• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خان جان الکوزی: طالبان او اسلام‌‌اباد دې سوداګري له سیاست څخه جلا کړي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۶ GMT+۰

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر خان جان الکوزي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، له شته ترینګلتیاوو سره، سره د پاکستان لاره د افغانستان لپاره تر ټولو نږدې سوداګریزه لاره ده. هغه له طالبانو او پاکستان غوښتي، چې سوداګري له سیاست څخه جلا کړي.

هغه ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ لپاره بايد لازم شرايط او معيارونه په پام کې ونیول شي. هغه زیاته کړې، چې امنیتي او سیاسي مسایل باید له سوداګرۍ سره ګډ نه‌شي.

د پاکستان له‌خوا له افغانستان سره د ټولو لارو تړل پاتې کېدو وروسته د چهارشنبې په ورځ (د لړم په ۲۱مه) د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر افغان سوداګرو او صنعتکارانو ته سپارښته وکړه، چې له بدیلو لارو څخه کار واخلي. هغه ويلي:« د پاکستان له‌خوا د لارو تړل نه یوازې زموږ سوداګرو ته زیان رسولی؛ بلکې د بازار او عامو خلکو لپاره یې هم ستونزې راولاړې کړې دي.»

ورته مهال د ملا برادر د څرګندونو په ځواب کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل، چې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو کمول د پاکستان په ګټه دي. هغه وويل، چې د سوداګریزې راکړې ورکړې کمول به د قاچاق په کمولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې کنټرول کې مرسته وکړي.

خو خان ​​جان الکوزي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ بندېدل د دواړو خواوو په زیان دی. د هغه په ​​وينا؛ د لارو تړل هر کال پاکستان او افغانستان ته له يو څخه تر دوه مېليارد ډالرو پورې زيان رسوي.
نوموړي د افغان سوداګرو لپاره د بدیلو سوداګریزو لارو په اړه وویل، چې د افغانانو لپاره تر ټولو نږدې او ارزانه سوداګریزه لاره د پاکستان لاره ده. خو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې وتړل شوې.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر وايي، چې دا مهال شاوخوا ۱۱زره لارۍ په په ډیورنډ کرښه بندې پاتې دي. د افغانستان لپاره د لارو د تړلو د پایلو په اړه هغه وویل، چې د وریجو په ګډون په بازار کې د ځینو توکو بیې خورا لوړې شوې دي.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

پر افغان خاوره د پاکستاني بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ ناندرۍ

۴

ټي‌ټي‌پي د پښتونخوا په سوات کې د درېو کسانو د وژلو پړه منلې ده

۵

په بلوچستان کې یو کس د خپلې مېرمنې او څلورو ماشومان تر وژلو وروسته ځان‌وژنه کړې

•
•
•

نور کیسې

تېره ورځ له پاکستان نه نږدې ۷زره افغانان اېستل شوي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۰ GMT+۰
تېره ورځ له پاکستان نه نږدې ۷زره افغانان اېستل شوي
100%

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلوېزیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ شنبه د (لړم ۲۲مه) له پاکستان نه ۶زره او ۷۱۲ افغانان خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي. همداراز ۹۳۴ افغانان بیا د اسلام‌کلا او ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

راپور کې راغلي، چې له پاکستان نه دغه کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته ورغلي دي. هم‌مهاله روانه اونۍ یو ځل بیا په پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو او اېستلو زور اخیستی دی. دغه هېواد دا ځل د ملګرو ملتونو سره ثبت «پي اوار» کارت لرونکي او بې‌اسناده افغانان هم باسي.

که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو او کډوالو ملاتړو ګڼو سازمانونو له پاکستان او ایران نه غوښتي، چې د افغانانو د اېستلو بهیر دې ودروي؛ خو پر دواړو ګاونډیانو یې چندان اغېز نه‌دی کړی او دغه لړۍ یې دوامداره ساتلې ده.

ایران او پاکستان نه اېستل کېدونکي افغانان شکایت کوي، چې دغو هېوادونو کې یې ملکیتونه، شتمنۍ او کاروبارونه پاتې شوي او حتی د راټولېدو اجازه نه‌ده ورکړل شوې. که څه هم طالبانو په وار وار د دغه مسالې د حل یادونه کړې؛ خو لیدل کېږي چې دغه ستونزه لا هم پر خپل ځای پاتې ده.

هاخوا د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې په افغانستان کې سخت بشري ناورین، فقر، بې‌وزلي او اقتصادي ناورین روان دی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا؛ د بېرته ستنېدونکو سره دغه وضعیت لا پسې کړکېچن شوی دی. یاد سازمان له یو شمېر هېوادونو او نړۍوالو مرستندویه ادارو نه غوښتنه کړې، چې په دې سختو حالاتو کې دې د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو لاسنېوی وکړي.

بې‌روزګاري، د سرپناوو نشتوالی او د مرستو کمښت د تازه بېرته ستنېدونکو افغانانو پر وړاندې لویې ننګوونې بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو نوې سروې؛ د افغان کډوالو کورنۍ ان تر پاکستانیانو هم لویې دي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۰
د ملګرو ملتونو نوې سروې؛ د افغان کډوالو کورنۍ ان تر پاکستانیانو هم لویې دي
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) یوه نوې سروې ښيي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د کورنیو منځنی شمېر د کوربه ټولنې له منځني شمېر څخه په څرګند ډول لوړ دی او د هغوی د سرپرستۍ بار هم خورا دروند دی.

د «۲۰۲۴ کال د جبري بې‌ځايه کېدو سروې» په نوم په دغه څېړنه کې راغلي، چې د افغان کډوالو د یوې کورنۍ منځنی شمېر ۸.۹ دی؛ په داسې حال کې چې دغه شمېر د کوربه ټولنې یا پاکستاني کورنیو کې ۶.۷ کسان او د پاکستان د احصایې ادارې له مخې ۶.۳ کسان ښودل شوی دی.

د سروې پایلې دا هم څرګندوي، چې د افغان کډوالو په کورنیو کې ۵۴ سلنه ماشومان د څلورو کلونو څخه کم عمر لري؛ په داسې حال کې چې د کوربه ټولنې په کورنیو کې دغه کچه ۳۱ سلنه ده. د کډوالو نږدې نیم نفوس چې شمېر یې شاوخوا ۶۲۰زره ماشومان کېږي، له ۱۵ کلونو کم عمر لري چې دا د افغان کډوالو د نفوس د خورا ځوان جوړښت څرګندونه کوي.

په راپور کې د ماشومانو د ودونو د اندېښمنې کچې یادونه هم شوې ده. د څېړنې له مخې؛ شاوخوا ۵ سلنه افغان کډوالې نجونې د ۱۵ کلنۍ نه مخکې او ۲۵ سلنه د ۱۸ کلنۍ نه مخکې ودېږي؛ یعنې په هرو څلورو نجونو کې یوه تر قانوني سن دمخه ودېږي. پاکستانۍ ټولنه کې بیا دغه کچه لږه ښودل شوې؛ خو بیا هم د پام وړ بلل شوې. دوی وایي، پاکستانیانو کې ۲ سلنه د ۱۵ کلنۍ نه مخکې او ۱۲ سلنه د ۱۸ کلنۍ نه مخکې ودېږي.

یونسېف او نړۍوال بانک خبرداری ورکړی، چې د ماشومانو ودونه د ښوونیزې کچې کموالی، روغتیايي ستونزې او اقتصادي فشارونه رامنځته کوي؛ په ځانګړي ډول د هغو کورنیو لپاره چې له مخکې نه زیان‌منونکې دي.

د سروې پایلې ښيي، چې په پاکستان کې د مېشتو ګڼو افغان کډوالو زېږېدنه په همدغه هېواد کې شوې ده. نږدې درې ‌پر‌څلور (۷۵ سلنه) د ۱۸ کلونو او پورته عمر لرونکي کډوال په پاکستان کې زېږېدلي او یوازې ۲۴سلنه شاوخوا ۱۶۰زره کسان په افغانستان کې زېږېدلي دي.

سروې همدارنګه روښانه کوي، چې د کورنیو مشرانو کې د واده شویو کسانو کچه لوړه ده. د کډوالو په منځ کې ۹۶ سلنه نارینه سرپرستانو او ۶۰ سلنه ښځینه سرپرستانو ودونه کړي دي. په پاکستاني ټولنه کې ۹۵ سلنه نارینه او ۴۰ سلنه ښځینه سرپرستانې واده شوې ښودل شوي دي. دغه معلومات ښيي، چې په دواړو ټولنو کې ډېری هغه کورنۍ چې ښځې یې سرپرستي کوي، یوازې د یوې مور پر مټ چلېږي.

په پاکستان کې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې تر ۳مېلیونه ډېر افغان کډوال مېشت وو. د یونسیار یادې سروې ډېری هغه کډوال ارزولي، چې د ملګرو ملتونو سره ثبت د (PoR) کارت لرونکي دي او اکثر یې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ژوند کوي.

له دې پرته، یاد سازمان د شاوخوا ۱۹۰زرو هغو افغانانو معلومات هم ثبت کړي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دي. په دې کې نږدې ۱۱۰زره کسان د «ډېرو زیان منونکو» په نوم ډلبندي شوي چې بېرته افغانستان ته په ستنېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د ستنېدونکو کډوالو څپې؛ روان کال تر ۲مېلیونه ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۶ GMT+۰
د ستنېدونکو کډوالو څپې؛ روان کال تر ۲مېلیونه ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د روان کال له پیل راهیسې د بندیانو په ګډون تر ۲ مېلیونه او ۴۳۰زره ډېر کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، پر دغه ستنو شویو کډوالو نږدې ۳ نیم مېلیارده افغانۍ نغدي مرستې وېشل شوې او د ټرانسپورټ زمینه ورته برابره شوې ده.

هغه وایي، په دغه موده کې له دغه بېرته ستنو شویو کډوالو سره د بېلابېلو مرستندویه سازمانونو له‌خوا بیا د شاوخوا ۱۵ مېلیاره افغانیو په ارزښت د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی په روانه اونۍ کې ۷۵۴ افغان کډوال چې د عراق او پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.

له بل پلوه د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام وایي، په روان ۲۰۲۵کال کې افغانستان ته تر ۲.۳ مېلیونه ډېر کډوال ستانه شوي دي. دغې ادارې خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنېدو په دغه هېواد کې بشري ناورین لا پراخ کړی.

پاکستانۍ ورځپاڼه: اسلام‌اباد او سویلي وزیرستان کې وروستي ځانمرګي بریدګر افغانان وو

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۹ GMT+۰
پاکستانۍ ورځپاڼه: اسلام‌اباد او سویلي وزیرستان کې وروستي ځانمرګي بریدګر افغانان وو
100%

پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې جمعه د (لړم ۲۳مه) یو راپور کې ویلي، څېړنو روښانه کړې چې د اسلام‌اباد قضایي ادارو ته نږدې او د سویلي وزیرستان په واڼه سیمه کې پر پوځي کالج ځانمرګي بریدګر افغان وګړي وو. د دغو بریدونو مسوولیت د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والې ډلې منلی و.

ورځپاڼه د پاکستاني چارواکو په حواله خپل راپور کې زیاتوي، چې د سویلي وزیرستان پر پوځي کالج وروستي بریدګر ټول افغان وګړي وو.

پاکستاني چارواکي وايي، نوې موندنې ښيي چې د افغانستان خاوره لا هم د «ټي‌ټي‌پي» د عناصرو د فعالیت او پناه‌ځای په توګه کارېږي؛ سره له دې چې طالبانو په وار، وار ژمنه کړې چې د نورو هېوادونو پر ضد به د وسله‌والو ډلو فعالیت ته اجازه ورنه کړي.

راپور کاږي، اسلام‌اباد اراده لري چې دغو بریدونو کې د افغان وګړو د رول په تړاو شواهد له منځګړو هېوادونو (ترکیې او قطر) سره شریک کړي او وروسته دغه اسناد په رسمي توګه د طالبانو حکومت ته هم وسپاري.

دغه بدلونونه په داسې مهال رامنځته کېږي، چې د دواړو لورو ترمنځ په دوحې او استانبول کې د مسایلو د حل په تړاو خبرې اترې بې‌پایلې پای ته رسېدلې دي او پر یو بل یې د مذاکراتو د ناکامۍ پړې اچولې دي. طالبانو په دغو ناستو کې د تحریک طالبان پاکستان موضوع د پاکستان «کورنی مشکل» بللی؛ خو اسلام‌اباد دغه دریځ ردوي او ټینګار کوي چې د یادې ډلې ډېری مشران او غړي په افغانستان کې مېشت دي او د طالبانو تر پراخ ملاتړ لاندې فعالیت کوي.

د پاکستان د امنیتي چارواکو په وینا؛ وروستیو بریدونو کې د اسلام‌اباد «سرې کرښې» ماتې شوې او دغه هېواد یې نور زغم نه‌لري. اېکسپرېس ټرېبیون د پاکستان د یو جګپوړي چارواکي له خولې لیکلي: «اوسنی دریځ مو نتیجه نه‌ده ورکړې او که طالبان زموږ د اندېښنو پر وړاندې بې‌‌غوري وکړي، پاکستان به د خپل امنیت د خوندي کولو لپاره اړین ګامونه واخلي».

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم په پارلمان کې ویلي، چې د دواړو وروستیو بریدونو عاملین افغانان وو او پاکستان څو ځله خپلې امنیتي اندېښنې له کابل سره شریکې کړې دي؛ خو کوم اغېزمن ځواب یې نه‌دی تر لاسه کړی. د طالبانو حکومت بیا تر اوسه په رسمي ډول د دغو ادعاوو په تړاوڅه نه‌دي ویلي.

همداراز د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په یوه تازه راپور کې ټینګار کړی، چې پر واڼه پوځي کالج برید په افغانستان کې پلان شوی، سمبال شوی او له هماغه ځایه ورته لارښوونې کېدلې. په راپور کې ویل شوي، چې د عملیاتو طرحه په افغانستان کې د سختدریځو کسانو له لوري چمتو او تایید شوې وه او ټول بریدګر افغان وګړي وو.

راپور کې دا ادعا هم شوې، چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ د رول پټ ساتلو لپاره د برید مسوولیت د یوې بلې ډلې په نوم خپور شوی دی.

پاکستان اسلام‌اباد کې وروستی ځانمرګی برید تر ډیورنډ کرښې هاخوا د دوی خلاف د ګواښونو د ډېرېدو نښې بولي او خبرداری ورکوي، که له طالبانو سره یې ډېپلوماټیکې هڅې پایله ورنه کړي؛ نو امکان لري پر نورو اقداماتو لاس پورې کړي. اسلام‌اباد په وار، وار خبرداری ورکړی، چې د دغو ترهګریزو فعالیتونو خلاف یې نوره حوصله ختمه شوې ده.

هاخوا افغان طالبان بیا پاکستان ته ګوته نېسي، چې په افغانستان کې د جګړې لمن ته اور وهي او خپل هېواد کې یې د داعش وسله‌والې ډلې ته مرکزونه ورکړي او پوځ یې دغو ترهګرو ته روزنه هم ورکوي. افغان طالبان پر پاکستان د داعش د روزلو او اسلام‌اباد بیا پر کابل د «ټي‌ټي‌پي» د ساتلو تورونه لګوي. د ترکیې او قطر په څېر منځګړي هېوادونه هم نه‌دي توانېدلي چې د دواړو لورو ترمنځ د شخړو دا اصلي مسایل حل کړي.

طالبانو د ننګرهار په ګمبیري دښته کې د کونړ زلزله ځپلو ته ۱۰۰۰جریبه ځمکه ځانګړې کړه

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۶ GMT+۰
طالبانو د ننګرهار په ګمبیري دښته کې د کونړ زلزله ځپلو ته ۱۰۰۰جریبه ځمکه ځانګړې کړه
100%

ننګرهار کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر وایي، د ملاهبت الله د ځانګړي حکم پر بنسټ د دغه ولایت د ښېوې ولسوالۍ اړوند په ګمبیري دښته کې د کونړ زلزله ځپلو لپاره ۱۰۰۰جریبه ځمکه ځانګړې شوه. دوی وایي، دغه ځمکه کې د استوګنې لپاره پر نقشې هم کار پیل شوی دی.

پنج‌شنبه د (لړم ۲۲مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې ډېر ژر به د کونړ زلزله ځپلو کورنیو ته په دغه ځمکه کې د نومرو د وېش بهیر پیل شي. ننګرهار کې د طالبانو والي ملا محمد نعیم اخوند وایي: «دا د اسلامي نظام پالیسي ده، چې خپلو خلکو ته د هېواد په هر ځا کې چې اړتیا وي امکانات برابر کړي».

نوموړي ننګرهار کې خپلو اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې، چې په یاده ځمکه کې د سړکونو، پارکونو، جوماتونو، ښوونځي،‌ کلینیک او نورو اړتیاوو ته پام وکړي.

د طالبانو د کرنې وزارت د اراضۍ عمومي رییس په خبره؛ ګمبیري دښته کې د کونړ زلزله ځپلو ته یاده ځمکه د کډوالو د پالیسۍ له مخې وېشل کېږي او که اړتیا شي؛ نو په همدې سیمه کې ورته نوره ځمکه هم برابرولای شي.

د ننګرهار ګمبیري دښته د کونړ او لغمان ولایتونو ترمنځ پرته ده. دغه سیمه سیند ته د نږدې والي او شاوخوا ولایتونو سره د نښلېدونکو نقطو له امله ځانګړی کرنیز ارزښت هم لري.

په ننګرهار کې څو کاله د مخه وژل شوي جاپاني انجینر ډاکټر ناکامورا د یادې دښتې ځینې برخې خړوبې کړې او اوس په‌کې د پارکونو تر څنګ د حاصلاتو ځمکې هم شته.

د اکټوبر میاشتې په ۳۱مه نېټه د شپې ناوخته د افغانستان په ختیځ کې زورورې زلزلې زرګونه کورنیو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول. د کونړ مزار او دېوه ګل درو کې یې یوازې تر ۲زرو ډېر کسان مړه او ۳نیم زره نور ټپیان کړل.

که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون نړۍوالو مرستندویه ادارو او افغان سوداګرو له دغو زیانمنو کورنیو سره مرستې وکړې؛ خو ویل کېږي کافي نه وې او لا هم د اغېزمنو کورنیو اړتیاوې نه‌دي پوره شوې.