د یونسیار په تازه راپور کې ویل شوي چې د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکي او بېاسناده افغانان په ۲۰۲۵ کال کې د پخوا پرتله په لویه کچه نیول شوي.
د راپور له مخې، د جنوري له لومړۍ نېټې تر د نومبر ۸مې پورې ۱۰۰،۹۷۱ افغانان د پولیسو لهخوا نیول شوي، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۴ کې یوازې ۹،۰۰۶ او په ۲۰۲۳ کې ۲۶،۲۹۹ و.
راپور زیاتوي چې یوازې د نومبر له ۲مې تر ۸مې پورې په یوه اونۍ کې ۱۳،۳۸۰ افغانان نیول شوي، چې د تیرې اونۍ پرتله ۷۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
د دغو نیونو ۷۶ سلنه یې بېاسناده افغانان او ACC لرونکي وو.
یاد سازمان وایي، د نومبر په همدې اوونۍ کې ټولې نیونې په بلوچستان کې ۴۱ سلنه او په پنجاب کې ۴۳ سلنه وې، او تر ټولو ډېر افغانان د چاغۍ، کوټې او اټک له سیمو راپور شوي دي.
راپور ښيي چې د ۲۰۲۳ له سپتمبر څخه تر ۲۰۲۵ د نومبر تر ۸مې پورې نږدې ۱.۷ میلیونه افغانان اړ شوي چې پاکستان پرېږدي او افغانستان ته لاړ شي.
یوازې د نومبر په دویمه اونۍ کې ۵۵،۷۶۸ کسان د تورخم، غلام خان، چمن، بادیني او بهرامچې له لارې ستانه شوي چې پکې ۱۳،۵۴۸ کسان په جبري توګه ایستل شوي دي.
یونسیار وايي، د راستنېدونکو ډېری برخه د راجستر شویو کارتونو (PoR) لرونکي وو، خو ترې وروسته بې اسناده افغانان او ACC لرونکي راغلل.
د ایستل شویو کسانو په ډله کې بیا ۸۴ سلنه بې اسناده افغانان وو.
د راپور له مخې، د اپریل له لومړۍ څخه تر اوسه ۸۶۹،۴۴۸افغانان پاکستان پرېښی، چې ۱۳ سلنه یې په جبري توګه ایستل شوي.
د افغانانو د وتلو تر ټولو لوی لامل د نیول کېدو ویره بلل شوې ده.
په همدې موده کې ډېری افغانان د کوټې، اټک او اسلاماباد له سیمو پاکستان پرېږدي او بېرته افغانستان ته ګرځي.
یاده دې وي چي په ۲۰۲۵ کې د پاکستان حکومت څو نوي امرونه هم صادر کړي دي؛ په جنورۍ کې افغانانو ته ویل شوي چې له اسلاماباد او راولپنډۍ ووځي، په اپریل کې د IFRP دویم پړاو د ACC لرونکو لپاره پيل شو، او په جولای کې د PoR کارت لرونکو د ایستلو لپاره قانوني لار خلاصه شوه.
په بلوچستان کې بیا د پولیسو عملیات لا پسې سخت شوي، او یوازې په نوکندي کې ۴۳۴افغانان نیول شوي او د ایستلو پروسې لپاره د ګرديجنګل کمپ ته لیږدول شوي دي.