• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانستان کې د اوبو ناورین؛ طالبان وایي‌‌‌ د ځمکې لاندې اوبو له‌پاره چیک ډيمونه جوړوي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۹ GMT+۰

د طالبانو اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د هېواد د اوبو د خوندیتوب او اغېزمن مدیریت لپاره پراخې هڅې روانې دي. طالب چارواکي وایي چې د چیک ډیمونو پروژې به د سیلابي اوبو کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو تغذیه او د ښاري او کرنیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهمه مرسته وکړي.

د طالبانو اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، قاري مطیع‌الله عابد وایي چې دا وزارت د نورو اړوندو بنسټونو په همکارۍ د اوبو د مهار او خوندي کولو لپاره پراخ پروګرامونه پلي کوي. د هغه په خبره، وزارت په پلان کې لرل چې ۱۴۰ چیک ډیمونه جوړ کړي چې تر دې دمه ۱۳۰ډیمونه بشپړ شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د پاتې نورو د جوړولو چارې روانې دي.

عابد زیاتوي چې په ټول هېواد کې د بېلابېلو وزارتونو په مرسته۴۵۰نور چیک ډیمونه جوړ شوي چې هدف یې د ځمکې لاندې اوبو تغذیه او د باراني اوبو راټولول دي.

د ده په وینا، دغه ډیمونه کولی شي د سیلابي اوبو تګلاره کنټرول کړي او په هغو سیمو کې چې د ځمکې لاندې اوبو سطحه په وروستیو کلونو کې په خطرناک ډول راټیټه شوې، د اوبو کچه بېرته لوړه کړي.

یاده دې وي چې د افغانستان په لویو ښارونو لکه کابل، هرات، کندهار، مزار او جلال‌اباد کې د ځمکې لاندې اوبو کچه په تېرو کلونو کې په چټکۍ سره راټیټه شوې ده.

د وروستیو څېړنو له مخې، د کابل د اکوایفرونو کچه په تېره لسیزه کې په چټک ډول راټیټه شوې چې، په ځینو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبه ۲۵تر ۳۰ مترو پورې ښکته شوې دي، او د ښار د اوبو ورځني استخراج د طبیعي بیاچارج له اندازې کلنۍ۴۴ میلیونه مکعب متره زیات دی.

راپورونه ښيي چې د اوبو کمښت خلک د اقتصادي فشارونو سره مخ کړي دي. په ځینو سیمو کې کورنۍ د خپل عاید تر ۳۰٪پورې د اوبو پر اخیستو لګوي، ځکه شخصي شرکتونه د اوبو بیې لوړې ټاکي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې که بیړنۍ او پراخې هڅې ونشي، د افغانستان لوی ښارونه په تېره کابل به د اوبو د کمښت له تر ټولو سخت بشري او اقتصادي ناورین سره مخ شي.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

اوکراین د نووروسیسک د تېلو‌ پر ستر روسي ټرمینل د ډرون برید کړی

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۶ GMT+۰
اوکراین د نووروسیسک د تېلو‌ پر ستر روسي ټرمینل د ډرون برید کړی
100%

اوکرایني امنیتي ځواکونه وايي چې د دې هېواد بې‌پیلوټه الوتکو نن شنبه د (لړم ۲۴مه) د روسیې د نووروسیسک په بندري ښار کې د تېلو پر ستر ټرمینل برید کړی چې له امله یې تاسیسات زیانمن شوي دي.

د روسي ټیلیګرام چینلونو او سیمه‌ییزو چارواکو په وينا، برید د «شېشخاریس» په نفتي کمپلکس شوی، چې د ترانس‌نفت دولتي شرکت د پایپ‌لاین شبکې مهمه برخه بلل کېږي او د روسیې د لویو صادراتي ټرمینلونو له ډلې دی.

د چارواکي په وینا، د ټرمینل ګڼ ساحلي تاسیسات زیانمن شوي.

رویټرز د صنعتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې له برید وروسته روسیې د ورځې په کچه شاوخوا ۲.۲میلیونه بېرله نفت صادرات لنډمهالي درولي، چې د نړۍ د نفتو نږدې دوه سلنه عرضه جوړوي.

بل پلو د روسیې دولتي خبري اژانس «ریا نووستي» هم راپور ورکړی چې په بندر کې یوه ملکي کښتۍ هم د ډرون پدې بریدونو کې لګېدلې او درې عمله پکې ټپیان شوي دي.

نور رحمان اخلاقي: د هبت‌الله وروستۍ څرګندونې له سپکاويو پرته بل څه نه‌لري

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۴ GMT+۰
نور رحمان اخلاقي: د هبت‌الله وروستۍ څرګندونې له سپکاويو پرته بل څه نه‌لري
100%

د تېر جمهوري نظام د کډوالو او راستنېدونکو چارو پخواني وزیر نور رحمان اخلاقي د بشري حقونو په اړه د طالبانو د مشر وروستي پیغام ته په غبرګون کې ویلي، چې د هغه څرګندونو له سپکاویو او درواغو پرته بل څه نه‌درلودل.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله هغه غږیز پیغام چې تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، پرته له دې چې کوم هېواد یا کس مشخص کړي ویلي: «یوه ورځ د عدالت او بشري حقونو غږ پورته کوئ، بله ورځ بیا پر بې‌ګناه او بې دفاع خلکو بمبارکوئ او خلک وژنۍ. لکه څنګه چې اوس په فلسطین کې بې‌ګناه خلک وژنۍ.» هغه د پوښتنې په توګه مطرح کړې: «په کوم جرم دا خلک وژنۍ؟ دوی څه کړي؟ اې ظالم، اې بدماشه!»

هغه ویلي په افغانستان کې د الهي حقونو عملي کولو ته د بشري حقونو نقض ویل کیږي.

نور رحمان اخلاقيد جمعې په ماخوستن (د لړم ۲۳مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، د فلسطین خلک سره له دې چې له کلونو راهیسې تر ظلم او ستم لاندې شپې او ورځې تېروي، خو بیا هم د ازادۍ، سیاسي تنوع، د ښځو د حقونو او د وګړیو د مدني حقونو درناوی کوي.

د هبت‌الله دغه څرګندوې په داسې حال کې دي، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې په افغانستان کې د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د نقضولو په تړاو د روان کال د چنګاښ پر ۱۷مه د هغه او د هغه د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړ.

د بې‌پیلوټه الوتکو په تړاو د طالبانو څرګندونو ته د پنټاګون غبرګون

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۳ GMT+۰
د بې‌پیلوټه الوتکو په تړاو د طالبانو څرګندونو ته د پنټاګون غبرګون
100%

د امریکا د جګړې وزارت یوه چارواکي د طالبانو د دې ادعا په اړه چې ګواکې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې د افغانستان پر فضا ګرځي، د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې وویل: «په دې اړه د ویلو لپاره څه نه‌لرو.»

دغه څرګندونې په داسې مهال کیږي، چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ایران له «صدا و سیما» ټلوېزیوني شبکې سره په یوې مرکه کې وویل، چې لاهم د افغانستان په هوایي حریم کې د امریکا بې‌پېلوټه الوتکې ګرځي.

هغه ویلي، چې دغه الوتنې د ځینو ګاونډیو هېوادونو له لارې ترسره کېږي او دا کار د افغانستان له حاکمیت څخه څرګنده سرغړونه ده، خو دا چې د کومو ګاونډیو هېوادونو له لارې په دې اړه یې په څرګنده څه ونه ویل.

ذبیح الله مجاهد ومنله، چې د امریکا بې‌پېلوټه الوتکې د افغانستان پر اسمان ګرځي | افغانستان انټرنشنل پښتو

مجاهد د افغانستان پر فضا د یادو بې‌پېلوټه الوتکو له ګرځېدو د مخنیوي غوښتنه هم وکړه.

د افغانستان د هوایي ټرافیک کنټرول ډېره برخه تر ۲۰۲۱کال مخکې د بهرنیو هېوادونو او ناټو په مرسته اداره کېده، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان په هوايي حریم د بې‌پیلوټه الوتکو د ګرځېدو موضوع تل د بحث وړ پاتې شوې ده.

د کډوالو د ملاتړ بنسټ «ارسا» د لادرکه کډوالو د نړۍوالې ورځې نومولو کمپاین پیل کړی

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۳ GMT+۰
د کډوالو د ملاتړ بنسټ «ارسا» د لادرکه کډوالو د نړۍوالې ورځې نومولو کمپاین پیل کړی
100%

د «ارسا» په نوم د کډوالو او پناه‌غوښتونکو د ملاتړ یوې ټولنې، نن‌جمعه د لړم پر ۲۳مه د یوه نړۍوال کمپاین د پیل په ترڅ کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې یوه ورځ په رسمي توګه د «ورکو او مړو شویو کډوالو د یادونې» لپاره ونوموي.

په هغه خبرپاڼه کې چې دې ټولنې افغانستان انټرنیشنل- پښتو ته لېږلې، راغلي چې د نړۍوالو بنسټونو د شمېرو له‌مخې، له ۲۰۱۴ کال راهیسې په ټوله نړۍ کې له ۷۵ زرو څخه زیات کډوال د کډوالۍ په لارو کې لادرکه شوي یا یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

یاده ټولنه وايي، چې د کمپاین موخه د دغې موضوع نړۍوال اهمیت ته پام اړول او د ورکو قضیو د یادونې لپاره د رسمي میکانیزمونو رامنځته کول دي.

خبرپاڼه کاږي، چې د یوې نړۍوالې ورځې نومول کولای شي د ورک شویو کډوالو د یادونې، د هغوی د کورنیو د حق ملاتړ چې د خپلوانو د برخلیک د معلومولو غوښتنه لري، او همدارنګه د پلټنې او ژغورنې په برخه کې د دولتونو پر مسوولیت ټینګار وکړي.

«ارسا» په ترکیه کې یو غیردولتي بنسټ دی، چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې د پناه‌غوښتونکو د ملاتړ، پوهاوي او ټولنیزو خدمتونو په برخه کې افغان کډوالو ته فعالیت کوي.

د دغه بنسټ مشرې ذاکره حکمت افغانستان انټرنیشنل- پښتو ته په یو استول شوي پیغام کې ویلي: «د دغه کمپاین موخه د هغو کورنیو د ملاتړ غږ پورته کول دي، چې کلونه کېږي د خپلو لادرکه خپلوانو د برخلیک په اړه د معلوماتو په تمه دي.»

ارسا له خلکو، د مدني ټولنو له فعالانو او رسنیو غوښتي، چې په دې کمپاین کې برخه واخلي او د لادرکه کډوالو د قضیې په اړه د پوهاوي په لوړولو کې همکاري وکړي.

دغه کمپاین په داسې حال کې ترسره کېږي، چې نړۍوالو بنسټونو په وار وار د کډوالۍ د لارو د مخ پر زیاتېدونکي خطرونو او د لادرکېدو د زیاتېدونکي شمېر په اړه خبرداری ورکړی دی.

د یادونې وړ ده، چې ډېری افغانان په هېواد کې د کار روزګار د نشتوالي او همداراز فقر او بې وزلۍ له امله په خونړیو ناقانونه لارو کډوالۍ ته مخه کوي، چې ډېر کم یې خپلو موخه ته رسېږي او پاتې نور یې یا بېرته راګرځول کېږي او یا هم لادرکه وي.

نصیر احمد اندېشه: د طالبانو مشر نورو ته بشري حقونه غواړي، خو خپله یې نقضوي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۷ GMT+۰
نصیر احمد اندېشه: د طالبانو مشر نورو ته بشري حقونه غواړي، خو خپله یې نقضوي
100%

په جینوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د بشري حقونو په اړه د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده وروستي پیغام ته په غبرګون کې ویلي، چې دا څرګندونې د نړۍ د بشري حقونو په تړاو د «دوه‌مخۍ» او «دروغجنو» شعارونو څرګندونه کوي.

نصیر احمد اندېشه وایي، ملا هبت‌الله اخوندزاده په خپل څلور دقیقې غږیز پیغام کې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د بشري حقونو د پراخ نقض یادونه کړې او د فلسطین د خلکو د حقونو د دفاع په ترڅ کې یې اسراییل پر«ظلم او پراخو بمباریو» تورن کړی دی.

ملا هبت‌الله هغه غږیز پیغام چې تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، پرته له دې چې کوم هېواد یا کس مشخص کړي ویلي: «یوه ورځ د عدالت او بشري حقونو غږ پورته کوئ، بله ورځ بیا پر بې‌ګناه او بې دفاع خلکو بمبارکوئ او خلک وژنۍ. لکه څنګه چې اوس په فلسطین کې بې‌ګناه خلک وژنۍ.» هغه د پوښتنې په توګه مطرح کړې: «په کوم جرم دا خلک وژنۍ؟ دوی څه کړي؟ اې ظالم، اې بدماشه!»

هبت الله ویلي: «هره ورځ اسراییل په فلسطین کې سلګونه کسان وژني دا له بشري حقونو سرغړونه نه ده، په افغانستان کې د بشري حقونو نقض دی؟»

هغه ویلي په افغانستان کې الهي حقونو عملي کولو ته د بشري حقونو نقض ویل کیږي.

نصیر احمد اندیشه ویلي، دا ډول څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو په واکمنۍ کې دننه، په خپله افغانستان کې بشري حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې کېږي، له ښځو د زده‌کړو او کار حق اخیستل، د بیان ازادي محدودول او پر خلکو د زور واک چلول هغه مسایل دي چې د نړۍ د غندنې وړ دي.

هغه زیاه کړې چې د طالبانو «رژیم» د فلسطین د خلکو د ملاتړ لپاره هېڅ نه دي کړي ان لاریونونه یې هم نه دي کړي.

اندیشه زیاته کړې، «کله چې د طالبانو مشر د بشري حقونو خبرې کوي، دا خپله تر ټولو ستر تضاد دی، ځکه همدغه ډله د افغانستان د خلکو بنسټیز حقونه تر ټولو ډېر نقض کړي دي.»

هبت‌الله په خپلو خبرو کې د قانون جوړښت ته اشاره کړې او ویلې یې دي، چې د دوی قانون د الهي کلام له مخې دی، هغه پرته له دې چې څوک په نښه کړي ویلي: «ستاسو قانون شرابخورو، مفسدو او زورواکو جوړ کړی.» هغه زیاته کړې ستاسو فکرونه «نفس خواهشه» دي او «شرابخواره» یاست.

اندېشه یې په غبرګون کې ویلي، ۵۶ هېوادونه د اسلامي همکاریو د سازمان غړي دي، چې ټول یې د بشري حقونو د شورا غړي هم دي، که چیرې قوانین د اسلامي هېوادونو په موجودیت کې نه وي، نو «په دې معنا چې موږ په دې قوانینو کې خپله ونډه نه‌لرو او موږ ورسره سرو کار نه شو لرلی.»

د هبت‌الله دغه څرګندوې په داسې حال کې دي، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې په افغانستان کې د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د نقضولو په تړاو د روان کال د چنګاښ پر ۱۷مه د هغه او د هغه د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړ.