طلبان وايي د ښارونو د غیر پلاني ساحو د بیارغونې لپاره پلانونه بشپړ شوي

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د ښارونو غیرپلاني ساحو لپاره یې د بیارغونې درې پلانونه چمتو کړي او د عملي کېدو لپاره یې اړوندو ولایتونو ته سپارلي. دغه پلانونه د ښارونو د غیرپلاني سیمو د اړتیاوو، د نفوس د تراکم او ښاري ترانسپورټ د تخنیکي ارزونې له مخې برابر شوي.