د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، سږکال په کندهار او زابل ولایتونو کې د انځرو حاصلات ۱۵۰ زره میټریکه ټنه ول او د دغو انځرو ډېره برخه يې پاکستان او هند ته صادره شوې ده.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بنا وايي، پاکستان او هند ته يې د شاوخوا ۱۶ میلیونو ډالرو په ارزښت انځر صادر کړي دي:« سږکال د کندهار او زابل ولایتونو انځرو ښه حاصلات ورکړي، سربېره پر دې چې ډېری وخت د پاکستان له لارې په سوداګرۍ له ځینو ستونزو سره مخ کېږو؛ خو موږ سږ کال د ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت انځر پاکستان او هند ته صادر کړل.»
کروندهګر هم د سږکال د انځرو د حاصلاتو څخه راضي دي او وايي، سږکال په کور دننه هم د انځرو بازار ښه و.
محمد هاشم چې د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د انځرو باغ لري وايي: « د نورو کلونو پرتله د انځرو کیفیت ښه و او ښه بازار يې هم درلود، که د پاکستان او هند تر څنګ اروپايي هېوادونو ته د انځرو صادراتو لاره هواره شي، کروندهګر او سوداګر به له انځرو څخه بیا ډېرې پیسې تر لاسه کړي.»
دوی وايي، د کندهار او زابل ولایتونو د انځرو یوازیني بازارونه هند او پاکستان دي او که دغه هېوادونه د انځرو د حاصلاتو د ډېروالي په اړه یوه شي، انځر به خپله بیه له لاسه ورکړي.
د نعمت الله نعمت په نوم یو سوداګر وايي: « د انځرو د سوداګرۍ لپاره باید سم میکانیزم او پالیسي جوړه شي، اوس د انځرو ټوله سوداګري په کلدارو کېږي او دغه سوداګري د میلیونونو ډالرو ارزښت لري، باید د افغانستان بازارونو ته دغه سوداګري د کلدارو پر ځای په ډالرو يا افغانیو وشي.»
د انځرو باغونه د کندهار په شاه ولیکوټ، نېش او معروف او د زابل په میزانه، ارغنداب، ښهر صفا او نورو سیمو کې دي چې هر کال پرېمانه حاصلات ورځينې راټولېږي.
په کابل کې د الکټرونیکي لویو پلورنځیو خاوندان وایي، چې په دې وروستیو کې یې د خرڅلاو بازار سوړ شوی دی.
د دغو پلورنځیو خاوندان وایي، ورځ تر بلې بازار سړېږي او دغه وضعیت ورته سخت تاوان رسوي.
حاجي میوند چې په کابل ښار کې یې په خپل پلورنځي کې میلیونونه پانګونه کړې وایي:« د جمهوریت له پرځېدو وروسته د الکټرونیکي توکو بازار سوړ شوی، له سهاره تر بېګا د پېرودونکو په تمه تېروو، یو نیم هم چې راځي په ډېره ارزانه بیه یې غواړي.»
هغه وایي:« پخوا سودا ډېره کېده، اوس نه پېرېدونکي شته او نه هم سودا.»
د حاجي میوند ترڅنګ رامین هم چې د کور لپاره د الکټرونیکي توکو پلورنځی لري له دغه وضعیته سرټکوي او وایي:« خلک هم ملامته نه دي، که اړتیا یې هم پېښېږي؛ خو پیسې نه لري، هره ورځ په خبرونو کې اورو چې لوږه او بې وزلي ډېره شوې؛ خو زه خپله دغه سوړ بازار هم ستړی کړی یم او هم یې اندېښمن کړی یم.»
د جمهوریت له پرځېدو وروسته وزګارتیا او بې وزلي ډېره شوې، ډېرو خلکو دندې له لاسه ورکړې او ښځو ته د طالبانو لهخوا د کار اجازه نه ورکول کېږي، دا هغه لاملونه دي چې د الکټرونیکي توکو د ګرم بازار د سړېدو ترڅنګ پر ډېرو نورو برخو یې هم اغېز پرې اېستی دی.