• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکتر عبدالله عبدالله له مارکُس پوتزل سره په کابل لیدلي

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۹ GMT+۱

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې د ملي مصالحې عالي شورا د پخواني رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره یو ځای یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال مارکُس پوتزل سره لیدلي دي.

له څو میاشتو وروسته دا د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکتر عبدالله عبدالله مشترکه سیاسي لیدنه ده، چې د ملګرو ملتونو له یوه چارواکي سره یې کوي.

ښاغلي کرزي نن پنجشنبه (د وږي ۳۰مه) پر خپلې اېکس (ټوېټر) لیکلي، چې په یاده لیدنه کې یې د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو د مرستو په اړه خبرې کړي دي.

په دغه یادښت کې زیاته شوې، چې دواړو خواوو د افغان ځوانانو، نجونو او هلکانو د زده کړو او هغوی ته د تحصلي زمینې په برابرولو هم خبرې کړي دي.

په یادښت کې د ملګرو ملتونو له مرستو مننه شوې او د دغو مرستو د دوام او چټکتیا په رامنځته کېدا ټینګار شوی دی.

په وروستیو اونیو کې داسې خبرونه خپاره شوي وو، چې طالبانو پر پخواني ولسمشر حامد کرزي ځینې بندیزونه لګولي، پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نېږدې شخص او په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم په یوې مرکې کې پر نوموړي د طالبانو له خوا بندیزونه منلي وو او زیاته کړې یې وه، چې پخوانی ولسمشر له بهرنیو سفرونو منع دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

متقي پاکستاني پلاوي ته: پاکستان او افغانستان باید د یو بل خلاف له بیانونو ورکولو ډډه وکړي

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۵ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له اصف دراني سره په لیدنه کې ویلي، د یو بل خلاف د بیانونو ورکولو دې ډډه وشي، چې د دواړو لوریو تر منځ د فاصلې زیاتېدو سبب نه شي. نوموړي دا هم ویلي چې امنیتي مسایل دې د ګډو کمېټو له لارې حل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه د ـ سنبلې ۳۰ مه ـ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني سره په لیدنه کې پر امنیت، سوداګري او د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې دي.

ښاغلي متقي له پاکستاني پلاوي سره لیدنه کې ټینګار کړی هیچاته به اجازه نه ور کوي چې د دواړو هیوادونو تر منځ روابط خراب کړي.

خبرپاڼه زیاتوي متقي دغه پلاوي ته وویل چې امنیتي مسایل دې د مشترکو کمیټو له لارې حل شي او لویې د عبور لارې دې د سیاسي او امنیتي اندېښنو له کبله نه تړل کیږي.

د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني متفي ته په ځواب کې وویل چې د سودګرۍ او ترانزیت او همدا راز د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ په ځایونو کې د رامنځته شوو مشکلاتو لپاره به د حل لارې را وباسي.

د پاکستاني پلاوي دا سفر په داسې مهال دی چې پاکستان له طالبانو غواړي پر خپلو ژمنو ودرېږي او د پاکستاني طالبانو پرضد ګام پورته کړي.

اسلام اباد وايي، پاکستاني طالبان په افغانستان کې مرکزونه لري او له کرښې په اوښتو سره په پاکستان کې بریدونه کوي.

هغه څه چې طالبان يې په کلکه ردوي او وايي پاکستاني طالبان په پاکستان کې پراخ حضور لري او پاکستان دې په خپله خاوره کې د وسلوالو پرضد ګامونه واخلي.

د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه تر ګومارل کېدو راهیسې دا کابل ته د اصف دوراني دویم سفر دی.

نوموړی دوه میاشتې مخکې هم کابل ته تللی او له طالب چارواکو سره یې لیدلي وو.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت: له پاکستانه شاوخوا ۴۰۰ افغان کډوال بېرته راستانه شوي

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو وزارت وايي؛ په تېرو څلورو ورځو کې ۴۶۱ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس هم په تېرو څلورو میاشتو کې له پاکستان څخه د څه باندې ۵۰۰۰ کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی.

د پنجشنبې په ورځ (د وږي په ۳۰مه) د طالبانو د کډوالو چارو وزارت پر اېکس ټولنیزې پاڼې (ټوېټر) لیکلي، چې راستانه شوي کډوال د نغدي او ژوند ژواک د لومړنیو مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان دفتر ته معرفي شوي دي.

له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د زور یا داوطلبانه راستنېدو په اړه احصایې مختلفې او په ځینو مواردو کې متضادې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس خبر ورکړی، چې له څلورو ورځو راپه دې خوا څه د پاسه ٩٠٠ افغان کورنۍ له پاکستان څخه راستانه شوي دي.

که څه هم دا نه ده څرګنده، چې د دغو مهاجرینو بېرته ستنېدل جبري دي که په خپله خوښه؛ خو له دې وړاندې هم په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د نیولو او د پاکستاني پولیسو له خوا د هغوی د جبري بېرته ستنېدو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: تحریک طالبان پاکستان د دوو ګاونډیانو تر منځ دښمنۍ ته لمن وهي

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۲ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو موقت وزیر وايي، چې پر هېواد یې د تحریک طالبان پاکستان لخوا بریدونه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دښمنۍ په هدف ترسره کیږي. جلیل عباس جیلاني د خواشیني په څرګندولو وویل، چې «په پاکستان کې دننه بریدونه اوس هم له افغانستانه ترسره کیږي.»

هغه چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی، د پنجشنبې په ورځ (د وږي په ۳۰مه) ټي ار ټي خبري شبکې ته وویل، چې له افغانستانه پر دغه هېواد د تحریک طالبان پاکستان بریدونه د اسلام اباد لپاره لویه اندېښنه ده.

نوموړي خبرداری ورکړ، چې تحریک طالبان پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېره دښمني رامنځته کولای شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه، چې اسلام اباد غواړي افغانستان ته د یوه باثباته هېواد په سترګه وګوري، خو دی په دې باور دی چې د تحریک طالبان پاکستان او د داعش د خراسان څانګې په ګډون ګڼ شمېر ترهګرې ډلې په افغانستان کې شتون لري.

جلیل عباس جیلاني ټینګار وکړ، چې دا نه یوازې د پاکستان بلکې د سیمې د نورو هیوادونو لپاره هم جدي اندیښنه ده.

په ورته وخت کې نوموړي څرګنده کړه، چې پاکستان له افغان طالبانو سره خبرې کوي او دغې ډلې ته ویل شوي، چې له پاکستان او نړۍوالې ټولنې سره د شویو ژمنو له مخې باید اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان استازی اصف درانی نن ​​(پنجشنبې د وږي ۳۰مه) د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی.

طالبانو ننګرهار کې پخواني نظامیان په زوره له کورونو ویستي او د هغوی مېرمنې یې وهلې دي

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۲ GMT+۱

د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د قول اردو فامیلو پخواني نظامي اوسیدونکي وايي، د طالبانو د درېیمې لېوا د قوماندان په امر یو شمېر طالبان د پنجشنبې په سهار د دوی کورونو ته ورغلي او د دوی د کورنۍ مېرمنې او ماشومان یې وهلي او دوی یې په زوره له کورونو ویستلي دي.

د قول اردو فامیلو ځمکه د پخواني ولسمشر نجیب الله له خوا پر نظامیانو باندې وېشل شوې وه او د تېر جمهوریت پرمهال یوځل بیا دغه پروسه څېړل شوې وه، چې د هغه وخت د دفاع وزیر مارشل قسیم فهیم لخوا تایید او وروسته د دې فامیلو اوسیدونکي دولت ته یو مقدار پیسې هم تحویل کړي دي او دولت ورته قانوني اسناد ورکړي دي.

د یادې فامیلو اوسیدونکي وايي؛ ټول قانوني اسناد په لاس کې لري خو بیا هم ځورول کیږي.

دوه ورځې وړاندې د درېیمې لوا قوماندانۍ دغو پخوانیو نظامیانو ته ویلي وو؛ که تر راتلونکو دوه ورځو پورې خپل کورونه خالي نه کړي، نو دوی به یې بیا کورونه پر بلډوزرانو په زوره وران کړي.

د سې شنبې په ورځ (د وږي په ۲۶مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د طالبانو د سرپرست دفاع وزیر هغه مکتوب رسېدلی، چې په ننګرهار کې د درېیمې لېوا قومندان یې نه مني.

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د قول اردو فامیلو اوسیدونکي، چې زیاتره پخواني نظامیان دي؛ د سې شنبه د (د وږي ۲۸ مه) وویل د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب سره د لیدنې پرمهال ورته ویل شوي وو، چې دوی په خپلو کورونو کې اوسېدلی شي او هیڅوک دا حق نه لري چې دوی له خپلو کورونو وباسي.

دوی زیاتوي په دې اړه د ملا یقعوب په لاسلیک مکتوب په لاس کې لري؛ خو په جلال اباد کې د دې ډلې د درېیمې لېوا قوماندان د خپل دفاع وزیر مکتوب نه مني او ټینګار کوي چې له خپلو کورونو څخه وځي.

دغه مکتوب افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته هم رسېدلی دی، په دې مکتوب کې د طالبانو دفاع وزیر امر کړی: ( د ملي دفاع وزارت په ملکیتونو او ځمکو پورې اړوند ټول موضوعات « قراردادونه، د ملکیت تبادله، حقوقي دعوې او داسې نورې چارې » دې تر امر ثاني پورې معطل او وځنډول شي)

احسان الله خاورین افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د پنجشنبې په سهار د درېیمې لېوا د قوماندان په امر یوه ډله طالبان د دوی کورونو ته ورغلي او د دوی ماشومان او مېرمنې یې وهلي دي.

نوموړي زیاته کړه: “د شپې درې بجې یې موږ له خوب راپاڅولو، زموږ مېرمنې او ماشومان یې هم ووهل او د کور ټول سامانونه یې بېرون را ګوزار کړل، وحشت نور څنګه وي؟”.

د خاورین په خبره، چې طالبانو یې د کور وسایل مات کړي او یو شمېر پخواني متقاعدین یې له ځانه سره زنداني کړي دي.

هغه وویل:” طالبانو ویل چې تاسو له یهودو او کافرانو سره کار کړی، دا چې نه مو وژنو شکر وباسئ او له دغه ځایه باید کورونه بار کړئ”.

د پخواني جمهوري نظام د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه کارکوونکي خالد احساس پر فیسبوک لیکلي، چې نن سهار د دوی له کورنۍ سره شوی ظلم د زغم وړ نه دی.

هغه لیکلي: “نه محکمه زموږ غږ اوري، نه والي زموږ غږ اوري او نه د پوښتنې څوک شته دی، اخر سړی څه وکړي؟”.

نوموړی زیاتوي، چې پلار یې د تېر نظام د ملي اردو منصبدار و او په “ډېر ویاړ او افتخار “ سره یې دغه دنده سرته رسولې ده.

په دغه فامیلو کې شاوخوا ۱۹۶ د پخوانیو نظامیانو کورنۍ ژوند کوي، چې د کورونو قانوني اسناد په لاس لري.

د معلومات له مخې؛ په تېرې یوې اونۍ کې د درېیمې لېوا قوماندان سیف الدین او د استخباراتو مدیر لعل پاچا د دې فامیلو ۴۱ کسان زنداني کړي دي او فشار پرې راوړي، چې دوی ته لاسلیک وکړي ترڅو له خپلو کورنو څخه وځي.

د دغو پخوانیو نظامیانو له مقاومت وروسته طالبان د پنجشنبې په سهار د دوی کورونه ته ورغلي او له وهلو ټکو وروسته یې د دوی د کورونو وسایل بېرون ګوزار کړي دي.

که څه هم پخواني نظامیان د طالبانو د ننګرهار د والي دروازې ته ورغلي؛ خو هغه ورته ویلي، چې د لېوا قوماندان یې خبر نه مني او والي ورسره په دغه برخه کې ورسره همکاري نه شي کولی.

په جلال اباد کې د قول اردو فامیلو اوسیدونکي وايي؛ یوه ډله مشران د دې راپورته شوې ستونزې د حل لپاره د طالبان دفاع وزارت ته ورغلي، خو تر اوسه یې کومه نتجه نه ده ورکړې.

تر اوسه د یادې پېښې په اړه طالبانو رسنیو ته څه نه دي ویلي، هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو د دفاع وزارت نظر هم را واخلو خو له بار – بار هڅو سره ونه توانېدو.

دا لومړی ځل نه دی، له دې وړاندې هم په کابل کې د ملي اردو د روزنیز مرکز سره نېږدې د پخوانیو نظامیانو یو شمېر کورونه په زوره نیول شوي دي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته ورسېد

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۷ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف دورانی د پنجشنبې په ورځ له یوه پلاوي سره کابل ته ورسېد. دا سفر په داسې مهال دی چې پاکستان له طالبانو غواړي پر خپلو ژمنو ودرېږي او د پاکستاني طالبانو پرضد ګام پورته کړي.

د طالبانو رییس الوزرا ته د پاکستان د لومړي وزیر انوارالحق کاکړ تر لیک وروسته ښاغلی دورانی کابل ته ځي.

ښاغلي کاکړ په دغه لیک کې ګډو موخو ته د رسېدو لپاره د همکاري غوښتنه کړې وه.

اسلام اباد وايي، پاکستاني طالبان په افغانستان کې مرکزونه لري او له کرښې په اوښتو سره په پاکستان کې بریدونه کوي.

کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر پر مهال د دغه هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني ویلي، په پاکستان کې بریدونه لا هم له افغانستان سرچینه اخلي.

د هغه په خبره، اسلام اباد غواړي افغانستان ټیکاومن هېواد وي، خو د پاکستاني طالبانو او داعش په ګډون ځینې «ترهګرې» ډلې په دغه هېواد کې شته.

نوموړی وايي، دا ډلې پر پاکستان سربېره د سیمې نورو هېوادونو ته هم خطر دي.

د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه تر ګومارل کېدو راهیسې دا کابل ته د اصف دوراني دویم سفر دی.

نوموړی دوه میاشتې مخکې هم کابل ته تللی او له طالب چارواکو سره یې لیدلي وو.