د افغانستان انټرنشنل خبریال عبدالحق عمري له ګڼو هغو کورنیو سره خبرې کړې دي، چې په افغانستان کې ژوند کوي او د کورنیو غړي یې ورک یا د طالبانو د استخباراتو په زندانانونو کې دي.
د امنیتي ګواښونو له امله دا کورنۍ د خپلو نومونه او ادرسونو له ښودلو ډډه کوي.
د کندهار یو اوسیدونکی وايي ورور یې په تېر نظام کې د ملي امنیت کارمن و، د طالبانو د واک پر پنځمه میاشت د دې ډلې استخباراتو ریاست ونیو.
«د طالبانو استخباراتو زمونږ پر کور چاپه ووهله، زما ورور یې ونیو او په خپل ریاست کې یې زنداني کړ، دومره یې شګنجه کړ چې ان سترګه یې ړنده شوې ده، بیا د څه مودې لپاره خوشې شو، بیا طالبانو ته ولېږو، وایي نشته. نیولی او د څو میاشتو په تېریدو سره یې اوس د مرګ او ژوند هیڅ معلومات نه کیږي او د طالبانو استخبارات ګوښلي یو چې د ورور پوښتنه به نه کوئ، کله چې سپینږیري او مشران طالبانو»
دغه کورنۍ وايي د طالبانو د استخباراتو ریاست دوی ته د خپل بندي غړي د لیدلو اجازه نه ورکوي او نه هم دا حق ورکوي چې خپل ورور ته مدافع وکیل ونیسي چې دوسیه یې تعقیب کړی.
دوي زیاتوي طالبان د زندانیانو په اړه له هیڅ قانوني لارو چارو څخه کار نه اخلي، یوازې په شفايي ډول له زندانیانو سره چلند کوي.
طالبانو د پخواني حکومت سره د کاري مخینې پر لرلو سربېره ځینې کسان له وسلوالو ډلو سره د اړیکې یا غړیتوب په تور هم نیولي دي.
په ننګرهار کې یوې کورنۍ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې ورور یې د سرک جوړولو شرکت کې ساختماني انجنیر و، خو طالبانو له داعش سره د اړیکې په تور نیولی دی.
دغه کورنۍ وايي انجنیر له هیچا سره اړیکه نه دلوده.
دوی زیاتوي « لالهانده ګرځو، هیڅ نه پوهیږو د چا دروازه وټکوو د طالبانو زیاتره مشر انو ته ورغلي یو خو وايي پر استخباراتو ریاست مو وس نه رسیږي »
هغه معلومات چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلي دي، د طالبانو محاکم د بندي هغه اقرار تاییدوي چې د اسخباراتو ریاست په زور ترې اخیستی وي.
دوی د زنداني مدافع وکیل ته هم اجازه نه ورکوي چې له خپل موکل څخه دفاع وکړي.
معلومات زیاتوي د قلم لارې ټولنې له مشر او د زدکړو فعال مطیع الله ویسا څخه په زوره او له سختې شګنجې وروسته اعتراف اخیستل شوی دي.
د طالبانو د استخباراتو له زندانه خوشې شوی زنداني وايي « له ډېرې شګنجې او جبر وروسته یې له ما اعتراف واخیست، سترګې یې راباندې تړلې وې پر یوه نالیدي کاغذ باندې یې رانه ګوتې ولکولې، دوی چې څه لیکلي وو پرما یې په زور ومنل»
دی زیاتوي « اول یې راته وویل چې جرم نه لرې او ایله کوو دې، یوازې په دغه چل یې راباندې کوتې ولکولې»
دغه کس وايي د نړۍ هیڅ قانون کې داسې ناوړه چلند نشته چې طالبان یې په بېلابیلو نومونو له زندانیانو سره کوی.
یوناما هم پرون «په افغانستان کې له بندیانو سره د چلند» تر سرلیک لاندې راپور خپور کړ.
په دغه راپور کې یوناما وايي، طالبانو د اعتراف اخیستلو لپاره له بندیانو سره د «برقی شاکونو، سا بندولو، فشار او ګواښونو، په زور د اوبو څښلو، فزیکي وهلو او سختو دردونکو ربړونو» څخه کار اخیستی.
یوناما په دغه راپور ګې و ویلي دي چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۳ کال د جولای تر ۳۱ په ۲۹ ولایتونو کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سر غړونو پېښې ثبت شوې دي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې په دې سرغړونو کې نږدې ۵۰ سلنه شکنجه او نور چلندونه یا ظالمانه، ناانساني او یا هم د سپکاوي ډکې سزا ګانې شاملې دي.
په دغه راپور کې ویل شوي ، دغه ربړونې او د ناانساني چلند پېښې تر ډیره د بند پر مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو له لوري تر سره شوې دي.
یوناما وايي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې مدافع وکیلانو ته د لاسرسي نه درلودو تر څنګ د محکمې له ضمانتونو سرغړونه هم یو معمول ګرځېدلی دی.
د یوناما په وینا، سره له دې چې د طالبانو مشرتابه د بندیانو او د بشري حقونو د ښه ساتلو او د امنیتي پرسونل د چلند په اړه لارښوونې کوي، خو دا سرغړونې مستندې شوې دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په زندانونو کې له بندیانو سره د دوی د ناوړه چلند په هکله د یوناما راپور ردوي او «پروپاګنډ» یې بولي.