• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ستنېدونکو کډوالو څپې؛ روان کال تر ۲مېلیونه ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د روان کال له پیل راهیسې د بندیانو په ګډون تر ۲ مېلیونه او ۴۳۰زره ډېر کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، پر دغه ستنو شویو کډوالو نږدې ۳ نیم مېلیارده افغانۍ نغدي مرستې وېشل شوې او د ټرانسپورټ زمینه ورته برابره شوې ده.

هغه وایي، په دغه موده کې له دغه بېرته ستنو شویو کډوالو سره د بېلابېلو مرستندویه سازمانونو له‌خوا بیا د شاوخوا ۱۵ مېلیاره افغانیو په ارزښت د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی په روانه اونۍ کې ۷۵۴ افغان کډوال چې د عراق او پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.

له بل پلوه د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام وایي، په روان ۲۰۲۵کال کې افغانستان ته تر ۲.۳ مېلیونه ډېر کډوال ستانه شوي دي. دغې ادارې خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنېدو په دغه هېواد کې بشري ناورین لا پراخ کړی.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

پر افغان خاوره د پاکستاني بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ ناندرۍ

۴

ټي‌ټي‌پي د پښتونخوا په سوات کې د درېو کسانو د وژلو پړه منلې ده

۵

په بلوچستان کې یو کس د خپلې مېرمنې او څلورو ماشومان تر وژلو وروسته ځان‌وژنه کړې

•
•
•

نور کیسې

پاکستانۍ ورځپاڼه: اسلام‌اباد او سویلي وزیرستان کې وروستي ځانمرګي بریدګر افغانان وو

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۹ GMT+۰
پاکستانۍ ورځپاڼه: اسلام‌اباد او سویلي وزیرستان کې وروستي ځانمرګي بریدګر افغانان وو
100%

پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې جمعه د (لړم ۲۳مه) یو راپور کې ویلي، څېړنو روښانه کړې چې د اسلام‌اباد قضایي ادارو ته نږدې او د سویلي وزیرستان په واڼه سیمه کې پر پوځي کالج ځانمرګي بریدګر افغان وګړي وو. د دغو بریدونو مسوولیت د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والې ډلې منلی و.

ورځپاڼه د پاکستاني چارواکو په حواله خپل راپور کې زیاتوي، چې د سویلي وزیرستان پر پوځي کالج وروستي بریدګر ټول افغان وګړي وو.

پاکستاني چارواکي وايي، نوې موندنې ښيي چې د افغانستان خاوره لا هم د «ټي‌ټي‌پي» د عناصرو د فعالیت او پناه‌ځای په توګه کارېږي؛ سره له دې چې طالبانو په وار، وار ژمنه کړې چې د نورو هېوادونو پر ضد به د وسله‌والو ډلو فعالیت ته اجازه ورنه کړي.

راپور کاږي، اسلام‌اباد اراده لري چې دغو بریدونو کې د افغان وګړو د رول په تړاو شواهد له منځګړو هېوادونو (ترکیې او قطر) سره شریک کړي او وروسته دغه اسناد په رسمي توګه د طالبانو حکومت ته هم وسپاري.

دغه بدلونونه په داسې مهال رامنځته کېږي، چې د دواړو لورو ترمنځ په دوحې او استانبول کې د مسایلو د حل په تړاو خبرې اترې بې‌پایلې پای ته رسېدلې دي او پر یو بل یې د مذاکراتو د ناکامۍ پړې اچولې دي. طالبانو په دغو ناستو کې د تحریک طالبان پاکستان موضوع د پاکستان «کورنی مشکل» بللی؛ خو اسلام‌اباد دغه دریځ ردوي او ټینګار کوي چې د یادې ډلې ډېری مشران او غړي په افغانستان کې مېشت دي او د طالبانو تر پراخ ملاتړ لاندې فعالیت کوي.

د پاکستان د امنیتي چارواکو په وینا؛ وروستیو بریدونو کې د اسلام‌اباد «سرې کرښې» ماتې شوې او دغه هېواد یې نور زغم نه‌لري. اېکسپرېس ټرېبیون د پاکستان د یو جګپوړي چارواکي له خولې لیکلي: «اوسنی دریځ مو نتیجه نه‌ده ورکړې او که طالبان زموږ د اندېښنو پر وړاندې بې‌‌غوري وکړي، پاکستان به د خپل امنیت د خوندي کولو لپاره اړین ګامونه واخلي».

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم په پارلمان کې ویلي، چې د دواړو وروستیو بریدونو عاملین افغانان وو او پاکستان څو ځله خپلې امنیتي اندېښنې له کابل سره شریکې کړې دي؛ خو کوم اغېزمن ځواب یې نه‌دی تر لاسه کړی. د طالبانو حکومت بیا تر اوسه په رسمي ډول د دغو ادعاوو په تړاوڅه نه‌دي ویلي.

همداراز د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په یوه تازه راپور کې ټینګار کړی، چې پر واڼه پوځي کالج برید په افغانستان کې پلان شوی، سمبال شوی او له هماغه ځایه ورته لارښوونې کېدلې. په راپور کې ویل شوي، چې د عملیاتو طرحه په افغانستان کې د سختدریځو کسانو له لوري چمتو او تایید شوې وه او ټول بریدګر افغان وګړي وو.

راپور کې دا ادعا هم شوې، چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ د رول پټ ساتلو لپاره د برید مسوولیت د یوې بلې ډلې په نوم خپور شوی دی.

پاکستان اسلام‌اباد کې وروستی ځانمرګی برید تر ډیورنډ کرښې هاخوا د دوی خلاف د ګواښونو د ډېرېدو نښې بولي او خبرداری ورکوي، که له طالبانو سره یې ډېپلوماټیکې هڅې پایله ورنه کړي؛ نو امکان لري پر نورو اقداماتو لاس پورې کړي. اسلام‌اباد په وار، وار خبرداری ورکړی، چې د دغو ترهګریزو فعالیتونو خلاف یې نوره حوصله ختمه شوې ده.

هاخوا افغان طالبان بیا پاکستان ته ګوته نېسي، چې په افغانستان کې د جګړې لمن ته اور وهي او خپل هېواد کې یې د داعش وسله‌والې ډلې ته مرکزونه ورکړي او پوځ یې دغو ترهګرو ته روزنه هم ورکوي. افغان طالبان پر پاکستان د داعش د روزلو او اسلام‌اباد بیا پر کابل د «ټي‌ټي‌پي» د ساتلو تورونه لګوي. د ترکیې او قطر په څېر منځګړي هېوادونه هم نه‌دي توانېدلي چې د دواړو لورو ترمنځ د شخړو دا اصلي مسایل حل کړي.

طالبانو د ننګرهار په ګمبیري دښته کې د کونړ زلزله ځپلو ته ۱۰۰۰جریبه ځمکه ځانګړې کړه

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۶ GMT+۰
طالبانو د ننګرهار په ګمبیري دښته کې د کونړ زلزله ځپلو ته ۱۰۰۰جریبه ځمکه ځانګړې کړه
100%

ننګرهار کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر وایي، د ملاهبت الله د ځانګړي حکم پر بنسټ د دغه ولایت د ښېوې ولسوالۍ اړوند په ګمبیري دښته کې د کونړ زلزله ځپلو لپاره ۱۰۰۰جریبه ځمکه ځانګړې شوه. دوی وایي، دغه ځمکه کې د استوګنې لپاره پر نقشې هم کار پیل شوی دی.

پنج‌شنبه د (لړم ۲۲مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې ډېر ژر به د کونړ زلزله ځپلو کورنیو ته په دغه ځمکه کې د نومرو د وېش بهیر پیل شي. ننګرهار کې د طالبانو والي ملا محمد نعیم اخوند وایي: «دا د اسلامي نظام پالیسي ده، چې خپلو خلکو ته د هېواد په هر ځا کې چې اړتیا وي امکانات برابر کړي».

نوموړي ننګرهار کې خپلو اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې، چې په یاده ځمکه کې د سړکونو، پارکونو، جوماتونو، ښوونځي،‌ کلینیک او نورو اړتیاوو ته پام وکړي.

د طالبانو د کرنې وزارت د اراضۍ عمومي رییس په خبره؛ ګمبیري دښته کې د کونړ زلزله ځپلو ته یاده ځمکه د کډوالو د پالیسۍ له مخې وېشل کېږي او که اړتیا شي؛ نو په همدې سیمه کې ورته نوره ځمکه هم برابرولای شي.

د ننګرهار ګمبیري دښته د کونړ او لغمان ولایتونو ترمنځ پرته ده. دغه سیمه سیند ته د نږدې والي او شاوخوا ولایتونو سره د نښلېدونکو نقطو له امله ځانګړی کرنیز ارزښت هم لري.

په ننګرهار کې څو کاله د مخه وژل شوي جاپاني انجینر ډاکټر ناکامورا د یادې دښتې ځینې برخې خړوبې کړې او اوس په‌کې د پارکونو تر څنګ د حاصلاتو ځمکې هم شته.

د اکټوبر میاشتې په ۳۱مه نېټه د شپې ناوخته د افغانستان په ختیځ کې زورورې زلزلې زرګونه کورنیو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول. د کونړ مزار او دېوه ګل درو کې یې یوازې تر ۲زرو ډېر کسان مړه او ۳نیم زره نور ټپیان کړل.

که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون نړۍوالو مرستندویه ادارو او افغان سوداګرو له دغو زیانمنو کورنیو سره مرستې وکړې؛ خو ویل کېږي کافي نه وې او لا هم د اغېزمنو کورنیو اړتیاوې نه‌دي پوره شوې.

فوزیه کوفي: د جوزجان پوهنتون له لوحې یوازې ازبکي ژبه نه‌، بلکې فارسي هم حذف شوې

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۴ GMT+۰
فوزیه کوفي: د جوزجان پوهنتون له لوحې یوازې ازبکي ژبه نه‌، بلکې فارسي هم حذف شوې
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د جوزجان پوهنتون له لوحې ازبکي ژبه حذف کړې ده. د طالبانو دغې چارې ګڼ غبرګونونه راپارولي او د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي، له یادې لوحې یوازې ازبکي ژبه نه، بلکې فارسي هم حذف شوې ده.

فوزیې کوفي د پنجشنبې په ماخوستن (د لړم ۲۲مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، چې د یوې ټولنې د ژبې، کلتور، مذهب او ټولنیزې تنوع له‌منځه وړل یوازې یوه معنا لري او هغه د هغې له پرمختګ څخه وېره ده.

د کوفي په وینا، د ټکنالوژۍ او د معلوماتو په پېر کې هېڅوک نه‌شي کولی یوه ژبه او یا هم هویت حذف کړي.

د جوزجان پوهنتون پخوانۍ او اوسنۍ لوحه
100%
د جوزجان پوهنتون پخوانۍ او اوسنۍ لوحه

نوموړې زیاتوي، طالبان باید د دغه ډول پاروونکو کړنو پر ځای په هېواد کې د لوږې او په بېلابېلو پلمو د خلکو له وژنې مخنیوی وکړي او همداراز نجونو او ښځو ته د زده‌‌کړو او کار دوام ته اجازه ورکړي.

ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د جوزجان پوهنتون هغه لوحه چې له نورو ژبو سربېره په‌کې ازبکي هم کارول شوې وه، لرې کړې او پر ځای یې یوه نوې لوحه نصب کړې چې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو لیکل شوې ده.

حنیف اتمر: د ازبکي‌ ژبې سپکاوی او ورسره تبعیض د ټولو افغانانو سپکاوی دی

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۰ GMT+۰
حنیف اتمر: د ازبکي‌ ژبې سپکاوی او ورسره تبعیض د ټولو افغانانو سپکاوی دی
100%

د جمهوري نظام د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د ازبکي ژبې سپکاوی او تبعیض د ټولو افغانانو سپکاوی ګڼلی دی. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د جوزجان پوهنتون له لوحې ازبکي ژبه حذف کړې ده.

محمد حنیف اتمر د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۲مه) پر خپله اېکس پاڼه د ازبکي ژبې اړوند خپاره شوي خبرونه د «افسوس او کرکې» وړ ګڼلي دي.

ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د جوزجان پوهنتون هغه لوحه چې له نورو ژبو سربېره په‌کې ازبکي هم کارول شوې وه، لرې کړې او پر ځای یې یوه نوې لوحه نصب کړې چې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو لیکل شوې ده.

حنیف اتمر د طالبانو دغه چاره د کرکې وړ یاده کړې او زیاته کړې یې ده: «هر ډول سپکاوی، که کوچنی وي یا لوی او د هرې پلمې لاندې چې وي، د هېواد د هرې ملي ژبې پر وړاندې هېڅ ډول د منلو وړ نه دی او زموږ د کرکې لامل کېږي.»

نوموړي غوښتنه کړې، چې د افغانستان پر «باعزته ملت دا بې احترامي» او د هغوی عوامل باید بېله ځنده لرې شي.

د نوموړي په خبره، افغانان د ادبیاتو، علم او کلتوري شتمنیو د ساتنې او بډاینې او د دې خاورې د تاریخ د درناوي لپاره تل خپل تدبیر د قانون په چوکاټ کې ساتلی دی.

د یادونې وړ ده، ازبکي ژبه، چې د جمهوریت پرمهال هر کال د تلې په ۲۹مه د ملي ورځې په نوم نمانځل کېده، سږکال په افغانستان کې له رسمي مراسمو پرته تېره شوه.

سمیع سادات ادعا کوي چې د جمهوریت له پیله تر ختمه ۵۱۳ زره افغانان وژل شوي دي

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۵ GMT+۰
سمیع سادات ادعا کوي چې د جمهوریت له پیله تر ختمه ۵۱۳ زره افغانان وژل شوي دي
100%

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات وایي، څلور ویشت کاله وړاندې په همدې ورځ د نومبر ۱۳مه کابل د طالبانو له واکمنۍ څخه ازاد شو او نوي جمهوریت خپل کار پیل کړ. هغه ادعا کړې چې د جمهوریت له پیل څخه تر پایه د افغان ځواکونو په ګډون ۵۱۳ زره افغانان وژل شوي دي.

سادات پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د وطن د ودانۍ قیمت کی ۲۰۰ زره د نظام سرتیري قرباني شول، ۱۳۰۰۰ دیني علما طالبانو ووژل او درې لکه ملکي خلګ یې ووژل. اوس د وطن دا آبادي د افغانانو په وینه جوړه شوې ده.»

خو سادات دا نه ده روښانه کړې چې دغه شمېر افغانان د جګړې له کوم اړخه قرباني شوي او همدا راز هغه د طالب لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

هغه زیاته کړې، چې د تنظیمي جګړو او د طالبانو د تېرو جګړو له امله د افغانستان ښکلې پلازمېنه کابل سخت ویجاړ شوی و، خو افغانانو د نړیوالې ټولنې په همکارۍ یو نوی دولت جوړ کړ، چې د ټولو افغانانو ګډ کور و.

هغه ویلي، دا یو ستونزمن ماموریت و، ځکه هر ځل چې افغانانو د دولت او بنسټونو د جوړولو هڅه کوله، طالبانو د پاکستان په لارښوونه دا بنسټونه ویجاړول، متخصصین یې تښتول او نوې زېربناوې یې د بریدونو او چاودنو هدف ګرځولې.

سمیع سادات زیاته کړې، له ټولو ستونزو سره سره افغان ملت د پرمختګ لپاره هڅو ته دوام ورکړ. د ده په وینا، د جمهوریت اداره د افغانانو له خوا پرمخ وړل کېده او د ملت ګټه، ازادي او امنیت یې اصلي موخې وې.

سادات، طالبان تورن کړل، چې د پاکستان د ګټو لپاره یې افغانستان ویجاړ کړ او په باور یې د سیمې د سیالیو د یوې وسیلې په توګه ترې استفاده شوې ده.

هغه ادعا کړې، چې د طالبانو د ظلم له امله نن شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانان له خپلې خاورې کډه شوي، ۶ میلیونه ماشومان او ښځې له سختې خوارځواکۍ او لوږې سره مخ دي او افغانستان د افراطیت او ترهګرۍ پر مرکز بدل شوی دی.

له نن (د نومبر ۱۳مه) څخه پوره ۲۴ کاله مخکې پر افغانستان د امریکا له بریدونو وروسته د طالبانو واکمني پایته ورسېده.