• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شوکت میرضیایف: د منځنۍ اسیا ثبات د افغانستان له وضعیت سره تړاو لري

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۲ GMT+۰

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف، ویلي چې د منځنۍ اسیا هر اړخیزه سوله او ثبات په لویه کچه د افغانستان د بیا رغونې او پراختیا پورې تړلی دی. نوموړي دا څرګندونې په یو مقاله کې کړې چې د ازبکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په ویب‌پاڼه کې خپره شوې ده.

میرضیایف په خپله مقاله کې لیکلي چې افغانستان د سیمې له اصلي جوړښت څخه دی او هېڅ‌کله هم باید د یوې څنډې یا حاشیې په توګه ونه لیدل شي.

د هغه په وینا، د سیمې د ثبات ساتل د افغانستان له مسایلو سره د جدي برخې اخیستنې پرته امکان نه لري.

هغه چې دغه لیکنه د منځنۍ اسیا د هېوادونو د مشورتي ناستې تر مخه خپره کړې، وایي چې د افغانستان ځورېدلی ملت لا هم په یو ژور بشري بحران کې ژوند کوي. ولسمشر میرضیایف د افغانستان په سیمه‌ییزو او نړیوالو بهیرونو کې د دوامدار ګډون پر اړتیا ټینګار کړی دی.

ازبکستان چې له طالبان سره پراخې اقتصادي او ډیپلوماتیکې اړیکې لري، د افغان–ترانس د رېل‌پټلۍ جوړول یو مهم ستراتیژیک پروژه بولي.

میرضیایف ویلي چې دا رېل‌پټلۍ به د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د وصل یوه بنسټیزه کړۍ شي او د افغانستان د اقتصادي احیا لپاره به نوې زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو، انرژۍ په برخه کې د همکارۍ او د افغان متخصصینو د روزنې پروګرامونه روان دي او ازبکستان یې پیاوړتیا ته ژمن دی.

میرضیایف ټینګار کوي چې افغانستان باید د سولې، امنیت، همکارۍ او پرمختګ د ګډې سیمې یوه برخه واوسي؛ یوه داسې سیمه چې د ټولو هېوادونو د ګډو ګټو استازیتوب وکړي او په سویلي پوله د ثبات یو دوامدار کمربند رامنځته کړي.

سره له دې چې ازبکستان له طالبانو سرهنږدې اړیکې لري، د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښمن پاتې دي، په ځانګړي ډول د داعش فعالیتونه او نور رادیکال جریانونه.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۳

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۴

پر افغان خاوره د پاکستاني بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ ناندرۍ

۵

ټي‌ټي‌پي د پښتونخوا په سوات کې د درېو کسانو د وژلو پړه منلې ده

•
•
•

نور کیسې

متقي له ډیکارلو سره په ټیلیفوني خبرو کې؛ بشري موضوعات باید سیاسي نه شي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۸ GMT+۰
متقي له ډیکارلو سره په ټیلیفوني خبرو کې؛ بشري موضوعات باید سیاسي نه شي
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې امیر خان متقي په سیاسي او د سولې ټینګښت چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو سره ټلیفوني خبرې کړي. متقي ویلي:«بشري موضوعات باید له سیاست سره ونه تړل شي، خو بدبختانه چې په عمل کې دا کار کیږي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه ، د لړم ۲۳مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره په اېکس کې لیکلي، چې په دغو خبرو کې د زلزله ځپلو او راستیندونکو کډوالو سره د مرستو، د هیواد او سیمې په وضعیت، په بشري برخو کې د همکارۍ په اقتصادي حالت، او د مخدره موادو پر خلاف د مبارزې او د خصوصي سکتور په کاري ګروپونو بحث وشو.

په دې خبرو اترو کې د طالبانو دبهرنیو چارو وزیر ویلی، چې که څه هم په تیر کال کې تر دوه مليونو زیات کډوال افغانستان ته راستانه شوي، خو بیا هم په ښه توګه ددوی راستنېدل مدیریت کړل.

متقي ادعا کړې، چې چې په سیاسي، امنیتي، اداري او اقتصادي برخو کې افغانستان ښه روان دی او د یوه هیواد په استثناء د سیمې او ګاونډ هېوادونو سره یې اړیکې غوړیدلي او د لا پرمختګ په حال کې دي.

د ملګرو ملتونو مرستیاله سرمنشي روزمیري ان ډیکارلو د ټلیفوني اړیکې پرمهال په ډاګه کړه، چې راستنیدونکي کډوالو ته باید په مناسبه او انساني توګه د راتلو زمینه برابره شي.

نوموړې زیاته کړه، چې دوی د زلزله ځپلو او راستانه شوي کډوالو سره د مرستو په موخه د مختلفو اړخونو سره په جدیت ښکیل دي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې هغې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو د کارکوونکو سره يې د طالبانو د لا زیاتي همکارۍ غوښتنه وکړه.

دا څرکندونې په داسې کې کېږي،چې په دې وروستیو کې طالبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوند دفترونو کې کارمندانې دفترونو او کار ځایونه ته له تلو څخه منعه کړې.

طالبان وايي چې په ارګ کې یې د «حسن بصري» په نوم نوی جومات جوړ کړی

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۷ GMT+۰
طالبان وايي چې په ارګ کې یې د «حسن بصري» په نوم نوی جومات جوړ کړی
100%

د طالبانو تر واک لاندې ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي ، چې یادې ډلې په ارګ کې د حسن بصري په نوم جامع جومات پرانېستنه کړې ده، خو ګڼ شمېر کسان وايي چې طالبان د نویو ودانیو په جوړولو سره د ارګ تاریخي ارزښت ته زیان رسوي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نن جمعه، د لړم ۲۳مه د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند له خوا د حسن بصري په نوم جومات پرانېستنه وشوه.

طالبانو ویلي، چې یاد جومات د افغان انجنیرانو او ملسکي کاریګرو له خوا د هرات له مرمرو، د هلمند له رخامو، د میدان وردګ له ډبرو، د کنړ او نورستان له لرګیو څخه پر ۶۲۷ متر مربع ځمکه جوړ شوی او په یوه وخت کې د ۱۰۰۰ تنه لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

د یاد جومات د بنسټ ډبره په ۱۴۰۱ کال کې د طالبانو د ریاست الوزرا ملا محمد حسن اخوند له خوا اېښودل شوې وه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

پر همدغه مهال بیا ګڼ کسان د طالبانو له خوا په ارګ کې د نویو ودانیو په جوړولو نیوکه کوي او وايي، چې په دې کار سره د ارګ تاریخي جوړښت ته زیان اړوي.

د راپورونو له مخې، وړاندې تردې هم په ارګ کې د سلګونو لمونځ کوونکو په ظریف جومات شتون درلود.

پاکستان له افغان طالبانو د ټي ټي پي پر ضد د اقداماتو غوښتونکی دی

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۴ GMT+۰
پاکستان له افغان طالبانو د ټي ټي پي پر ضد د اقداماتو غوښتونکی دی
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه په چټکۍ سره زیات شوي دي. طاهر اندرابي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې پاکستان تمه لري چې د «طالبانو رژیم» به د ټي ټي پي پر وړاندې اقدام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي نن جمعه، د لړم ۲۳مه د یوه خبري ناستې پرمهال ویلي، چې طالبان ادعا کوي چې پر ټول افغانستان کنټرول لري مګر کله چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرۍ خبره راځي نو بیا خپله بې وسي ښيي.

طاهر انداربي زیاته کړه، چې هیواد یې حتی افغانستان ته یو شمیر سوداګریز امتیازات ورکړي دي خو له افغانستان سره سوداګري او ټرانزیټ یوازې هغه وخت امکان لري چې طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې واضح او مشخص اقدامات وکړي.

طاهر اندرابي ویلي، چې پاکستان په تیرو کلونو کې هڅه کړې چې د افغان طالبانو رژیم سره په مثبت ډول ښکیل شي.

د هغه په ​​وینا، د ترهګرۍ پر وړاندې اقدام د طالبانو د ادارې مسؤلیت دی او پاکستان به د خپلو خلکو د ساتنې لپاره ټول اړین اقدامات وکړي.

په دې وروستیو اونیو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ درې پړاوه خبرې اترې ترسره شوې دي. په دوحه کې د خبرو اترو په لومړي پړاو کې، دواړو خواوو په لنډمهاله اوربند موافقه وکړه.

د خبرو اترو دوهم او دریم پړاو په استانبول کې ترسره شول، چې پرته له کومې پایلې پای ته ورسېدې.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف مخکې ویلي وو چې په استانبول کې د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ خبرې اترې په بشپړ ډول په ټپه ولاړې دي او اوس مهال د خبرو اترو د بل پړاو لپاره هیڅ پلان نشته.

هغه وویل:«زموږ تش لاس راستنیدل د دې نښه ده چې منځګړي نور افغان طالبانو څخه هیله نلري.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وروسته د استانبول د خبرو اترو ناکامېدل تایید کړل خو طالبان تل دا ردوي، چې افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کارول کېږي.

سرچینې: طالبانو په دایکندي کې د مېرمنو لسګونه کاروبارونه تړلي دي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۷ GMT+۰
سرچینې: طالبانو په دایکندي کې د مېرمنو لسګونه کاروبارونه تړلي دي
100%

په دایکندي کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د طالبانو ښاروالۍ د مرکز نیلي ښار په دوو بازارونو کې د نارینه وو د فعالیت له امله د ښځو دوکانونه تړلي او شاوخوا ۳۰۰ مېرمنې بې روزګاره کړي. سوداګرې مېرمنې وايي چې دوی د اعتراض لپاره ولایت مقام مخې ته هم راټولې شوې وې.

د دایکندي په مرکز نیلي کې ځايي سرچینو نن جمعه، د لړم ۲۳مه افغانستان انټرنیشنل - پښتو ته وویل، چې د طالبانو ښاروالۍ د نیلي ښار په بازارونو کې د مېرمنو دوکانونه تړلي دي او ورته یې ویلي چې د ښار په څنډه کې په یوه پارک کې خپل کاروبار ته دوام ورکړي.
د سرچینو په وینا، طالبانو مېرمنو ته ویلي چې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره دوی باید هټۍ واخلي چې له پنځوس زره افغانیو څخه ډیر لګښت لري او بیا د ښاروالۍ لخوا ټاکل شوي ځای ته لاړ شي.

سرچینو زیاته کړې، چې دا لګښت د هغو مېرمنو لپاره خورا ستونزمن دی چې د کورنیو سرپرستي ور تر غاړې ده.

د سرچینو په وینا، طالبانو دمخه ښځو ته ګواښ کړی و چې د نیلي ښار زاړه او نوي بازارونه خالي کړي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، شاوخوا ۶۰ ښځینه سوداګرې لا دمخه د ښاروالۍ لخوا ټاکل شوي ځای ته لیږدول شوي دي.

سرچینې وايي چې بل ځای ته لېږدول شوې میرمنې هم غواړي، چې بیرته نیلي بازار ته راشي.
د هغو میرمنو څخه چې دوکان یې تړل شويیوه یې وایي: «زموږ دوکانونه د څلورو ورځو لپاره تړل شوي دي ځکه چې موږ باید د نارینه وو په منځ کې کار ونه کړو.»
د سرچینو په وینا، وروسته له هغه چې دوکانونه وتړل شول، مېرمنې څو ځله د طالبانو ولایت مقام ته ورغلې او د طالبانو له مرستیال والي سره یې لیدلي خو ویل کېږي چې دوی له ناوړه چلند سره مخامخ شوي دي.

سرچینو زیاته کړه، چې د طالبانو چارواکو مېرمنو ته وویل: «یا د ښاروالۍ امرونه تعقیب کړئ یا خپل دوکانونه بند کړئ او په کور کې پاتې شئ.»

یوې سرچینې وویل چې مېرمنې سوداګرې لاهم د طالبانو له چارواکو سره مشورې کوي.

افغانستان انټرنشنل ته رارسېدلو انځورونه دا هم ښايي، چې ځینې دوکانونه قلف شوي او د مېرمنو یوه ډله د ولایت د والي د دفتر مخې ته راټوله شوې ده.

تاجکستان او پاکستان غواړي چې پوځي همکاري زیاته کړي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۲ GMT+۰
تاجکستان او پاکستان غواړي چې پوځي همکاري زیاته کړي
100%

د تاجکستان د دفاع وزیر امام علي صابرزاده پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف، د پوځ مشر عاصم منیر او نورو لوړ پوړو پوځي چارواکو سره لیدلي دي. د تاجکستان د دفاع وزارت وایي چې د دې سفر موخه د پوځي او تخنیکي همکاریو پیاوړتیا ده.

یاد وزارت ویلي: «دواړو خواوو د پوځي او تخنیکي همکارۍ په اړه بحث کړی او دا یې مهمه وګڼله چې په سیمه او نړۍ کې په بې ثباته شرایطو کې ملګرتیا لا پیاوړې کړي.»

د تاجکستان او پاکستان د لوړ پوړو پوځي چارواکو ترمنځ د بحث نور موضوعات په دواړو هیوادونو کې د ګډو تمرینونو ترسره کول، د تجربو شریکول او په روزنیزو کورسونو کې ګډون کول شامل دي.

د راپور له مخې، دواړو خواوو د پوځي همکارۍ، زده کړې، د ترهګرۍ سره مبارزه او سیمه ییز امنیت په برخو کې د هڅو د زیاتولو هوډ څرګند کړی.

د یادلو وړ ده، چې د تاجکستان او پاکستان ځانګړو ځواکونو د روان کال په اګست کې د ترهګرۍ ضد خپل لومړی ګډ تمرین ترسره کړ، چې نوم یې «دوستي– ۲۰۲۵»و. دا تمرین د تاجیکستان د دفاع وزارت د فخراباد په روزنیز ډګر کې د ختلون په سیمه کې ترسره شو.

د دواړو هیوادونو شاوخوا ۱۰۰ځانګړو ځواکونو، په شمول د هوایي او پیاده ځواکونو، په دې تمرینونو کې برخه اخیستې وه.

د تاجکستان د دفاع وزارت وايي چې د نړیوال تروریزم او افراطیت ګواښونو ته په پام سره د داسې ګډو تمرینونو ترسره کول خورا مهم دي.