اوکراین د نووروسیسک د تېلو پر ستر روسي ټرمینل د ډرون برید کړی

اوکرایني امنیتي ځواکونه وايي چې د دې هېواد بېپیلوټه الوتکو نن شنبه د (لړم ۲۴مه) د روسیې د نووروسیسک په بندري ښار کې د تېلو پر ستر ټرمینل برید کړی چې له امله یې تاسیسات زیانمن شوي دي.

اوکرایني امنیتي ځواکونه وايي چې د دې هېواد بېپیلوټه الوتکو نن شنبه د (لړم ۲۴مه) د روسیې د نووروسیسک په بندري ښار کې د تېلو پر ستر ټرمینل برید کړی چې له امله یې تاسیسات زیانمن شوي دي.
د روسي ټیلیګرام چینلونو او سیمهییزو چارواکو په وينا، برید د «شېشخاریس» په نفتي کمپلکس شوی، چې د ترانسنفت دولتي شرکت د پایپلاین شبکې مهمه برخه بلل کېږي او د روسیې د لویو صادراتي ټرمینلونو له ډلې دی.
د چارواکي په وینا، د ټرمینل ګڼ ساحلي تاسیسات زیانمن شوي.
رویټرز د صنعتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې له برید وروسته روسیې د ورځې په کچه شاوخوا ۲.۲میلیونه بېرله نفت صادرات لنډمهالي درولي، چې د نړۍ د نفتو نږدې دوه سلنه عرضه جوړوي.
بل پلو د روسیې دولتي خبري اژانس «ریا نووستي» هم راپور ورکړی چې په بندر کې یوه ملکي کښتۍ هم د ډرون پدې بریدونو کې لګېدلې او درې عمله پکې ټپیان شوي دي.


رویټرز د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د جمعې په ورځ (د لړم ۲۳مه) شیکاګو ته نږدې د فدرالي کډوالۍ د ادارې د یوې ودانۍ مخې ته د مذهبي مشرانو د مظاهرې پر مهال شاوخوا ۲۱ کسان نیول شوي دي.دا پېښه د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ د سختو تګلارو پر ضد د روانو مخالفتونو تازه بېلګه ده.
د کوک کاونټي «شريف» دفتر په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې ۲۱کسان د امريکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارېد پروسس مرکز مخې ته، چې د ايلينويز د براډويو ښار په سيمه کې دی د لاریون پر مهال نيول شوي دي.
خو چارواکو د نيول شویو کسانو نومونه او د هغوی د تورونو جزیياتو په اړه څه نه دي ویلي. په نیول شویو کسانو کې د ایوانسټن د «لېک سټريټ» کلیسا وزیر مایکل وولف، هم شامل دی.
د امریکا د کډوالۍ ادارېد براډویو مرکز د ټرمپ د کډوالۍ د سختو پالیسیو د مخالفو فعالانو د اعتراضونو مهم ځای ګرځېدلی، په داسې حال کې چې شیکاګو ډیموکرات پلوه ښار، له فدرالي کډوالۍ ادارو سره خپله همکاري محدوده کړې ده.
له هغه وخت راهیسې چې ټرمپ په سپټمبر کې د شیکاګو په ښار کېد کډوالۍ ادارېعملیات سخت کړل، لاریونوال او ځايي مسوولین په وار وار سره نښتي او پولیسو هم پر وړاندې یې له اوښکې بهوونکو ګازو، له لږ زیان لرونکي مرمیو، صوتي بمونو او مرچ لرونکو ټوپکونوکار اخیستی دی.
په اکتوبر کې یوه فدرالي قاضي حکم وکړ، چې د امریکا د کډوالۍ ادارې باید د لاریونوالو پر ضد له زوره کار وانهخلي. قاضي په ټينګار سره ویلي و، چې پولیس له مخکیني خبرداري پرته نهشي کولای د خلکو پر وړاندې اوښکې بهوونکي ګاز وکاروي، ځکه دا کار د خلکو د حقونو خلاف دی.
دا شخړه هغه وخت رامنځته شوه، چې یوه قاضي د ۱۳ کسانو د خوشې کېدو امر وکړ.دا هغه کسان دي، چې د امریکا د کډوالۍ ادارې په شیکاګو کې د قانون د ماتولو په تور نیولي وو.
قاضي جېفري کمینګز وویل، دا نیونې د ۲۰۲۲ کال د قانوني تړون خلاف وې، ځکه په هغه تړون کې لیکل شوي، چې چارواکي نهشي کولای له قانوني سند پرته څوک ونیسي او یا هم د ټرافیکي تلاشۍ په پلمه خلک بندي کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په ورځ امریکايي رسنیو خبر ورکړ، چې شاوخوا ۴۰ قاضیانو له کوم وضاحت پرته خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. ویل کیږي، چې د ټرمپ ادارې په دې اقدام سره د محکمو چارې ټکنۍ شوې دي.

د هندي کشمیر (جمو-کشمیر) په سرینګر کې د نوګام پولیسو پر مرکز چاودنه شوې چې له امله یې ۷ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي. ډېری وژل شوي کسان پولیس او د عدلي څېړنو د ټیم غړي دي چې د پولیسو مرکز دننه یې د ترلاسه شویو چاودېدونکو توکو معاینه کوله.
د هندي رسنیو د معلوماتو لهمخي، دغه چادونه د ترلاسه شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د رسنیو د لومړنیو راپورونو لهمخي، چاودنې د پولیسو په مرکز کې پراخه ویجاړي رامنځته کړې، یو شمېر موټر په بشپړ ډول سوځېدلي او د ودانۍ زیاته برخه هم زیانمنه شوې ده.
یوه سیمهییز پولیس چارواکي رویټرز ته ویلي، د دغې پېښې له امله ښايي د مرګژوبلې شمېر تر دې هم زیات شي، ځکه د ټپیانو له ډلې د پنځو کسانو حالت نازک دی.
د یادونې وړ ده، چې له دغې پېښې څلور ورځې مخکې په ډیلي کې هم د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه اته کسان ووژل شول.

د قطر بهرنیو چارو وزارت بیت المقدس انګړ ته د یو شمېر «یهودانو» ننوتل او د فلسطین د «کفر حارث» جومات د دروازې سوځول او پر دیوالونو یې د شعارونه لیکل غندلي دي.قطر دواړه کړنې له نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو سرغړونه ګڼلې ده.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ماخوستن (د لړم ۲۳مه) په یوې اعلامیه کې ټينګار کړی، چې د بیت المقدس جومات د مذهبي او تاریخي وضعیت د بدلولو هره هڅه د فلسطینیانو ترڅنګ د نړۍ د میلیونونو مسلمانانو ته منلو نه ده.
قطر ویلي، «د فلسطین موضوع او د فلسطین د خلکو د مشروع حقونو او د مذهبي مراسمو په ازاده توګه تر سره کولو ملاتړ بیا تاییدوو او د ۱۹۶۷ کال د پولو پربنسټ د یوه خپلواک دولت د جوړېدو حق چې پلازمېنه به یې ختیځ بیت المقدس وي ټينګار کوو.»
د عربي رسنیو د معلوماتو له مخي، (د لړم ۲۲ او ۲۳مه) سلګونه یهودان د بیت المقدس انګړ ته ننویلي او د خپل یهودي دین د قوانینو، اخلاقو او مذهبي «تلمودي» مراسم ترسره کړي دي.
یو شمېر نور یهودانو بیا د فلسطین په لویديځې غاړه کې «کفر حارث» جومات دروازه سوځولې او پر دیوالونو یې نژاد پاله شعارونه لیکلي دي.

د ملګرو ملتونو راپور ښيي، چې د اسراییل پوځ له لوري جوړ شوی دېوالد پولې پر ځای په لبنان خاوره کې جوړ شوی، چې دا د لبنان د حاکمیت او د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیک څخه ښکاره سرغړونه بلل کېږي. اسراییل بیا دغه مساله یوازې یوه ادعا بللې ده.
د ملګرو ملتونو د لبنان لپاره لنډمهاله ځواکونود تېرې میاشتې یوې سروې له مخې، د اسراییلي پوځ له لوري دغه کانکریټي دیوال یا «بلو لاین» د دواړو هېوادونو د ګډې پولې د بېلوالي په موخه جوړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، چې د اسراییلي پوځ له لوري جوړ شوی دېوال د لبنان شاوخوا څلور زره متره مربع خاوره د ځایي خلکو له لاسرسي اېستلې ده.
د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په وینا، د اسراییل د دېوال یوه بله برخه هم چې له سرحدي کرښې تېره شوې، د یارون په سوېل ختیځ کې جوړېدونکې ده.
د دوجاریک په وینا، د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو دغه مساله د اسراییل پوځ ته رسولې او له هغوی یې د یاد دیوال د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
دغو ځواکونوپه یوې اعلامیې کې ویلي: «د اسراییل موجودیت او د لبنان په خاوره کې یې جوړونې د امنیت شورا د۱۷۰۱پرېکړه لیک لهمخېد لبنان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض دی.»
خو د اسراییل د پوځ ویاند دغه ادعا رد کړې ده.

امریکایي رسنیو خبر ورکړی، چې د ټرمپ ادارې لهخوا د کډوالۍ شاوخوا ۴۰قاضیان پرته له کوم وضاحت څخه له دندو ګوښه شوي دي. له دغه قضایانو ډېری یې د کډوالو له حقونو په دفاع کې کار کاوه. ټرمپ له بیا واکمنېدو سره سم، د کډوالو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی دی.
امریکايي رسنیو د جمعې په ورځ (د لړم ۲۳مه) خبر ورکړی، چې شاوخوا ۴۰ قاضیانو له کوم وضاحت پرته خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. ویل کیږي، چې د ټرمپ ادارې په دې اقدام سره د محکمو چارې ټکنۍ شوې دي.
امریکايي رسنیو تر ډېره دا پوښتنه مطرح کړې: «چې ایا دا ګوښه کېدل د امریکا ادارې د سخت دريځ چلند برخه ده؟»
هغه پوښتنه، چې لا تر اوسه امریکايي چارواکو ورته ځواب نه دی ویلی.
د امریکا د کډوالۍ اړوند محاکمو د چارو مسوول په خبره، دوی په دې برخه کې شاوخوا ۷۰۰ قاضیان لري.
د ټرمپ د مشرۍ پر مهال ۲۰ قاضیان له وضاحت پرته ګوښه شوي او ګڼو نورو استعفاوې کړي.
اوس مهال په امریکا کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه دوسیې پاتې دي.
د قانوني بنسټونو او ټولنو لهخوا خبرداری ورکړل شوی، چې دا ګوښه کېدل به «د حقوقي خپلواکۍ» لپاره خطرناکې پایلې او د عدالت پر بهیر منفي اغېز ولري.