• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تاجکستان او پاکستان غواړي چې پوځي همکاري زیاته کړي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۲ GMT+۰

د تاجکستان د دفاع وزیر امام علي صابرزاده پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف، د پوځ مشر عاصم منیر او نورو لوړ پوړو پوځي چارواکو سره لیدلي دي. د تاجکستان د دفاع وزارت وایي چې د دې سفر موخه د پوځي او تخنیکي همکاریو پیاوړتیا ده.

یاد وزارت ویلي: «دواړو خواوو د پوځي او تخنیکي همکارۍ په اړه بحث کړی او دا یې مهمه وګڼله چې په سیمه او نړۍ کې په بې ثباته شرایطو کې ملګرتیا لا پیاوړې کړي.»

د تاجکستان او پاکستان د لوړ پوړو پوځي چارواکو ترمنځ د بحث نور موضوعات په دواړو هیوادونو کې د ګډو تمرینونو ترسره کول، د تجربو شریکول او په روزنیزو کورسونو کې ګډون کول شامل دي.

د راپور له مخې، دواړو خواوو د پوځي همکارۍ، زده کړې، د ترهګرۍ سره مبارزه او سیمه ییز امنیت په برخو کې د هڅو د زیاتولو هوډ څرګند کړی.

د یادلو وړ ده، چې د تاجکستان او پاکستان ځانګړو ځواکونو د روان کال په اګست کې د ترهګرۍ ضد خپل لومړی ګډ تمرین ترسره کړ، چې نوم یې «دوستي– ۲۰۲۵»و. دا تمرین د تاجیکستان د دفاع وزارت د فخراباد په روزنیز ډګر کې د ختلون په سیمه کې ترسره شو.

د دواړو هیوادونو شاوخوا ۱۰۰ځانګړو ځواکونو، په شمول د هوایي او پیاده ځواکونو، په دې تمرینونو کې برخه اخیستې وه.

د تاجکستان د دفاع وزارت وايي چې د نړیوال تروریزم او افراطیت ګواښونو ته په پام سره د داسې ګډو تمرینونو ترسره کول خورا مهم دي.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

پر افغان خاوره د پاکستاني بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ ناندرۍ

۴

ټي‌ټي‌پي د پښتونخوا په سوات کې د درېو کسانو د وژلو پړه منلې ده

۵

په بلوچستان کې یو کس د خپلې مېرمنې او څلورو ماشومان تر وژلو وروسته ځان‌وژنه کړې

•
•
•

نور کیسې

اېمیل ولي خان: هره پېښه باید پر افغانستان ونه تپل شي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۵ GMT+۰
اېمیل ولي خان: هره پېښه باید پر افغانستان ونه تپل شي
100%

د عوامي ملي ګوند مشر اېمل ولي خان ویلي، چې په پاکستان کې هره پیښیدونکي مسله باید پر افغانستان تاوان نه شي، بلکې حقیقت دا دې چې پاکستان د مذهب په اور کې سوځي.

اېمېل ولي خان د پاکستان په سنا کې د خپلې وینا پر مهال وسله والو ډلو سره د چلند او پالیسۍ په اړه سختي نیوکې کړي او وايي، د پاکستان ادارې د خپلو ناکامو پالیسیو پړه پر افغانسان ور تاوانوي.

اېمل ولي خان زیاته کړې:«دا اوس یو رواج جوړ شوی دی او دلته چې څه پېښیږي، پړه یې پر افغانستان اچول کېږي. هغه څلویښت زره وسله وال چې د پاکستان په اجازه راغلي دي، هغوی باندې څه وشول؟ هغه وخت موږ ته ویل کېدل، چې لس زره یې ځان وژونکي دي، هغه څه شول؟»

نوموړي ویلي، ترهګري، بغاوت او افراطیت اوس د پاکستان د ټولنې برخه ګرځیدلي او پاکستان د سخت دریځۍ په لور روان دی.

نوموړي ویلي، چې د ښو او بدو وسله والو ډلو په نوم پالیسۍ ورته د منلو وړ نه دي او دا مسله باید په جدي توګه حل شي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې په دې وروستیو کې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په خورا خراب حالت کې دي او په ورته مهال په پاکستان کې د وسله والو بریدونه هم زیات شوي دي.

نۍ سازمان له پاکستان نه غوښتي، چې د افغان خبریالانو د نیولو لړۍ ودروي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۹:۱۲ GMT+۰
نۍ سازمان له پاکستان نه غوښتي، چې د افغان خبریالانو د نیولو لړۍ ودروي
100%

په جلاوطنۍ کې فعال د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ یو بنسټ «نۍ» د پاکستان له حکومت نه غوښتنه کړې، چې د افغان خبریالانو د نیولو او اېستلو بهیر ودروي. دغه سازمان ویلي، د پنج‌شنبې په ورځ پاکستاني پولیسو راولپنډۍ ښار کې د جعفر نیازي په نوم یو افغان خبریال نیولی دی.

یاد سازمان وایي، هغه افغانستان ته د شړل کېدو له ګواښ سره مخ دی. نۍ زیاته کړې، چې دې وضعیت په پاکستان کې مېشت ګڼ شمېر افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له جدي اندېښنو سره مخامخ کړي دي.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي اندېښمن دي؛ که افغانستان ته وشړل شي نو هلته به یې د طالبانو له لوري ژوند له ګواښونو سره مخ شي. په خپرپاڼه کې راغلي: «هغه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې پاکستان ته یې پناه وړې ده، باید د بشري حقونو د نړۍوالوقوانینو له مخې یې د پاکستان پولیس افغانستان ته له شړلو ډډه وکړي».

نۍ د جعفر نیازي د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه هم کړې او خبرداری یې ورکړی، چې که هغه افغانستان ته وشړل شي؛ نو ژوند به یې له جدي ګواښ سره مخ شي. په پاکستان کې سلګونه خبریالان، مدني فعالان او د ښځو د حقونو افغان فعالان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته مېشت شوي او لوېدیځو هېوادونو کې د پناه غوښتنې قضیې لري.

پاکستان په اسلام‌اباد کې د وروستي ځانمرګي برید په تړاو د «ټي‌ټي‌پي» څلور غړي‌ نیولي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۲ GMT+۰
پاکستان په اسلام‌اباد کې د وروستي ځانمرګي برید په تړاو د «ټي‌ټي‌پي» څلور غړي‌ نیولي
100%

د پاکستان حکومت وایي، اسلام‌اباد کې یې د وروستي ځانمرګي برید سره د تړاو په تور د پاکستاني طالبانو غورځنګ «ټي‌ټي‌پي» څلور غړي نیولي دي. دغه برید د روانې اونۍ په سر کې د G-11 ناحیې په قضایي کمپلکس کې شوی و او درنه مرګ‌ ژوبله یې اړولې وه.

د پاکستان حکومت پر اېکس پاڼه لیکل شوي، چې یاد کسان د استخباراتي او د ترهګرۍ ضد ادارو په ګډو عملیاتو کې نيول شوي دي. په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې دغه نیول شوي کسان د «ټي‌ټي‌پي»‌ وسله‌والې ډلې له یوې شبکې سره تړاو لري.

د دغه هېواد امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ ساجدالله چې په شینا مشهور دی او د دغه ځانمرګي بریدګر لارښود و او د پوښتنو ګروېږنو پر مهال یې منلې، چې د «ټي‌ټي‌پي»‌ یو قوماندان سعیدالرحمان چې په دادالله مشهور دی؛ د ټېلګرام له لارې ورسره اړیکه نیولې وه او ورته یې امر کړی و، چې په اسلام‌اباد کې ځانمرګي برید کې ورسره همکاري وکړي.

د شینا د اعترافونو له مخې؛ یاد قوماندان د ځانمرګي بریدګر عثمان انځورونه هغه ته لېږلي وو، څو نوموړی ورسره په اسلام‌اباد کې وګوري. شینا همدا راز ویلي، چې د قوماندان سعیدالرحمان په لارښوونه یې د پېښور له یوې هدېرې څخه د ځانمرګي یو واسکټ رااېستلی او اسلام‌اباد ته یې وړی و. د امنیتي چارواکو په وینا؛ د برید په ورځ همدغه نیول شوی واسکټ د شینا له لوري ځانمرګي بریدګر ته ور اغوستل شوی و.

د پاکستان حکومت زیاته کړې، چې دغه کړۍ د برید پرمهال په ټولو پړاونو کې د افغانستان دننه له خپلو مېشتو مشرانو سره په اړیکه کې وه او هغوی ورته لارښوونې کولې. دوی وایي، د یاد قوماندان په ګډون یې د یادې شبکې ټول غړي نیولي دي. پاکستاني چارواکي خبرداری ورکوي، چې پلټنې یې لا هم روانې دي او ښايي په دې تړاو ځینې نور کسان هم ونیول شي.

تېره سې‌شنبه د اسلام‌اباد په ابتدایي او استینافي محاکمو کې د شوي ځانمرګي برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي وو. دغه برید داسې مهال شوی، چې په پاکستان کې د مهمو نړۍوالو غونډو تر څنګ د پارلمان د مشرانو ترمنځ ګډې غونډې روانې وې.

تېره ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ادعا کړې، چې د اسلام‌اباد او سویلي وزیرستان په واڼه کې وروستي ځانمرګي بریدګر افغانان وو. دغه بریدونه داسې مهال کېږي، چې د افغان طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې د «ټي‌ټي‌پي» پر سر سختې کړکېچنې شوې او په دې تړاو یې ترمنځ د دوحې او قطر مذاکرات هم ناکام شوي دي.

خان جان الکوزی: طالبان او اسلام‌‌اباد دې سوداګري له سیاست څخه جلا کړي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۶ GMT+۰
خان جان الکوزی: طالبان او اسلام‌‌اباد دې سوداګري له سیاست څخه جلا کړي
100%

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر خان جان الکوزي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، له شته ترینګلتیاوو سره، سره د پاکستان لاره د افغانستان لپاره تر ټولو نږدې سوداګریزه لاره ده. هغه له طالبانو او پاکستان غوښتي، چې سوداګري له سیاست څخه جلا کړي.

هغه ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ لپاره بايد لازم شرايط او معيارونه په پام کې ونیول شي. هغه زیاته کړې، چې امنیتي او سیاسي مسایل باید له سوداګرۍ سره ګډ نه‌شي.

د پاکستان له‌خوا له افغانستان سره د ټولو لارو تړل پاتې کېدو وروسته د چهارشنبې په ورځ (د لړم په ۲۱مه) د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر افغان سوداګرو او صنعتکارانو ته سپارښته وکړه، چې له بدیلو لارو څخه کار واخلي. هغه ويلي:« د پاکستان له‌خوا د لارو تړل نه یوازې زموږ سوداګرو ته زیان رسولی؛ بلکې د بازار او عامو خلکو لپاره یې هم ستونزې راولاړې کړې دي.»

ورته مهال د ملا برادر د څرګندونو په ځواب کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل، چې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو کمول د پاکستان په ګټه دي. هغه وويل، چې د سوداګریزې راکړې ورکړې کمول به د قاچاق په کمولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې کنټرول کې مرسته وکړي.

خو خان ​​جان الکوزي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ بندېدل د دواړو خواوو په زیان دی. د هغه په ​​وينا؛ د لارو تړل هر کال پاکستان او افغانستان ته له يو څخه تر دوه مېليارد ډالرو پورې زيان رسوي.
نوموړي د افغان سوداګرو لپاره د بدیلو سوداګریزو لارو په اړه وویل، چې د افغانانو لپاره تر ټولو نږدې او ارزانه سوداګریزه لاره د پاکستان لاره ده. خو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې وتړل شوې.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر وايي، چې دا مهال شاوخوا ۱۱زره لارۍ په په ډیورنډ کرښه بندې پاتې دي. د افغانستان لپاره د لارو د تړلو د پایلو په اړه هغه وویل، چې د وریجو په ګډون په بازار کې د ځینو توکو بیې خورا لوړې شوې دي.

پاکستانۍ ورځپاڼه: اسلام‌اباد او سویلي وزیرستان کې وروستي ځانمرګي بریدګر افغانان وو

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۹ GMT+۰
پاکستانۍ ورځپاڼه: اسلام‌اباد او سویلي وزیرستان کې وروستي ځانمرګي بریدګر افغانان وو
100%

پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې جمعه د (لړم ۲۳مه) یو راپور کې ویلي، څېړنو روښانه کړې چې د اسلام‌اباد قضایي ادارو ته نږدې او د سویلي وزیرستان په واڼه سیمه کې پر پوځي کالج ځانمرګي بریدګر افغان وګړي وو. د دغو بریدونو مسوولیت د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والې ډلې منلی و.

ورځپاڼه د پاکستاني چارواکو په حواله خپل راپور کې زیاتوي، چې د سویلي وزیرستان پر پوځي کالج وروستي بریدګر ټول افغان وګړي وو.

پاکستاني چارواکي وايي، نوې موندنې ښيي چې د افغانستان خاوره لا هم د «ټي‌ټي‌پي» د عناصرو د فعالیت او پناه‌ځای په توګه کارېږي؛ سره له دې چې طالبانو په وار، وار ژمنه کړې چې د نورو هېوادونو پر ضد به د وسله‌والو ډلو فعالیت ته اجازه ورنه کړي.

راپور کاږي، اسلام‌اباد اراده لري چې دغو بریدونو کې د افغان وګړو د رول په تړاو شواهد له منځګړو هېوادونو (ترکیې او قطر) سره شریک کړي او وروسته دغه اسناد په رسمي توګه د طالبانو حکومت ته هم وسپاري.

دغه بدلونونه په داسې مهال رامنځته کېږي، چې د دواړو لورو ترمنځ په دوحې او استانبول کې د مسایلو د حل په تړاو خبرې اترې بې‌پایلې پای ته رسېدلې دي او پر یو بل یې د مذاکراتو د ناکامۍ پړې اچولې دي. طالبانو په دغو ناستو کې د تحریک طالبان پاکستان موضوع د پاکستان «کورنی مشکل» بللی؛ خو اسلام‌اباد دغه دریځ ردوي او ټینګار کوي چې د یادې ډلې ډېری مشران او غړي په افغانستان کې مېشت دي او د طالبانو تر پراخ ملاتړ لاندې فعالیت کوي.

د پاکستان د امنیتي چارواکو په وینا؛ وروستیو بریدونو کې د اسلام‌اباد «سرې کرښې» ماتې شوې او دغه هېواد یې نور زغم نه‌لري. اېکسپرېس ټرېبیون د پاکستان د یو جګپوړي چارواکي له خولې لیکلي: «اوسنی دریځ مو نتیجه نه‌ده ورکړې او که طالبان زموږ د اندېښنو پر وړاندې بې‌‌غوري وکړي، پاکستان به د خپل امنیت د خوندي کولو لپاره اړین ګامونه واخلي».

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم په پارلمان کې ویلي، چې د دواړو وروستیو بریدونو عاملین افغانان وو او پاکستان څو ځله خپلې امنیتي اندېښنې له کابل سره شریکې کړې دي؛ خو کوم اغېزمن ځواب یې نه‌دی تر لاسه کړی. د طالبانو حکومت بیا تر اوسه په رسمي ډول د دغو ادعاوو په تړاوڅه نه‌دي ویلي.

همداراز د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په یوه تازه راپور کې ټینګار کړی، چې پر واڼه پوځي کالج برید په افغانستان کې پلان شوی، سمبال شوی او له هماغه ځایه ورته لارښوونې کېدلې. په راپور کې ویل شوي، چې د عملیاتو طرحه په افغانستان کې د سختدریځو کسانو له لوري چمتو او تایید شوې وه او ټول بریدګر افغان وګړي وو.

راپور کې دا ادعا هم شوې، چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ د رول پټ ساتلو لپاره د برید مسوولیت د یوې بلې ډلې په نوم خپور شوی دی.

پاکستان اسلام‌اباد کې وروستی ځانمرګی برید تر ډیورنډ کرښې هاخوا د دوی خلاف د ګواښونو د ډېرېدو نښې بولي او خبرداری ورکوي، که له طالبانو سره یې ډېپلوماټیکې هڅې پایله ورنه کړي؛ نو امکان لري پر نورو اقداماتو لاس پورې کړي. اسلام‌اباد په وار، وار خبرداری ورکړی، چې د دغو ترهګریزو فعالیتونو خلاف یې نوره حوصله ختمه شوې ده.

هاخوا افغان طالبان بیا پاکستان ته ګوته نېسي، چې په افغانستان کې د جګړې لمن ته اور وهي او خپل هېواد کې یې د داعش وسله‌والې ډلې ته مرکزونه ورکړي او پوځ یې دغو ترهګرو ته روزنه هم ورکوي. افغان طالبان پر پاکستان د داعش د روزلو او اسلام‌اباد بیا پر کابل د «ټي‌ټي‌پي» د ساتلو تورونه لګوي. د ترکیې او قطر په څېر منځګړي هېوادونه هم نه‌دي توانېدلي چې د دواړو لورو ترمنځ د شخړو دا اصلي مسایل حل کړي.