او د سيمې هېوادونو پر وړاندې د طالبانو سياست په ښه نيت او اخلاص ولاړ دی او هيچا ته د دې اجازه نه ورکوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې خرابې کړي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په خبر پانه کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني څخه په نقل کولو راغلي دي، چې نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په بندرونو کې د رامنځته شويو ستونزو په اړه ويلي دي، چې دوی به په دې اړه حل لارې وړاندې کړي.
همداراز په دې خبرپانه کې راغلي دي، چې پاکستان به افغان زده کړيالانو ته د تحصيلي بورسونو لړۍ له سره پيل کړي.

په پاکستان کې افغان کډوال محمد حسن زمری د طالبانو له خوا پر موسیقۍ بندیز ته په اشارې سره وايي، چې تر اوسه یې د افغانستان د لرغونې موسیقۍ له زرو زیاتې سندرې ثبت کړې دي.
ګارډین راپور ورکړی، چې دا کار د طالبانو د کلتوري تخریب د خنثی کولو یوه نایابه هڅه ده.
زمری هیله لري، چې یوه ورځ د افغانستان له ۱۰۰۰ څخه د ډېرو نادرو او پخوانیو سندرو او موسیقۍ سندریزه ټولګه په بېلابېلو سبکونو ډیجیټل کړي.
هغه د موسیقۍ او هنر په اړه د طالبانو بندیز ته په اشارې سره ګارډین ورځپاڼې ته وویل، چې د هغه هدف دا دی چې د افغانستان هغه لرغونې موسیقي چې د طالبانو له دواړو دورو وړاندې هم موجوده وه وساتي.
طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته موسیقي "حرامه" وګڼله او حتا جرم یې اعلان کړه.
څه موده وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د کابل په ګډون یې په یو شمېر ولایتونو کې د موسیقۍ ځینې الات مات کړي دي.
دغه وزارت ویلي، چې دوی دغه کار د شریعت د اصولو له مخې کړی دی.
ښاغلی زمری پر افغانستان د شوروي د یرغل پر مهال پاکستان ته ولاړ او د جګړې له پای ته رسېدو څو کاله وروسته بېرته خپل وطن ته ستون شو.
هغه په ۱۹۹۶ (د طالبانو لومړۍ واکمنۍ) کې یو ځل بیا افغانستان پرېښود او له هغه وخت راهیسې یې د ثبت سټوډیو او ټلویزیون د ترمیمځای جوړ کړ او د افغاني موسیقۍ یوه درنه ټولګه یې ثبت کړې ده.
د هغه په سندریزه ټولګه کې د افغانستان د مشهورو موسیقارانو سندرې او موسیقي شامله ده، چې پکې استاد منور، استادناشناس، تاج محمد او د زاړه افغانستان یو شمېر نورو موسیقاران شامل دي.
هغه ګارډین ته وویل، "ما پخپله د هغو ډېرو سندرغاړو ثبت کړی، چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې افغانستان پرېښی او یا پېښور ته راغلي، دا د کډوالو او موسیقارانو لپاره یو ښه مرکز دی."
زمري د هغو موسیقارانو او سندرغاړو یادونه وکړه، چې د طالبانو له خوا د بندیز له امله له افغانستانه وتلي وو.
هغه د "طلايي دور" یادونه وکړه، کله چې افغانانو په آزاده توګه د موسیقۍ او هنر څخه خوند اخیست.
زمری اندېښمن دی، چې نننی نسل د افغاني موسيقۍ د تېر په اړه څه نه پېژني.
هغه د خپلو ماشومانو په اړه وايي، چې د نورو ډېرو ځوانانو په څېر د افغانستان له دوديزې او لرغونې موسيقۍ سره ډېره مينه نه لري.
هغه وويل: "هغه خلک چې د پخوانۍ موسیقي د اخیستو لپاره راځي، دا هغه خلک دي، چې يا يې دا سندرې اورېدلې وي او يا یې په هغه زمانه کې ژوند کړی وي”.
زمری وايي، چې د دغو سندرو او موسیقۍ ځینې برخې د سولې پر اهمیت او د جګړې پر زیانونو متمرکزې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له بندیانو سره د شکنجې او ناوړه چلند په اړه د یوناما راپور په ردولو سره وايي؛ په هر ښار کې پوځي محکمې شته چې د چارواکو د ناوړه چلند په اړه د خلکو شکایتونه اوري. دغه وزارت ادعا کوي، چې د بندیانو ټول حقوق او انساني کرامت خوندي دی.
ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) د یوه راپور په خپرولو سره اعلان وکړ، چې طالبانو په ۱۹ میاشتو کې تر ۱۶۰۰ ډېر له بشري حقونو سرغړونې کړي.
د یوناما په وینا؛ طالبانو د اعترافاتو د ترلاسه کولو لپاره بندیان د «برقی شاکونو، ساه اخیستو، فشار او ګواښونو، اوبو څښلو، فزیکي ځورونه، درد او رنځ» سره ځورولي دي.
خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۳۰مه) د ملګرو ملتونو راپور رد کړ او لیکلي یې دي، چې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله د حکم له مخې هیڅوک حق نه لري چې د بندیانو پر انساني کرامتو برید او د هغوی حقونه تر پښو لاندې کړي.
خو یوناما په خپل نوي راپور کې وايي؛ سره له دې چې د طالبانو مشرتابه د بندیانو د حقونو د ښه خوندیتوب او د امنیتي منسوبینو د چلند د تنظیم لپاره لارښوونې کړي، خو د سرغړونو دغه قضیې مستندې شوې دي.
یوناما د طالبانو له چارواکو وغوښتل، چې د یوه قوي حقوقي چوکاټ د رامنځته کولو لپاره دې ګامونه پورته کړي او له اغېزناکې قضايي څارنې پرته د خپلسرې نیونې د زیاتوالي مخه دې ونیسي.
په ځواب کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه وزارت دا ډول شکایتونه اوري او په هر ښار کې پوځي محکمې هم دغه شکایتونه څیړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي؛ هېڅ چارواکی نه شي کولی د محکمې له اجازې پرته د هېواد په زندانونو کې یوه تورن ته سزا ورکړي.
طالبان په داسې حال کې د محکمې د صلاحیت په اړه وايي، چې په افغانستان کې د دغې ډلې له کنټرول وروسته، عدلي او قضايي ارګانونه د قانون له چوکاټه وتلي او د دې ډلې له خوا د شریعت پر بنسټ کار کوي.
تر دې مخکې د «رواداري» په نوم د بشري حقونو یوې ادارې په خپل یوه راپور کې د طالبانو په محکمو کې له ښاریانو سره د تبعیضي چلند، ځورونې او وېرولو ډېرې پېښې یادې کړې دي.

د ارزګان ولایت ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو له پلار او زوی څخه سرونه غوڅ کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ حاجي حسن او د هغه زوى علي خان د چهارشنبې په ورځ (د وږي په ۲۹مه) په بې رحمانه ډول سرونه غوڅ کړل شوي او جسدونه يې د پنجشنبې په ورځ خاورو ته سپارل شوي دي.
دغو سرچینو ویلي، چې وژل شوي کسان هزاره ګان او د خاص ارزګان ولسوالۍ د جویې نو سیمې اوسېدونکي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ د دې ولسوالۍ په تنګي سبزچوب سيمه کې هغه مهال د دغو کسانو سرونه په چاقو پرې شوي، چې بازار ته يې وچه مېوه وړله.
افغانستان انټرنشنل ته ورکړل شوي انځورونه ښيي، چې د دغو دوو کسانو جسدونه په وینو لړلي دي. سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې دواړه جسدونو «په چاقو پرې پرې» دي.
یوه ویډیو چې موږ ته را رسېدلې ښيي، چې ځايي اوسېدونکي یې جسدونه خاورو ته سپاري.
د دې سیمې اوسېدونکي وايي؛ وروسته له هغه چې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل، د دې سیمې لږ تر لږه ۱۷ اوسېدونکي چې ټول هزاره ګان او عام وګړي دي، په «منظم ډول» وژل شوي دي.
دغو سرچينو وويل، چې د دغو دوو تنو د خښولو په مراسمو کې يو شمېر طالبانو ګډون کړى و او له ځایي خلکو یې د عاملینو په موندلو کې همکاري غوښتې.
د ارزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکو ته د طالبانو ځايي چارواکو ويلي دي، چې دا ډله نه شي کولى هر کور ته يو سرتېرى وګماري.
خو طالب چارواکو د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو د پلار او زوی د وژل کېدو او نورو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
په وروستیو اونیو کې د خاص ارزګان څخه داسې انځورونه خپاره شوي، چې وسله وال کسان د دې سیمې د اوسېدونکو د مېوو ونې پرې کوي.
د بښنې نړۍوال سازمان په وار - وار په افغانستان کې پر هزاره ګانو د «سیسټماتیک بریدونو» خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دا بریدونه د بشریت ضد جنایت دی.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې د ملي مصالحې عالي شورا د پخواني رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره یو ځای یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال مارکُس پوتزل سره لیدلي دي.
له څو میاشتو وروسته دا د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکتر عبدالله عبدالله مشترکه سیاسي لیدنه ده، چې د ملګرو ملتونو له یوه چارواکي سره یې کوي.
ښاغلي کرزي نن پنجشنبه (د وږي ۳۰مه) پر خپلې اېکس (ټوېټر) لیکلي، چې په یاده لیدنه کې یې د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو د مرستو په اړه خبرې کړي دي.
په دغه یادښت کې زیاته شوې، چې دواړو خواوو د افغان ځوانانو، نجونو او هلکانو د زده کړو او هغوی ته د تحصلي زمینې په برابرولو هم خبرې کړي دي.
په یادښت کې د ملګرو ملتونو له مرستو مننه شوې او د دغو مرستو د دوام او چټکتیا په رامنځته کېدا ټینګار شوی دی.
په وروستیو اونیو کې داسې خبرونه خپاره شوي وو، چې طالبانو پر پخواني ولسمشر حامد کرزي ځینې بندیزونه لګولي، پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نېږدې شخص او په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم په یوې مرکې کې پر نوموړي د طالبانو له خوا بندیزونه منلي وو او زیاته کړې یې وه، چې پخوانی ولسمشر له بهرنیو سفرونو منع دی.
