• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له ډنمارکۍ کمېټې سره د ۱ میلیون او۸۰۰زره ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۱ GMT+۰

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې د افغان کډوالو د مرستو لپاره له ډنمارک کمېټې سره یې د یو میلیون ۸ سوه ۱۰۹۴ ډالرو په ارزښت د کډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه. طالبانو ویلي، چې په دې سره به د ۵ ولایتونو په ۳۳ ولسوالیو کې خلکو ته اساسي او وقایوي پروژې تطبیق کړي.

د طالبانو دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۲مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغې ادارې رييس نورالدین ترابي د ډنمارک کمېټې له سرپرست نور ګل نوري یاد تفاهم لاسلیک کړی دی.

ترابي ویلي: « خوښ یو چې نن یو داسې تفاهم لیک لاسلیک کوو، چې په هغه سره د ۵ ولایتونو ۳۳ ولسوالیو کېخلکو ته اساسي او وقایوي پروژې تطبیق کیږي.»

طالبان د ورته پروژې د تطبیق او خلکو ته د اسانتیاوو د برابرولو په پلمه له زياتو بنسټونو او مرستندویه ادارو مرستې اخیستي؛ خو دغې ډلې خلکو ته د شفافیت په برخه کې هېڅ ځواب نه دی ویلی.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې د سروزرو خپلسری استخراج منع اعلان کړی

۳

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۴

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۵

پر افغان خاوره د پاکستاني بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ ناندرۍ

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: په واڼه کې د پوځي پوهنتون برید افغان وسله‌والو د امریکایي وسلو په کارولو کړی

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۶ GMT+۰
پاکستان: په واڼه کې د پوځي پوهنتون برید افغان وسله‌والو د امریکایي وسلو په کارولو کړی
100%

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د سوېلي وزیرستان په مرکز واڼه کې پر پوځي پوهنتون برید افغان وسله‌والو کړی دی. یاد وزارت زیاته کړې، چې په برید کې امریکایي وسلې او مهمات کارول شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۲مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «په واڼه کې پر پوځي پوهنتون برید له افغانستان څخه پلان او کنټرول شوی و.»

دغه وزارت ټینګار کړی، چې په برید کې ښکېل ټول بهرني کسان افغانان دي او د وسله‌والو وسلې او تجهیزات هم له افغانستان څخه برابرې شوې وې.

د پاکستان د رسنیو وزارت ادعا کړې، چې د طالبانو د فشار له امله تحریک طالبان پاکستان د خپلو بریدونو له منلو ډډه کوي، ځکه که ټي‌ټي‌پي د بریدونو مسوولیت ومني، نو د افغان طالبانو حکومت به د پاکستان او نورو هېوادونو تر فشار لاندې راشي.

د پاکستان حکومت دا ادعا هم کړې، چې دا برید د هند د استخباراتي ادارې په غوښتنه ترسره شوی دی.

پاکستان زیاتوي، د بریدګرو هویت او د هغوی اړیکې له هغو مرکزونو سره چې په افغانستان کې دي تثبیت شوي دي.

له دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم ویلي و، چې د اسلام‌اباد او د واټه پر پوځي پوهنتون برید کوونکي د افغانستان وګړي وو او د هغه په وینا، په داسې حالاتو کې له طالبانو سره خبرې کول هېڅ معنا نه لري.

پاکستاني چارواکي دغه ادعاوې په داسې حال کې کوي، چې په هېواد کې د وروستیو ناخوالو له امله د پاکستان او طالبانو اړیکې خورا اغېزمنې شوي، سوداګریزې لارې بندې او زرګونه افغانان له ستونزو او کړاوونو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني رسنیو تېره ورځ راپور ورکړ چې د سوېلي وزیرستان په مرکز واڼه کې د پوځي پوهنتون د برید ټول بریدګر وژل شوي او هېڅ زده‌کوونکي یا ښوونکي ته په‌کې زیان نه‌دی رسېدلی.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د چهارشنبې په سهار د واڼه پوځي پوهنتون د برید ټول بریدګر وژل شوي دي. راپور زیاته کړې، چې په وژل شویو کسانو کې یو ځانمرګی بریدګر او څلور نور وسله‌وال شامل دي.

چارواکی: د امریکا له لوري اسراییل ته نظامي مرسته د افغانستان لګښتونو پرتله ډېره کمه ده

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۰ GMT+۰
چارواکی: د امریکا له لوري اسراییل ته نظامي مرسته د افغانستان لګښتونو پرتله ډېره کمه ده
100%

یوه لوړپوړي اسراییلي چارواکي ویلي، هغه مرستې چې متحده ایالات یې هر کال اسراییل ته ورکوي، د امریکا د هغو لګښتونو پرتله چې په افغانستان او منځني ختیځ کې شوي ډېرې کمې دي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د اسراییل او امریکا ترمنځ د ۲۰ کلن امنیتي تړون د امکان په اړه راپورونه خپاره شوي دي. د «اکسیوس» د راپور له مخې، اسراییل امریکا ته د داسې یوه اوږدمهاله تړون وړاندیز کړی چې تر ۲۰۴۸ کال پورې، د اسراییل د سل کلنۍ، دوام وکړي.

دغه چارواکي چې د نوم څرګندونه یې نه ده شوې ویلي، موخه دا ده چې د مرستو تمرکز له مستقیم نظامي تمویل څخه ګډو څېړنو، دفاعي ټکنالوژۍ او استخباراتو ته واړول شي، څو اسراییل له دفاعي اړخه لا تقویه شي.

دغه چارواکي زیاته کړه: «زموږ نظامي مرسته د هغه څه پرتله چې امریکا په افغانستان یا منځني ختیځ کې لګولې ده، ډېره کمه ده.»

هغه دا هم وویل، چې له دې مرستې ۸۰ سلنه په امریکا کې لګول کیږي او دندې هم رامنځته کوي.

د راپور له مخې، د نوي تفاهم لیک خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ په وروستیو اونیو کې پیل شوي، خو د غزې جګړې له امله تر ډېره ځنډېدلې وې.

په ورته وخت کې، د اسراییل لومړي بنیامین نتنیاهو دغه ډول راپورونه رد کړي دي.

عراقچي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو په برخه کې د ترکیې له هڅو مننه وکړه

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۸ GMT+۰
عراقچي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو په برخه کې د ترکیې له هڅو مننه وکړه
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر حاکان فیدان سره ټلیفوني خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د ترسره شویو هڅو مننه وکړه او د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د ساتنې لپاره یې د سلا مشورو د پراختیا پر ارزښت ټینګار وکړ.

عراقچي په دې ټلیفوني خبرو کې وویل، چې ایران چمتو دی څو په دې برخه کې هر ډول مرسته یا هم همکاري وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو سره ټلیفوني خبرې کړي. دغه وزارت زیاتوي، چې عراقچي او فیدان په دې ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو اړیکې وڅېړلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلو ګټو په ټولو برخو کې د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا پر ارزښت ټینګار وکړ.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د یو بل سره تړلې ځانګړتیا ته په اشارې سره وویل، چې د سیمې ټول هېوادونه باید د سولې او ثبات د ساتنې لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.

تر هغه وروسته چې په استانبول کې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب د طالبانو او پاکستان ترمنځ‌ درېیم پړاو خبرې بې‌پایلې پای ته ورسېدې، دواړو خواو پر یوه بل د پړې اچولو ترڅنګ وویل، چې اوربند به دوام کوي.‌

خو کابل او اسلام اباد کې د چارواکو غبرګونونو سره دا خبرداری هم مل دی، چې که له مقابل لوري پرې برید وشي، نو ځواب به وايي.

جنرال دوستم د جوزجان پوهنتون له لوحې د ازبکي ژبې لرې کولو پرېکړه غندلې

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۲ GMT+۰
جنرال دوستم د جوزجان پوهنتون له لوحې د ازبکي ژبې لرې کولو پرېکړه غندلې
100%

د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم د جوزجان پوهنتون له لوحې څخه د ازبکي ژبې د متن لرې کولو اقدام غندلی او دا یې د طالبانو د تنګ‌نظرۍ او نژادپالنې نښه بللې ده. دوستم پر طالبانو غږ کړی چې د جوزجان پوهنتون د لوحې په تړاو پرېکړه زر بېرته واخلي.

د جنبش ګوند په خپره کړې اعلامیه کې، چې په پای کې یې د جنرال دوستم نوم راغلی، ویل شوي دا کار د افغانستان د خلکو د احساساتو سپکاوی او د هېواد د قومي یووالي او کلتوري تنوع پر ضد عمل دی.

دوستم ویلي: « ملت په داسې حال کې له دې کلتور ځپونکي چلنده سخت خواشینی دی، چې هېواد ملي یووالي او ټولنیزې همغږۍ ته تر بل هر وخت ډېره اړتیا لري. دا بې‌پروا عمل د رنځېدلي ملت پر بدن بل زخم دی.»

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د افغانستان ترک‌تبارو قومونو د تاریخ په اوږدو کې له نورو قومونو سره په ورورولۍ ژوند کړی او هېڅکله یې د ژبې یا کلتور د له منځه وړلو هڅې نه دي زغملې.

په اعلامیه کې ویل شوي، «موږ یو داسې ملت یو چې د فرهنګي تنوع ساتنه مو د خپلې ملي شتمنۍ برخه ګڼلې ده. د طالبانو واکمني به لنډمهاله وي، خو د دوی دا تور او شرمناک میراث به د تاریخ له حافظې پاک نه شي».

جنرال دوستم ددې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د افغانستان د خلکو تاریخ ښيي، چې هېڅکله یې د ظلم پر وړاندې سر نه دی ټیټ کړی او تل یې د عدالت او حق غوښتنې لپاره مبارزه کړې ده.

ملي اسلامي جنبش ګوند له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دا پرېکړه بېرته واخلي، او د خلکو فرهنګي ارزښتونو ته درناوی وکړي او د افغان ملت د عزت او شجاعت سپکاوی ونه کړي.

هغه پر خلکو غږ کړی چې چوپ پاتې نه شي.

ایراني چارواکي: ایران ته له غیر قانوني لارو د تلونکو افغانانو شمېر دوه برابره ډېر شوی

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۹ GMT+۰
ایراني چارواکي: ایران ته له غیر قانوني لارو د تلونکو افغانانو شمېر دوه برابره ډېر شوی
100%

د ایران د خراسان رضوي د والي مرستیال ویلي، چې د ایران د ویزو د سخت بهیر له امله له غیرقانوني لارو څخه ایران ته د افغانانو د داخلېدو شمېر دوه برابره ډېر شوی دی. نوموړي ویلي، ایران نږدې هره ورځ ۵۰۰ هغه افغانان بېرته افغانستان ته ستنوي، چې له غیر قانوني لارو ورځي.

د خراسان رضوي د والي مرستیال امیرالله شمقدري ویلي، چې افغانانو ته د ویزو ورکولو بهیر له سختېدو وروسته ګڼ افغانان له غیرقانوني لارو ایران ته داخلیږي.

نوموړي ویلي، ایراني ځواکونه نږدې هره ورځ ۵۰۰ هغه افغانان بېرته افغانستان ته ستنوي، چې له غیر قانوني لارو ایران ته داخل شوي وي.

شمقدري ویلي:«د سرحدي ځواکونو په ځیرکتیا سره یاد غیرقانوني افغانان له نیول کېدو او بایومیټریک کېدو وروسته بېرته خپل هېواد ته استول کېږي.»

دغه ایراني چارواکي ویلي، چې له افغانستان سره پر پوله یې د غیرقانوني حرکتونو د مخنیوي په موخه امنیتي کامرې او د شپې لېد دوربینونه ځای پر ځای کړي دي.

شمقدري زیاته کړې، چې د روان کال له پیل راهیسې تردې مهاله د دوغارون له لارې له یو میلیون ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د طالبانو ۲۰۷ قول اردو ویلي و، چې په تیره یوه میاشت کې یې له افغانستان څخه په غیر قانوني ډول ایران ته د تګ په تور له ۱۶۰۰ ډېر کسان نیولي دي.