د «۲۰۲۴ کال د جبري بېځايه کېدو سروې» په نوم په دغه څېړنه کې راغلي، چې د افغان کډوالو د یوې کورنۍ منځنی شمېر ۸.۹ دی؛ په داسې حال کې چې دغه شمېر د کوربه ټولنې یا پاکستاني کورنیو کې ۶.۷ کسان او د پاکستان د احصایې ادارې له مخې ۶.۳ کسان ښودل شوی دی.
د سروې پایلې دا هم څرګندوي، چې د افغان کډوالو په کورنیو کې ۵۴ سلنه ماشومان د څلورو کلونو څخه کم عمر لري؛ په داسې حال کې چې د کوربه ټولنې په کورنیو کې دغه کچه ۳۱ سلنه ده. د کډوالو نږدې نیم نفوس چې شمېر یې شاوخوا ۶۲۰زره ماشومان کېږي، له ۱۵ کلونو کم عمر لري چې دا د افغان کډوالو د نفوس د خورا ځوان جوړښت څرګندونه کوي.
په راپور کې د ماشومانو د ودونو د اندېښمنې کچې یادونه هم شوې ده. د څېړنې له مخې؛ شاوخوا ۵ سلنه افغان کډوالې نجونې د ۱۵ کلنۍ نه مخکې او ۲۵ سلنه د ۱۸ کلنۍ نه مخکې ودېږي؛ یعنې په هرو څلورو نجونو کې یوه تر قانوني سن دمخه ودېږي. پاکستانۍ ټولنه کې بیا دغه کچه لږه ښودل شوې؛ خو بیا هم د پام وړ بلل شوې. دوی وایي، پاکستانیانو کې ۲ سلنه د ۱۵ کلنۍ نه مخکې او ۱۲ سلنه د ۱۸ کلنۍ نه مخکې ودېږي.
یونسېف او نړۍوال بانک خبرداری ورکړی، چې د ماشومانو ودونه د ښوونیزې کچې کموالی، روغتیايي ستونزې او اقتصادي فشارونه رامنځته کوي؛ په ځانګړي ډول د هغو کورنیو لپاره چې له مخکې نه زیانمنونکې دي.
د سروې پایلې ښيي، چې په پاکستان کې د مېشتو ګڼو افغان کډوالو زېږېدنه په همدغه هېواد کې شوې ده. نږدې درې پرڅلور (۷۵ سلنه) د ۱۸ کلونو او پورته عمر لرونکي کډوال په پاکستان کې زېږېدلي او یوازې ۲۴سلنه شاوخوا ۱۶۰زره کسان په افغانستان کې زېږېدلي دي.
سروې همدارنګه روښانه کوي، چې د کورنیو مشرانو کې د واده شویو کسانو کچه لوړه ده. د کډوالو په منځ کې ۹۶ سلنه نارینه سرپرستانو او ۶۰ سلنه ښځینه سرپرستانو ودونه کړي دي. په پاکستاني ټولنه کې ۹۵ سلنه نارینه او ۴۰ سلنه ښځینه سرپرستانې واده شوې ښودل شوي دي. دغه معلومات ښيي، چې په دواړو ټولنو کې ډېری هغه کورنۍ چې ښځې یې سرپرستي کوي، یوازې د یوې مور پر مټ چلېږي.
په پاکستان کې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې تر ۳مېلیونه ډېر افغان کډوال مېشت وو. د یونسیار یادې سروې ډېری هغه کډوال ارزولي، چې د ملګرو ملتونو سره ثبت د (PoR) کارت لرونکي دي او اکثر یې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ژوند کوي.
له دې پرته، یاد سازمان د شاوخوا ۱۹۰زرو هغو افغانانو معلومات هم ثبت کړي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دي. په دې کې نږدې ۱۱۰زره کسان د «ډېرو زیان منونکو» په نوم ډلبندي شوي چې بېرته افغانستان ته په ستنېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.