اصف دراني په دغه ځانګړي لیک کې چې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۲مه) خپور شوی، لیکلي: «هغه له طالبانو پوښتلي چې ولې د خپل مشر فتوا په رسمي توګه نه اعلانوي؟»
اصف دراني په دې لیک کې ویلي، چې په تېرو کلونو کې له افغان لوري سره د اړیکو مسوول او د دې موضوع شاهد پاتې شوی دی. هغه زیاته کړې:« ځینو افغان وزیرانو راته ویلي وو، چې هبتالله اخوندزاده پر پاکستان برید «حرام» اعلان کړی دی، خو افغان طالبانو دا فتوا هېڅکله په عام ډول نه ده خپره کړې. باید له هغوی وپوښتل شي، چې که رښتیا داسې فتوا ورکړل شوې، نو ولې مو دا په ښکاره اعلان نه کړه؟»
افغان طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي او په وار وار یې په ډاګه کړې، افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمتالله نجيب د چهارشنبې په ورځ هم په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د ترکیې په ناسته کې پاکستان غوښتل چې طالبان په دغه هېواد کې روانه جګړه «ناروا» اعلان کړي؛ خو دوی څرګنده کړه، چې د فتوا صادرول یوازې د دارالفتوا مسوولیت دی. نوموړي زیاته کړه، له همدې امله خبرې بې پایلې پایته ورسېدې.
هغه ویلي: «طالب پلاوي په اصولي ډول موافقه څرګنده کړه، چې فتوا صادرېدای شي، خو روښانه شوه چې د فتوا صادرول د دارالفتوا مسوولیت دی او د دې ادارې هر تصمیم به یوازې د اسلامي قانون پر اساس وي، نه د چا د غوښتنو او خوښې پر بنسټ.»
پاکستان ادعا لري، چې د ټيټيپي له پنځو زرو تر شپږو زرو جنګیالي په افغانستان کې حضور لري او که د هغوی کورنۍ هم حساب شي نو شمېر یې شاوخوا ۵۰ تر ۶۰ زرو پورې رسېږي.
دراني زیاته کړې، طالبانو تر اوسه له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې موضوع په رسمي ډول نه ده مطرح کړې او په وینا یې یوازې د افغان طالبانو په څرګندونو کې راځي.
افغان چارواکي، واکمنه ډله او ټول افغانان ديورنډ کرښه د یوه رسمي پولې په توګه نه مني.