• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران وايي چې له افغانستان او پاکستان سره په خبرو کې ښکیل دی

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۵ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي، چې له افغانستان او پاکستان سره په اړیکو کې دی. نوموړی وايي، ایران ددواړو خواوو ترمنځ د ارامښت او ثبات په هڅو کې ښکیل دی.

سید عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ په تهران کې د یوې غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، چې تهران په وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روغې جوړې او ثبات په هڅو کې ښکیل دی.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « په وروستیو ورځو کې، موږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ارامښت او ثبات رامنځته کولو په هڅو کې یو. ټیلیفوني اړیکې مو ټینګې کړې دي او هیله من یو، چې پام وړ پایلو ته ورسیږو».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په نږدې راتلونکي کې د یوې سیمه ییزې ناستې خبر هم ورکړ، خو ډېره یې روښانه نه کړه، چې دا ناسته د کومې مسالې په اړه جوړیږي.

د ایرنا اژانس د رپوټ له مخې، عراقچي وویل، « که خدای کړل یوه سیمه ییزه ناسته به ترسره شي او موږ دا پېښه تعقیبوو».

نوموړي ددې ناستې د څرنګتیا، وخت او ځای په اړه څه ونه ویل او نه یې هم دا روښانه کړې، چې دا ناسته د کومو هېوادونو د استازو په ګډون جوړیږي.

د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ په دې وروستیو کې د ټي ټي پي د فعالیتونو او د افغانستان پر خاوره د پاکستان د هوايي بریدونو له امله اړیکې ترینګلې شوې دي.

دواړو خواوو د قطر او ترکیې په استازیتوب درې پړاوه خبرې اترې کړې دي، خو تر اوسه دغه خبرې اترې کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.

طالبانو تېره اونۍ وویل، چې پاکستاني پلاوي غوښتنه کړې، چې د طالبانو مشر دې په پاکستان کې د جګړو خلاف فتوا ور کړي، خو دې ډلې د فتوا صادرول په استسفا او د طالبانو په دارالافتا پورې مشروط کړي او وايي، د فتوا ورکول د امیر کار نه دی.

پاکستان پر طالبانو تور لګوي، چې د پاکستان په جګړه کې د ښکیلو پاکستاني جنګیالیو ډلو ملاتړ کوي، خو طالبان دا ردوي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

سبا د کانکور ازموینې ته د نوملیکنې نېټه اعلانیږي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۷ GMT+۰
سبا د کانکور ازموینې ته د نوملیکنې نېټه اعلانیږي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کانکور ازموینو ملي اداره وايي، چې سبا دوشنبه، د لړم ۲۶مه به د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې ته د نوم لیکنې نېټه اعلان کړي. د یادې ادارې په وینا، د دوولسم ټولګي فارغان کولی شي په انلاین بڼه فورمې ‌ډکې کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د کانکور ازموینو ملي ادارې ویاند محمد هاشم صالحي نن د یکشنبې په ورځ، د لړم ۲۵مه وویل، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال عمومي کانکور ازموینې لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.

نوموړي ملي ټلوېزیون ته وویل، چې که کوم کس د کانکور د ازموینې لپاره له یوه هغه څخه زیاتې فورمې ډکې کړي نو له ازموینې به محرومیږي.

هغه زیاته کړه، « چې څوک فورمې ډکوي نو بیادې ۴۰۰ افغانۍ تحویل کړي او که څوک په ازموینه کې غیرحاضر وي نو له هغه څخه په اخر کې د کال اخر دوره کې اخیستل کېږي، نو پیسې به دوهم ځل تحویلوي».

د ازموینې ملي ادارې ویاند وایي، چې دا ځل ازموینه په څلورو ژبو پښتو، دري، عربي او انګلیسي اخیستل کېږي.

نوموړی همداراز وايي،چې د ښوونځیو او مدرسو له زده کوونکو په پښتو او دري ژبو او له بهرنیو هېوادونو څخه راغلو زده کوونکو څخه په انګلیسي او عربي ژبو د کانکور ازموینه اخیستل کیږي.

د یادې ادارې په وینا، له بهرنیو هېوادونو څخه د راستنو شويو افغان زده کوونکو لپاره به د کانکور ازموینې فورمې په هر ولایت کې ډکیږي.

د ۱۴۰۴ کال د کانکور په ازموینه کې هم د تېرو دوو کلونو په څېر د طالبانو له لوري نجونو ته د ګډون اجازه نه وه ور کړل شوې او دا ځل هم د نجونو د ګډون په اړه څه نه دي ویل شوي.

د رسمي شمیرو له مخې، د کانکور د۱۴۰۴ کال په ازموینه کې سل زره او ۵۴۸ کسانو ګډون کړی و، چې له ۵۱ زرو ډېر کسان د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته بریالي شوي ول.

طالبان د میدان وردګ په چک ولسوالۍ کې عصري هوټل جوړوي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۳ GMT+۰
طالبان د میدان وردګ په چک ولسوالۍ کې عصري هوټل جوړوي
100%

د طالبانو تر واک لاندې دولتي شرکتونو لوی ریاست مسوولان وایي، د میدان وردګ ولایت، د چک ولسوالۍ اړوند چک بند ته څېرمه معیاري او عصري هوټل جوړوي. د یاد شرکت د مسوولانو په وینا، دغه پروژه به سیمې ته ځانګړې ښکلا ور وبښي، چې د داخلي او بهرنیو ګرځندویانو پام به ور واړوي.

د طالبانو تر واک لاندې دولتي شرکتونو ریاست نن یکشنبه، د لړم ۲۵مه ویلي، چې دغه هوټل به له عصري او نړیوالو معیارونو سره برابر او د ځانګړې بڼې درلودونکی وي.

یاد ریاست وايي، د دغه هوټل جوړېدل به د سیمې اوسېدونکو د اقتصاد په پیاوړي کولو او د کاري فرصتونه په برابرولو کې رغنده رول ولري.

د یادونې ده، چې د دولتي شرکتونو ریاست په خبرپاڼه کې د هوټل د جوړېدو د کار د پيل او لګښت په اړه څه نه دي ویل شوي.

تېره میاشت له افغانستان نه د څه باندې ۲۷۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۴ GMT+۰
تېره میاشت له افغانستان نه د څه باندې ۲۷۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي
100%

طالبانو ویلي، چې په تلې میاشت کې له افغانستان نه د ۲۷۴،۹ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي، چې د وږي میاشتې په پرتله ۴۵،۱ میلیون ډالره زیاتوالی پکې راغلی، خو په وارداتو کې بیا ۶۴،۲ میلونه ډالر کمښت راغلی.

د طالبانو تر واک لاندې د احصايي او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، په وږي‌ میاشت کې له افغانستان نه بهرنیو هېوادونو ته د ۲۲۹،۸ میلیون ډالرو په ارزښت او د تلې په میاشت کې د ۲۷۴،۹ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

د یادې ادارې د شمېرو له مخې، په تله میاشت کې د وږي میاشتې په پرتله له افغانستان نه صادراتو کې ۴۵،۱ میلیونه ډالره زیاتوالی راغلی دی.

پر همدغه مهال یادې ادارې ویلي، چې په تلې میاشت کې افغانستان ته د یو میلیارد او ۱۶۸،۴ میلیون ډالرو په ارزښت واردات شوي، چې د وږي میاشتې په پرتله په وارداتو کې ۶۴،۲ میلیونه ډالر کمښت راغلی دی.

طالبانو ویلي، چې په تلې میاشت کې له افغانستان نه تر ټولو ډېر صادرات هند، پاکستان، ترکیې او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو ډېر واردات له ایران، چین، پاکستان او متحده عربي اماراتو څخه شوي دي.

طالبان د ۴ نورو تثبیت شویو ادارو د متقاعدینو معاشونه ور کوي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۱ GMT+۰
طالبان د ۴ نورو تثبیت شویو ادارو د متقاعدینو معاشونه ور کوي
100%

د طالبانو مالیې وزارت د ملي امنیت عمومي ریاست او کورنیو چارو ورارت جنرالانو ترڅنګ، د اوبو او انرژۍ وزارت او د کوچیانو د انسجام خپلواک عمومي رباست د متقاعدینو د معاشونو ورکولو مهالویش اعلان کړ. دغه وزارت وایي، په لیندۍ میاشت کې به د دغو ادارو متقاعدینو ته د هغوی حقوق ورکړل شي.

د طالبانو مالیې وزارت نن یکشنبه، د لړم ۲۵مه، د څلور نورو تثبیت شویو ادارو د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې مهالویش اعلان کړ.

د تقاعد معاشونو د ورکولو لړۍ د روان کال د لیندۍ له ۵ نیټې څخه پیلیږي.

د طالبانو مالیې وزارت له متقاعدینو غوښتي، چې که په دغه نوملړ کې شامل نه وي د تقاعد عمومي ریاست ته دې مراجعه وکړي.

یاد وزارت متقاعدینو ته د معاشونو د ورکولو لړۍ داسې مهال پېل کړې چې په کوردننه سلګونه متقاعدین د خپلو حقوقو له نه ترلاسه کولو او بې برخلیکه توب څخه شکایت لري.

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي چې د پاتې نورو ادارو مهالوېش د روان کال د لیندۍ میاشتې پر ۲۵مه اعلانیږي.

لنډي‌کوتل کې کاروباریانو او عامو وګړو د تورخم دروازې د خلاصون په موخه لاریون وکړ

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۷ GMT+۰
لنډي‌کوتل کې کاروباریانو او عامو وګړو د تورخم دروازې د خلاصون په موخه لاریون وکړ
100%

تورخم ته نږدې د خېبر پښتونخوا په لنډي‌کوتل بازار کې سلګونه سوداګر، د ټرانسپورټ مسولین، مزدوران او عام خلک د تورخم د سوداګریزو لارې د دوامدار بندښت پر ضد سړکونو ته راوتلي دي. لاریوال وایي، د لارې تړلو د دواړو غاړو زرګونه کاروبارونه اغېزمن کړي او سلګونه زره کسان یې بې‌روزګاره کړي.

په دې لاریون کې د سوداګرو، ډریورانو، مزدورانو او عامو خلکو پراخ ګډون وکړ او ټولو له حکومته وغوښتل چې د پولې تجارتي لاره دې بې‌له ځنډه ژر تر ژره بېرته پرانیزي.

لاریونوالو وویل چې د تورخم د لارې بندېدل د دواړو هېوادونو اقتصاد سخت اغېزمن کړی او زرګونه کوچني او لوی کاروبارونه یې د تباهۍ پر لور بیولي دي. د دوی په وینا، په سلګونو زره کسان بې کاره شوي او د سیمې اقتصادي فعالیتونه نږدې په ټپه درېدلي دي.

لاریونوالو ټینګار وکړ چې د سوداګریزو لارو بندېدل د خېبر پښتونخوا صنعت ته درانه زیانونه اړولي او ګڼ شمېر فابریکې د بندېدو له ګواښ سره مخ دي. دوی زیاته کړه چې کرنیز سکټور، د مېوو باغونه او د ټرانسپورټ کاروبار هم سخت زیان لیدلی دی.

یو ویناوال وویل: «جګړو کې هم تجارت نه بندېږي، خو اوسنی وضعیت خلک د لوږې، فقر او اندېښنو کندې ته ټېل وهلي دي».

لاریونوالو خبرداری ورکړ چې که بې‌روزګاري او اقتصادي فشار دوام وکړي، د امنيتي وضعیت خرابېدو خطر به نور هم زیات شي. لاریون کوونکو له حکومتي مشرانو وغوښتل چې د خلکو د اقتصادي ستونزو د ختمولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

هغوی افغان طالبانو ته هم پیغام ورکړ چې د خبرو له لارې دې ستونزه حل کړي.

لاریونوالو ټینګار وکړ چې د سوداګرۍ بندېدل تر ټولو لوی زیان د پاکستان اقتصاد ته رسېږي او دواړه هېوادونه باید ټولې سوداګریزې لارې ژر تر ژره بېرته پرانیزي، «تر څو د خلکو اقتصادي وژنه بنده شي».