ورځپاڼه د پاکستاني چارواکو په حواله خپل راپور کې زیاتوي، چې د سویلي وزیرستان پر پوځي کالج وروستي بریدګر ټول افغان وګړي وو.
پاکستاني چارواکي وايي، نوې موندنې ښيي چې د افغانستان خاوره لا هم د «ټيټيپي» د عناصرو د فعالیت او پناهځای په توګه کارېږي؛ سره له دې چې طالبانو په وار، وار ژمنه کړې چې د نورو هېوادونو پر ضد به د وسلهوالو ډلو فعالیت ته اجازه ورنه کړي.
راپور کاږي، اسلاماباد اراده لري چې دغو بریدونو کې د افغان وګړو د رول په تړاو شواهد له منځګړو هېوادونو (ترکیې او قطر) سره شریک کړي او وروسته دغه اسناد په رسمي توګه د طالبانو حکومت ته هم وسپاري.
دغه بدلونونه په داسې مهال رامنځته کېږي، چې د دواړو لورو ترمنځ په دوحې او استانبول کې د مسایلو د حل په تړاو خبرې اترې بېپایلې پای ته رسېدلې دي او پر یو بل یې د مذاکراتو د ناکامۍ پړې اچولې دي. طالبانو په دغو ناستو کې د تحریک طالبان پاکستان موضوع د پاکستان «کورنی مشکل» بللی؛ خو اسلاماباد دغه دریځ ردوي او ټینګار کوي چې د یادې ډلې ډېری مشران او غړي په افغانستان کې مېشت دي او د طالبانو تر پراخ ملاتړ لاندې فعالیت کوي.
د پاکستان د امنیتي چارواکو په وینا؛ وروستیو بریدونو کې د اسلاماباد «سرې کرښې» ماتې شوې او دغه هېواد یې نور زغم نهلري. اېکسپرېس ټرېبیون د پاکستان د یو جګپوړي چارواکي له خولې لیکلي: «اوسنی دریځ مو نتیجه نهده ورکړې او که طالبان زموږ د اندېښنو پر وړاندې بېغوري وکړي، پاکستان به د خپل امنیت د خوندي کولو لپاره اړین ګامونه واخلي».
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم په پارلمان کې ویلي، چې د دواړو وروستیو بریدونو عاملین افغانان وو او پاکستان څو ځله خپلې امنیتي اندېښنې له کابل سره شریکې کړې دي؛ خو کوم اغېزمن ځواب یې نهدی تر لاسه کړی. د طالبانو حکومت بیا تر اوسه په رسمي ډول د دغو ادعاوو په تړاوڅه نهدي ویلي.
همداراز د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په یوه تازه راپور کې ټینګار کړی، چې پر واڼه پوځي کالج برید په افغانستان کې پلان شوی، سمبال شوی او له هماغه ځایه ورته لارښوونې کېدلې. په راپور کې ویل شوي، چې د عملیاتو طرحه په افغانستان کې د سختدریځو کسانو له لوري چمتو او تایید شوې وه او ټول بریدګر افغان وګړي وو.
راپور کې دا ادعا هم شوې، چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ د رول پټ ساتلو لپاره د برید مسوولیت د یوې بلې ډلې په نوم خپور شوی دی.
پاکستان اسلاماباد کې وروستی ځانمرګی برید تر ډیورنډ کرښې هاخوا د دوی خلاف د ګواښونو د ډېرېدو نښې بولي او خبرداری ورکوي، که له طالبانو سره یې ډېپلوماټیکې هڅې پایله ورنه کړي؛ نو امکان لري پر نورو اقداماتو لاس پورې کړي. اسلاماباد په وار، وار خبرداری ورکړی، چې د دغو ترهګریزو فعالیتونو خلاف یې نوره حوصله ختمه شوې ده.
هاخوا افغان طالبان بیا پاکستان ته ګوته نېسي، چې په افغانستان کې د جګړې لمن ته اور وهي او خپل هېواد کې یې د داعش وسلهوالې ډلې ته مرکزونه ورکړي او پوځ یې دغو ترهګرو ته روزنه هم ورکوي. افغان طالبان پر پاکستان د داعش د روزلو او اسلاماباد بیا پر کابل د «ټيټيپي» د ساتلو تورونه لګوي. د ترکیې او قطر په څېر منځګړي هېوادونه هم نهدي توانېدلي چې د دواړو لورو ترمنځ د شخړو دا اصلي مسایل حل کړي.