• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د ننګرهار په ګمبیري دښته کې د کونړ زلزله ځپلو ته ۱۰۰۰جریبه ځمکه ځانګړې کړه

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۶ GMT+۰

ننګرهار کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر وایي، د ملاهبت الله د ځانګړي حکم پر بنسټ د دغه ولایت د ښېوې ولسوالۍ اړوند په ګمبیري دښته کې د کونړ زلزله ځپلو لپاره ۱۰۰۰جریبه ځمکه ځانګړې شوه. دوی وایي، دغه ځمکه کې د استوګنې لپاره پر نقشې هم کار پیل شوی دی.

پنج‌شنبه د (لړم ۲۲مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې ډېر ژر به د کونړ زلزله ځپلو کورنیو ته په دغه ځمکه کې د نومرو د وېش بهیر پیل شي. ننګرهار کې د طالبانو والي ملا محمد نعیم اخوند وایي: «دا د اسلامي نظام پالیسي ده، چې خپلو خلکو ته د هېواد په هر ځا کې چې اړتیا وي امکانات برابر کړي».

نوموړي ننګرهار کې خپلو اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې، چې په یاده ځمکه کې د سړکونو، پارکونو، جوماتونو، ښوونځي،‌ کلینیک او نورو اړتیاوو ته پام وکړي.

د طالبانو د کرنې وزارت د اراضۍ عمومي رییس په خبره؛ ګمبیري دښته کې د کونړ زلزله ځپلو ته یاده ځمکه د کډوالو د پالیسۍ له مخې وېشل کېږي او که اړتیا شي؛ نو په همدې سیمه کې ورته نوره ځمکه هم برابرولای شي.

د ننګرهار ګمبیري دښته د کونړ او لغمان ولایتونو ترمنځ پرته ده. دغه سیمه سیند ته د نږدې والي او شاوخوا ولایتونو سره د نښلېدونکو نقطو له امله ځانګړی کرنیز ارزښت هم لري.

په ننګرهار کې څو کاله د مخه وژل شوي جاپاني انجینر ډاکټر ناکامورا د یادې دښتې ځینې برخې خړوبې کړې او اوس په‌کې د پارکونو تر څنګ د حاصلاتو ځمکې هم شته.

د اکټوبر میاشتې په ۳۱مه نېټه د شپې ناوخته د افغانستان په ختیځ کې زورورې زلزلې زرګونه کورنیو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول. د کونړ مزار او دېوه ګل درو کې یې یوازې تر ۲زرو ډېر کسان مړه او ۳نیم زره نور ټپیان کړل.

که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون نړۍوالو مرستندویه ادارو او افغان سوداګرو له دغو زیانمنو کورنیو سره مرستې وکړې؛ خو ویل کېږي کافي نه وې او لا هم د اغېزمنو کورنیو اړتیاوې نه‌دي پوره شوې.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

پر افغان خاوره د پاکستاني بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ ناندرۍ

۴

ټي‌ټي‌پي د پښتونخوا په سوات کې د درېو کسانو د وژلو پړه منلې ده

۵

په بلوچستان کې یو کس د خپلې مېرمنې او څلورو ماشومان تر وژلو وروسته ځان‌وژنه کړې

•
•
•

نور کیسې

فوزیه کوفي: د جوزجان پوهنتون له لوحې یوازې ازبکي ژبه نه‌، بلکې فارسي هم حذف شوې

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۴ GMT+۰
فوزیه کوفي: د جوزجان پوهنتون له لوحې یوازې ازبکي ژبه نه‌، بلکې فارسي هم حذف شوې
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د جوزجان پوهنتون له لوحې ازبکي ژبه حذف کړې ده. د طالبانو دغې چارې ګڼ غبرګونونه راپارولي او د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي، له یادې لوحې یوازې ازبکي ژبه نه، بلکې فارسي هم حذف شوې ده.

فوزیې کوفي د پنجشنبې په ماخوستن (د لړم ۲۲مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، چې د یوې ټولنې د ژبې، کلتور، مذهب او ټولنیزې تنوع له‌منځه وړل یوازې یوه معنا لري او هغه د هغې له پرمختګ څخه وېره ده.

د کوفي په وینا، د ټکنالوژۍ او د معلوماتو په پېر کې هېڅوک نه‌شي کولی یوه ژبه او یا هم هویت حذف کړي.

د جوزجان پوهنتون پخوانۍ او اوسنۍ لوحه
100%
د جوزجان پوهنتون پخوانۍ او اوسنۍ لوحه

نوموړې زیاتوي، طالبان باید د دغه ډول پاروونکو کړنو پر ځای په هېواد کې د لوږې او په بېلابېلو پلمو د خلکو له وژنې مخنیوی وکړي او همداراز نجونو او ښځو ته د زده‌‌کړو او کار دوام ته اجازه ورکړي.

ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د جوزجان پوهنتون هغه لوحه چې له نورو ژبو سربېره په‌کې ازبکي هم کارول شوې وه، لرې کړې او پر ځای یې یوه نوې لوحه نصب کړې چې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو لیکل شوې ده.

حنیف اتمر: د ازبکي‌ ژبې سپکاوی او ورسره تبعیض د ټولو افغانانو سپکاوی دی

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۰ GMT+۰
حنیف اتمر: د ازبکي‌ ژبې سپکاوی او ورسره تبعیض د ټولو افغانانو سپکاوی دی
100%

د جمهوري نظام د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د ازبکي ژبې سپکاوی او تبعیض د ټولو افغانانو سپکاوی ګڼلی دی. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د جوزجان پوهنتون له لوحې ازبکي ژبه حذف کړې ده.

محمد حنیف اتمر د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۲مه) پر خپله اېکس پاڼه د ازبکي ژبې اړوند خپاره شوي خبرونه د «افسوس او کرکې» وړ ګڼلي دي.

ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د جوزجان پوهنتون هغه لوحه چې له نورو ژبو سربېره په‌کې ازبکي هم کارول شوې وه، لرې کړې او پر ځای یې یوه نوې لوحه نصب کړې چې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو لیکل شوې ده.

حنیف اتمر د طالبانو دغه چاره د کرکې وړ یاده کړې او زیاته کړې یې ده: «هر ډول سپکاوی، که کوچنی وي یا لوی او د هرې پلمې لاندې چې وي، د هېواد د هرې ملي ژبې پر وړاندې هېڅ ډول د منلو وړ نه دی او زموږ د کرکې لامل کېږي.»

نوموړي غوښتنه کړې، چې د افغانستان پر «باعزته ملت دا بې احترامي» او د هغوی عوامل باید بېله ځنده لرې شي.

د نوموړي په خبره، افغانان د ادبیاتو، علم او کلتوري شتمنیو د ساتنې او بډاینې او د دې خاورې د تاریخ د درناوي لپاره تل خپل تدبیر د قانون په چوکاټ کې ساتلی دی.

د یادونې وړ ده، ازبکي ژبه، چې د جمهوریت پرمهال هر کال د تلې په ۲۹مه د ملي ورځې په نوم نمانځل کېده، سږکال په افغانستان کې له رسمي مراسمو پرته تېره شوه.

سمیع سادات ادعا کوي چې د جمهوریت له پیله تر ختمه ۵۱۳ زره افغانان وژل شوي دي

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۵ GMT+۰
سمیع سادات ادعا کوي چې د جمهوریت له پیله تر ختمه ۵۱۳ زره افغانان وژل شوي دي
100%

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات وایي، څلور ویشت کاله وړاندې په همدې ورځ د نومبر ۱۳مه کابل د طالبانو له واکمنۍ څخه ازاد شو او نوي جمهوریت خپل کار پیل کړ. هغه ادعا کړې چې د جمهوریت له پیل څخه تر پایه د افغان ځواکونو په ګډون ۵۱۳ زره افغانان وژل شوي دي.

سادات پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د وطن د ودانۍ قیمت کی ۲۰۰ زره د نظام سرتیري قرباني شول، ۱۳۰۰۰ دیني علما طالبانو ووژل او درې لکه ملکي خلګ یې ووژل. اوس د وطن دا آبادي د افغانانو په وینه جوړه شوې ده.»

خو سادات دا نه ده روښانه کړې چې دغه شمېر افغانان د جګړې له کوم اړخه قرباني شوي او همدا راز هغه د طالب لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

هغه زیاته کړې، چې د تنظیمي جګړو او د طالبانو د تېرو جګړو له امله د افغانستان ښکلې پلازمېنه کابل سخت ویجاړ شوی و، خو افغانانو د نړیوالې ټولنې په همکارۍ یو نوی دولت جوړ کړ، چې د ټولو افغانانو ګډ کور و.

هغه ویلي، دا یو ستونزمن ماموریت و، ځکه هر ځل چې افغانانو د دولت او بنسټونو د جوړولو هڅه کوله، طالبانو د پاکستان په لارښوونه دا بنسټونه ویجاړول، متخصصین یې تښتول او نوې زېربناوې یې د بریدونو او چاودنو هدف ګرځولې.

سمیع سادات زیاته کړې، له ټولو ستونزو سره سره افغان ملت د پرمختګ لپاره هڅو ته دوام ورکړ. د ده په وینا، د جمهوریت اداره د افغانانو له خوا پرمخ وړل کېده او د ملت ګټه، ازادي او امنیت یې اصلي موخې وې.

سادات، طالبان تورن کړل، چې د پاکستان د ګټو لپاره یې افغانستان ویجاړ کړ او په باور یې د سیمې د سیالیو د یوې وسیلې په توګه ترې استفاده شوې ده.

هغه ادعا کړې، چې د طالبانو د ظلم له امله نن شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانان له خپلې خاورې کډه شوي، ۶ میلیونه ماشومان او ښځې له سختې خوارځواکۍ او لوږې سره مخ دي او افغانستان د افراطیت او ترهګرۍ پر مرکز بدل شوی دی.

له نن (د نومبر ۱۳مه) څخه پوره ۲۴ کاله مخکې پر افغانستان د امریکا له بریدونو وروسته د طالبانو واکمني پایته ورسېده.

له طالبانو د اصف دراني پوښتنه: پر پاکستان برید روا دی که حرام؟

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۶ GMT+۰
له طالبانو د اصف دراني پوښتنه: پر پاکستان برید روا دی که حرام؟
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني یوې ایرانۍ رسنۍ ته د یوه لیک په استولو سره ویلي، له طالب وزیرانو یې اورېدلي، چې د دوی مشر هبت‌الله اخوندزاده پر پاکستان برید «حرام» اعلان کړی دی. د ده په خبره، دغه پرېکړه په ښکاره ډول نه اعلان شوې او نه هم پلې شوې ده.

اصف دراني په دغه ځانګړي لیک کې چې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۲مه) خپور شوی، لیکلي: «هغه له طالبانو پوښتلي چې ولې د خپل مشر فتوا په رسمي‌ توګه نه اعلانوي؟»

اصف دراني په دې لیک کې ویلي، چې په تېرو کلونو کې له افغان لوري سره د اړیکو مسوول او د دې موضوع شاهد پاتې شوی دی. هغه زیاته کړې:« ځینو افغان وزیرانو راته ویلي وو، چې هبت‌الله اخوندزاده پر پاکستان برید «حرام» اعلان کړی دی، خو افغان طالبانو دا فتوا هېڅکله په عام ډول نه ده خپره کړې. باید له هغوی وپوښتل شي، چې که رښتیا داسې فتوا ورکړل شوې، نو ولې مو دا په ښکاره اعلان نه کړه؟»

افغان طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي او په وار وار یې په ډاګه کړې، افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت‌الله نجيب د چهارشنبې په ورځ هم په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د ترکیې په ناسته کې پاکستان غوښتل چې طالبان په دغه هېواد کې روانه جګړه «ناروا» اعلان کړي؛ خو دوی څرګنده کړه، چې د فتوا صادرول یوازې د دارالفتوا مسوولیت دی. نوموړي زیاته کړه، له همدې امله خبرې بې‌ پایلې پایته ورسېدې.

هغه ویلي: «طالب پلاوي په اصولي ډول موافقه څرګنده کړه، چې فتوا صادرېدای شي، خو روښانه شوه چې د فتوا صادرول د دارالفتوا مسوولیت دی او د دې ادارې هر تصمیم به یوازې د اسلامي قانون پر اساس وي، نه د چا د غوښتنو او خوښې پر بنسټ.»

پاکستان ادعا لري، چې د ټي‌ټي‌پي له پنځو زرو تر شپږو زرو جنګیالي په افغانستان کې حضور لري او که د هغوی کورنۍ هم حساب شي نو شمېر یې شاوخوا ۵۰ تر ۶۰ زرو پورې رسېږي.

دراني زیاته کړې، طالبانو تر اوسه له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې موضوع په رسمي ډول نه ده مطرح کړې او په وینا یې یوازې د افغان طالبانو په څرګندونو کې راځي.

افغان چارواکي، واکمنه ډله او ټول افغانان ديورنډ کرښه د یوه رسمي پولې په توګه نه مني.

طالبانو له ډنمارکۍ کمېټې سره د ۱ میلیون او۸۰۰زره ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۰ GMT+۰
طالبانو له ډنمارکۍ کمېټې سره د ۱ میلیون او۸۰۰زره ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړه لاسلیک کړه
100%

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې د افغان کډوالو د مرستو لپاره له ډنمارک کمېټې سره یې د یو میلیون ۸ سوه ۱۰۹۴ ډالرو په ارزښت د کډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه. طالبانو ویلي، چې په دې سره به د ۵ ولایتونو په ۳۳ ولسوالیو کې خلکو ته اساسي او وقایوي پروژې تطبیق کړي.

د طالبانو دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۲مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغې ادارې رييس نورالدین ترابي د ډنمارک کمېټې له سرپرست نور ګل نوري یاد تفاهم لاسلیک کړی دی.

ترابي ویلي: « خوښ یو چې نن یو داسې تفاهم لیک لاسلیک کوو، چې په هغه سره د ۵ ولایتونو ۳۳ ولسوالیو کېخلکو ته اساسي او وقایوي پروژې تطبیق کیږي.»

طالبان د ورته پروژې د تطبیق او خلکو ته د اسانتیاوو د برابرولو په پلمه له زياتو بنسټونو او مرستندویه ادارو مرستې اخیستي؛ خو دغې ډلې خلکو ته د شفافیت په برخه کې هېڅ ځواب نه دی ویلی.