• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي، هره ورځ ۲نیم زره پاسپورټونه وېشي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د پاسپورټ ریاست مشر عبدالکریم حسیب ویلي چې د پاسپورټونو وېش په ټول هېواد کې عادي شوی او اوس هره ورځ تر دوه نیم زرو پورې پاسپورټونه خلکو ته ورکول کېږي. هغه وایي، د بېړنیو ناروغانو او د ډېر عمر لرونکو لپاره ځانګړې اسانتیاوې هم رامنځته شوې دي.

د هغه په وینا، عادي غوښتونکي کولای شي خپل پاسپورټ په دوو ورځو کې ترلاسه کړي، خو د ناروغانو، مشرانو او لیرې پرتو سیمو د اوسېدونکو له‌پاره دا چاره لا چټکه شوې ده.

مولوي حسیب وایي: «هېوادوال عادي پاسپورټونه په دوه ورځو کې ترلاسه کوي، خو که ناروغان وي، مشران وي او یا د لرې نه راغلي وي، موږ په یو ساعت کې یا په یوه ورځ کې پاسپورټ ورکوو، حتا د ناروغانو لپاره موږ موټر ته بایومیټریک سیسټم وروړو».

هغه زیاتوي چې د پخوا پرتله اوس د پاسپورټ وېش پروسه منظمه شوې او خلک په اسانۍ خپل اسناد ترلاسه کوي. د ده په خبره: «په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټ ریاستونه فعال دي او موږ په ټوله افغانستان کې هره ورځ دوه نیم زره پورې پاسپورټونه ویشو».

نوموی وایي چې افغانان پرته له له ستونزو او په ارامۍ کولی شې چې پاسپورټ په لنډه موده کې ترلاسه کړي.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۴
ستاسو روایت

یو طالب جنګیالی: د جګړې د ډګر جنګیالي اوس یا اوزګار دي او یا هم په کمو پیسو عسکري‌ کوي

۵

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

•
•
•

نور کیسې

امرالله صالح: د طالبانو تحریف شوي شریعت د ښځو رول تر خیرات غوښتو پورې محدود کړی

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۳ GMT+۰
100%

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر لومړي امرالله صالح د طالبانو پر حکومت د ښځو د حقونو د سرغړونې په اړه سخت انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو تحریف شوي شریعت د ښځو اصلي رول په خیرات اخیستو پورې محدود کړی دی.

صالح په اېکس پاڼه لیکلي چې، د طالبانو د شریعت تفسیر یوازې د ښځو حقونه محدودوي او هغوی د ټولنې فعال غړي نه ګڼي. نوموړي ویلي، «یوازې هغه څوک چې عزت نه لري کولای شي دا وضعیت توجیه کړي.»

صالح په ایکس د رزغون بهیر یو پوسټ ریپوسټ کړی چې د طالبانو د دوو ژبو اعلامیو سره تړاو لري: «په فارسي ژبه یې ویل شوي چې د ښځو اصلي او شرعي ځای تثبیت شوی او په پښتو ژبه ویل شوي چې د ښځو ځای «خوندی» شوی دی».

صالح دا څرګندونې د «جهالت دویمه څپه» بولي او ټینګار کوي چې د ښځو د حقونو محدودول د نړۍوالو اصولو او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دي. دا څرګندونې د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو په نښه کوي، چې په وروستیو کلونو کې یې د ښوونې، کار او ټولنیز ژوند په برخو کې د دوی لاسرسی تر ډېره محدوده کړی دی.

تاجکستان د طالبانو سره د اړیکو د پراختیا لپاره لوړپوړی پلاوی کابل ته استولی

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۴ GMT+۰
100%

د تاجکستان یو لوړپوړی دولتي پلاوی نن کابل ته تللی، څو له طالبانو سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو د پراختیا او سیمه‌ییزو تعاملاتو په اړه بحثونه وکړي. د سرچینو د معلوماتو له مخې، تمه ده چې دغه پلاوی له طالبانو سره په دوشنبه کې د افغانستان د سفارت په اړه هم خبرې وکړي.

په دې پلاوي په کې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت، امنیتي ادارو او نورو مهمو بنسټونو استازي شامل دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې د پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخول، ګډې پروژې پياوړې کول او سیمه‌ییز تعاملات پیاوړي کول دي.

ټاکل شوې دغه پلاوی له طالبانو سره د همکاریو او ګډو پروژو په اړه مفصل بحثونه وکړي. همدارنګه، تمه ده چې په دوشنبه کې د افغان سفارت د فعالیت او نورو تخنیکي مسایلو په اړه هم خبرې وشي.

یاد اژانس دا سفر د تاجکستان له لوري د تعامل په بدلون تعبیر کړی او وايي چې دواړه هېوادونه غواړي په سیمه‌ییزو چارو کې همغږي او همکارۍ ته وده ورکړي.

پخوانی ایرانی چارواکی: په تېرو لسو کلونو کې د پوهنتونونو تر «۱۲زرو ډېر استادان» له هېواده وتلي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۰ GMT+۰
100%

د ایران د لوړو زده کړو وزارت پخواني مرستیال ویلي چې په تېرو لسو کلونو کې له ۱۲ زرو زیات د بېلابېلو پوهنتونونو استادانو ایران پرېښی او له دې ډلې نږدې ۶۰ سلنه یوازې په تېرو څلورو کلونو کې کډوال شوي دي.

غلام‌ رضا ظریفیان وايي، د مدیریت اوسنی جوړښت د علمي نظام وړتیاوې کمزورې کړې او د اکاډمیک قشر د پراخې کډوالۍ لامل شوی دی. د تهران پوهنتون استاد کارن ابرینیا تېره ورځ ویلي و چې یوازې د همدې پوهنتون له انجینري او تخنیکي برخو څخه لږ تر لږه ۱۵۰۰ غړي د تېرو پنځو کلونو په ترڅ کې کډوال شوي دي.

ابرینیا زیاتوي، د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۳ کلونو تر منځ، د مخکښو پوهنتونونو د انجینري له شاوخوا ۶۰۰۰ استادانو څخه نږدې له څلور یوې برخې د بېلابېلو لاملونو له کبله هېواد پرېښی دی. تر دې وړاندې د ایران د علومو، تحقیقاتو او ټکنالوژۍ وزیر هم د علمي کدرونو د کډوالۍ له زیانونو سره په تړاو ویلي و چې د ۲۰۱۰ تر ۲۰۲۲ پورې له ۱۲ زرو ډېر ایراني څېړونکي له هېواده وتلي دي.

حسین سیمایي صراف وویل: «دا هغه کسان دي چې په ایران کې یې تحصیل کړی، د ماسټرۍ، دوکتورا فارغین او یا د پوهنتون استادان وو، خو هېواد یې پرېښی او خپلو څېړنو ته یې په نړۍوالو معتبره مجلو کې د بهرنيو څېړنیزو مرکزونو په نوم دوام ورکړی».

هغه زیاته کړه، که چیرې دغه څېړنیزې مقالې د ایران د پوهنتونونو په نوم خپرې شوې وای، د هېواد علمي درجه به ورسره لوړه شوې وای.

افغانستان کې د اوبو ناورین؛ طالبان وایي‌‌‌ د ځمکې لاندې اوبو له‌پاره چیک ډيمونه جوړوي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۹ GMT+۰
100%

د طالبانو اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د هېواد د اوبو د خوندیتوب او اغېزمن مدیریت لپاره پراخې هڅې روانې دي. طالب چارواکي وایي چې د چیک ډیمونو پروژې به د سیلابي اوبو کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو تغذیه او د ښاري او کرنیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهمه مرسته وکړي.

د طالبانو اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، قاري مطیع‌الله عابد وایي چې دا وزارت د نورو اړوندو بنسټونو په همکارۍ د اوبو د مهار او خوندي کولو لپاره پراخ پروګرامونه پلي کوي. د هغه په خبره، وزارت په پلان کې لرل چې ۱۴۰ چیک ډیمونه جوړ کړي چې تر دې دمه ۱۳۰ډیمونه بشپړ شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د پاتې نورو د جوړولو چارې روانې دي.

عابد زیاتوي چې په ټول هېواد کې د بېلابېلو وزارتونو په مرسته۴۵۰نور چیک ډیمونه جوړ شوي چې هدف یې د ځمکې لاندې اوبو تغذیه او د باراني اوبو راټولول دي.

د ده په وینا، دغه ډیمونه کولی شي د سیلابي اوبو تګلاره کنټرول کړي او په هغو سیمو کې چې د ځمکې لاندې اوبو سطحه په وروستیو کلونو کې په خطرناک ډول راټیټه شوې، د اوبو کچه بېرته لوړه کړي.

یاده دې وي چې د افغانستان په لویو ښارونو لکه کابل، هرات، کندهار، مزار او جلال‌اباد کې د ځمکې لاندې اوبو کچه په تېرو کلونو کې په چټکۍ سره راټیټه شوې ده.

د وروستیو څېړنو له مخې، د کابل د اکوایفرونو کچه په تېره لسیزه کې په چټک ډول راټیټه شوې چې، په ځینو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبه ۲۵تر ۳۰ مترو پورې ښکته شوې دي، او د ښار د اوبو ورځني استخراج د طبیعي بیاچارج له اندازې کلنۍ۴۴ میلیونه مکعب متره زیات دی.

راپورونه ښيي چې د اوبو کمښت خلک د اقتصادي فشارونو سره مخ کړي دي. په ځینو سیمو کې کورنۍ د خپل عاید تر ۳۰٪پورې د اوبو پر اخیستو لګوي، ځکه شخصي شرکتونه د اوبو بیې لوړې ټاکي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې که بیړنۍ او پراخې هڅې ونشي، د افغانستان لوی ښارونه په تېره کابل به د اوبو د کمښت له تر ټولو سخت بشري او اقتصادي ناورین سره مخ شي.

اوکراین د نووروسیسک د تېلو‌ پر ستر روسي ټرمینل د ډرون برید کړی

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۶ GMT+۰
100%

اوکرایني امنیتي ځواکونه وايي چې د دې هېواد بې‌پیلوټه الوتکو نن شنبه د (لړم ۲۴مه) د روسیې د نووروسیسک په بندري ښار کې د تېلو پر ستر ټرمینل برید کړی چې له امله یې تاسیسات زیانمن شوي دي.

د روسي ټیلیګرام چینلونو او سیمه‌ییزو چارواکو په وينا، برید د «شېشخاریس» په نفتي کمپلکس شوی، چې د ترانس‌نفت دولتي شرکت د پایپ‌لاین شبکې مهمه برخه بلل کېږي او د روسیې د لویو صادراتي ټرمینلونو له ډلې دی.

د چارواکي په وینا، د ټرمینل ګڼ ساحلي تاسیسات زیانمن شوي.

رویټرز د صنعتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې له برید وروسته روسیې د ورځې په کچه شاوخوا ۲.۲میلیونه بېرله نفت صادرات لنډمهالي درولي، چې د نړۍ د نفتو نږدې دوه سلنه عرضه جوړوي.

بل پلو د روسیې دولتي خبري اژانس «ریا نووستي» هم راپور ورکړی چې په بندر کې یوه ملکي کښتۍ هم د ډرون پدې بریدونو کې لګېدلې او درې عمله پکې ټپیان شوي دي.