• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کندهار کې د خپلې تېرې جګړې ځیني پېښې مستند کړې

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۲ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې په کندهار کې یې د تېرې جګړې اړوند ځینو پېښو د عیني شاهدانو خبرې مستند کړي ترڅو یې راتلونکو نسلونو ته وسپاري. وزارت په اعلامیه کې لیکلی، چې د کندهار د زندان هغه تونل یې هم مستند کړ، چې ورڅخه ددې ډلې ۵۴۱ تنه نظامي بندیان ژوندي وتلي وو.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن شنبه، د لړم ۲۴مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ددې ډلې د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست د سمعي او بصري چارو ریاست پلاوي په دې وروستیو کې کندهار ولايت ته د مستندونو د جوړولو په موخه سفر کړی و.

طالبانو په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې په دې سفر کې هغه پېښې هم مستند شوي، چې د کندهار په تاریخ کې داسې شپې هم شته، چې د یوه کلي ۶۳ تنه غړي د بهرنیو ځواکونو په ړندې بمبارۍ کې وژل شوي دي.

طالبان په داسې حال کې دا پېښې مستند کوي، چې د بشري حقونو سازمانونو د راپورونو پر اساس دې ډلې په تېر شل کلنې جګړو پرمهال په ځانمرګي بریدونو،د سرک ماین چاودنو او موټر بمونو کې زیات شمیر بې ګناه افغانان وژلي دي.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

ذبیح الله مجاهد: طالبان د پښتو او فارسي ترمنځ هېڅ توپیر نه کوي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۱ GMT+۰
ذبیح الله مجاهد: طالبان د پښتو او فارسي ترمنځ هېڅ توپیر نه کوي
100%

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ایراني رسنۍ «صدا او سیما» سره په مرکه کې ویلي، چې فارسي «دري» او پښتو ژبې د طالبانو لپاره مساوي ارزښت لري او ترمنځ یې توپیر نه کوي.

مجاهد ویلي:« فارسي زموږ ژبه ده. په افغانستان کې دوې ژبې لرو، چې پښتو او دري دي.»

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د طالبانو لپاره دري او فارسي یو شان ژبه ده. نوموړ‌ي زیاته کړې:«موږ په دري باندي له لکه فارسي داسې خبرو کوو. خو دواړې ژبې موږ ته مساوي ارزښت لري.»

نوموړي ویلي، په هغه سیمو کې چې اکثریت په فارسي خبرې کوي، هلته تدریس هم په دري ژبه کېږي او موږ د کومې ژبې سره کوم تعصب نه لرو.

دا څرګدونې په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو په تېرو څلورو کلنونو کې د هېواد په کچه د لسګونو دولتي دفترونو له لوحو څخه د فارسي – دري کلمې لرې کړې دي.

څو ورځې وړاندې طالبانو د جوزجان پوهنتون له لوحې څخه د ازبکي ژبې توري حذف کړي وو چې د ډیرې علمي، کلتوري او سیاسي اشخاصو غصه یې راپارولې وه.

په خوست کې طالب والي: د وطن او ولس دفاع یوه مقدسه دنده ده

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۸ GMT+۰
په خوست کې طالب والي: د وطن او ولس دفاع یوه مقدسه دنده ده
100%

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، چې د خوست والي عبدالله مختار د علي شېر او تریزایي ولسوالیو په اوږدو کې له ډیورنډ کرښې څخه لیدنه کړې. عبدالله مختیار ویلي:«د وطن او ولس دفاع یوه مقدسه دنده ده او باید د دندې د ترسره کولو په وخت کې له صداقت او هوښیارۍ څخه کار واخیستل شي.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن شنبه، د لړم ۲۴مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ددې ډلې د خوست والي عبدالله مختار د علي شېر او تریزایي ولسوالیو په اوږدو کې د فرضي کرښې څخه د لیدنې پرمهال له یو شمیر ځايي منسوبینو سره هم ناسته کړې ده.

عبدالله مختار وویل:«د سرحدي سیمو امنیت نیول د ملي حاکمیت له اساسي ارکانو څخه بلل کیږي.»

د طالبانو کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د علي شېر او تریزایي ولسوالیو مسوولینو او منسوبینو هم په خپلو ویناګانو کې ویلي دي، چې په هر ډول شرایطو کې د وطن او ولس دفاع ته چمتو دي او ملي حاکمیت او ولس د ساتلو په موخه به هیڅ ډول غفلت تر سره نشي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړې وروسته د طالب چارواکو ډيورنډ کرښې ته څیرمه ولایتونه ته سفرونه زیات شوي دي.

رحمت الله نبیل وایي، طالبان دې د پاکستان تېري پر وړاندې د افغانانو درېدل خپل ملاتړ نه ګڼي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۹:۱۷ GMT+۰
رحمت الله نبیل وایي، طالبان دې د پاکستان تېري پر وړاندې د افغانانو درېدل خپل ملاتړ نه ګڼي
100%

د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت رییس رحمت‌الله نبیل د طالبانو له مشرانو غوښتي چې د پاکستان د وروستیو بریدونو په اړه د افغانانو کلک دریځ د خپل ملاتړ په توګه تعبیر نه کړي. نوموړی وایي، افغانان هم‌مهاله د پاکستان تېری غندي او طالبان یو «نامشروع او ویجاړوونکی جوړښت» بولي.

رحمت‌الله نبیل پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، طالبان باید د خلکو پر احساساتو لوبې ونه کړي او د افغانانو مشترک دریځ په غلطه برخه کې توجیه نه کړي. هغه ټینګار کړی چې د افغانستان ولس د پاکستان تېری په ښکاره ردوي، خو دا مخالفت «په هېڅ ډول د طالبانو د واکمنۍ د ملاتړ معنا نه لري.»

نبیل وايي: «افغانان په وضاحت سره کولای شي د پاکستان د لسیزو تېری وغندي، او په عین حال کې طالبان یو نامشروع، تړلی او ویجاړوونکی جوړښت وبولي.»

نوموړي ویلي، د طالبانو او د پاکستان د استخباراتي شبکې ترمنځ د درې لسیزو اړیکې لا هم د خلکو په ذهن کې جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.

د ده په خبره، که طالبان رښتیا ادعا کوي چې لهاې ایس اېسره هېڅ پټې معاملې نه لري، نو باید د ساده ازمیښت ځواب ووايي.

دا پخوانی افغان چارواکی زیاتوي: «یوازې یو طالب مشر دې قسم وخوري چې همدا اوس ۱۸۰ طالبان د کراچۍ په روغتونونو کې بستر نه دي، ۱۴۰نور په کوېټه کې تر درملنې لاندې نه دي، په دواړو ښارونو کې د طالبانو لپاره تمویل شوي مېلمستونونه شتون نه لري او د طالبانو د ټپیانو د درملنې لپاره نږدې ۱۵۰ زره ډالر د ISI اړوند څانګې له لوري نه دي ورکړل شوي».

نبیل زیاتوي چې تر څو طالبان د اساسي پوښتنو روښانه ځواب ورنه کړي، لکه د ښځو د زده‌کړې او کار حق، د خلکو اساسي ازادۍ، او د ولس له خوا د هېواد د برخلیک ټاکل، نو تر هغې دوی باید د خلکو د پاکستان ضد دریځ د خپل ملاتړ په توګه ونه ښيي.

هغه ټینګار کړی: «د افغانستان خلک، هم د متجاوز کرغیړنه څېره پېژني او هم د تړلو ځواکونو ماهیت؛ د ولس ملي اراده نه طالبان مني، نه یې مشروعیت ورکوي».

فضلي: پاکستان له څلوېښت کلونو راهیسې خپلې روزل شوې ملېشې، اوس د «هندي استخباراتو» ډلې ګڼي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۳ GMT+۰
فضلي: پاکستان له څلوېښت کلونو راهیسې خپلې روزل شوې ملېشې، اوس د «هندي استخباراتو» ډلې ګڼي
100%

د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي وايي، د پاکستان امنیتي او سیاسي جوړښت له لسګونو کلونو راهیسې زرګونه افغان کډوال ماشومان روزلي، خو اوس په ناڅاپي ډول هماغه خپلې روزل شوې ملېشې «د هند د استخباراتو ډلې» ګڼي. هغه وايي، دا روایت له واقعيیت سره تړاو نه لري.

فضل محمود فضلي شنبه د (لړم ۲۴مه) پر خپله اېکس پاڼه د پاکستان پر امنیتي ادارو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د ۱۹۷۰مې لسیزې راهیسې د دغه هېواد نظامیانو د افغان کډوالو د بد وضعیت څخه ګټه پورته کړې، له ۶ تر ۱۸ کلونو پورې ماشومان یې په مدرسو کې روزلي او د سیمې د ستراتیژیکو اهدافو لپاره یې کارولي دي.

فضلي لیکلي:«د ۱۹۷۰مو لسیزو راهیسې د پاکستاني استبلشمنټ له لسګونو زرو افغان کډوالو ماشومانو ناوړه ګټه اخیستې، هغوی یې په مدرسو کې وروزل ترڅو د امریکا او د هغې د متحدینو سټراټیژیک اهداف خوندي کړي او په یوه برخه کې خپلې ګټې هم وساتي».


هغه زیاتوي چې اوس پاکستان د همدغو خپلو روزل شوو عناصرو پر ضد دریږي او هغوی د «RAW ملېشانې» بولي، چې د ده په وینا «هیڅ منطقي معنا نه لري».

فضلي همدا راز لیکي:«یا نو تاسو د افغان طالبانو سره د خپل اختلاف په اړه دروغ وایئ، او یا هم د څلوېښت کلونو لپاره په داسې یوه بې واکه جمهوریت بدل پاتې شوي یاست چې پکې ګواکې د هند استخباراتو ستاسو تر سترګو لاندې دغه ډلې وروزلې او تاسو پرې هېڅ نه پوهېدو».


دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح شوې چې په پاکستان کې امنیتي چارواکي د ناامنۍ پړه پر طالبانو اچوي، خو د افغانستان د پخوانۍ حکومت ګڼ لوړپوړي چارواکي دا دریځ «بې اساسه او د اسلام اباد داخلي‌ناکامي» بولي.

طالبان وایي، هره ورځ ۲نیم زره پاسپورټونه وېشي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۵ GMT+۰
طالبان وایي، هره ورځ ۲نیم زره پاسپورټونه وېشي
100%

د طالبانو د پاسپورټ ریاست مشر عبدالکریم حسیب ویلي چې د پاسپورټونو وېش په ټول هېواد کې عادي شوی او اوس هره ورځ تر دوه نیم زرو پورې پاسپورټونه خلکو ته ورکول کېږي. هغه وایي، د بېړنیو ناروغانو او د ډېر عمر لرونکو لپاره ځانګړې اسانتیاوې هم رامنځته شوې دي.

د هغه په وینا، عادي غوښتونکي کولای شي خپل پاسپورټ په دوو ورځو کې ترلاسه کړي، خو د ناروغانو، مشرانو او لیرې پرتو سیمو د اوسېدونکو له‌پاره دا چاره لا چټکه شوې ده.

مولوي حسیب وایي: «هېوادوال عادي پاسپورټونه په دوه ورځو کې ترلاسه کوي، خو که ناروغان وي، مشران وي او یا د لرې نه راغلي وي، موږ په یو ساعت کې یا په یوه ورځ کې پاسپورټ ورکوو، حتا د ناروغانو لپاره موږ موټر ته بایومیټریک سیسټم وروړو».

هغه زیاتوي چې د پخوا پرتله اوس د پاسپورټ وېش پروسه منظمه شوې او خلک په اسانۍ خپل اسناد ترلاسه کوي. د ده په خبره: «په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټ ریاستونه فعال دي او موږ په ټوله افغانستان کې هره ورځ دوه نیم زره پورې پاسپورټونه ویشو».

نوموی وایي چې افغانان پرته له له ستونزو او په ارامۍ کولی شې چې پاسپورټ په لنډه موده کې ترلاسه کړي.