• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نۍ سازمان له پاکستان نه غوښتي، چې د افغان خبریالانو د نیولو لړۍ ودروي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۹:۱۲ GMT+۰

په جلاوطنۍ کې فعال د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ یو بنسټ «نۍ» د پاکستان له حکومت نه غوښتنه کړې، چې د افغان خبریالانو د نیولو او اېستلو بهیر ودروي. دغه سازمان ویلي، د پنج‌شنبې په ورځ پاکستاني پولیسو راولپنډۍ ښار کې د جعفر نیازي په نوم یو افغان خبریال نیولی دی.

یاد سازمان وایي، هغه افغانستان ته د شړل کېدو له ګواښ سره مخ دی. نۍ زیاته کړې، چې دې وضعیت په پاکستان کې مېشت ګڼ شمېر افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له جدي اندېښنو سره مخامخ کړي دي.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي اندېښمن دي؛ که افغانستان ته وشړل شي نو هلته به یې د طالبانو له لوري ژوند له ګواښونو سره مخ شي. په خپرپاڼه کې راغلي: «هغه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې پاکستان ته یې پناه وړې ده، باید د بشري حقونو د نړۍوالوقوانینو له مخې یې د پاکستان پولیس افغانستان ته له شړلو ډډه وکړي».

نۍ د جعفر نیازي د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه هم کړې او خبرداری یې ورکړی، چې که هغه افغانستان ته وشړل شي؛ نو ژوند به یې له جدي ګواښ سره مخ شي. په پاکستان کې سلګونه خبریالان، مدني فعالان او د ښځو د حقونو افغان فعالان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته مېشت شوي او لوېدیځو هېوادونو کې د پناه غوښتنې قضیې لري.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۳

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۴

پر افغان خاوره د پاکستاني بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ ناندرۍ

۵

ټي‌ټي‌پي د پښتونخوا په سوات کې د درېو کسانو د وژلو پړه منلې ده

•
•
•

نور کیسې

پاکستان په اسلام‌اباد کې د وروستي ځانمرګي برید په تړاو د «ټي‌ټي‌پي» څلور غړي‌ نیولي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۲ GMT+۰
پاکستان په اسلام‌اباد کې د وروستي ځانمرګي برید په تړاو د «ټي‌ټي‌پي» څلور غړي‌ نیولي
100%

د پاکستان حکومت وایي، اسلام‌اباد کې یې د وروستي ځانمرګي برید سره د تړاو په تور د پاکستاني طالبانو غورځنګ «ټي‌ټي‌پي» څلور غړي نیولي دي. دغه برید د روانې اونۍ په سر کې د G-11 ناحیې په قضایي کمپلکس کې شوی و او درنه مرګ‌ ژوبله یې اړولې وه.

د پاکستان حکومت پر اېکس پاڼه لیکل شوي، چې یاد کسان د استخباراتي او د ترهګرۍ ضد ادارو په ګډو عملیاتو کې نيول شوي دي. په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې دغه نیول شوي کسان د «ټي‌ټي‌پي»‌ وسله‌والې ډلې له یوې شبکې سره تړاو لري.

د دغه هېواد امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ ساجدالله چې په شینا مشهور دی او د دغه ځانمرګي بریدګر لارښود و او د پوښتنو ګروېږنو پر مهال یې منلې، چې د «ټي‌ټي‌پي»‌ یو قوماندان سعیدالرحمان چې په دادالله مشهور دی؛ د ټېلګرام له لارې ورسره اړیکه نیولې وه او ورته یې امر کړی و، چې په اسلام‌اباد کې ځانمرګي برید کې ورسره همکاري وکړي.

د شینا د اعترافونو له مخې؛ یاد قوماندان د ځانمرګي بریدګر عثمان انځورونه هغه ته لېږلي وو، څو نوموړی ورسره په اسلام‌اباد کې وګوري. شینا همدا راز ویلي، چې د قوماندان سعیدالرحمان په لارښوونه یې د پېښور له یوې هدېرې څخه د ځانمرګي یو واسکټ رااېستلی او اسلام‌اباد ته یې وړی و. د امنیتي چارواکو په وینا؛ د برید په ورځ همدغه نیول شوی واسکټ د شینا له لوري ځانمرګي بریدګر ته ور اغوستل شوی و.

د پاکستان حکومت زیاته کړې، چې دغه کړۍ د برید پرمهال په ټولو پړاونو کې د افغانستان دننه له خپلو مېشتو مشرانو سره په اړیکه کې وه او هغوی ورته لارښوونې کولې. دوی وایي، د یاد قوماندان په ګډون یې د یادې شبکې ټول غړي نیولي دي. پاکستاني چارواکي خبرداری ورکوي، چې پلټنې یې لا هم روانې دي او ښايي په دې تړاو ځینې نور کسان هم ونیول شي.

تېره سې‌شنبه د اسلام‌اباد په ابتدایي او استینافي محاکمو کې د شوي ځانمرګي برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي وو. دغه برید داسې مهال شوی، چې په پاکستان کې د مهمو نړۍوالو غونډو تر څنګ د پارلمان د مشرانو ترمنځ ګډې غونډې روانې وې.

تېره ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ادعا کړې، چې د اسلام‌اباد او سویلي وزیرستان په واڼه کې وروستي ځانمرګي بریدګر افغانان وو. دغه بریدونه داسې مهال کېږي، چې د افغان طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې د «ټي‌ټي‌پي» پر سر سختې کړکېچنې شوې او په دې تړاو یې ترمنځ د دوحې او قطر مذاکرات هم ناکام شوي دي.

ذبیح الله مجاهد ومنله، چې د امریکا بې‌پېلوټه الوتکې د افغانستان پر اسمان ګرځي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۹ GMT+۰
 ذبیح الله مجاهد ومنله، چې د امریکا بې‌پېلوټه الوتکې د افغانستان پر اسمان ګرځي
100%

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ایران له صدا او سیما ټلوېزیوني شبکې سره په یوې مرکه کې ویلي، چې لاهم د افغانستان په هوایي حریم د امریکا بې‌پېلوټه الوتکې ګرځي. نوموړی وایي دغه الوتنې د ځینو ګاونډیو هېوادونو له لارې ترسره کېږي او دا کار د افغانستان له حاکمیت نه څرګنده سرغړونه ده.

مجاهد د دغه بې‌پېلوټه الوتکو د درېدو غوښتنه هم کړې ده. هغه همدا راز په یاده مرکه کې د هلمند د حقابې په تړاو هم څرګندونې کړې او ویلي یې دي، چې دوی له ایران سره دغه تړون ته ژمن دي. هغه زیاته کړې، چې د بارانونو نشتوالي او وچکالۍ له امله دغه اوبه کمې شوې دي.

هغه څرګنده کړه، چې که کافي اوبه موجودې وي؛ د تړون مطابق به ایران ته ورسېږي. د ده په وینا؛ ایراني پلاویو هم د وچکالۍ وضعیت او د اوبو د زېرمو کمښت تایید کړی دی.

د طالبانو ویاند ویلي، تر څلورو کلونو وروسته د دوی نظام په ګڼو برخو کې ښه پرمخ تللی دی.

نوموړي د پرمختګونو د دغه ادعا ترڅنګ، په نړۍواله کچه د رسمیت پېژندنې نشتوالی، کمزوری اقتصاد، د کډوالو پراخه ستنېدنه او نړۍوال بندیزونه د مهمو ننګوونو په توګه یاد کړل.

مجاهد د خپلو خبرو په بله برخه کې له ایران نه د افغان کډوالو د کلونو ـ کلونو مېلمه‌پالنې مننه وکړه او ویې‌ویل، چې د دواړو هېوادونو همکاري او همغږي کولای شي د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر اسانه کړي. هغه له ایران نه وغوښتل، چې له افغان کډوالو سره انساني او اسلامي چلند وکړي.

مجاهد د ایران د تېلو ځینو ټانکرونو د درېدلو په اړه وویل، چې لامل یې د ټولو وارداتي تېلو د معیار نه‌پوره‌کول دي. هغه زیاته کړه، چې بې‌کیفیته تېل د افغانستان د هوا ککړتیا یو مهم لامل دی. نوموړي د افغانستان د فارسي ژبې په اړه وویل، چې فارسي یا دري د هېواد له دوو رسمي ژبو څخه ده او طالبان ورته منفي لیدلوری نه‌لري.

مجاهد ادعا وکړه، چې ځینې کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ هڅه کوي د ایران او افغانستان ترمنځ اختلافات جوړ کړي؛ خو دواړه هېوادونه باید د هوښیارۍ په اساس خپلې اړیکې وساتي. د طالبانو ویاند وویل، چې د پولې امنیت د افغانستان لپاره خورا مهم دی او د دواړو خواوو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د قاچاق او سرحدي ستونزو په اړه ځینې تفاهمونه رامنځته شوي دي.

مجاهد د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د امریکا سره د اړیکو په اړه وویل، چې طالبان له ټولو هېوادونو سره د برابرۍ او اقتصادي اړیکو غوښتونکي دي؛ خو هېچا ته به په افغانستان کې د پوځي حضور اجازه ورنه‌کړي.

هغه د بګرام هوايي ډګر ته د امریکايي ځواکونو د بېرته ستنېدو او یا د چین د حضور په اړه خپرې شوې خبرې «بې‌‌بنسټه» وبللې.

په پای کې مجاهد د امریکا په بانکونو کې د افغانستان پر کنګل شویو شتمنیو خبرې وکړې او ویې‌ویل، چې طالبانو په نړۍوالو غونډو کې څو، څو ځله د دغو زېرمو د ازادولو غوښتنه کړې ده. نوموړي ټینګار وکړ، چې دغه شتمنۍ د افغانستان د خلکو ملکیت دی او باید ازادې شي.

اسماعیل خان: د طالبانو حکومت دوام ناشونی دی

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۴ GMT+۰
اسماعیل خان: د طالبانو حکومت دوام ناشونی دی
100%

د هرات پخوانی والي محمد اسماعیل خان وایي، چې د طالبانو په اوسنۍ اداره کې د خلکو لپاره د «ښې حکومتولۍ، کار، هوساینې، سولې، ټیکاو او پرمختګ زمینې برابرولو» کوم څرک نه لیدل کېږي. هغه ټینګار وکړ، چې د طالبانو دوره به پای ته ورسېږي او د یادې ډلې د حکومت دوام «ناشونی» دی.

محمد اسماعیل خان د ار ۲۴ تلوېزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي، د طالبانو واکمني «یو نظام نه‌دی»؛ بلکې «دا هغه ډله ده، چې د لویو موخو د ترلاسه کولو لپاره راوړل شوې ده چې دا به په راتلونکي کې روښانه شي.»

هغه ټینګار وکړ، چې د طالبانو څخه د افغانستان ازادول «د هر افغان مسوولیت» دی او «د خلکو کډوالېدل» په حقیقت کې د ازادۍ لپاره د چمتووالي نښه ده. هغه ټینګار وکړ، که شرایط برابر شي؛ نو د طالبانو ضد فعال ځواکونه به غلي پاتې نه‌شي او د افغانستان د ازادولو لپاره به عملي ګامونه پورته کړي.

د طالبانو پر وړاندې د پوځي اقدام لپاره د هغه او د طالبانو ضد ځواکونو د چمتووالي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، نوموړي د طالبانو سره د سیمې هېوادونو تعامل ته په اشارې سره وویل، چې ان د دوی ترمنځ خپلمنځي مذاکرات هم ډېر ستونزمن دي او دا «د پوځي اقدام د چانس کمولو» لامل کېږي.
هغه وويل، چې د طالبانو ضد ځواکونو له‌خوا د سياسي چمتووالي او تنظيم لپاره پراخې هڅې روانې دي.

نور جلال جلالي: د طبابت په برخه کې باید پر ځان بسیا شو

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۰ GMT+۰
نور جلال جلالي: د طبابت په برخه کې باید پر ځان بسیا شو
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي وایي، افغانستان باید له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي او د طبابت په برخه کې پر ځای بسیا شي. هغه دغه څرګندونې په کابل کې د مور او ماشوم لپاره د فرانسې روغتیایي انسټېټیوټ په کلنۍ غونډه کې کړې دي.

پنج‌شنبه د (لړم ۲۲مه) هغه ویلي، چې باید ډاکتران ځانونه د روغتیا په برخه کې په عصري‌ او نوې ټېکنالوژۍ بلد کړي. هغه زیاته کړه: «که موږ غواړو نورو سره د طبابت بخش کې سیالي وکړو، باید په دوامداره ډول زده‌کړې وکړو».

په کابل کې د فرانسې د یاد انسټېټیوټ د بورډ مشر ډاکټر نجم الدین نجم وویل، چې سږ کال یې له دغه کنفرانس څخه موخه دا وه؛ څو د افغانستان په روغتیایي سېسټم کې بدلون او نوښتونه رامنځته شي.

هغه همدا راز د ډاکټرانو پر ظرفیت لوړونې او روزنې هم ټینګار کړی دی. د نوموړي په خبره؛ د افغانستان روغتیایي سکټور یوې ژورې کتنې ته اړتیا لري.

دغه کنفرانس داسې مهال جوړېږي، چې په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه ورځ تر بلې کمزورې کېږي او د امریکا د پراختیايي مرستو بندېدو سره سم په هېواد کې سلګونه روغتونونه تړل شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د دغو روغتونونو بندېدو د مور او ماشوم د مړینې کچه کې هم زیاتوالی راوستی. یاد سازمان همدا راز اندېښنه ښوولې، چې د افغانستان روغتیايي سېسټم د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی.

په افغانستان کې که څه هم روغتیایي سکتور کې ګڼې خصوصي پانګونې هم شوې؛ خو لا هم په کور دننه د سرطاني ناروغیو په ګډون د ځینو نورو ناروغیو د درملنې هېڅ ډول ځانګړی روغتون نه‌شته او ناورغان اړ کېږي، چې د ګاونډیو هېوادونو تر څنګ ځینو نورو هېوادونو ته لاړ شي.

باورونه دا دي، چې په افغانستان کې د عصري ټېکنالوژیو او روغتیایي ماشینونو نشتوالی هم یوه لویه ننګوونه ده.

خان جان الکوزی: طالبان او اسلام‌‌اباد دې سوداګري له سیاست څخه جلا کړي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۶ GMT+۰
خان جان الکوزی: طالبان او اسلام‌‌اباد دې سوداګري له سیاست څخه جلا کړي
100%

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر خان جان الکوزي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، له شته ترینګلتیاوو سره، سره د پاکستان لاره د افغانستان لپاره تر ټولو نږدې سوداګریزه لاره ده. هغه له طالبانو او پاکستان غوښتي، چې سوداګري له سیاست څخه جلا کړي.

هغه ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ لپاره بايد لازم شرايط او معيارونه په پام کې ونیول شي. هغه زیاته کړې، چې امنیتي او سیاسي مسایل باید له سوداګرۍ سره ګډ نه‌شي.

د پاکستان له‌خوا له افغانستان سره د ټولو لارو تړل پاتې کېدو وروسته د چهارشنبې په ورځ (د لړم په ۲۱مه) د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر افغان سوداګرو او صنعتکارانو ته سپارښته وکړه، چې له بدیلو لارو څخه کار واخلي. هغه ويلي:« د پاکستان له‌خوا د لارو تړل نه یوازې زموږ سوداګرو ته زیان رسولی؛ بلکې د بازار او عامو خلکو لپاره یې هم ستونزې راولاړې کړې دي.»

ورته مهال د ملا برادر د څرګندونو په ځواب کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل، چې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو کمول د پاکستان په ګټه دي. هغه وويل، چې د سوداګریزې راکړې ورکړې کمول به د قاچاق په کمولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې کنټرول کې مرسته وکړي.

خو خان ​​جان الکوزي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ بندېدل د دواړو خواوو په زیان دی. د هغه په ​​وينا؛ د لارو تړل هر کال پاکستان او افغانستان ته له يو څخه تر دوه مېليارد ډالرو پورې زيان رسوي.
نوموړي د افغان سوداګرو لپاره د بدیلو سوداګریزو لارو په اړه وویل، چې د افغانانو لپاره تر ټولو نږدې او ارزانه سوداګریزه لاره د پاکستان لاره ده. خو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې وتړل شوې.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر وايي، چې دا مهال شاوخوا ۱۱زره لارۍ په په ډیورنډ کرښه بندې پاتې دي. د افغانستان لپاره د لارو د تړلو د پایلو په اړه هغه وویل، چې د وریجو په ګډون په بازار کې د ځینو توکو بیې خورا لوړې شوې دي.