• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هندي کشمیر په سرینګر کې د نوګام پولیسو پر مرکز چاودنې ۳۴ کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اړولې

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۱:۲۵ GMT+۰

د هندي کشمیر (جمو-کشمیر) په سرینګر کې د نوګام پولیسو پر مرکز چاودنه شوې چې له امله یې ۷ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي. ډېری وژل شوي کسان پولیس او د عدلي څېړنو د ټیم غړي دي چې د پولیسو مرکز دننه یې د ترلاسه شویو چاودېدونکو توکو معاینه کوله.

د هندي رسنیو د معلوماتو له‌مخي، دغه چادونه د ترلاسه شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د رسنیو د لومړنیو راپورونو له‌مخي، چاودنې د پولیسو په مرکز کې پراخه ویجاړي رامنځته کړې، یو شمېر موټر په بشپړ ډول سوځېدلي او د ودانۍ زیاته برخه هم زیانمنه شوې ده.

یوه سیمه‌ییز پولیس چارواکي رویټرز ته ویلي، د دغې پېښې له امله ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېر تر دې هم زیات شي، ځکه د ټپیانو له ډلې د پنځو کسانو حالت نازک دی.

د یادونې وړ ده، چې له دغې پېښې څلور ورځې مخکې په ډیلي کې هم د یوې ‌چاودنې له امله لږ تر لږه اته کسان ووژل شول.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

•
•
•

نور کیسې

قطر د بیت المقدس پر انګړ یرغل او فلسطین کې پر یوه جومات برید غندلی

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۵ GMT+۰
قطر د بیت المقدس پر انګړ یرغل او فلسطین کې پر یوه جومات برید غندلی
100%

د قطر بهرنیو چارو وزارت بیت المقدس انګړ ته د یو شمېر «یهودانو» ننوتل او د فلسطین د «کفر حارث» جومات د دروازې سوځول او پر دیوالونو یې د شعارونه لیکل غندلي دي.قطر دواړه کړنې له نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له پرېکړه‌ لیکونو سرغړونه ګڼلې ده.

د قطر بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ماخوستن (د لړم ۲۳مه) په یوې اعلامیه کې ټينګار کړی، چې د بیت المقدس جومات د مذهبي او تاریخي وضعیت د بدلولو هره هڅه د فلسطینیانو ترڅنګ د نړۍ د میلیونونو مسلمانانو ته منلو نه ده.

قطر ویلي، «د فلسطین موضوع او د فلسطین د خلکو د مشروع حقونو او د مذهبي مراسمو په ازاده توګه تر سره کولو ملاتړ بیا تاییدوو او د ۱۹۶۷ کال د پولو پربنسټ د یوه خپلواک دولت د جوړېدو حق چې پلازمېنه به یې ختیځ بیت المقدس وي ټينګار کوو.»

د عربي رسنیو د معلوماتو له مخي، (د لړم ۲۲ او ۲۳مه) سلګونه یهودان د بیت المقدس انګړ ته ننویلي او د خپل یهودي دین د قوانینو، اخلاقو او مذهبي «تلمودي» مراسم ترسره کړي دي.

یو شمېر نور یهودانو بیا د فلسطین په لویديځې غاړه کې «کفر حارث» جومات دروازه سوځولې او پر دیوالونو یې نژاد پاله شعارونه لیکلي دي.

ملګري ملتونه: د اسراییل دېوال د لبنان له پولې اوښتی دی

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۹ GMT+۰
ملګري ملتونه: د اسراییل دېوال د لبنان له پولې اوښتی دی
100%

د ملګرو ملتونو راپور ښيي، چې د اسراییل پوځ له لوري جوړ شوی دېوالد پولې پر ځای په لبنان خاوره کې جوړ شوی، چې دا د لبنان د حاکمیت او د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیک څخه ښکاره سرغړونه بلل کېږي. اسراییل بیا دغه مساله یوازې یوه ادعا بللې ده.

د ملګرو ملتونو د لبنان لپاره لنډمهاله ځواکونود تېرې میاشتې یوې سروې له مخې، د اسراییلي پوځ له لوري دغه کانکریټي دیوال یا «بلو لاین» د دواړو هېوادونو د ګډې پولې د بېلوالي په موخه جوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، چې د اسراییلي پوځ له لوري جوړ شوی دېوال د لبنان شاوخوا څلور زره متره مربع خاوره د ځایي خلکو له لاسرسي اېستلې ده.

د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په وینا، د اسراییل د دېوال یوه بله برخه هم چې له سرحدي کرښې تېره شوې، د یارون په سوېل ختیځ کې جوړېدونکې ده.

د دوجاریک په وینا، د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو دغه مساله د اسراییل پوځ ته رسولې او له هغوی یې د یاد دیوال د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

دغو ځواکونوپه یوې اعلامیې کې ویلي: «د اسراییل موجودیت او د لبنان په خاوره کې یې جوړونې د امنیت شورا د۱۷۰۱پرېکړه لیک له‌مخېد لبنان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض دی.»

خو د اسراییل د پوځ ویاند دغه ادعا رد کړې ده.

د امریکا حکومت له‌خوا د کډوالۍ اړوند لسګونه قاضیان له کوم وضاحت پرته له دندو ګوښه شوي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۲ GMT+۰
د امریکا حکومت له‌خوا د کډوالۍ اړوند لسګونه قاضیان له کوم وضاحت پرته له دندو ګوښه شوي
100%

امریکایي رسنیو خبر ورکړی، چې د ټرمپ ادارې له‌خوا د کډوالۍ شاوخوا ۴۰قاضیان پرته له کوم وضاحت څخه له دندو ګوښه شوي دي. له دغه قضایانو ډېری یې د کډوالو له حقونو په دفاع کې کار کاوه. ټرمپ له بیا واکمنېدو سره سم، د کډوالو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی دی.

امریکايي رسنیو د جمعې په ورځ (د لړم ۲۳مه) خبر ورکړی، چې شاوخوا ۴۰ قاضیانو له کوم وضاحت پرته خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. ویل کیږي، چې د ټرمپ ادارې په دې اقدام سره د محکمو چارې ټکنۍ شوې دي.

امریکايي رسنیو تر ډېره دا پوښتنه مطرح کړې: «چې ایا دا ګوښه کېدل د امریکا ادارې د سخت دريځ چلند برخه ده؟»

هغه پوښتنه، چې لا تر اوسه امریکايي چارواکو ورته ځواب نه دی ویلی.

د امریکا د کډوالۍ اړوند محاکمو د چارو مسوول په خبره، دوی په دې برخه کې شاوخوا ۷۰۰ قاضیان لري.

د ټرمپ د مشرۍ پر مهال ۲۰ قاضیان له وضاحت پرته ګوښه شوي او ګڼو نورو استعفاوې کړي.

اوس مهال په امریکا کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه دوسیې پاتې دي.

د قانوني بنسټونو او ټولنو له‌خوا خبرداری ورکړل شوی، چې دا ګوښه کېدل به «د حقوقي خپلواکۍ» لپاره خطرناکې پایلې او د عدالت پر بهیر منفي اغېز ولري.

شوکت میرضیایف: د منځنۍ اسیا ثبات د افغانستان له وضعیت سره تړاو لري

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۲ GMT+۰
شوکت میرضیایف: د منځنۍ اسیا ثبات د افغانستان له وضعیت سره تړاو لري
100%

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف، ویلي چې د منځنۍ اسیا هر اړخیزه سوله او ثبات په لویه کچه د افغانستان د بیا رغونې او پراختیا پورې تړلی دی. نوموړي دا څرګندونې په یو مقاله کې کړې چې د ازبکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په ویب‌پاڼه کې خپره شوې ده.

میرضیایف په خپله مقاله کې لیکلي چې افغانستان د سیمې له اصلي جوړښت څخه دی او هېڅ‌کله هم باید د یوې څنډې یا حاشیې په توګه ونه لیدل شي.

د هغه په وینا، د سیمې د ثبات ساتل د افغانستان له مسایلو سره د جدي برخې اخیستنې پرته امکان نه لري.

هغه چې دغه لیکنه د منځنۍ اسیا د هېوادونو د مشورتي ناستې تر مخه خپره کړې، وایي چې د افغانستان ځورېدلی ملت لا هم په یو ژور بشري بحران کې ژوند کوي. ولسمشر میرضیایف د افغانستان په سیمه‌ییزو او نړیوالو بهیرونو کې د دوامدار ګډون پر اړتیا ټینګار کړی دی.

ازبکستان چې له طالبان سره پراخې اقتصادي او ډیپلوماتیکې اړیکې لري، د افغان–ترانس د رېل‌پټلۍ جوړول یو مهم ستراتیژیک پروژه بولي.

میرضیایف ویلي چې دا رېل‌پټلۍ به د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د وصل یوه بنسټیزه کړۍ شي او د افغانستان د اقتصادي احیا لپاره به نوې زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو، انرژۍ په برخه کې د همکارۍ او د افغان متخصصینو د روزنې پروګرامونه روان دي او ازبکستان یې پیاوړتیا ته ژمن دی.

میرضیایف ټینګار کوي چې افغانستان باید د سولې، امنیت، همکارۍ او پرمختګ د ګډې سیمې یوه برخه واوسي؛ یوه داسې سیمه چې د ټولو هېوادونو د ګډو ګټو استازیتوب وکړي او په سویلي پوله د ثبات یو دوامدار کمربند رامنځته کړي.

سره له دې چې ازبکستان له طالبانو سرهنږدې اړیکې لري، د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښمن پاتې دي، په ځانګړي ډول د داعش فعالیتونه او نور رادیکال جریانونه.

تاجکستان او پاکستان غواړي چې پوځي همکاري زیاته کړي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۲ GMT+۰
تاجکستان او پاکستان غواړي چې پوځي همکاري زیاته کړي
100%

د تاجکستان د دفاع وزیر امام علي صابرزاده پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف، د پوځ مشر عاصم منیر او نورو لوړ پوړو پوځي چارواکو سره لیدلي دي. د تاجکستان د دفاع وزارت وایي چې د دې سفر موخه د پوځي او تخنیکي همکاریو پیاوړتیا ده.

یاد وزارت ویلي: «دواړو خواوو د پوځي او تخنیکي همکارۍ په اړه بحث کړی او دا یې مهمه وګڼله چې په سیمه او نړۍ کې په بې ثباته شرایطو کې ملګرتیا لا پیاوړې کړي.»

د تاجکستان او پاکستان د لوړ پوړو پوځي چارواکو ترمنځ د بحث نور موضوعات په دواړو هیوادونو کې د ګډو تمرینونو ترسره کول، د تجربو شریکول او په روزنیزو کورسونو کې ګډون کول شامل دي.

د راپور له مخې، دواړو خواوو د پوځي همکارۍ، زده کړې، د ترهګرۍ سره مبارزه او سیمه ییز امنیت په برخو کې د هڅو د زیاتولو هوډ څرګند کړی.

د یادلو وړ ده، چې د تاجکستان او پاکستان ځانګړو ځواکونو د روان کال په اګست کې د ترهګرۍ ضد خپل لومړی ګډ تمرین ترسره کړ، چې نوم یې «دوستي– ۲۰۲۵»و. دا تمرین د تاجیکستان د دفاع وزارت د فخراباد په روزنیز ډګر کې د ختلون په سیمه کې ترسره شو.

د دواړو هیوادونو شاوخوا ۱۰۰ځانګړو ځواکونو، په شمول د هوایي او پیاده ځواکونو، په دې تمرینونو کې برخه اخیستې وه.

د تاجکستان د دفاع وزارت وايي چې د نړیوال تروریزم او افراطیت ګواښونو ته په پام سره د داسې ګډو تمرینونو ترسره کول خورا مهم دي.