په کابل کې د الکټرونیکي لویو پلورونځیو سوړ بازار

په کابل کې د الکټرونیکي لویو پلورنځیو خاوندان وایي، چې په دې وروستیو کې یې د خرڅلاو بازار سوړ شوی دی. د دغو پلورنځیو خاوندان وایي، ورځ تر بلې بازار سړېږي او دغه وضعیت ورته سخت تاوان رسوي.

په کابل کې د الکټرونیکي لویو پلورنځیو خاوندان وایي، چې په دې وروستیو کې یې د خرڅلاو بازار سوړ شوی دی. د دغو پلورنځیو خاوندان وایي، ورځ تر بلې بازار سړېږي او دغه وضعیت ورته سخت تاوان رسوي.
حاجي میوند چې په کابل ښار کې یې په خپل پلورنځي کې میلیونونه پانګونه کړې وایي:« د جمهوریت له پرځېدو وروسته د الکټرونیکي توکو بازار سوړ شوی، له سهاره تر بېګا د پېرودونکو په تمه تېروو، یو نیم هم چې راځي په ډېره ارزانه بیه یې غواړي.»
هغه وایي:« پخوا سودا ډېره کېده، اوس نه پېرېدونکي شته او نه هم سودا.»
د حاجي میوند ترڅنګ رامین هم چې د کور لپاره د الکټرونیکي توکو پلورنځی لري له دغه وضعیته سرټکوي او وایي:« خلک هم ملامته نه دي، که اړتیا یې هم پېښېږي؛ خو پیسې نه لري، هره ورځ په خبرونو کې اورو چې لوږه او بې وزلي ډېره شوې؛ خو زه خپله دغه سوړ بازار هم ستړی کړی یم او هم یې اندېښمن کړی یم.»
د جمهوریت له پرځېدو وروسته وزګارتیا او بې وزلي ډېره شوې، ډېرو خلکو دندې له لاسه ورکړې او ښځو ته د طالبانو لهخوا د کار اجازه نه ورکول کېږي، دا هغه لاملونه دي چې د الکټرونیکي توکو د ګرم بازار د سړېدو ترڅنګ پر ډېرو نورو برخو یې هم اغېز پرې اېستی دی.


تېره ورځ ناوخته د پکتیا مرکز ګردیز ښار او قول اردو له پاسه ناڅرګنده بې پيلوټه الوتکه ګرځيدلې او له لاندې پرې ډزې شوې دي. سرچینو له سیمې افغانستان انټرنشنل ته ويلي چې په دغې شکمنې بنګنې الوتکې طالبانو ډیرې ډزې کړې خو الوتکه و نه لګېده.
سرچينې چې د امنيتي ستونزو له امله يې د نوم او ځای له ښودلو ډډه کوله وويل چې: «په دغې ناڅرګندې الوتکې د طالبانو د ۲۰۳ منصوري قول اردو عسکرو له لوري د لويو ماشینګڼو ډزې وشوې خو نښه و نه لګيده.»
باوري سرچينې زیاتوي دغه کار د ښاريان او شا او خوا کلیو خلک انديښمن کړي: «مازدیګر یوه بنګنه الوتکه راغله د ګردیز ښار او قول اردو په سر تاويده خو هیچا ته نه ده معلومه چې د چا وه، له څه وخت وروسته د طالبانو قول اردو له خوا د دهشکې او زیکاویک ډزې پرې شوې خو و نه لګیده، او خلک يې دير وډار کړل.»
ويل کیږي د ځايي طالبانو تر منځ هم اندېښنې ډيرې شوې او دغه کار حیران کړي دي، د عزت الله په مستعار نوم يو کس چې په قول اردو کې دنده لري وايي په تېرو دوو کلونو کې دا ورته نوې تجربه وه: «موږ الحمدالله له هیجا نه ډاریږو خو حیران دېته شوم چې ټول وطن زموږ په واک کې دی بیا دا الوتکې د چا دي او ولې د قول اردو او نظامي ځايونو پر سر ګرځي، زما ملګري هم جذباتي دي او که ریښتیا درته ووايم هم وارخطا دي ځکه هیڅوک نه پوهيږي چې نور به څه کیږي.»
عزت الله وړاندې وايي په الوتکه د ډزو پر مهال هم د دوی مشران سره ویشلي و او ځینې يې په الوتکې باندې د ډزو مخالف و: «خو زه هم دغه وايم چې کله ستا د یوه نظامي لوی مرکز په سر داسې بنګنه ګرځي او ته يې نه پيژنې نو مجبور شي سړی چې ډزې پرې وکړي، په دې وخت کې بیا ځينې مشران له هرې خوا غږونه کوي چې ډزې مه پرې کوئ صبر وکړئ، نو ته او خدای په داسې وخت کې صبر کيږي؟. »
تر اوسه پورې په رسمي ډول د طالبانو حکومت په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی او نه يې د دغې ناڅرګندې بې بیلوټه الوتکې په اړه جزیات خپاره کړي. دا لا هم نه ده څرګنده چې دا بې پیلوټه الوتکه د کوم هيواد ده.
خو تر دې وړاندې د طالبانو د دفاع وزیر او لوی درستيز د غونډو پر مهال ويلي و چې «د افغانستان هوايي حریم لاهم د امریکې له لوري اشغال دی.»
تېره اوونۍ د پاکستان موقت لومړي وزیر انورالحق کاکړ هم د خپلو خبرو پر مهال چې په پاکستان کې د وروستیو نا امنیو په اړه غږیده، ویلي و چې «که په کابل کې طالبان ورسره هلته د ټي ټي پي د مرکزونو په نښه کولو کې مرسته و نه کړي، دوی دا توان لري چې خپله له کرښې واوړي او هلته عملیات وکړي.»
د پکتيا همدا د طالبانو ۲۰۳ منصوري قول اردو د خیبر پښتونخوا له کرمې ایجنسۍ سره په نږدې ۸۰ کیلو مترۍ کې د دغه ولايت مرکز ګردیز په څنډو کې پروت دی.

د پکتیا په ګردېز ښار کې د درنو ډزو د غږونو له اورېدو وروسته د پکتیا ولایت طالبانو اعلان وکړ، چې دوی پر یوې بې پیلوټه الوتکې ډزې کړې دي.
طالبانو ته یوې نېږدې سرچینې ویلي، چې ناپېژانده بې پیلوټه الوتکې د پکتیا پر ۲۰۳منصوري قول اردو شاوخوا څلور ساعته څار کړی دی او د طالبانو له خوا پرې ډزې شوې دي.
دغه طالب چارواکي زياته کړه، چې په یادې بې پيلوټه الوتکې ډزې کومه نتيجه نه لري او مني چې طالبان د دغې الوتکې د ويشتلو توان نه لري.
له ګردېز ښار څخه ځايي خبريالانو خبر ورکړى، چې د دوشنبې په ماښام يې د درنو ډزو غږونه اورېدلي دي.
بل خوا د طالبانو د پکتیا قول اردو اعلان کړی، چې دوی پر بې پېلوټه الوتکې د درنو وسلو ډزې کړي او عام خلک دې اندېښنه نه کوي.
دا چې دغې بې پېلوټه الوتکې د کوم هېواد پورې تړاو لاره په اړه يې کره معلومات نه شته. خو تر دې وړاندې طالبانو امریکا د افغانستان د هوايي حریم په سرغړونې تورنه کړې وه.
د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت د روان کال په پیل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزون سره په یوې مرکې کې ویلي وو، چې د افغانستان هوايي حریم لا هم د امریکا په واک کې دی.
امریکايي پوځ تر دې مخکې ویلي وو، چې له افغانستانه تر وتلو وروسته به په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه د هوا له لارې څاري او د اړتیا په صورت کې به هوايي بریدونه کوي.

د تورخم پولې له پرانیستلو درې ورځې وروسته په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان له طالبانو سره د سولې او مشورې لپاره د ګډ کمېسیون د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د طالبانو دغه ملاتړي پاکستاني سیاستوال ویلي، چې د دغه کمېسیون په جوړولو کې اساسي رول لوبولی شي.
د اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ مولانا فضل الرحمان د یکشنبې په ورځ د ګوند د ولایتي شورا غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې د دغه ګډ کمېسیون په جوړېدو کې د جمعیت علمای اسلام ګوند کلیدي رول لوبولی شي.
دغه سیاستوال غواړي، چې د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي، په داسې حال کې چې د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو د سرحدي جګړو او د پاکستان خاورې ته د وسله والو د نفوذ د مخنیوي لپاره پخوانیو هڅو ښې پایلې نه درلودې.
د تورخم پوله د سې شنبې په ورځ د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د جګړې له امله تړل شوې وه او له ۹ ورځو وروسته د جمعې په ورځ بېرته پرانیستل شوه.
اېکسپریس ټرېبیون د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د تورخم دروازې په بیا پرانیستلو کې مهم رول لوبولی دی.
دوی ویلي دي، چې د تورخم د پولې پرانيستل له چترال څخه د پاکستاني طالبانو د وتلو شرط دی، چې په دې وروستیو کې یې په سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر پوستو مرګوني بریدونه کړي دي.
تحریک طالبان افغانستان له تحریک طالبان پاکستان سره نېږدې اړیکې لري او دواړه یو شان نوم او بیرغونه لري.

د بښنې نړۍوال سازمان په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د دویمې کلیزې په مناسبت وویل، چې په دغه هېواد کې بشري حقونه له هرې زاویې تر برید لاندې دي.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۷مه) په یوه اعلامیه کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
د بښنې نړۍوال سازمان په خپله اعلامیه کې زیاتوي، چې د نجونو پر زده کړو له بندیز دوه کاله وروسته افغانستان د «نه جبرانېدونکې تباهۍ» پر څنډه ولاړ دی.
د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې طالبانو نه یوازې د افغانانو؛ په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه خپلې ژمنې ماتې کړې، بلکې "د تاوتریخوالي لړۍ یې بیا پیل کړې او په بشپړ معافیت سره یې له بشري حقونو سرغړونې کړې دي."
د دغه سازمان د اعلامیې له مخې؛ دا مهال په افغانستان کې "بشري حقونه په هره برخه کې تر برید لاندې دي او باید یې مخه ونیول شي”.
دغه سازمان په خپله اعلامیه کې پر طالبانو غږ کړی، چې د ښځو او نجونو ټول حقونه چې په هر عمر کې زده کړو ته د هغوی د لاسرسي حق هم پکې شامل دی؛ تضمین کړي او د ښوونځیو دروازې دې سمدستي پرانیزي او مېرمنې دې بېرته کار کولو ته پرېږدي.
دغه سازمان همداراز ټینګار کړی، چې طالبان باید د بیان او ټولینزې ازادۍ حق تضمین کړي. د بشري حقونو دغه نړۍوال سازمان هم د ښځينه خبريالانو او لاريون کوونکو د تښتولو، خپلسرو نيولو او وهلو ټکولو د بندېدا غوښتنه کړې ده.
د بښنې نړۍوال سازمان په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې طالبانو په سیستماتیک ډول د بشري حقونو د ساتنې ټول مهم بنسټونه منحل کړي او د بیان ازادي، عادلانه محاکم او نور بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.
د دغې اعلامیې له مخې؛ په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو له بنسټیزو حقونو څخه سرغړونه شوې او زرګونه افغانان په خپلسري ډول نیول شوي، شکنجه شوي، ورک شوي او حتا وژل شوي دي.
اعلامیې زیاته کړې چې خبریالان، د بشري حقونو مدافعین، هنرمندان، پوهان، مذهبي او په ځانګړې توګه قومي اقلیتونه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له خطر سره مخامخ دي.
د روان کال د وږي په میاشت کې د اوړي د رخصتیو په پای کې طالبانو له هلکانو او نارینه ښوونکو وغوښتل چې ښوونځیو ته ستانه شي، خو د نجونو او ښځینه ښوونکو د راستنېدو په اړه یې چوپه خوله پاتې شول، چې په وینا یې ښوونځیو ته د بېرته تګ اجازه نه ورکول کېږي.
طالبانو له هغه وخت راهیسې د نجونو پر زده کړو د بندیز لګولو له پرېکړې دفاع کړې ده، چې د دې ډلې مشرانو ویلي؛ د نجونو زده کړه "فرض نه ده" او هم د نجونو د زده کړو لپاره شرایط نه دي اماده شوي.
د اعتراضونو د کمولو لپاره، طالب چارواکو ویلي چې د نجونو پر زده کړو بندیز به تر امر ثاني پورې دوام لري.
د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیز څخه دوه کاله تېر شول، په نړۍواله کچه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د "جنسي نژادي تبعیض" په رسمیت پېژندلو غوښتنې ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو دي.

د کابل په کارته نو کې مېشت د پخوانیو نظامیانو اړوند یوه کورنۍ ادعا کوي، چې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبدالطیف منصور پورې اړوند کسانو یې پر کور عملیات کړي او د دوی د کورنۍ یو غړی یې له خپلو څلورو ملګرو سره وژلی دی.
دغه کورنۍ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل، چې وژل شوی نصیر احمد په تېر نظام کې د پکتیا په امنیه قومندانۍ کې دنده درلوده.
په تېر حکومت کې د یو نظامي کورنۍ، چې د پکتیا زرمت لسوالۍ د سهاکو د کلي اوسېدونکې وه او اوس مهال د کابل کارته نو د سیمه کې اوسیږي، نن دوشنبه (د سنبلې ۲۷ مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د سنبلې په ۱۱ مه د طالبانو په نظامي یونيفورم سمبال وسلوالو نصیر احمد له خپل کور څخه ونیو.
دغه کورنۍ زیاتوي، چې نصیر احمد له څو ورځې شکنجې وروسته خوشې او خپل کور ته راغی؛ خو سمدستي یې طالبانو پر کور عملیات وکړل او نوموړی له خپلو څلورو ملګرو سره چې د نوموړي پوښتنې ته راغلي وو وواژه.
دوی زیاتوي:" طالبانو رسول خان، سیف الله، عقل شاه او یو بل ملګری په کور کې ووژل".
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سنبلې ۱۹ مه اعلان وکړ، چې ددې وزارت د ځانکړو ځواکونو د قوماندانۍ په کشفي او اپراتیفي معلومات پر بنسټ د کابل کارته نو سیمه کې پر یو کور عملیات وکړل، چې د انسان تښتوونکو ډلې ۴ کسان یې ووژل.
خو یاد وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي وو، چې په دغه عملیاتو کې یو تښتول شوی کس هم ووژل شو.
د وژل شويو کورنۍ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا ادعا بې اساسه او یوه دسیسه بولي.
دا کورنۍ د طالبانو له مشرانو او د بشري حقونو له نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې د دغې پیښې بې طرفه او هر اړخیزه څېړنه دې وشي.
بل خوا دا کورنۍ وايي؛ د دوی د کورنۍ زیاتره نارینه غړي د جمهوریت پرمهال په نظامي لیکو کې دندې درلودې او هغه وخت د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبدالطیف منصور، چې د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې د طالبانو د (منصور ګروپ) وسلوالو مشري په غاړه درلوده، ددې ډلې واک ته له رسېدو سره د ملا هبت الله د بښنې وروسته هم دغه ځايي ډله له خپل واک څخه ناوړه ګټه اخلي او له دوی سره شخصي دښمني پالي.
منصور ګروپ د طالبانو یوه له هغو وسلوالو ډلو څخه وه، چې د وروستي جمهوریت پر مهال یې د لویې پکتیا په بېلابېلو سیمو کې د دولت ضد فعالیتونه کول.
دوی ادعا کوي، چې اوس مهال ددې کورنۍ یو بل غړی نثار احمد اوس هم د طالبانو په بند کې دی او دوی ګواښل کیږي، چې د نوموړي د خلاصون لپاره دې کومه هڅه ونه کړي، کنه د کورنۍ نور غړي به یې هم ورته زنداني کړي.
د دې راپور په اړه مو هڅه وکړه، چې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبدالطیف منصور او د کورنیو چارو وزارت نظر واخلو، خو په دې کار بریالي نه شو.
انځور : نثار احمد د وژل شوي نصیر احمد د تره زوی
