پنجشنبه د (لړم ۲۲مه) هغه ویلي، چې باید ډاکتران ځانونه د روغتیا په برخه کې په عصري او نوې ټېکنالوژۍ بلد کړي. هغه زیاته کړه: «که موږ غواړو نورو سره د طبابت بخش کې سیالي وکړو، باید په دوامداره ډول زدهکړې وکړو».
په کابل کې د فرانسې د یاد انسټېټیوټ د بورډ مشر ډاکټر نجم الدین نجم وویل، چې سږ کال یې له دغه کنفرانس څخه موخه دا وه؛ څو د افغانستان په روغتیایي سېسټم کې بدلون او نوښتونه رامنځته شي.
هغه همدا راز د ډاکټرانو پر ظرفیت لوړونې او روزنې هم ټینګار کړی دی. د نوموړي په خبره؛ د افغانستان روغتیایي سکټور یوې ژورې کتنې ته اړتیا لري.
دغه کنفرانس داسې مهال جوړېږي، چې په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه ورځ تر بلې کمزورې کېږي او د امریکا د پراختیايي مرستو بندېدو سره سم په هېواد کې سلګونه روغتونونه تړل شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د دغو روغتونونو بندېدو د مور او ماشوم د مړینې کچه کې هم زیاتوالی راوستی. یاد سازمان همدا راز اندېښنه ښوولې، چې د افغانستان روغتیايي سېسټم د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی.
په افغانستان کې که څه هم روغتیایي سکتور کې ګڼې خصوصي پانګونې هم شوې؛ خو لا هم په کور دننه د سرطاني ناروغیو په ګډون د ځینو نورو ناروغیو د درملنې هېڅ ډول ځانګړی روغتون نهشته او ناورغان اړ کېږي، چې د ګاونډیو هېوادونو تر څنګ ځینو نورو هېوادونو ته لاړ شي.
باورونه دا دي، چې په افغانستان کې د عصري ټېکنالوژیو او روغتیایي ماشینونو نشتوالی هم یوه لویه ننګوونه ده.