• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره میاشت له افغانستان نه د څه باندې ۲۷۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۰ GMT+۰

طالبانو ویلي، چې په تلې میاشت کې له افغانستان نه د ۲۷۴،۹ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي، چې د وږي میاشتې په پرتله ۴۵،۱ میلیون ډالره زیاتوالی پکې راغلی، خو په وارداتو کې بیا ۶۴،۲ میلونه ډالر کمښت راغلی.

د طالبانو تر واک لاندې د احصايي او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، په وږي‌ میاشت کې له افغانستان نه بهرنیو هېوادونو ته د ۲۲۹،۸ میلیون ډالرو په ارزښت او د تلې په میاشت کې د ۲۷۴،۹ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

د یادې ادارې د شمېرو له مخې، په تله میاشت کې د وږي میاشتې په پرتله له افغانستان نه صادراتو کې ۴۵،۱ میلیونه ډالره زیاتوالی راغلی دی.

پر همدغه مهال یادې ادارې ویلي، چې په تلې میاشت کې افغانستان ته د یو میلیارد او ۱۶۸،۴ میلیون ډالرو په ارزښت واردات شوي، چې د وږي میاشتې په پرتله په وارداتو کې ۶۴،۲ میلیونه ډالر کمښت راغلی دی.

طالبانو ویلي، چې په تلې میاشت کې له افغانستان نه تر ټولو ډېر صادرات هند، پاکستان، ترکیې او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو ډېر واردات له ایران، چین، پاکستان او متحده عربي اماراتو څخه شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

طالبان د ۴ نورو تثبیت شویو ادارو د متقاعدینو معاشونه ور کوي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۱ GMT+۰
طالبان د ۴ نورو تثبیت شویو ادارو د متقاعدینو معاشونه ور کوي
100%

د طالبانو مالیې وزارت د ملي امنیت عمومي ریاست او کورنیو چارو ورارت جنرالانو ترڅنګ، د اوبو او انرژۍ وزارت او د کوچیانو د انسجام خپلواک عمومي رباست د متقاعدینو د معاشونو ورکولو مهالویش اعلان کړ. دغه وزارت وایي، په لیندۍ میاشت کې به د دغو ادارو متقاعدینو ته د هغوی حقوق ورکړل شي.

د طالبانو مالیې وزارت نن یکشنبه، د لړم ۲۵مه، د څلور نورو تثبیت شویو ادارو د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې مهالویش اعلان کړ.

د تقاعد معاشونو د ورکولو لړۍ د روان کال د لیندۍ له ۵ نیټې څخه پیلیږي.

د طالبانو مالیې وزارت له متقاعدینو غوښتي، چې که په دغه نوملړ کې شامل نه وي د تقاعد عمومي ریاست ته دې مراجعه وکړي.

یاد وزارت متقاعدینو ته د معاشونو د ورکولو لړۍ داسې مهال پېل کړې چې په کوردننه سلګونه متقاعدین د خپلو حقوقو له نه ترلاسه کولو او بې برخلیکه توب څخه شکایت لري.

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي چې د پاتې نورو ادارو مهالوېش د روان کال د لیندۍ میاشتې پر ۲۵مه اعلانیږي.

لنډي‌کوتل کې کاروباریانو او عامو وګړو د تورخم دروازې د خلاصون په موخه لاریون وکړ

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۷ GMT+۰
لنډي‌کوتل کې کاروباریانو او عامو وګړو د تورخم دروازې د خلاصون په موخه لاریون وکړ
100%

تورخم ته نږدې د خېبر پښتونخوا په لنډي‌کوتل بازار کې سلګونه سوداګر، د ټرانسپورټ مسولین، مزدوران او عام خلک د تورخم د سوداګریزو لارې د دوامدار بندښت پر ضد سړکونو ته راوتلي دي. لاریوال وایي، د لارې تړلو د دواړو غاړو زرګونه کاروبارونه اغېزمن کړي او سلګونه زره کسان یې بې‌روزګاره کړي.

په دې لاریون کې د سوداګرو، ډریورانو، مزدورانو او عامو خلکو پراخ ګډون وکړ او ټولو له حکومته وغوښتل چې د پولې تجارتي لاره دې بې‌له ځنډه ژر تر ژره بېرته پرانیزي.

لاریونوالو وویل چې د تورخم د لارې بندېدل د دواړو هېوادونو اقتصاد سخت اغېزمن کړی او زرګونه کوچني او لوی کاروبارونه یې د تباهۍ پر لور بیولي دي. د دوی په وینا، په سلګونو زره کسان بې کاره شوي او د سیمې اقتصادي فعالیتونه نږدې په ټپه درېدلي دي.

لاریونوالو ټینګار وکړ چې د سوداګریزو لارو بندېدل د خېبر پښتونخوا صنعت ته درانه زیانونه اړولي او ګڼ شمېر فابریکې د بندېدو له ګواښ سره مخ دي. دوی زیاته کړه چې کرنیز سکټور، د مېوو باغونه او د ټرانسپورټ کاروبار هم سخت زیان لیدلی دی.

یو ویناوال وویل: «جګړو کې هم تجارت نه بندېږي، خو اوسنی وضعیت خلک د لوږې، فقر او اندېښنو کندې ته ټېل وهلي دي».

لاریونوالو خبرداری ورکړ چې که بې‌روزګاري او اقتصادي فشار دوام وکړي، د امنيتي وضعیت خرابېدو خطر به نور هم زیات شي. لاریون کوونکو له حکومتي مشرانو وغوښتل چې د خلکو د اقتصادي ستونزو د ختمولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

هغوی افغان طالبانو ته هم پیغام ورکړ چې د خبرو له لارې دې ستونزه حل کړي.

لاریونوالو ټینګار وکړ چې د سوداګرۍ بندېدل تر ټولو لوی زیان د پاکستان اقتصاد ته رسېږي او دواړه هېوادونه باید ټولې سوداګریزې لارې ژر تر ژره بېرته پرانیزي، «تر څو د خلکو اقتصادي وژنه بنده شي».

ملګر‌ي ملتونه وایي، پاکستان د روان کال له پیله ۱۰۰زره افغانان په جبري توګه ستانه کړي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۱ GMT+۰
ملګر‌ي ملتونه وایي، پاکستان د روان کال له پیله ۱۰۰زره افغانان په جبري توګه ستانه کړي
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تازه شمېرې ښيي چې په پاکستان کې د افغانانو د نیونو او جبري ایستنو لړۍ په بې‌سارې توګه لوړه شوې ده. یوازې سږکال تر ۱۰۰ زرو ډېر افغانان نیول شوي، او تر ټولو ډېرې نیونې په بلوچستان کې د چاغۍ او کوټې او په پنجاب کې د اټک په سیمو کې شوې دي.

د یونسیار په تازه راپور کې ویل شوي چې د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکي او بې‌اسناده افغانان په ۲۰۲۵ کال کې د پخوا پرتله په لویه کچه نیول شوي.

د راپور له مخې، د جنوري له لومړۍ نېټې تر د نومبر ۸مې پورې ۱۰۰،۹۷۱ افغانان د پولیسو له‌خوا نیول شوي، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۴ کې یوازې ۹،۰۰۶ او په ۲۰۲۳ کې ۲۶،۲۹۹ و.

راپور زیاتوي چې یوازې د نومبر له ۲مې تر ۸مې پورې په یوه اونۍ کې ۱۳،۳۸۰ افغانان نیول شوي، چې د تیرې اونۍ پرتله ۷۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغو نیونو ۷۶ سلنه یې بې‌اسناده افغانان او ACC لرونکي وو.

یاد سازمان وایي، د نومبر په همدې اوونۍ کې ټولې نیونې په بلوچستان کې ۴۱ سلنه او په پنجاب کې ۴۳ سلنه وې، او تر ټولو ډېر افغانان د چاغۍ، کوټې او اټک له سیمو راپور شوي دي.

راپور ښيي چې د ۲۰۲۳ له سپتمبر څخه تر ۲۰۲۵ د نومبر تر ۸مې پورې نږدې ۱.۷ میلیونه افغانان اړ شوي چې پاکستان پرېږدي او افغانستان ته لاړ شي.

یوازې د نومبر په دویمه اونۍ کې ۵۵،۷۶۸ کسان د تورخم، غلام خان، چمن، بادیني او بهرامچې له لارې ستانه شوي چې پکې ۱۳،۵۴۸ کسان په جبري توګه ایستل شوي دي.

یونسیار وايي، د راستنېدونکو ډېری برخه د راجستر شویو کارتونو (PoR) لرونکي وو، خو ترې وروسته بې‌ اسناده افغانان او ACC لرونکي راغلل.

د ایستل شویو کسانو په ډله کې بیا ۸۴ سلنه بې‌ اسناده افغانان وو.

د راپور له مخې، د اپریل له لومړۍ څخه تر اوسه ۸۶۹،۴۴۸افغانان پاکستان پرېښی، چې ۱۳ سلنه یې په جبري توګه ایستل شوي.

د افغانانو د وتلو تر ټولو لوی لامل د نیول کېدو ویره بلل شوې ده.

په همدې موده کې ډېری افغانان د کوټې، اټک او اسلام‌اباد له سیمو پاکستان پرېږدي او بېرته افغانستان ته ګرځي.

یاده دې وي چي په ۲۰۲۵ کې د پاکستان حکومت څو نوي امرونه هم صادر کړي دي؛ په جنورۍ کې افغانانو ته ویل شوي چې له اسلام‌اباد او راولپنډۍ ووځي، په اپریل کې د IFRP دویم پړاو د ACC لرونکو لپاره پيل شو، او په جولای کې د PoR کارت لرونکو د ایستلو لپاره قانوني لار خلاصه شوه.

په بلوچستان کې بیا د پولیسو عملیات لا پسې سخت شوي، او یوازې په نوکندي کې ۴۳۴افغانان نیول شوي او د ایستلو پروسې لپاره د ګردي‌جنګل کمپ ته لیږدول شوي دي.

طالبانو په کابل کې یو کس سره ۱۷ زره نشه لرونکې ګولۍ نیولي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۳ GMT+۰
طالبانو په کابل کې یو کس سره ۱۷ زره نشه لرونکې ګولۍ نیولي
100%

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې د نشه یي توکو پر ضد ځانګړې څانګې یې د کابل ښار د اومې ناحیې په مربوطاتو کې ۱۷ زره ۲۵۰ نشه‌يي ګولۍ کشف او ضبط کړي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغه نشه‌یي توکو په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.

همدا راز ویل شوي، د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ د نشه یي توکو پر ضد مبارزې ځواکونو په ځانګړو کشفي عملیات کې ۱۷ زره ۲۵۰ ګولۍ چې د نشه‌يي توکو په ډله کې راځي، کشف او نیولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې تړاو نیول شوی کس به تر لومړنیو څېړنو وروسته به د‌ طالبانو اړوندو عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت چارواکو ویلي چې دغه اقدامات د کابل ښار د خلکو د خوندیتوب او د نشه‌يي توکو د مخنیوي په موخه ترسره شوي دي او د دوی هڅه دا ده چې د ټولنې زیانمنونکي مواد له خلکو لرې وساتل شي.

طالبانو د کندهاري انارو په صادراتو کې د ۳۲سلنه زیاتوالي خبر ورکړ

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۶ GMT+۰
طالبانو د کندهاري انارو په صادراتو کې د ۳۲سلنه زیاتوالي خبر ورکړ
100%

سره له دې چې له یوې میاشتې راهیسې له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې له لارې سوداګري تړل شوې، په کندهار کې طالب چارواکي وايي چې سږکال له دې ولایت نه نږدې ۲۲ زره ټنه انار بهر ته صادر شوي، چې د تېر کال پرتله ۳۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

په کندهار کې د طالبانو کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي چې تېر کال ۷زره ټنه انار صادر شوي وو، خو سږکال د صادراتو کچه د پام وړ لوړه شوې ده. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، سږکال له دې ولایت نږدې ۲۲ زره ټنه انار له هېواد څخه بهر صادر شوي، چې د تېر کال په پرتله ۳۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

دا په داسې حال کې ده له تیرې یوې میاشتې راپدېخوا له پاکستان سره د سوداګرۍ ټولې لارې تړلي او هیڅ ډول راکړه ورکړه پرې نه‌ده شوې.

د کندهار انار زیاتره صادرات مالیزیا، ازبکستان او روسیې ته شوي.

د طالبانو د کرنې ریاست مسولین وايي چې د صادراتو د دې زیاتوالي لامل د کروندګرو د محصول کیفیت لوړول، د ساتنې او بسته‌بندۍ ښه تدابیر او نړۍوالو بازارونو ته اسانتیاوې دي.

سرچینې زیاتوي چې د صادراتو دغه پرمختګ نه یوازې د کندهار اقتصادي وضعیت ښه کوي، بلکې د کروندګرو عاید لوړوي او په سیمه ییز اقتصاد مثبت اغېز کوي.